ديپلوماسي

د سولې بین الافغاني خبرې به په راروانو څو ورځو کې پيل شي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ملي روغې جوړې د شورا رییس عبدالله عبدالله د وږي په ۱۸مه په کابل کې د احمدشاه مسعود د ۱۹م تلین په مناسبت جوړه شوې یوه غونډه کې خبرې کوي. [عبدالله عبدالله]

د ملي روغې جوړې د شورا رییس عبدالله عبدالله د وږي په ۱۸مه په کابل کې د احمدشاه مسعود د ۱۹م تلین په مناسبت جوړه شوې یوه غونډه کې خبرې کوي. [عبدالله عبدالله]

کابل -- د ملي روغې جوړې د شورا رییس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ وویل، ‌تمه ده چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو مرکچي ټیمونه د روانې اونۍ په وروستیو کې مستقیمې خبرې پیل کړي.

عبدالله په کابل کې د افغان سیاستوال او پوځي قوماندان احمدشاه مسعود د ۱۹م تلین په مناسبت جوړه شوې یوه غونډه کې وویل، «ان شاءالله، تمه ده چې په راتلونکیو څو ورځو کې د دواړو لوریو هیئتونه له هېواد څخه بهر خبرو ته کېني.»

تر اوسه پورې د دغو خبرو لپاره چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي، نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د بندیانو د تبادلې د بشپړېدلو له هڅو څخه وروسته، دواړو لوریو په دې اونۍ کې داسې اشارې ورکړي دي چې کېدی شي خبرې اترې ژر پیل شي.

د طالبانو یوه ویاند د شنبې په ورځ /د وږي ۱۵مه/ وویل، د طالبانو مرکچي ټیم وار له مخه قطر ته رسېدلی دی.‌

د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند سهیل شاهین ای اېف پي ته وویل، «زموږ د مرکچي ټیم ټول غړي دوحې ته رسېدلي دي. د ځینې کوچنیو تخنیکي ستونزو له هوارېدلو څخه وروسته به خبرې پیل شي.»

طالبانو د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۶مه/ د دغه ګروپ له خوا د یوه نوي سر مرکچي مولوي عبدالحکیم حقاني نوم اعلان کړ. نوموړی ۵۳ کاله عمر لري او پخوا د طالبانو قاضی القضات وو. هغه د شېرمحمد عباس ستانکزي پرځای وټاکل شو.

د سهیل شاهین پر ځای محمد نعیم وردک چې ۳۵ کاله عمر لري د ویاند په توګه وټاکل شو.‌

د پاکستان په یوه نامعلوم ځای کې مېشت یوه طالب قوماندان د چنګاښ په ۲۸مه ای اېف پي ته وویل، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده دوه میاشتې مخکې د خپلو مرکچیانو په ډله کې بدلو راوست او په مرکچي ډله کې یې خپل څلور نږدې مرستیالان شامل کړل څو په ټیم باندې خپل کنټرول زیات کړي.‌

تېر کال، د طالبانو په منځ کې زیاتېدونکي اختلافات او نارضایتۍ هغه وخت څرګند شول چې د یادې ډلې د مشرتابه او سیاسي لوري ټاکنې په برخه کې زیاتېدونکې شخړې په دغه وېشل شوي تنظیم کې درزونه لا زیات کړل.

اوس د پیل وخت دی

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د وږي په ۱۴مه دوحې ته په سفر لاړ، چې دا د خبرو د رانږدې کېدلو یوه بله نښه ده.‌

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «افغانان چمتو دي چې په دوامداره توګه تاوتریخوالی کم کړي او داسې یو سیاسي حل رامنځته کړي چې جنګ پای ته ورسوي.»

په اعلامیه کې بین الافغاني خبرو اترو ته په اشارې سره راغلي، «افغان مشران باید د سولې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي. ټولو لوریو داسې مهم ګامونه اخیستي چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په لاره کې موجود خنډونه یې له منځه وړي دي.»

د طالبانو ټیم په وروستیو کې پاکستان ته تللی وواو په اسلام اباد کې یې له حکومت سره د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړې.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وږي په ۴مه په یوه اعلامیه کې وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي «تاکید وکړ چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې هراړخیز تطبیق د بین الافغاني خبرو اترو ژر پیل ته لاره هواروي.»

قطري چارواکي په ټولو هغو کسانو باندې چې دغه هېواد ته ورځي د ۷ ورځو جبري قرنطین دوره تېروي خو په ځینې هیئتونو باندې یې چې تر منظمو ازموینو لاندې تېرېږي استثنا قایلیږي.

د افغان حکومت مرکچي ټیم لا په کابل کې دی، خو د لوجیستيکي چمتووالي یو ټیم یې تېره اونۍ دوحې ته رسېدلی دی.

د افغانستان د حکومت د روغې جوړې د شورا ویاند فریدون خوځون وویل، د کابل مرکچي ټیم د خبرو لپاره چمتو دی.‌

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د بندیانو خوشې کول بشپړ شوي دي او د خبرو ځنډولو ته هېڅ بهانه پاتې نه ده.»

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د وږي په ۱۶مه طلوع نیوز ته وویل، د سولې په هکله د طالبانو جدیتوب به هغه وخت معلوم شي چې د کابل مرکچي ټیم د تلپاتې اوربند غوښتنه وکړي.

هغه وویل، «د طالبانو لپاره لومړۍ ازموینه اوربند دی. که هغوی اوربند ومني، هغوی سولې ته ژمن دي. که نه، نه دي.»

په پیل کې تمه وه چې خبرې، هغسې چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د کب په میاشت کې په هوکړه منل شوې وه، د کب په میاشت کې پیل شي .

خو د روان تاوتریخوالي او د بندیانو د تبادلې په سر اختلافاتو د خبرو پیل په مکرر ډول وځنډاوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لطفاً خپل مذاکرات ژر پیل کړئ، خلک تباه شول. هغوی هرڅه له لاسه ورکړل. په دې هېواد کې هره ورځ په لسګونو خلک وژل کیږي. خلک له دواړو جګړه مارو لوریو څخه غواړي چې د خبرو له پیلېدلو څخه مخکې تلپاتې اوربند اعلان کړي، ځکه چې دا خبرې به ژر نتیجه ورنه کړي.‌ د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ مذاکراتو ۱۸ میاشتې وخت ونیو، دا په داسې حال کې ده چې په هغو مذاکراتو کې ډېر مسایل هم نه وو. یوازنۍ غټه مسئله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل وو، خو ښایي چې دا مذاکرات له درېوو څخه تر څلورو کالو پورې وخت ونیسي ځکه چې له ۴۰ کالو راهیسې د بېلابېلو ډلو او ګوندونو تر منځ جنګ روان دی،‌ او هر یو یې بل کافر، مزدور یا جاسوس بولي. د هغوی هر یوه په دې جنګ کې په زرونو پلویان له لاسه ورکړي دي،‌ او تر دې چې هغوی خپل بچیان هم له لاسه ورکړي دي. له دې امله، یو له بل سره د هغوی جوړجاړی یو اسان کار نه دی. هغوی اجماع ته په رسېدلو کې ډېر وخت ته اړتیا لري.‌

ځواب ورکړئ

سوله به افغانانو ته د ژوند فرصت ورکړي. په جنګ ځپلو ولایاتو کې به ماشومان ښوونځیو ته ولاړ شي.

ځواب ورکړئ