اقتصاد

د طالبانو له خوا د پاکستان د سرحدي دروازې په نیولو سره د لاریو په وسیله د حمل او نقل قیمتونه زیات شول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

لارۍ چلوونکي د زمري په ۵مه د افغانستان د وېش او د پاکستان د چمن تر منځ د سرحدي دروازې په لور تګ ته چمتووالی نیسي.‌ [اصغر اڅکزی/ای اېف پي]

لارۍ چلوونکي د زمري په ۵مه د افغانستان د وېش او د پاکستان د چمن تر منځ د سرحدي دروازې په لور تګ ته چمتووالی نیسي.‌ [اصغر اڅکزی/ای اېف پي]

چمن، پاکستان -- د طالبانو له خوا د افغاستان - پاکستان د یوې مهمې سرحدي پوستې له نیولو څخه وروسته د لاریو په وسیله د حمل او نقل قېمیتونه لوړ شوي، یاغیان او حکومتي چارواکي په جلا جلا توګه له سوداګرو څخه مالیات اخلي او لارې شکوونکي د توکو د خوندي انتقال لپاره د لارې په اوږدو کې رشوتونه غواړي.‌

هره ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت له چمن څخه په زرګونو لارۍ د افغانستان د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې وېش ته اوړي او کندهار ښار ته توکي انتقالوي.‌

د بېرته د راتګ پر وخت هغوی معمولا زراعتي توکي د پاکستان مارکېټونو یا بندرونو ته راوړي.

دا سوداګري،‌ چې کلنۍ اندازه یې سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېدله،‌ د چنګاښ په وروستیو کې د طالبانو له خوا د دغه خاورین سرحدي ښار له نیولو څخه وروسته ودرېدله، خو تېره اونۍ بیا پيل شوه او یاغیانو یې ټینګ کنټرول په لاس کې ونیو.‌

هغوی د غوایي له میاشتې راهیسې، د یو لړ یرغلونو له پيلولو څخه وروسته د بهرنیو سرتېرو د وتلو له وروستیو پړاوونو څخه په استفادې سره، د هېواد ډېرې برخې ونیولې.‌

په داسې حال کې چې هغوی تر اوسه پورې د کوم ولایت مرکز نه دی نیولی، له ایران، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان سره په پولو یې یو لړ مهم مرکزونه، چې دغه په وچه کې ایسار هېواد ته په رارسېدونکیو تجارتي مالونو باندې له ګمرکي مالیاتو څخه مهم عواید ترلاسه کوي، نیولي دي.‌

د هدایت الله خان په نامه یوه لارۍ چلوونکي په چمن کې ای اېف پي ته وویل، «موږ په کندهار کې انګور رابار کړل،‌ او په لاره کې لږ تر لږه درې ځلې له موږ نه په زور پيسې واخیستل شوې،»

هغه وویل، «ځینې وختونه هغوی ۳۰۰۰ کلدارې (۲۰ ډالر) اخلي، په ځینو نورو ځایونو کې ۲۰۰۰ کلدارې او په ځینو ځایونو کې ۱۰۰۰ کلدارې اخلي.»

ګډوډي او پرېشاني

هغو لارۍ چلوونکیو چې تېره اونۍ په چمن کې ورسره خبرې وشوې د سرحد افغان لوري ته د ګډوډۍ او پرېشانۍ په هکله معلومات وړاندې کړل.‌

د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د رییس مرستیال عمران کاکړ د یوې لارۍ مثال ورکړ چې له کراچۍ څخه کندهار ته یې رختونه انتقالول.‌

طالبانو په سپین بولدک کې له موټروان څخه ۱۵۰ زره کلدارې (شاوخوا ۱۰۰۰ ډالر) د ګمرکي مالیاتو په توګه واخیستل، خو کله چې لارۍ کندهار ته ورسېدله، حکومتي چارواکي هم ورته منتظر ول.

کاکړ وویل، «موږ مجبور وو چې هلته حتی لا ډېر مالیات ورکړو ځکه چې هغوی د طالبانو ته شوي تادیات نه قبلوي.»

دغو صحنو په ۱۳۷۰مو کالونو کې د ظالمانه کورنۍ جګړې په ترڅ کې د افغانستان تېر وختونه بیا رامخې ته کړل چې په کې د ملېشو ډلو مهمې سوداګریزې لارې نیولې، او هرکله او هر څنګه به یې چې زړه وو هغسې به یې سړکونه نیول او له لارۍ چلوونکیو او خلکو څخه به یې په زور پیسې اخیستلې.‌

تېره چارشنبه /د زمري ۶مه/ د سرحد پاکستاني لوري ته په سلګونو لارۍ ولاړې وې او د تېرېدلو اجازه یې غوښتله.

تېره اونۍ په دې ګردجنه دښته کې چې لیرې په کې ناهوارې غونډۍ لیدل کېدې، موټروانانو او کیلنډرانو له سفر نه مخکې خپل وسایل چمتو کړل.

په داسې حال کې چې واټن یواځې ۱۰۰ کیلومتره دی، سفر له خطر نه ډک ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د موټرونو او سړکونو ښه مراقبت نه کیږي، د پولیسو او اردو د تلاشۍ پوستې له هر موټروان نه په منظمه توګه «د چای پیسې» غواړي، او لاره شکوونکي منتظر وي چې یا توکي غلا کړي یا د خوندي تېرېدلو لپاره نورې پیسې غواړي.

بیا هم سوداګر او موټروانان وایي چې هغوی د لاریو له چلولو څخه پرته د نور کار لږ فرصتونه لري.‌

عبدالرزاق موټروان چې کندهار ته تازه اېستل شوي د چرګانو بچي انتقالوي،‌ وویل، «جنګ روان دی؛ موږ پوهېږو، لاکن موږ بله لاره نه لرو.»

هغه وویل، «د توکو انتقال زموږ لپاره یواځینۍ لاره ده چې خپلو کورنیو ته پرې نفقه وګټو.»

پرمختیایي پروژې

افغان حکومت د طالبانو ظالمانه ایډیالوژۍ او د خلکو په معیشتونو باندې منظمو بریدونو ته، د داسې پراخ لړ پروژو په پيلولو سره چې په میلیونونو خلکو ته به ګټه ورسوي، ځواب وایي.

د حکومت یوه ویاند دواخان مینه پال د غوایي په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، طالبانو له ۱ میلیون ډالرو څخه په ډېر ارزښت عامه بېخبناوې ویجاړې کړي دي.‌

هغه وویل، طالبانو د لمریز کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېرو پلونو،‌ سړکونو او نورو بېخبنایي پروژو ته چاودنې ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه راز هغوی د اوبو لګولو نهرونه ویجاړ کړل، بېخبناوې یې سختې زوبلې کړې او له ۲۰۰۰ څخه ډېرو کورونو کې یې بمونه ځای پر ځای کړي.

حکومت د لمریز کال له پیل راهیسې د وري په میاشت کې په لسګونو عامه پروژې افتتاح کړي دي.

د کمال خان افتتاح او په یو شمېر نورو بندونو باندې د کار پيل د هغو لویو پروژو په ډله کې دي چې افغانانو یې په پراخه کچه هرکلی کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500