په تېرو دوو لسیزو کې، افراطي ډلو هڅه کړې چې ځانونه د اصیلو اسلامي دودونو او ارزښتونو د مدافعینو او استازو په توګه وړاندې کړي.
خو تاریخي، سیاسي او دیني شننې ښيي چې د دوی نظریه د یوې معاصرې استبدادي سیاسي پروژې انعکاس دی چې د شلمې پېړۍ له کړکېچونو څخه راټوکېدلې ده.
د معنویت، اخلاقو او ټولنیزې هوساینې پر ځای، دغه خوځښت تر ډېره د واک په ټینګښت، د اطاعت په تحمیل او د سیاسي مخالفانو په له منځه وړلو تمرکز کوي.
د بېلګې په توګه، القاعده هغه جوړښتونه بیا تولیدوي چې عموماً له سیمه ییزو استبدادي نظریو سره تړاو لري؛ داسې نظریې چې په تاریخ کې یې د نظم ژمنه کړې خو په عمل کې یې ځپل او د واک تمرکز رامنځ ته کړی دی.
د ترهګرۍ ضد چارو کارپوه شعیب رحماني چې په هالند کې مېشت دی، وویل، «دا ډله د دې پر ځای چې یو دیني خوځښت وي، د ټولنې د کنټرول لپاره یوه سیاسي پروژه ده.»
هغه زیاته کړه، «د القاعدې په فکر کې، قدرت او اطاعت د عامه هوساینې یا د اسلام د اخلاقي ارزښتونو په پرتله لومړیتوب لري.»
د هغه په وینا، د دې ډلې تګلارې د شلمې پېړۍ استبدادي موډلونو ته ورته دي، ځکه چې دواړه تر ډېره د مخالفانو په له منځه وړلو او د سخت ټولنیز کنټرول په تحمیل تکیه کوي.
د اسلامي ګډ ژوند له دودونو سره ټکر
شنونکي باور لري چې القاعده هڅه کوي داسې متمرکز ټولنیز جوړښت رامنځ ته کړي چې پکې سیاسي اطاعت تل د فکري ازادۍ، تنوع او د ټولنو تر منځ د ګډ ژوند پر وړاندې برلاسی وي.
دوی استدلال کوي چې دین په دې چوکاټ کې تر ډېره د یوې سیاسي وسیلې په توګه کارول کېږي ترڅو کنټرول، مشروعیت او د ټولنې په کچه د نظریاتي یوشان والي ساتنه یقیني کړي.
محمد طاهر قیومي، چې برلین میشتی د بشري حقونو څېړونکی دی، سلام ټایمز ته وویل چې القاعده په بنسټیز ډول د اسلام له تاریخي دودونو سره چې پر ګډ ژوند او کلتوري تعامل ولاړ دي، په ټکر کې ده.
هغه وویل، «په داسې حال کې چې د اسلام تاریخ د دیني ګډ ژوند، کلتوري تنوع او د توپیرونو د منلو ډېر مثالونه لري، القاعده د ټولنیز تاوتریخوالي پر همغږۍ ټینګار کوي.»
هغه زیاته کړه، «په بېلابېلو تاریخي دورو کې، د اسلامي نړۍ لوی ښارونه لکه بغداد، قرطبه او دمشق د کلتوري، علمي او دیني تعامل مرکزونه وو، چېرې چې د بېلابېلو مذهبونو او ادیانو پیروانو د یو او بل تر څنګ ژوند کاوه.»
دې سازمان نه یوازې غیر مسلمانان، بلکې د مسلمانانو د ټولنو لویې برخې هم د ارتداد د تورونو او تاوتریخوالي له لارې په نښه کړې دي.
قیومي وویل، «القاعده هڅه کوي ټولنه یوازې د خپل تنګ نظره تفسیر له مخې تنظیم کړي. خو د اسلام تاریخ ښيي چې مسلمانې ټولنې هغه مهال بریالۍ شوې دي چې فکري او کلتوري تنوع یې رامنځ ته کړې ده، نه دا چې له منځه یې وړې ده.»
له سیمه ییز پرمختګ سره ټکر
په وروستیو کلونو کې، ډېرو اسلامي هېوادونو د پرمختګ داسې ماډلونه تعقیب کړي چې دیني هویت د پانګونې، ټکنالوجیکی نوښت، زده کړې، او پراخې نړیوالې اقتصادي همکارۍ سره یو ځای کوي.
شنونکي وایي چې دا پروسې ښيي چې ډېرې مسلمانې ټولنې په پراخېدونکې توګه فرصت، ثبات، تنوع او په معاصرو نړیوالو اقتصادي جوړښتونو کې ګډون ته لومړیتوب ورکوي.
په مقابل کې، القاعده لا هم انزوا، د معاصرو بنسټونو پر وړاندې دښمني او په سیمه کې د مسلمان اکثریت لرونکو ټولنو کې د ټولنیزو ازادیو د پراخېدو پر وړاندې مخالفت ترویجوي.
شنونکي باور لري چې د نړۍ پر وړاندې د دې سازمان سخت او استبدادي لید د دې مخه نیسي چې د مسلمانانو په ټولنو کې له چټکو بدلېدونکو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو واقعیتونو سره ځان عیار کړي.
قیومي وویل، «نن ورځ، په سیمه کې د ځوان نسل لویه برخه د زده کړې، کار، ټکنالوجۍ او ثبات په لټه کې ده، په داسې حال کې چې القاعده لا هم د جګړې، له منځه وړلو او دښمنۍ روایتونه ترویجوي.»
![یو افغان نارینه د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۷مه نېټه په بلخ ولایت کې د خواجه ابو نصر پارسا زیارت ته نږدې دعا کوي. [عاطف آرین/د فرانسې خبري آژانس]](/cnmi_st/images/2026/05/26/56241-afp__20240707-585_329.jpg)