ديپلوماسي

چارواکي وایي، افغان حکومت او طالبان د سولې په خبرو کې پرمختګ ته چمتو شول

ای اېف پي

د طالبانو د پلاوي غړي د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پرانستونکې غونډه کې ناست دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو د پلاوي غړي د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پرانستونکې غونډه کې ناست دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

اسلام اباد -- ګڼ شمېر سرچینو د جمعې په ورځ /د لړم ۳۰مه/ ای اېف پي ته وویل، افغان حکومت او طالبانو ډېر داسې مهم مسایل حل کړي چې د سولې خبرې یې څو اونۍ ایسارې کړې وې، او په دې توګه یې د مذاکراتو پرمختګ ته لاره هواره کړې ده.

دغه مذاکرات د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شول، لاکن تقریبا ژر د اجندا، د خبرو اترو لپاره د اساسي چوکاټ او فقه په سر د اختلافاتو له امله ټکني شول.

خو له څو ورځنیو فرعي بحثونو څخه وروسته، داسې ښکاري چې مرکچیانو اوس د سولې د پوره خبرو د پیلولو لپاره لاره هواره کړې ده.

په پاکستان کې د طالبانو یوه جګپوړي مشر د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «کافي اندازه پرمختګ» شوی دی.

هغه وویل، «یوې اعلامیې او د رسمي خبرو پیل ته نږدي شوي یو.»

هغه زیاته کړه، «ژر به یوه ګډه اعلامیه خپره کړای شي،» او ویې ویل چې کېدی شي دغه اعلان په راتلونکو څو ورځو کې وشي.

په پاکستان کې د طالبانو یوې بلې سرچینې تایید کړه چې، دواړو لوریو د رسمي خبرو د پیلولو لپاره په اساسي اصولو باندې توافق کړی دی. طالبانو ته نږدې یوې درېیمې سرچینې هم دغه پرمختګ تایید کړ.

په دوحه کې مذاکراتو ته نږدې یوه افغان چارواکي ای اېف پي ته وویل، دواړو لوریو اوس ګڼ جنجالي مسایل حل کړي، او د خبرو پرمختګ ته یې لاره پرانستې ده.

ستر خنډونه

دغه چارواکي وویل، د افغان حکومت د مرکچي ټیم څو تنه غړي تازه د وروستیو مشورو لپاره کابل ته راغلي، او تمه ده چې له هغه وروسته ولسمشر اشرف غني او د کابل له خوا د سولې د پروسې مشر عبدالله عبدالله یو پرمختګ اعلان کړي.

د هغو جنجالي مسایلو له ډلې څخه چې تر اوسه بحث پرې شوی طالبان او افغان حکومت د دوو مهمو ټکو په سر توافق ته نشوای رسیدی.

طالبان، چې سني سخت دریځي دي، په حنفي فقه باندې ټینګار کوي، خو حکومتي مرکچیان وایي چې کېدی شي له دغې تګلارې څخه د هزاره ګانو چې ډېر یې شیعه دي او نورو اقلیتونو پر ضد توپيري چلند وشي.

بله جنجالي موضوع دا ده چې د متحده ایالاتو - طالبانو هوکړه به د سولې په یوه راتلونکي توافق باندې څه اثر ولري او هغه توافق ته څه ډول مراجعه وشي.

په دوحه کې د سولې خبرې وروسته له هغه پيل شوې چې طالبانو او واشنګټن د کب په میاشت کې یو هوکړه لاسلیک کر، او متحده ایالاتو ومنله چې د امنیتي تضمینونو او د خبرو د پيلولو لپاره د طالبانو د ژمنې په بدل کې ټول بهرني ځواکونه وباسي.

له خبرو سره سره، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی،او طالبان د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد ورځني بریدونه زیاتوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بهرنۍ لاسوهنې چی بندی نشی هیڅ هیله نلرو

ځواب ورکړئ

ښه خبر ده. الله پاک دې ژر تر ژره هیواد کې تل پاتې سوله راولي. نور زیاتي خلک د جګړې او ورور وژنې څخه په تنګ راغلي. الله پاک دې ودواړو خواوو ته هدایت ورکړي او دغه څلویښت کلنې جګړې ته دې خاتمه ورکړي.

ځواب ورکړئ

دواړه لوري، افغان حکومت او طالبان ښایي ژر یا وروسته یوې هوکړې ته ورسېږي، خو په افغانستان کې به یوه تلپاتې سوله رانشي. د افغانستان په سوله او جنګ کې د سیمې غټ قوتونه ښکېل دي. د هغوی ګټې دا ایجابوي چې په افغانستان کې باید جنګ دوام ومومي. مثلاً، تاسو ولیدل چې هندوستان په څرګنده له طالبانو سره د سولې د مسئلې پر وړاندې خپله ناخوښي وښودله، او ویې ویل چې که په افغانستان کې جنګ ودرېږي، په کشمیر کې به جنګ زور واخلي. د دغو هېوادونو لپاره خپلې ګټې مهمې دي. هغوی د دې پروا نه کوي چې په افغانستان کې هره ورځ په سلګونو خلک وژل کیږي. خدای دې د افغان حکومت او طالبانو مشرانو ته هدایت وکړي چې د ملت او هېواد لپاره سوله وکړي او په افغانستان کې د نورو هېوادونو نیابتي جنګ ته دوام ورنه کړي.

ځواب ورکړئ