د افریقا په ځینو برخو کې د القاعدې له خوا د ترور او ورانکارو فعالیتونو پراخه کمپیان په افغانستان کې د یادې ډلې ويجاړوونکی میراث په ګوته کوي..
په افریقايي هېوادونو کې د حیاتي زېربناوو هدفمنه وېجاړي هغه ورانکاره فعالیتونه منعکس کوي چې افغانانود لسیزو تاوتریخوالي او افراطي کړنو په پایله کې تجربه کړي دي.
72 کلن فیض الله چې د کابل اوسېدونکی دی په یاد لري چې تروریستي ډلو څنګه د افغانستان له شور او ځوږه ډک ښارونه په کنډوالو باندې بدل کړي.
نوموړي سلام ټایمز ته وویل "د شوروي تر یرغل او د القاعدې په ګډون د ترورسیتي ډلو تر راتګ مخکې، کابل یو ډېر پرمختللی ښار و."
هغه همدارنګه وویل په افریقا کې وروستیو پېښو ته په کتو سره داسې احساسوي چې د افغانستان تیاره تاریخ بیا راژوندی کېږي.
هغه وویل "زه وینم چې القاعده په افریقايي هېوادونو کې له هغو ورته جنګي روشونو څخه چې په افغانستان کې یې کارول استفاده کوي."
نوموړي زیاته کړه "د افریقا خلک د افغانانو په څېر د القاعدې د غیر انساني او تروریستي کړنو قربانیان ګرځېدلي دي."
فیض الله وویل، ځينې افریقايي هېوادونه دا مهال له داسې برخلیک سره مخ دي لکه یو وخت چې افغانان ورسره مخ وو، او د القاعدې د مهار او له منځه وړلو لپاره باید نړیوال اقدامات ترسره شي.
د القاعدې وېجاړوونکی ميراث
نجیب الله حق دوست چې په هرات ولایت کې د پوهنتون استاد دی، دغه احساس تایید کړ او ویې ویل چې القاعده د دواړو سیمو د پراخې وېجاړۍ مسئوله ده.
نوموړي وویل، "القاعده یا په مستقیم ډول او یا هم په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو په واسطه د جګړې او د هېواد د زېربناوو د وېجاړۍ اصلي عامل ګڼل کېده."
نوموړي زیاته کړه، "په افغانستان کې د القاعدې له څلورو لسیزو څخه د ډېر حضور په پایله کې د هېواد ډېری زېربناوې او عامه تسهیلات له منځه لاړل."
حقدوست خبرداری ورکوي چې د القاعدې په ستراتيژۍ کې بدلون نه دی راغلی او لا هم د لویو بدبختو لامل ګڼل کېږي.
یو تیاره او وېره اچوونکی سیوری
د افریقايي ساحل په کچه د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین په ګډون په القاعده پورې تړلو ډلو له یوې لسیزې څخه ډېره موده د زیربناوو په ویجاړولو کې تېره کړې ده.
په 2012 کال کې، دې ډلې د تیمبوکتو په نوم د مالي تاریخي مقبره چې د یونسکو له خوا د نړیوال میراث د سیمې په توګه پېژندل شوې وه، وېجاړه کړه.
په کلتوري او تاریخي سمبولونو باندې ورته بریدونه د هغو هویتونو د له منځه وړلو هڅې دي چې د سیمه ییزو ټولنو د ثبات لپاره ډېر اهمیت لري.
دا ډول وېجاړیو په مالي، بورکینافاسو، او نایجریا کې پراختیا موندلې، چېرې چې ښوونځي، سړکونه، او ترانسپورتي سیستمونه په مکرر ډول په نښه شوي دي.
په سومالیا کې الشباب د کسمایو بندر وېجاړ او سیمه ییز اقتصاد یې فلج کړ چې په دې سره یې د ملکي خلکو لپاره دوامداره اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې.
وسله والو بریدونو، بمي چاودنو او تښتونو عام مسیرونه په مرګونو لارو بدل کړل، په داسې حال کې چې په دولتي ودانیو بریدونو د عامه خدماتو اړین کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.
د القاعدې له خوا د مالي ښارونو وروستۍ اقتصادي کلابندۍ ښوونځي، پوهنتونونه او دولتي نهادونه تړلي ديچې روان بشري ناورین یې لا چټک کړی دی.
په هرات ولایت کې د رحمت الله شیرزي په نوم د بشري حقونو فعال وویل، القاعده چې هر چېرې فعالیت کوي هلته وېجاړي رامنځ ته کوي.
نوموړي وویل، "موږ په خپل هېواد کې هغه زیانونه مشاهده کړي چې د القاعدې او نورو تروریستي ډلو له خوا رامنځ ته شوي دي."
شیرزي وویل، "کلونه وروسته، موږ لاهم په افغانستان کې د القاعدې له خوا د رامنځ ته شوو وېجاړیو شاهدان یو. دا ډله اوس مهال په افریقا کې د ویجاړۍ ورته بېلګې کاروي."
![یو وسله وال کلیوال د 2025 کال د نوېمبر میاشتې په 11مه نېټه له یوه وېجاړ شوي کلي څخه تېرېږي چې ویل کېږي په القاعده پورې د تړلې الشباب ډلې له خوا د سومالیا د شابیله سیمې په ښکتنۍ منطقه کې وېجاړ شوی دی. [TONY KARUMBA/AFP]](/cnmi_st/images/2025/12/12/53094-afp__20251118-585_329.jpg)