تروريزم

القاعده د نفوذ او تمویل د سرچینو په وچېدلو سره له کان کیندونکو او بزګرانو څخه پیسې اخلي

د عمر راپور

کارګران د ۱۴۰۳ د وږي په ۲۲مه د افغانستان په بدخشان ولایت کې د کوکچې سیند په اوږدو کې د دودیزو میتودونو په کارولو سره، سره زر راباسي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

کارګران د ۱۴۰۳ د وږي په ۲۲مه د افغانستان په بدخشان ولایت کې د کوکچې سیند په اوږدو کې د دودیزو میتودونو په کارولو سره، سره زر راباسي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

کابل -- کارپوهان وايي، القاعده په افغانستان کې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د تمویل لپاره بې وزله بزګران او د کان کیندنې ګټور عملیات په نښه کوي ځکه چې د ملاتړ کمېدلو د هغوی دودیزې عایداتي سرچینې وچې کړي دي.

د دې افراطي ډلې جنګیالي د هیواد په هغو سیمو کې چې القاعده لاهم پکې نفوذ لري، د عشر او زکات په نوم ډېری وختونه د توپک په زور پیسې راټولوي.

د افغانستان په شمال کې، القاعدې خپل تمرکز د کانونو د کیندلو عملیاتو ته اړولی دی

د فارن پالیسي د ۱۴۰۳ د وري میاشتې د راپور له مخې، د دوو کلونو په موده کې، دې ډلې د بدخشان او تخار په شمالي ولایتونو کې د سرو زرو له کانونو څخه ۱۹۵ ملیونه ډالر عواید ترلاسه کړي دي.

د بدخشان مدني فعال ناظم احمدي وویل، «ځایي کان کیندونکي په بدخشان کې د سرو زرو او زمردو په کانونو کې له حکومت سره د قانوني تړونونو له لارې کار کوي.‌ خو بیا هم وسله وال سړي هره اونۍ راځي او له کان کیندونکو څخه غیرقانوني مالیات ترلاسه کوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پیسو د دغو لوټنو لپاره هیڅ توجیه نشته،»

په تخار ولایت کې په ځانګړې توګه د وضعیت تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په تخار کې مېشت د مدني ټولنې فعال نعمت الله فرهمند وویل، «د تخار په سلګونو اوسیدونکي د سرو زرو په کانونو کې کار کوي، او وسله وال کسان هره میاشت له هغوی څخه د مالیې یا زکات په نوم پیسې ټولوي،»

هغه زیاته کړه، «دا پیسې په زور اخیستل کیږي، او که څوک له پیسو ورکولو څخه انکار وکړي، نو د دغو وسله والو کسانو له خوا سخت وهل کیږي،»

د راپورونو له مخې، ځینې باج اخیستونکي په بهرنیو ژبو خبرې کوي.

فرهمند وویل، «هغوی د اوسني حکومت د امنیتي ځواکونو برخه نه دي بلکې د القاعدې غړي دي چې د تخار ولایت په ځینو سیمو کې هم استوګنځایونه لري،»

په زور د پيسو اخیستلو پروګرامونه

په کابل کې مېشت حشمت احمدي سلام ټایمز ته وویل، «القاعده ځایي کسان استخداموي ترڅو د عشر او زکات په نوم له خلکو څخه پیسې ټولې کړي،»

هغه وويل، «دا کسان د وسلو په زور له خلکو څخه زراعتي محصولات او نغدي پیسې ټولوي،»

احمدي یادونه وکړه چې «د القاعدې نفوذ ډیر کم شوی دی.»

هغه وويل، «دې شبکې په عربي هېوادونو او نورو ټولنو کې په خپل دودیز مرکز کې اعتبار له لاسه ورکړی دی. په نتیجه کې، ډیری مالي ملاتړ کونکو خپل ملاتړ درولی چې ورسره د تمویل مهمې لارې پرې کړای شوي دي.»

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي عبدالقدیر فکوري سلام ټایمز ته وویل، د زور زیاتي کمپاین د افغانستان اقتصادي بحران ژوروي.

هغه وويل، «القاعده د ټولنې له ډېرو زيانمنو غړو څخه د عشر، زکات او کانونو د فيس په پلمه پيسې اخلي،»

نوموړي وویل، «دا بزګران او کان کیندونکي د خپلو کورنیو د نفقې لپاره شپه او ورځ کار کوي، خو د هغوی د عاید یوه برخه په زور سره د ترهګرۍ د تمویل لپاره ترې اخیستل کیږي.»

فکوري وویل، القاعده هغه پیسې چې په تقلب سره یې راټولوي د وسلو او مهماتو پیرودلو او د ترهګریزو فعالیتونو او سیمه ایزې بې ثباتۍ د ملاتړ لپاره کاروي، او یادونه یې وکړه چې دا کړنې له انساني او اسلامي ارزښتونو دواړو څخه سرغړونه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان کانونه ترهګر ګروپونه وباسي. دا کار مخکې هم کېده او اوس هم کیږي. لاکن د حل لاره څه ده؟ په کار دی چې امریکا، جرمني، کاناډا، برتانیا، هندوستان او د افغانستان نور دوست هېوادونه افغان کدرونه وروزي او ماشین الات افغانانو ته ورکړي چې خپل کانونه په مسلکي ډول پخپله وباسي. چین، پاکستان او ایران د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. باید هېڅکله پاکستان او نورو هغو هېوادونو ته چې د ترهګرو ملاتړ کوي، اجازه ور نه کړای شي چې د افغانستان په کانونو کې لاسوهنه وکړي.

ځواب ورکړئ

یو بل ښه ټکی دا دی چې، په پورته ذکر شویو هېوادونو کې د کورونو او تاسیساتو د ویجاړېدلو برعکس، امریکایي د کور مالکان لږترلږه د خپلو کورونو بیمه ترلاسه کولی شي، هغه څه چې په افغانستان، سوریه، عراق، فلسطین، لیبیا او نورو کې نه وو او نه دي. تل دې وي د افغانستان - متحده ایالات، جرمني، کاناډا ملګرتیا. نو موږ به دا هېره کړو.

ځواب ورکړئ

زه د یوه افغان په توګه، د یوه پښتون په توګه او د یوه انسان په توګه، د هغې اورلګېدنې له امله خپله خواخوږي څرګندوم چې د امریکا د لاس انجلس په ځنګلونو کې لګېدلې دی. زه خدای (ج) ته دعا کوم چې اور چې یوه طبیعي پېښه ده ژر تر ژره مړ کړي. ما هغه ویډیوګانې ولیدلې چې په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړې توګه په اکسپاڼو کې خپرې شوي دي. ما ولیدل چې په لاس انجلس کې قیمتي کورونه او ودانۍ ویجاړې او د ځمکې سره برابر شوي دي. عین داسې لکه په افغانستان، فلسطین، لیبیا، سوریه، عراق کې چې ویجاړ شوي دي... دا واقعا دردناکه ده. ما ولیدل چې ملکي وګړو ژړل، ښځو ژړل، زړو خلکو ژړل. ځکه چې دوی هغه شیان له لاسه ورکړل چې دوی یې د ترلاسه کولو لپاره کلونه سخت کار کړی و، لاکن اوس په څو دقیقو کې ټول د اور خوراک شول. خدای (ج) دې دوی ته ډېر اجر ورکړي. یو شی چې د خوشحالۍ وړ دی دا دی چې د پورته ذکر شویو هېوادونو د پیښو برعکس، په متحده ایالاتو کې د اورلګېدنې له امله څوک نه دي وژل شوي. ما یوازې د دوو کسانو د وژل کېدلو په اړه ولوستل. سره له دې چې دوه کسان هم انسانان دي او د هر انسان ژوند خپل ارزښت لري. خدای تعالی (ج) په خپل سپېڅلي کتاب، قرآن کریم کې فرمايي، «و من احیاها فکانما احیاالناس جمیعاً» ترجمه: «چا چې د یوه انسان ژوند وژغوره، داسې ده لکه ټول انسانیت یې چې له مرګ څخه وژغوره.» خو که موږ په پورته ذکر شویو هېوادونو کې پیښو ته وګورو، د دې اور لګېدنې تلفات خورا لږ دي. الله تعالی دې نور انسانان، کورني څاروي په شمول د سپو، پیشوګانو، سویکانو چې خلک یې په خپلو کورونو کې ساتي، او وحشي څاروي له دې ناورین څخه خوندي وساتي. یو بل ښه ټکی دا دی چې، په پورته ذکر شویو هېوادونو کې د کورونو او تاسیساتو د ویجاړولو برعکس، د کورونو مالکان

ځواب ورکړئ