جرم او انصاف

په هېواد کې له تاوتریخوالي څخه د ډکو جرمونو او غلاګانو په زیاتېدلو سره افغانان په وېره کې ژوند کوي

د عمران راپور

د هرات اوسېدونکي وایي، طالبانو په مکرره توګه داسې ژمنې کړې وې چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې به د خلکو عمومي امنیت خوندي کړي، لاکن د هغوی له خوا د زمري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې د وسله والو غلاګانو په شمول جرمونه په زیاتېدلو دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات اوسېدونکي وایي، طالبانو په مکرره توګه داسې ژمنې کړې وې چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې به د خلکو عمومي امنیت خوندي کړي، لاکن د هغوی له خوا د زمري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې د وسله والو غلاګانو په شمول جرمونه په زیاتېدلو دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ارقامو ترلاسه کول سخت دي، لاکن وسله وال غله اوس هم د هرات اوسېدونکي ګواښي او موټرونه، موټرسایکلونه، موبایل تلفونونه او پیسې غلا کوي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي د تلې په ۱۷مه وویل چې د هغه روغتون د تېرې یوې نیمې میاشتې په ترڅ کې ۱۰۷ داسې ناروغان چې د ټوپک په ګولیو ټپي شوي ول او ۲۰۹ ناروغان چې د چاقوګانو په وسیله ټپي شوي ول، تداوي کړي دي.‌

۲۶ تنه ناروغان چې ۲۰ یې د ټوپک په ډزو او شپږ نور د چاقوګانو په وسیله ټپي شوي ول، مړه شوي دي.‌

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱۷مه په هرات ښار کې په پیره ولاړ دی. [عمران/سلام ټایمز]

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱۷مه په هرات ښار کې په پیره ولاړ دی. [عمران/سلام ټایمز]

هغه وویل، «په اکثرو ټپي یا وژل شويو کسانو باندې وسله والو غلو او جنایتکارانو بریدونه کړي ول.»

هغه وویل، «د ټپي شویو کسانو له ډلې څخه ۵٪ ښځې او ماشومان ول، ۷۰٪ یې ۴۰ کلن او تر دې ټيټ او ۲۵٪ له ۴۰ کالونو څخه مشران خلک ول.»

د خوندیتابه او امنیت اندېښنې

په روغتون کې د موجودو ناروغانو په ډله کې ۴۲ کلن عبدالظاهر فیضي هم شامل وو چې د تلې په ۱۷مه د ټوپک په ډزو له ټپي کېدلو څخه وروسته یې تداوي کېدله.‌

وسله والو غلو هڅه کړې وه چې د هغه موټرسایکل غلا کړي. هغوی په فیضي باندې ډزې کړې وې او د هغه د موټرسایکل له وړلو څخه پرته تښتېدلي ول.‌

هغه وویل په هرات ښار کې د هغوی په سیمه ۷مه امنیتي حوزه کې وسله والې غلاګانې ډېرې زیاتې شوي چې د ځایي خلکو لپاره یې غټه اندېښنه جوړه کړې ده.

فیضي وویل، «موږ د خپل خوندیتوب او امنیت په هکله په جدي توګه اندېښمن یو. زه له ډېرو کالونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوم، او ما دومره ډېرې امنیتي ننګونې او اندېښنې نه وې لیدلې لکه د تېرې میاشتې په ترڅ کې مې چې ولیدلې.»

د ښار یوه اوسېدونکي جمال ناصر اسحاقزي وویل، د هرات اوسېدونکي اوس هم په وېره کې ژوند کوي او د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې هېڅ هم ښه شوي نه دي.

هغه وویل، «په هرات کې د ناامنۍ، غلاګانو، تښتونو او لوټنو پېښې په زیاتېدلو دي،» او زیاته یې کړه چې که له خلکو سره پیسې یا قېمتي توکي وي بهر ته له وتلو څخه وېرېږي.

اسحاقزي وویل،‌ «د یوه ځوان په توګه، کله چې زه له کور نه راوځم، زه ډارېږم چې وسله وال غله به را باندې برید وکړي او ژوند ته به مې ګواښ پېښ شي.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي جلیل احمد محمدي هم وویل چې تښتول او اختطاف په زیاتېدلو دي.‌

هغه وویل، «وسله وال غله موټرسایکلونه او موبایل فونونه غلا کوي او کولی شي چې په اسانۍ سره وتښتي... موږ نشو کولی چې په ارام زړه په هرات ښار کې وګرځو.»

هغه زیاته کړه، «طالبان اوس هم نشي کولی چې د تښتونو شمېر کنټرول کړي.»

هغه وویل، دا چې طالبان یونیفارم نه اغوندي، «ډېر تښتوونکي او غله خپل ځانونه طالبان بولي او د طالبانو په څېر دودیز لباسونه اغوندي او پیسې او شتمنۍ تښتوي.»

هغه زیاته کړه،‌ طالبان باید خپلو امنیتي ځواکونو ته یونیفارم جوړ کړي څو ملکي خلک وکولی شي چې د هغوی او جنایتکارانو تر منځ فرق وکړي.‌

ګواښل نشي کولی امنیت تضمین کړي

شنونکي وایي، د طالبانو دا هڅه چې په عام محضر کې د وژل شویو مشکوکو کسانو جسدونه راځړوي عام خلک وېروي لاکن د امنیت په ښه کولو کې هېڅ مرسته نه کوي.‌

د تلې په ۱۳مه طالبانو په هرات کې د درې مشکوکو لوټمارانو چې یو سړی یې د هغه په کور باندې د برید کولو د هڅې پر وخت ویشتلي وو، راوځړول.

دغه وحشتناکه ننداره څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوه چې طالبانو په هرات کې د څلورو هغو مشکوکو تښتوونکیو جسدونه راوځړول چې طالب پولیسو له هغوی سره د ډزو په تبادله کې وژلي ول.‌

په هرات ښار کې د افغان ملي اردو یوه متقاعد جنرال نیازمحمد وطندوست وویل،‌ طالبان چې هر څه فکر کوي، لاکن د خلکو وېرول او د مشکوکو خلکو د جسدونو نندارې ته اېښودل به هېڅکله هم جرمونه راکم نه کړي.‌

هغه وویل، «د امنیت د ټینګولو او د جرایمو د کمولو غوره لاره دا ده چې د خلکو همکاري جذب او اعتماد جوړ کړای شي.»

هغه وویل، دا چې افغانان اوس هم د طالبانو د راستنېدلو وحشت وهلي دي،‌ «د طالبانو لپاره غوره لاره دا ده چې د ظلمونو مخه ونیسي او داسې لارې ومومي چې د خلکو اعتماد ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، که د خلکو د وېرولو لپاره د طالبانو هڅو کوم اغېز درلودلی، جرمونه به زیات نه بلکې کم شوي وای.‌

د هرات د مدني ټولنې فعال فرزاد عظیمي د نهیلۍ د یوې سرچینې په توګه د بې کارۍ د اندازې زیاتېدلو ته په اشارې وویل، «په هرات ښار کې د جرمونو د زیاتېدلو له لویو سببونو څخه یو سبب فقر او بې کاري ده.»

د افغانستان اقتصاد د زمري میاشتې راهیسې مخ په ځوړ روان دی، چې په ورپسې میاشتو کې په هرات کې له ۱۰۰ څخه ډېرې فابریکې بندې شوي دي.

عظیمي وویل،‌ د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د طالبانو د حکومت ناکامي بې وظیفې خلکو ته د خپلو کورنیو د مړولو لپاره د جرمونو ترسره کولو څخه پرته بله لاره نه پرېږدي.‌

هغه وویل، «څو چې مقامات د جرمونو اصلي ریښې وچې او اعتماد جوړ نه کړي، که هغوی په زرګونو جسدونه هم راوځړوي، امنیت به ټینګ نشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالب چارواکي یوازې دېته تکړه دي چې د چرګو غل راونیسه او مخ پرې تور کړه نور د خیر په غونډۍ ناست دی خپلې وظیفې او عشرونه له خلکو په زور ټولوي او بېغمه یې خوري. دا چې په وطن او خلکو څه تېرېږي کیسه کې یې هم نه دی. بدبخته په دې هم نه پوهېږي چې اوس خو یې لوی پېټي دي اوږه ورکړې، غټ مسؤلیت یې اخیستی د شاوخوا ۳۵ میلیونه وګړو مسؤلیت ورترغاړې دی، امنیت یې ورټینګ کړي د ډوډۍ غم یې وخوري د کار غم یې وخوري... خو نه یوازې وظیفه ټوله کړه، دویم او درېیم واده وکړه او بس خلاص.

ځواب ورکړئ

زه د هلمند څخه ستاسو پاڼه څارم او معلومات یې لولم. په هلمند کې ډیرې ستونزې دي، د هلمند سیند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د راتګ سره وچ شوی دی. د کجکي د اوبو بند تش شوی دی او کافي اوبه پکې نشته. د هلمند ټول زراعتي محصولات او کښتونه کروندې وچ شول او حتی د کلیو خلک د څښلو اوبه نلري. د مرستندویه ټولنو او نړیوالو مرسته کوونکیو مو هیله داده چې د هلمند د اوبو په مدیریت کې پام وکړي او د هلمند خلک د یوه لوی ناورین څخه وژغوري. طالبانو د هلمند د نیولو سره سم د کجکي د بند دروازې خوشې کړې او ټولې اوبه بې حسابه ایران ته ولاړې او اوس حتی په سیند کې یو څاڅکی اوبه نشته. لطفاً په دې برخه کې غږونه پورته کړئ او دې مسئلې ته د مسؤلینو پام ورواړوئ.

ځواب ورکړئ

سره له دې چې طالبانو په وار وار په خپلو خبرو کې خلکو ته د خوندي امنیت ډاډ ورکړی، خو د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د وسله والو غلاګانو او جنګي جرمونو پېښې په زیاتېدول دي. دغو پېښو د خلکو د ژوند نظم ګډوډ کړی دی. که څه هم د طالبانو امنیتي ادارې په تشو ژمنو د خلکو د ارامولو هڅه کوي او ځانونه بریالي ښيي، خو په حقیقت کې داسې څه نشته. د غلا او جرمونو یو علت هم د خلکو وږې ګېډې دي چې سبا او بېګا ته حیران دي او دېته اړ شوي چې د ګېډې د مړولو لپاره په غلا، او بېلا بېلو غیر قانوني لارو چارو لاس پورې کړي. که کاري فرصتونه برابر نه شي امکان دې ولري چې دغه ډول پېښې دې لا پسې زیاتې شي چې دې سره به خلک له ډېرو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي. دغه راز وروسته به بیا طالبانو ته د امنیت ټینګښت هم ډېر ګران تمام شي. همدا اوس ښاریان په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی او دا وسله والې ډلې هره ورځ خلکو ته تلفات اړوي. په ښارونو کې نامعلوم وسله وال خلک دروي، پیسې، مبایل او د جېب سامانونه ترې اخلي، آن روان موټر ترې تښتوي. دا ټول هغه څه دي چې د نوي حکومت په کمزورۍ دلالت کوي. طالبان اوس د افغانستان حکومت او د خپلو وګړو په ساتلو مکلف دي او دوی باید د عامو وګړو، مذهبي اقلیتونو، دیني علماوو او بشري حقونو د مدافعانو او خبریالانو امنیت تامین کړي.

ځواب ورکړئ