ديپلوماسي

د سولې د خبرو له پيلېدلو سره افغان حکومت او متحدینو یې په طالبانو د اوربند لپاره فشار راوستلی

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پرانست غوندې پای کې د پلاوو له غړو سره خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پرانست غوندې پای کې د پلاوو له غړو سره خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

دوحه -- د افغانستان حکومت د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۴مه/ له طالبانو سره د یوه اوربند لپاره فشار په تدریج سره زیات کړ، او د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د سولې په خبرو کې د اوږدمهالي اوربند غوښتنې تکرار کړې.

دواړه لوري د کتنو په لومړیو پړاونو کې دي او هڅه کوي چې داسې یوه هوکړه وکړي چې په افغانستان کې ۱۹ کلنه وینه تویېدنه پای ته ورسوي.

د پرانستلو مراسمو کې چې د شنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ ترسره شول افغان حکومت، او متحدینو یې -- د متحده ایالاتو په ګډون چې د کب په لومړیو کې له طالبانو سره د سولې لومړنۍ هوکړه وکړه، د اوربند غوښتنه وکړه.

خو طالبانو د مذاکراتو مېز ته په راتللو سره د اوربند یادونه ونه کړه.

د طالبانو د ډلې مؤسس ملا عبدالغني برادر (ښی) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پرانست غونډې په ترڅ کې خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو د ډلې مؤسس ملا عبدالغني برادر (ښی) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پرانست غونډې په ترڅ کې خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د وږي په ۲۲مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پرانست غونډه کې برخه اخیستې. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د وږي په ۲۲مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پرانست غونډه کې برخه اخیستې. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د وږي په ۲۴مه په یوه ټویټ کې ولیکل، حکومتي مرکچیانو په خبرو کې «د دې لپاره برخه اخیستې ده چې اوربند رامنځته کړي، تاوتریخوالی پای ته ورسیږی او په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات تأمین شي.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله مخکې وړاندیز کړی وو چې طالبان کولی شي د خپلو نورو بندي ملګرو د خلاصون په بدل کې اوربند وکړي.

عبدالله چې له مهالوېش سره سم د یکشنبې /د وږي ۲۳مې/ په ماښام له دوحې څخه کابل ته ستون شو، وویل، «دا کېدی شي د هغوی له نظرونو یا غوښتنو څخه یو نظر یا غوښتنه وي.»

هغه وویل، خبرې باید 'د سولې په لور د پرمختګ په روحیه' پرمخ لاړې شي.

هغه وویل، «په کار دی چې لومړی تاوتریخوالي کافي اندازه راکم کړای شي، بیا د بشري خواخوږۍ په اساس اوربند وشي، او بیا په ټول هېواد کې یو دایمي اوربند وشي.»

ډېرې ننګونې په مخه کې پرتې دي

دواړو لوریو وویل، برخه والو د وږي د ۲۳مې په کتنو کې د مهالوېشونو او د کړنلارې په هکله خبرې اترې وکړې، خو د اساسي مسایلو په هکله خبرې لا نه دي پیل شوي.‌

استازو خبرداری ورکړ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې اوس هم جنګ روان دی، مذاکرات به ستونزمن او بې نظمه وي.

چارواکو وویل، د اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې په کندوز کې د طالبانو په یوه برید کې شپږ پولیس ووژل شول، په داسې حال کې چې پنځه افسران په کاپیسا ولایت کې ووژل شول.‌

په پلازمېنه کې د سړک د غاړې یوه بم دوه ملکي کسان ټپیان کړل، په داسې حال کې چې یوه بله چاودنه د کابل په یوه ناحیه کې وشوه، البته د تلفاتو په هکله یې څه نه دي ویل شوي.‌

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي چې آیا بریدونه یادې ډلې ترسره کړي دي که نه.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د وږي په ۲۳مه له دوحې څخه د لیدنې پر وخت وویل، «په دې کې شک نشته چې موږ به په را روانو ورځو، اونیو او میاشتو کې په خبرو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو.»

هغه په جګړه مارو لوریو باندې غږ وکړ چې د سولې په تأمینولو کې دې «له دې فرصت څخه ګټه» پورته کړي.

عبدالله په تاوتریخوالي کې وروستی زیاتوالی یوه «غلطه محاسبه» وبلله.

هغه ټینګار وکړ چې، دا پروسه «کېدی شي د یوه نوي تاریخ پیل وي چې په نږدې راتلونکي کې جوړیږي او هیله ده چې دا کار ژر وشي، نه په ځنډ سره.»

د پرانستې په مراسمو کې په یوه وینا کې، د طالبانو مؤسس ملا عبدالغني برادر د یاغیانو دا پیغام تکرار کړ چې افغانستان باید د اسلامي شریعت په اساس اداره شي، او په دې توګه یې احتمالا یو د بحث وړ ټکی وړاندې کړ.

د تېرو ۱۹ کالونو د حقونو او لاسته راوړنو ساتل

د سولې یوه هراړخیزه هوکړه کولی شي چې کالونه وخت ونیسي او دې پورې تړلې ده چې دواړه لوري خپل مخالف نظریات د افغانتسان لپاره سره نږدې کړي او تر کومه حده د قدرت د شراکت په سر هوکړې ته رسېږي.‌

د ولسمشر اشرف غني حکومت غواړي چې د اساسي قانون پر بنسټ جمهوریت موجود حالت چې ښځو ته د پراخو ازادیو په ګډون ډېرو حقونو ته په کې درناوی شوی دی، وساتل شي.

د کابل په ۲۱ کسیز مرکچي ټیم کې څلور غړې ښځې دي.

طالبانو،‌ چې ښځې یې په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د خپلې واکمنۍ پر مهال له ټولو اساسي ازادیو څخه محرومې کړې وې، هېڅ ښځینه مرکچیانې نه لرلې.

غني په یوه اعلامیه کې د داسې یوې تلپاتې او باوقاره سولې غوښتنه وکړه چې د تېرو ۱۹ کالونو لاسته راوړنې وساتي.

د حکومت د مرکچي پلاوي یوې غړې حبیبې سرابي وویل، د خبرو پیل «ډېر مثبت» وو.

په ورته وخت کې، غني د وږي په ۲۲مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت اېف مکینزي سره وکتل.‌

د غني د دفتر له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي، مکینزي له افغان حکومت، افغانانو او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د متحده ایالاتو په ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې د مکینزي له قوله راغلي، «ټولې پرېکړې به د افغانستان حکومت سره په مشوره کیږي.»

دغه مذاکرات چې د کب په ۱۰مه پرې هوکړه شوې وه او د متحده ایالاتو په ملاتړ ترسره کیږي، د بندیانو د جنجالي تبادلې په سر د اختلافاتو له امله له پلان څخه شپږ میاشتې وروسته پیل کیږي. د هغې هوکړې تر شرایطو لاندې، ۵۰۰۰ طالب بندیان وار له مخه د حکومت د ۱۰۰۰ تنو بندي امنیتي منسوبینو په بدل کې خوشې شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوربند باید اعلان شي، د حکومت سیستم باید په اسلامي طریقه جوړ شي، او د حکومت چارې باید د دیني عالمانو د عالي شورا له خوا اداره کړای شي. هغه جنایتکاران چې په وروستیو کالو کې یې د بامیانو، دایکندي او غزني ولایتونو بودجې ولوټلې او د کابل ولایت د چاردهي (دشت برچي) ځمکې په زور سره غصب کړې، جیګې ودانۍ یې پرې جوړې کړې،‌ حکومت ته ژمن نه ول، د قوم او مذهب په نومونو یې مالیات ټول کړل، باید حکومت ته ځواب ورکړي. او حکومت باید عامه شتمنۍ له هغوی څخه بېرته واخلي او حکومت ته یې ور ستنې کړي او هغوی ته سزا ورکړي چې هغوی د ایرانیانو او په افغانستان کې د نورو کفارو یا عیسویانو مزدوران نشي.‌

ځواب ورکړئ

که د خدای رضا وه، زمونږ په ګران هېواد کې به یوه تلپاتې سوله راشي، ځکه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، او په افغانستان کې د جنګ لپاره هېڅ بهانه پاتې نه ده.

ځواب ورکړئ

د قطرپه پلازمېنه دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل څخه وروسته، د افغانستان مظلوم خلک ژوند ته هیله من شوي دي. هغوی هیله لري چې له طالبانو سره له سولې کولو او یوه قوي حکومت جوړولو څخه وروسته به هغوی یو سوله ییز ژوند ولري او د نورو هېوادونو د خلکو په څېر به له ژوند څخه خوند واخلي.‌

ځواب ورکړئ

د نړۍ ټول هېوادونه باید په طالبانو باندې زور واچوي چې اوربند ومني، ځکه چې که د دواړو لوریو تر منځ جنګ روان وي بیا خبرې کول او تر یوه چت لاندې کېناستل بې معنی دي. کله چې هغوی نشي کولی چې په اوربند باندې توافق وکړي، بیا څنګه کولی شي چې په یوه ګډ حکومت باندې توافق وکړي؟ اوربند ډېر مهم دی.‌ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د تېرو څو ورځو د خبرو په ترڅ کې، د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې ډېر زړور افغان عسکر شهیدان شول. نو دا بې معنی ده چې طالبان افغان عسکر وژني او افغان حکومت له طالبانو سره یوه مېز ته ناست وي، او یو ځای ورسره ډوۍ خوري او چای څښي. اوربند لازمي دی. وروسته له هغه چې حکومت او طالبان دواړه اوربند اعلان کړي،‌ بیا باید هغوی د راتلونکي حکومت د چوکاټ، د اساسي قانون د بدلون او داسې نورو په هکله خبرې وکړي.‌ دا د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده. تر دې چې هغه طالب جنګیالي چې دا وخت د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد د جګړې په ډګر کې جنګ کوي، هغوی هم اوربند غواړي،‌ او له جنګ څخه ستړي دي. په عادي طالب جنګیالیو باندې جنګ تحمیل شوی دی. هغوی هم د سولې راتګ ته سترګې په لار دي. له دې امله، په کار دی چې د طالبانو مرکچي ټیم په دې حقیقت پوه شي او ژر تر ژره په ټول هېواد کې په اوربند باندې توافق وکړي.‌

ځواب ورکړئ