تروريزم

افغانان افریقايي هېوادونو ته د ترهګرو د فریب په اړه خبرداری ورکوي

لیکوال: عمران

یو افغان نارینه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د کابل په یوه بازار کې، د روژې له مبارکې میاشتې مخکې چای څښي. [وکیل کوهسار/AFP]

یو افغان نارینه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د کابل په یوه بازار کې، د روژې له مبارکې میاشتې مخکې چای څښي. [وکیل کوهسار/AFP]

هغه افغانان چې د القاعدې له تاوتریخوالي زیانمن شوي دي، د افریقا د ساحل سیمې خلکو ته خبرداری ورکوي چې د دې ډلې په دروغجنو ژمنو باور ونه کړي..

القاعده، چې یوه له خطرناکو ترهګرو سازمانونو څخه ګڼل کېږي، له درې لسیزو زیاتې مودې راهیسې نړیوال ګواښ بلل کېږي.

دې ډلې له کمزورو حکومتونو، بې سوادۍ او بې وزلۍ څخه په ګټې اخیستنې سره په زیانمنو هېوادونو کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

نن ورځ، د ساحل سیمه د القاعدې د فعالیتونو یو مهم مرکز ګرځېدلې او د مالي، بورکینا فاسو او نیجر په څېر هېوادونه یې بې ثباته کړي دي.

په وروستیو کلونو کې، دغه هېوادونه د القاعدې د اړوندو ډلو له خوا د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او بریدونو سره مخ دي.

دا ډله په ۱۹۸۰ لسیزه کې رامنځ ته شوه، اوافغانستان د دې ډلې او د هغې د متحدینو د کوربه توب له املهدروند قیمت پرې کړی دی.

د ویجاړۍ میراث

افغانستان د القاعدې د فعالیتونو له امله نږدې څلور لسیزې تاوتریخوالی او افراطیت زغملی دی.

ګڼو افغانانو نه یوازې د دې ډلې له بریدونو زیان لیدلی، بلکې د یادې ډلې له داسې ایډیالوژۍ سره هم مخ شوي چې د افغانانو اسلامي ارزښتونو، ملي هویتاو ټولنیزو دودونو سره په ټکر کې ده.

د افغانستان ټولنه ژورې دیني، کلتوري او قومي ریښې لري چې پر مېلمه پالنې، سوله ییز ګډ ژوند او متقابل درناوي ټینګار کوي.

هغه افراطي کلتور چې القاعدې راوړی، له ځایي دودونو او د دین له تعبیرونو سره په ټکر کې دی او ویجاړونکي پایلې یې رامنځ ته کړې دي.

محمد اسماعیل ساحل، په هرات کې یو متقاعد جنرال، وویل چې دې ترهګرې ډلې افغانان وغولول او د افراطیت، تاوتریخوالياو ویجاړۍ تخمونه یې وکرل.

هغه وویل، «د القاعدې توره سابقه په افغانستان کې د تاریخ برخه ګرځېدلې او افغانان به هېڅکله دا هېر نه کړي. دې ترهګرې ډلې زموږ هېواد سلګونه کاله شاته وغورځاوه.»

محمد یوسف، د هرات ولایت یو قومي مشر، وویل، «د القاعدې یوازینۍ لاسته راوړنه د افغانستان لپاره ویجاړي او بې رحمه وژنې وې.»

هغه وویل، «څرګنده ده چې دا ترهګره ډله په څو افریقايي هېوادونو کې فعاله ده،چې هلته هم لکه افغانستان د خلکو له دیني احساساتو او ناپوهۍ څخه ناوړه ګټه اخلي.»

یوسف د ساحل د هېوادونو له خلکو وغوښتل چې د القاعدې په فریب ونه غولېږي او دې ډلې ته پناه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه، «د خپلو هېوادونو او خلکو د ژغورنې لپاره، القاعده وځپئ.»

د حکومتونو او ټولنو ګډې هڅې

ترهګري یو جدي نړیوال ګواښ دی، او القاعدې د ترهګرۍ په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبولی دی.

له دې ډلې سره مبارزه د حکومتونو همغږو اقداماتو او د ټولنو فعاله ونډې ته اړتیا لري.

حکومتونه کولای شي د استخباراتو، امنیتي بنسټونو او حقوقي چوکاټونو په پیاوړتیا سره د بریدونو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې نړیواله همکاري او ترهګرۍ ضد ګډ عملیات د دې ډلې نفوذ لا کمزوری کوي.

ټولنې هم د مدني ګډون او د افراطیت پر وړاندې د مقاومت وړ چاپېریال په رامنځ ته کولو سره مهم رول لوبوي.

د هرات یوه اوسېدونکي شرف الدین عظیمي، وویل، «القاعده او نور ترهګر د کوم ځانګړي هېواد نه، بلکه د انسانیت دښمنان دي. ټول حکومتونه او ملتونه باید د دې ترهګرو پر وړاندې ودرېږي.»

عظیمي ټینګار وکړ چې القاعده د حکومتونو او ټولنو له کمزورۍ څخه ګټه اخلي، نو له همدې امله ګډ مقاومت ډېر اړین دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500