جرم او انصاف

افغان لارۍ چلوونکیو د ایران رژیم له خوا په زور د پیسو اخیستلو او د هغوی د ځورولو له امله شکایت کوي

د عمر راپور

افغان موټروانان چې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریز توکي لېږدوي د ایراني ځواکونو او وسله والو غلو له خوا په زور د پيسو اخیستلو او ځورولو د زیاتېدلو له امله شکایتونه کوي او وایي سم چې هغوی د ایران خاروې ته داخل شي هلته په وېرې او ډار سره سفر کوي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- افغان موټروانان چې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریز توکي لېږدوي د ایراني ځواکونو او وسله والو غلو له خوا په زور د پيسو اخیستلو او ځورولو د زیاتېدلو له امله شکایتونه کوي او وایي سم چې هغوی د ایران خاروې ته داخل شي هلته په وېرې او ډار سره سفر کوي.

د ایران او افغانستان تر منځ هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ لارۍ توکي لېږدوي.

د محمد مرادي‌ په نامه یوه لارۍ چلوونکي وویل،‌ «سم چې موږ د ایران خاورې ته ورننوځو د پیسو اخیستل پیل شي».

هغه وویل، «په لاره چې هر عسکر ته موږ ور رسیږو هغه موږ مجبوروي چې پیسې ورکړو.»

افغاني لارۍ د کب په ۲مه په هرات ولایت کې د اسلام کلا بندر کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

افغاني لارۍ د کب په ۲مه په هرات ولایت کې د اسلام کلا بندر کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

مرادي وویل ایراني پولیس د هغوی لارۍ «بې دلیله» دروي او له تلاشۍ څخه وروسته «هغوی یوه بهانه جوړوي څو موږ مجبور کړي چې پیسې ورکړو.»

نوموړي وویل، که څه هم چې افغان لارۍ چلوونکیو په مکرر ډول ایراني مقاماتو ته په زور د پيسو اخیستلو او ځورولو په هکله شکایتونه کړي، لاکن حکومت د دې ستونزې د حلولو لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

یوه افغان لارۍ چلوونکي شېر احمد حیدري وویل، «له دې سره سره چې موږ تل ټول قانوني اسناد له ځانونو سره ګرځوو، ایراني پولیس په هر ګام کې موږ دروي او له ۵۰۰۰۰۰ څخه تر ۱ میلیون ایراني ریالو (له ۱۲ څخه تر ۲۴ ډالرو) پورې را څخه اخلي.»

هغه زیاته کړه، «که موږ د پیسو له ورکړې څخه انکار وکړو هغوی حتی موږ ګواښي چې ډزې به راباندې وکړي.»

هغه شکایت وکړ چې، «موږ له ایران څخه د توکو د انتقال په بدل کې ۶۰۰ ډالر کرایه اخلو، لاکن له یادو پیسو څخه ۴۰۰ ډالر ایراني عسکر له موږ څخه په زور اخلي.»

حیدري وویل، د هغوی د شکایتونو په مقابل کې د ایراني مقاماتو ځواب دا دی چې: ایران ته مه راځئ.‌

د وسله والو غلو ګواښونه

د ایران په خاوره کې د ایراني ځواکونو له خوا په زور د پیسو اخیستلو سربېره، وسله وال غله هم افغان موټروانان ګواښي.‌ ځینې موټروانان شکایت کوي چې غله د ایراني پولیسو د تلاشۍ پوستو سره نږدې په هغوی باندې بریدونه کوي او له هغوی څخه پیسې او موبایل تلفونونه اخلي.

لارۍ چلوونکي امید حیدري وویل، د ایران د ګمرکاتو په ساحو کې له غلو سره چاقوګان او نورې وسلې وي او د افغان موټروانانو نغدې پیسې او توکي غلا کوي.‌

حیدري وویل،‌ پولیسو او د ګمرک ساتونکیو ته له مکررو شکایتونو څخه وروسته، هغه پوه شو چې په غلاګانو کې پولیس هم شریک دي.‌

هغه وویل، په مشهد کې د تلاشۍ یوې پوستې سره نږدې وسله والو غلو «څو ورځې مخکې زما د لارۍ ترپال څیرلی وو او د ۱۰۰۰۰۰ افغانیو (۱۱۱۵ ډالرو) څخه د ډېر ارزښت توکي یې ترې غلا کړي ول.‌

هغه وویل، «دغه راز،‌ هغوی زما موبایل تلفون او یو څه پیسې واخیستلې،» او زیاته یې کړله چې کله چې هغه پولیسو ته ورغی، هغوی ورسره مرسته ونه کړه او ورته یې وویل چې که ډارېږي بیا دې ایران ته نه ورځي.

یوه بل لارۍ چلوونکي ارش وویل چې د ایران په ګمرک کې دننه غلو څو ځلې د هغه د موټر څراغونه، بیټرۍ او د لارۍ نورې مهمې پرزې غلا کړي دي.

هغه پوښتنه وکړه چې، «که پولیس پخپله په دې کار کې لاس نه لري، ولې د غلا مخه نه نیسي.»

هغه وویل، هغه تل په ایران کې په وېره او تر ذهنی فشار لاندې سفر کوي ځکه هغه وېرېږي چې غله هر وخت کولی شي چې په هغه باندې برید وکړي او ویې وژني.

ارش زیاته کړه، «هغوی د توپکو او چاقوګانو په وسیله په ګواښلو سره له موږ څخه پیسې اخلي، او موږ هېڅ‌ هم نشو کولی.»

په ورته وخت کې، د هغو ایراني لارۍ چلوونکیو لپاره چې افغانستان ته سفر کوي، دغه انځور ډېر رنګین دی.‌

ایراني لارۍ چلوونکي علي رضا بهشتي وویل چې هغه افغانستان ته په تګ کې د خوندیتوب احساس کوي.‌ هغه وویل، «زه په میاشت کې یو ځل له مشهد څخه کابل ته سوداګریز توکي انتقالوم، او تراوسه کوم غله زه نه یم درولی،‌ نه هم چا رانه په غیر قانوني توګه د پیسو غوښتنه کړې ده.»

هغه وویل، «موټروانان ډېرې لږې پیسې ګټي. له هغوی څخه د پیسو، موبایل فون او نورو شیانو غلا کول نامناسب او بزدلانه عمل دی.»

د ایران د ګمرکاتو له خوا په زور پیسې اخیستل

په هرات کې د خوراکي توکو یوه واردوونکي نجیب الله کاکړ وویل، د ایران د ګمرک کارکوونکي د افغانستان تجارتي مالونو باندې د مالیې په نامه له افغانانو څخه په زور پیسې اخلي.‌

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت په خوراکي او نورو توکو باندې محصول دوه برابره کړی چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې قیمتونه پورته ختلي دي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې خبره د افغانستان توکو ته ځي د ایران ګمرکات ډېر پروسیجرونه رامخې ته کوي او بهانې ګوري ترڅو ډېرې پیسې پرې واخلي. موږ چې هرې ادارې ته ځو هغوی پیسې غواړي او چې پیسې ور نه کړو نو زموږ کار نه طی مراح کوي.»

کاکړ وویل، دغه راز ایراني چارواکي هغه لارۍ چې افغاني مالونه په کې بار وي یواځې د دې لپاره اوږده موده ایساروي چې د شپې د پارکینګ فیسونه پرې واخلي.‌

افغان موټروان محمد ولي حق دوست وویل هر ځل چې هغه ایران ته داخلېږي حتی د کرونا د ټېست په بدل کې ترې ۵ میلیونه ایراني ریال (۱۱۸ ډالر) اخیستل کیږي، په داسې حال کې چې ایرانیان د هغه هېڅ ټېسټ هم نه کوي.

هغه زیاته کړه، «ایراني ګمرکونه له موږ څخه د تشو لاریو د تللو پیسې اخلي، په داسې حال کې چې تشو لاریو ته هیچ اړتیا نشته چې ترازو ته لاړې شي.»

هغه وویل، «موږ چې د ایران ګمرکونو ته ننوځو څو چې بېرته ترې وځو ۱۰ بېلابېلې ادارې په کې له موږ نه فیسونه اخلي. په ډېرو ادارو کې هغوی موږ مجبوروي چې پیسې ورکړو او که اعتراض وکړو هغوی له کوم دلیل څخه پرته زموږ توکي تر یوې مودې پورې ایساروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که ایران او پاکستان هوښیار وي (د افغانستان یوازې دوه ګاونډیان چې په تیرو څلویښتو کلونو کې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مستقیمه لاسوهنه کړې ده)، دواړه هیوادونه باید افغانستان د نړۍ له نقشې څخه په بشپړه توګه له منځه یوسي او په سیستماتیک ډول ټول افغانان ووژني، او د افغانستان هر هغه څه چې د هغوی لپاره مهم دي، ترلاسه کړي. خو که بریالي نه شي (ځکه چې دا د نړۍ په ټولو هېوادونو کې هم ممکنه نه ده)، افغانان به یوه لسیزه وروسته، یوه پېړۍ وروسته، پنځه پېړۍ وروسته یا زر کاله وروسته خپل هېواد جوړ کړي او یو ځل بیا به خپل عظمت ته ورسېږي. بیا به د پاکستان او ایران راتلونکي نسلونه په خپلو پلرونو او نیکونو باندې لعنت ووایي چې د ګاونډیتوب، ورورګلوۍ او اسلامي وروڼو په نوم یې له افغانانو سره دومره خیانت کړی دی. افغانان ډېر با احساسه خلک دي. دوی د هیچا احسان او نیک عمل یا د دوی دښمني یا حسد نه هیروي. د پاکستان او ایران د دغو ظلمونو کیسې به له یوه نسله بل نسل ته انتقالیږي او له نن څخه زر کاله وروسته به هم افغانان له دې کیسې خبر وي او هرکله چې افغانان پیاوړي شي بیا به خپل تاریخي دښمنان (پاکستان او ایران) هیر نکړي.

ځواب ورکړئ

راپور جالب دی، خو عنوان یې یوه وړه ستونزه لري. ایران تل د افغانانو پر ضد دښمني کړې ده او کوي یې. په تیرو شلو کالونو کې یې له یوې خوا د حکومت تر چتر لاندې په افغانستان کې ژبني او فرقه یي تعصباتو ته کار کاوه او بلې خوا ته یې د حکومت وسله والو مخالفینو ته وسلې او تجهیزات ورکول چې په افغانستان کې جنګ وکړي، افغانان ووژني او د افغانستان بیخبناوې ویجاړې کړي. لنډه دا چې افغانستان د دوه داړونکو سپیو ګاونډیانو (ایران او پاکستان) تر منځ پروت دی.

ځواب ورکړئ

افغانانو ته هر چېرته یوه بلا پیدا کېږي او ضرر ورته رسوي. که افغان له خپل کور کلي یا هم هېواده د ښه ژوند کولو په هیله ووځي هلته هم پرې تیاره شي او علت یې هم د خپل وطن ناجوړي ده. که مو وطن جوړ وی او نړیوالو په ځانګړي ډول امریکا راسره په ریښتیا ملګرتیا پاللې وه، ولې به افغانان دومره ذلیله و. او دا نه یوازې چې په ایران کې ځورول کېږي، بلکې په پاکستان کې هم ځورول شوي، بې عزته شوي، لوټ شوي سل او زر نورې کیسې، خو زه حیران دېته یم چې سلام ټایمز ولې د افغانانو په مقابل کې د پاکستان ناوړه چلند نه رااخلي؟ هره ورځ د ډیورنډ په فرضي کرښه پاکستاني پوځیان افغانان وهي ټکوي، سپکې سپورې ورته کوي، خو یو راپور تر اوسه ما د سلام ټایمز نه دی لیدلی چې خپور کړی یې وي، او که غربي رسنۍ یوازې هغه څه نشروي چې د خپلو ګټو لپاره یې وي خو چې غبرګون پرې بل څوک وښيي؟

ځواب ورکړئ