تروريزم

د القاعدې تر واکمنۍ لاندې د افغانستان راتلونکی په ټپه ولاړ برېښي

د عمران راپور

د ۱۴۰۲ د لړم په ۲۵مه، د بدخشان ولایت په فیض آباد کې د یوې لارې په سر یوه ښځه په چادرۍ کې د یوې نجلۍ سره ناسته، خیرات غواړي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

د ۱۴۰۲ د لړم په ۲۵مه، د بدخشان ولایت په فیض آباد کې د یوې لارې په سر یوه ښځه په چادرۍ کې د یوې نجلۍ سره ناسته، خیرات غواړي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

هرات -- افغانستان، چې یو وخت د عصري کېدلو په لاره روان و، اوس د نړۍ د بې وزلو هېوادونو په ډله کې راځي، او د القاعدې په څېر افراطي ډلو له خوا د رامنځته شويو شخړو او بې ثباتۍ په دورانونو کې بند پاتې دی.

د هېواد د عصري کېدلو هیلې د ۱۳۴۰ او ۱۳۵۰ لسیزو په اوږدو کې را وټوکېدلې، هغه وخت په دغه هېواد کې د بېخبنا او صنعتي پروژو کې پانګونې وشوې.

د سالنګ تونل شمال او جنوب سره ونښلول، د کجکي او نغلو په څېر د اوبیزې بریښنا بندونو ښارونه روښانه کړل، او د سمنټو او نساجۍ فابریکو په ټولو ولایتونو کې د کار زمینه برابره کړه.

دغو لاسته راوړنو افغانستان د سیمه ایز اقتصادي مرکز په توګه وړاندې کړ.

خو په ۱۳۵۸ کال کې د شوروي یرغل دغه پرمختګ مات کړ. د لسیزو اوږدې جګړې وروسته بېخبناوې ویجاړې شوې، په ملیونونو خلک بې ځایه شول او هېواد له وسلو څخه ډک شو.

کله چې شوروي ځواکونه ووتل، افغانستان د یوې نازک سیاسي حالت، کمزورو ادارو او سیالو جنګسالارانو له چلند سره مخامخ شو.

په دغه ګډوډ چاپیریال کې القاعدې د ۱۳۷۰مې لسیزې په نیمایي کې په هېواد کې قوي حضور جوړ کړ.

دغې ډلې د بیارغونې په برخه کې له برخه اخیستنې څخه لیرې، یوه اساسي نړۍ واله اجنډا تعقیبوله، د افغانانو د هوساینې په پرتله یې د همکارۍ او ایډیالوژۍ پر ځای شخړو ته لومړیتوب ورکړ.

د تاوتریخوالي په عملیاتو باندې تمرکز یې سرچینې، پاملرنه او بشري ځواک له ملي پرمختګ څخه واړول.

د کندهار او خوست په څېر ولایتونه د القاعدې لپاره د استخدام مرکزونه او عملیاتي اډې وګرځېدل.

په ایټالیا کې مېشت د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، «القاعدې، د خپلو افراطي متحدینو په مرسته، په هېواد کې د خپل شتون د پراخولو لپاره کورنۍ جګړې ته لمن وهله،»

غیور وویل، دې شتون نورو ترهګرو سازمانونو ته هم په افغانستان کې د ځان جوړولو لپاره لاره هواره کړه، چې ویجاړونکي شخړې، پراخ تاوتریخوالی او بې وزلۍ یې رامنځته کړل چې تر نن ورځې پورې دوام لري.

بشري زیان

دغو شخړو ویجاړونکې پایلې رامنځته کړې، چې په لړ کې یې خلک په ډله ییزه توکه بې ځایه شول او پوهان له هېواد څخه تېښتې ته اړ شول.

په هرات کې د پوهنتون استاد محمد شعیب حیدري وویل، «ډېری لوستي افغانان بهر ته وتښتېدل، او د هېواد د بیارغونې لپاره یې هېڅ ماهر کاري ځواک نه پرېنښود،»

دې کډوالۍ د تخصص او مشرتابه تشه رامنځته کړل، چې د ادارو د سقوط لامل شوه او داسې شرایط یې رامنځته کړل چې په کې د القاعدې افراطي ایډیالوژي له منظم مخالفت څخه پرته واکمنه شوه.

بې ثباتۍ د هیواد اقتصاد هم بدل کړ. حیدري سلام ټایمز ته وویل، «د افراطي ډلو له امله، د جګړې اقتصاد د تولیدي اقتصاد ځای ونیو،»

هغه وویل، «د وسلو او مخدرو توکو قاچاق، او ورسره جګړې سره تړلو شخړو د قانوني سوداګرۍ او زراعت ځای ونیو،»

د کورنیو او بهرنیو پانګونو له تښتې سره، د هېواد اقتصادي وړتیا په جدي توګه زیانمنه شوه، او ډېرې پرمختیایي پروژې په ټپه ودرول شوې.

شنونکي وايي، د هرات د سمنټو فابریکې او د نساجۍ ځینې فابریکو په شمول، ځینې بېخبناوې د لسیزو لپاره غیر فعالې شوې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500