اقتصاد

فقر او د فرصتونو نشتوالي د بدخشان د خلکو غیرقانوني کډوالۍ ته لاره هواره کړې ده

د محمد قاسم راپور

کارګران د وري په ۲۱مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د کار موندلو ته انتظار باسي. [حکیم سعیدي]

کارګران د وري په ۲۱مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د کار موندلو ته انتظار باسي. [حکیم سعیدي]

بدخشان -- د افغانستان د دغه شمالي ولایت اوسېدونکو او مشرانو وویل، بې وزلي او په بدخشان کې د ځوانانو لپاره د فرصتونو کمښت د دې لامل شوی چې ایران او ترکیې ته د غیرقانونی کډوالو شمېر زیات شي.

خو د افغان ځوانانو چې د ښو فرصتونو د موندلو هیله لري اکثر وختونه په بهر کې هم ورځ نه ښه کیږي، او ځینې یې له زورونې او نورو ناوړو چلندونو سره مخامخ شوي دي.

د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکي نېک محمد حسیني چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، بې وزلي، بې روزګاري، نهیلي او د ملاتړ نشتوالی هغه لاملونه دي چې ځوان افغانان د هېواد پرېښودو ته زړه ښه کوي.

ډېر هغه چې پاتې کېدلو ته ترجیح ورکوي، هغوی په رواني ستونزو اخته کیږي یا د مخدرو توکو د کارولو ښکار کیږي.

هغه وویل، «په تېرو دوو کلونو کې یوازې زموږ له ولسوالۍ څخه تر ۵۰۰ ډېر کسان ایران، پاکستان او ترکیې ته تښتېدلي او ځینو یې حتی خپلې کورنۍ هم له ځانونو سره لېږدولې دي.»

هغه وویل،‌ په ایران او ترکیه کې چې د غیرقانوني کډوالو پراخ سیل پرې ور مات دی، مقاماتو افغان ځوانان نیولي، ځورولي او حتی شکنجه کړي او بیا یې له خپلو هېوادونو څخه راشړلي دي.

حسیني یادونه وکړه، که په افغانستان کې د کار فرصتونه په اسانۍ سره موجود وای، دې ځوانو افغانانو به د کار موندلو لپاره د غیرقانوني کډوالۍ لاره نه نیوله او خپل ځانونه به یې په خطر کې نه اچول.

هغه وويل، «دا ځوانان اکثر له مشهورو پوهنتونونو څخه د لېسانس سندونه لري، خو د خپل ناوړه حالت له امله اړ دي چې سختې مزدورۍ وکړي او په ګاونډيو هېوادونو کې دردناک شرايط وزغمي.»

د فیض اباد ښار اوسیدونکي ۲۸ کلن عبدالستار نایبي وویل، له ایران او ترکیې څخه را ایستل شوي اکثر ځوانان له رواني تکلیف سره مخامخ شوي دي.

هغه وويل، «هره ورځ يو يا دوه ځوانان په بدخشان کې د فقر، بېکارۍ او نهیلۍ له امله د ځان وژنې هڅه کوي.»

هغه وویل، «که ځوانان په هېواد کې راتلونکی ونه ویني، په دولت کې د خدمت چانس ورنه کړل شي او دندې ونه مومي، د هغو کسانو چې ځانونه وژني او له هېواد څخه تښتي، شمېر به لا زیات شي.»

نایبي وویل، «زموږ د ځوانانو یوې بلې برخې د بې‌کارۍ له کبله نشه‌يي توکو ته مخه کړې ده. کله چې هغوی ونشي کړای چې نشه ییز توکي ترلاسه کړي، بیا هڅه کوي غلا وکړي او نور جرمونه ترسره کړي.»

په ایران کې سخت شرایط

په تېرو دوو کلونو کې په لسګونو زره افغانان، چې په هېواد دننه له ناامنۍ او بې وزلۍ سره مخامخ وو، ایران ته تللي دي چې د هغوی په ډله کې د فیض اباد اوسېدونکی ۳۸ کلن معروف رضايي او د هغه پنځه خپلوان هم شامل دي.

رضايي سلام ټایمز ته وویل، هغه او د هغه خپلوان د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې په غیرقانوني توګه ایران ته تللي وو، خو یوې وسله والې ډلې ونیول او په یوه شخصي زندان کې یې واچول.

هغه وویل، «وسله والو کسانو موږ په زندان کې ووهلو... او زموږ له کورنیو څخه یې د پیسو غوښتنه وکړه. هغوی زموږ ټیلیفونونو اخیستي وو، زموږ په ټیلیفونونو کې به یې زموږ د شکنجې ویډیوګانې ثبتولې او زموږ کورنیو ته به یې لیږلې.»

رضايي وویل، دغې وسله والې ډلې له هر کس څخه د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ډالرو تر منځ پیسو غوښتنه کوله، خو څو ورځې وروسته دغه ډله د دوه زره ډالرو په بدل کې خوشې شوه.

د فیض آباد اوسېدونکي علي اصغر وویل، په ایران کې افغان کډوال له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي.

دغه ۳۴ کلن ځوان وویل، کله چې افغان کډوال کارګران له خپلو کارځایونو څخه وځي، هغوی اکثره د غلو، وسله والو عناصرو او حتی د پولیسو لخوا په نښه کیږي -- چې د هغوی د غیر قانوني حیثیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او پیسې ترې اخلي.

اصغر وویل، «وسله والو کسانو موږ د چنګاښ په ۸مه ونیولو او یوه کور ته یې بوتللو، هلته مو یو شمېر نور ځوان بندیان هم ولیدل.»

هغه وویل، «موږ په زندان کې ۱۳ ورځې تېرې کړې، د شکنجې له امله د یوه کس پښه او د بل لاس مات شو، ځکه کورنیو یې د خلاصون لپاره پیسې نه درلودلې.»

اصغر وويل، ورور يې د هغه د خوشې کولو لپاره د یوې صرافۍ له لارې ٥٠٠ ډالر ور ولېږل.

هغه وویل، «هغوی بندیان د توپک د میل او قمچینې په وسیله شکنجه کول او د هغوی د وهلو ویډیوګانې یې ثبتولې، او ورته یې ویل چې بیا به هېڅکله ایران ته نه راځي.»

کاري فرصتونه رامنځته کول ضروري دي

د سیاسي چارو شنونکي سید یاسین نظامي، چې اصلا د بدخشان اوسېدونکی دی او فعلا په کابل کې ژوند کوي، وویل،افغان ځوانان له بې وزلۍ، بې روزګارۍ، اقتصادي ستونزو، تاوتریخوالي او ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، « له بده مرغه، په وروستیو کلونو کې زموږ په زرګونو ځوانان له هېواد څخه ووتل، او په زرګونو نور د دې مسئلو له امله په نشه ییزو توکو روږدي شول.»

هغه وویل، «کله چې هغوی پیسو ته اړتیا ولري، قتل، تښتونې، فحش او نورو جرمونو ته مخه کوي.»

نظامي په ډاګه کړه، «بدخشان ولایت له ۵۲۰ څخه زیات ډولونه طبي بوټي، ۱۰۵ ډوله قیمتي ډبرې او په سلګونو سیاحتي ځایونه لري.»

هغه وويل، که دا ځايونه او طبيعي زېرمې په سمه توګه انکشاف ومومي، کېدی شي داسې کاري فرصتونه رامنځته کړي چې له دې ټولو ستونزو څخه د وتلو لپاره له افغانانو او په ځانګړې توګه د دې ولايت ځوانانو سره مرسته وکړي».

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وویل، دغه ریاست ناقانونه مهاجرت او په نشه ييزو توکو اعتیاد جدي نیسي.

هغه وویل، دا اداره هره هڅه کوي چې د دغو حالتونو اصلي عوامل معلوم کړي.

احمدي وویل، «د ځوان نسل د ستونزو د حل لپاره، موږ د ولسوالیو په کچه ټولنې جوړې کړي، او د هغو له لارې مو د ولسوالیو په دولتي ادارو کې په تصمیم نیولو کې ځوان افغانان شامل کړي دي.»

هغه وویل، «سږ کال د بدخشان په راغ او شهربزرګ ولسوالیو کې د سرو زرو تر ټولو لوی کانونه په قرارداد ورکول شوي دي. موږ هڅه کوو چې د دې سکټور له لارې خپلو ځوانو هېوادوالو ته هم کار پیدا کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان خلک له سخت فقر او لوږې سره مخامخ دي. په افغانستان کې کار نشته. ټول ځوانان وزګار پاتې دي، او په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي، چې هلته له سختو ستونزو سره مخامخ دي او وضعیت یې ښه نه دی. افغانان بې وزله شول او نه پوهېږي چې راتلونکی به یې څه وي؟ د دوی هیلې نه پوره کیږي. په افغانستان کې ژوند ډېر ستونزمن شوی دی. په درنښت، لېمه

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې بې روزګاري او فقر اوج ته رسېدلی، ټول ځوانان بې روزګاره پاتې دي او په کور کې د یوې ډوډۍ درک نشته. افغان ځوانانو تر ماسټرۍ پورې زده کړې کړي، لاکن د بې سوادانو په څېر بېکاره په ځای ناست دي. همدا لامل دی چې هر څوک مجبور دی چې وطن پریږدي او یا ایران او یا پاکستان ته ولاړ شي. هلته هم حالات ښه نه دي نو خدای دې د افغانانو په حال رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

د فقر کچه نهایت زیاته شوې ده او ورځ تر بلې لا پسې زیاتېږي. خلک کاروبار نه لري. ډوډۍ نشته. اقتصاد په ټپه ولاړ دی. مخکې به ځوانانو کې د خیر ښیګڼې جذبه، د زده کړو جذبه وه؛ خو اوس ځوان قشر په ملا مات دی. زده کړو نه یې زړه تور دی... چې سبا شي او دوه درې تنه سره راټول شي بهر هېوادونو ته د تلو خبرې کوي، هغه هم داسې لارې دي چې پایله یې مرګ ده. په افغانستان کې ځوانانو ته هیڅ داسې زیری نشته چې دوی دې ورته په تمه پاتې شي. ټوله نا اميدي ده. افغانستان د ځوان قشر لپاره په جهنم بدل شوی دی...

ځواب ورکړئ

رښتیا هم نن سبا په وطن کې بېکاري او فقر دومره زیات شوی دی، چې خلکو ته یې واني ستونز پیدا کړی ده. د طالبانو حکومت نه یواځې دا چې خلکو ته د کار په پیدا کولو کې پاتې راغلي دي، برعکس په دولت کې د ننه زاړه مامورین له دندو ګوښه کوي او یایې په یوه او بله بهانه تنګوي، څو دندې خوشې کړي او پر ځای یې د خپلې خوښې خلک مقرر کړي. خلک مجبوره دي، چې د یومن وړو د ګټلو لپاره په سختو مرګونو قاچاقي لارو ځانونه اروپا او نورو غربي هیوادونو ته ورسوي. سلګونه خلک پېژنم چې د خپلو اولادونو د لېږلو لپاره یې د خپلو میرمنو ګاڼې خرڅې کړې او آن خپل د استوګنې کورونه ورته خرڅ کړه، څو یې د کورنۍ یو غړی په یوه بهرني هیواد کې ورته مزدور وکړي او دوی په خیټه ماړه کړي. داسې بېسرپرسته ښځې هم پېژنم چې نورې ټولې لارې پرې بندي شوي دي، د خپلو اولادونو لپاره دیوې کپلې ډوډۍ د پیدا کولو په پار لکیا دي د خپل عزت سوداګانې کوي، خو طالب د خپلو هوسونو او د خپل اقتدار په نشه کې دومره ډوب دی، چې په دې هر څه یې سترګې پټې کړي دي. ځکه ! ملا صیب ته هر څه ښه پریمانه رسیږي، د هغه یې پر څه چې ولس له ولږې مري او که په قاجاقي لارو د لېوانو او که د سمندرونو د ماهیانو خوراک کېږي. باور وکړۍ ! په وسني طالب او ملا کې نه د زرې قدرې ایمان شته، نه اسلام شته او نه افغانیت! ته څنګه ځان ته د پېغمبر وارث وایي، چې ستا هر وزیر او مشر میلینو نه افغانۍ د دسترخوان په نوم اخلي، د مرمۍ ضد موټرو کې ګرځې، فساد ته مو کار ویلی، خو میلینونه افغانان د فقر او بې روزګارۍ له امله یا بهرنیو هیوادونو ته تښتي، یا ځان وژنې ته زړه ښه کوي او یا د خپل عزت د لوټولو هڅه کوي! وربشې خبر بشې. د حساب ورځ راروانه ده ملا صیب، د زرې د خیر او د زرې د شر پوښتنه شته. د خدای حضور ته

ځواب ورکړئ