ديپلوماسي

د افغان حکومت او طالبانو له خوا په مذاکراتو کې پرمختګ د سولې ځنډېدلو خبرو سره مرسته کوې

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغان حکومت (چپ) او طالبانو (ښی) مذاکراتي ټیمونو د لیندۍ په ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وکتل. [نادر نادري/ټوېټر]

د افغان حکومت (چپ) او طالبانو (ښی) مذاکراتي ټیمونو د لیندۍ په ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وکتل. [نادر نادري/ټوېټر]

دوحه -- دواړو لوریو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ د خبرو لپاره د کړنلارې په سر له توافق څخه وروسته وویل، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې مذاکرات راتلونکي پړاو ته د پرمختګ لپاره چمتو دی.‌

دغه کتنې، چې د وږي په ۲۲مه پیل شوې، د اجندا، د بحثونو لپاره د کړنلارې او د فیصلو لپاره د کارېدونکې فقې په سر د اختلافاتو له امله له ځنډ سره مخامخ شوې وې.

د حکومت د مرکچي ټیم ویاند نادر نادري په ټوېټر ولیکل، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کړنلارې نهایي شوې او دې پسې به د اجندا په هکله خبرې اترې کېږي.

هغه په خپل ټویټ کې لیکلي، «د دواړو مرکچي ټیمونو روانې خبرې اترې ښیي چې افغانان یوې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره لېواله دي، او دواړه لوري ژمن دي ترڅو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو مخلصانه هڅو ته دوام ورکړي.»

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پرانستونکې ناسته کې خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پرانستونکې ناسته کې خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو ویاند محمد نعیم هم تایید کړه چې د خبرو اترو لپاره کړنلارې «نهایي» شوي دي.

هغه په خپل ټویټ کې لیکلي، «له دې وروسته به د اجندا په هکله مذاکرات پیل شي.»

د یاغیانو او واشنګټن تر منځ د کب په میاشت کې د یوې مهمې هوکړې له لاسلیکېدلو څخه وروسته، دا لومړی ځل دی چې دواړه لوري نېغ په نېغه خبرې کوي.‌

متحده ایالاتو، د امنیتي تضمینونو او د طالبانو له خوا د دې ژمنې په بدل کې چې له کابل سره به خبرې کوي، توافق وکړ چې ټول بهرني ځواکونه د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې وباسي.

مهم پړاو

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه پرمختګ ته ښه راغلاست وویل او په یوه ټویټ کې یې هغه یو «مهم پرمختګ» وباله.

هغه په خپل ټویټ کې ولیکل، «دا هوکړه ښیي چې مرکچي لوري کولی شي چې په سختو مسایلو باندې توافق وکړي. موږ دواړو لوریو ته د هغوی د زیار له امله مبارکي وایو.»

هغه وویل، «کله چې د یوې سیاسي لارنقشې او تلپاتې اوربند په هکله خبرې اترې پیل شي، موږ به له ټولو لوریو سره خپلې هڅې وکړو ترڅو تاوتریخوالی په جدي توګه راکم شي او حتی په دې دوره کې اوربند وشي. دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي او مستحق یې دي.»

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم دغه پرمختګ وستایه.

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه په دوحه کې د اخیستل شوي لومړني غټ ګام، چې په کې په داسې کړنلاره باندې توافق وشو چې د سولې د اجندا په هکله خبرو اترو ته لاره هواروي، هرکلی کوم. زه د جمهوریت له مرکچي ټیم، ټولو تسهیلونکو او کوربه هېواد قطر څخه د هغوی د ارزښتناک ملاتړ له امله مننه کوم.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د لیندۍ په ۱ له دوحې څخه د کتنې په ترڅ‌ کې چې د طالبانو او افغان حکومت دواړو مرکچیانو سره یې وکتل، «د خبرو اترو د چټکولو» غږ وکړ.‌

په دوحه کې له پرمختګ سره سره، د کب په میاشت کې له واشنګټن سره د هوکړې له لاسلیکولو راهیسې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شو، چې یاغیانو تقریبا هره ورځ په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې په افغان ځواکونو باندې بریدونه ترسره کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له څلوېښت کالو جنګ او خفګان څخه وروسته، د افغانستان د خلکو لپاره د هیلو یوه کړکۍ پرانستل شوې ده. که دواړه جنګي لوري ریښتني وي، په افغانستان کې به ډېر ژر یوه تلپاتې سوله رامنځته شي. ټول خلک باید په خپلو پنځه وختونو لمونځونو کې په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتنه وکړي.

ځواب ورکړئ