امنیت

لارۍ چلوونکیو د طالبانو له خوا په لویو لارو د پیسو شکولو د دوام له امله هغوی «لوټماران» وبلل

د رازق کندهاري راپور

هغه لارۍ چلوونکي چې له کابل څخه کندهار او هرات ته په غځېدلو لارو تګ راتګ کوي، وایي چې طالب اورپکي له هغوی څخه پیسې په زور اخلي چې د یاغي ډلې د تاوتریخوالي فعالیتونه پرې تمویل کړي. [رازق کندهاري]

کندهار -- هغه لارۍ چلوونکي چې له کابل څخه کندهار او هرات ته په غځېدلو لارو تګ راتګ کوي، وایي چې طالب اورپکي له هغوی څخه پیسې په زور اخلي چې د یاغيانو جنګي فعالیتونه پرې تمویل کړي.

موټروانان وایي، اورپکې ډله هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې له لارۍ چلوونکیو څخه په میلیونونو افغانۍ د «مالیاتو» په نامه لوټي.‌

معمولا د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په برج جنګي، د غزني ولایت په لړمه سیمه، د نیمروز ولایت له دلارام ولسوالۍ سره نژدې ملا باوري سیمه او د فراه ولایت په فراه رود کې پیسې په زور اخیستل کیږي.‌

موټروانانو وویل، د طالبانو دغو کارونو د موټروانانو کاروبار فلج کړی او په لاریو کې د انتقالېدونکیو خوراکي توکو قېمتونه یې زیات کړي دي. هغوی زیاته کړه چې که هغوی طالبانو ته د پیسو له ورکولو څخه ډډه وکړي، اورپکي هغوی وهي، په زندان کې یې اچوي او ان په وژلو یې ګواښي.‌

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۷مه اخیستل شوی، لیدل کیږي چې دوه لارۍ د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې ولاړې دي. [رازق کندهاری]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۷مه اخیستل شوی، لیدل کیږي چې دوه لارۍ د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې ولاړې دي. [رازق کندهاری]

رحیم الله چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، «زه له تېرو ۱۵ کالونو راهیسې په کابل - کندهار او کندهار - هرات لویه لاره باندې لارۍ چلوم. پخوا موږ داسې ستونزې نه لرلې. له تېرو ۹ میاشتو راهیسې، طالبان له موږ څخه په دوه سیمو؛ د غزني ولایت په لړمه سیمه او د فراه ولایت په فراه رود سیمه کې د ګمرک په نامه پیسې ټولوي.»

هغه وویل، «طالبان له موږ څخه په زور پیسې اخلي. ځینې ملکي خلک چې پیسې نه ورکوي طالبان یې تر ډېرو ورځو او شپو پورې بندي کوي، او شکنجې ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «که څوک خپل موټر ورته ونه دروي، طالبان پرې ډزې کوي.»

د لویو لارو شکوونکي

یوه بل لارۍ چلوونکي محمد اکبر غزنوي چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «زه په اونۍ کې دوه ځلې په کابل - کندهار لویه لاره باندې سفر کوم.»

غزنوي وویل، «هر ځل، طالبان ۱۸۰۰۰ افغانۍ (۲۳۰ ډالر) یا ۲۲۰۰۰ افغانۍ (۲۸۲ ډالر) اخلي. زه مجبور یم چې هغوی ته دغه پیسې ورکړم. که زه پیسې ورنه کړم، هغوی به مې ووهي، بندي به مې کړي یا کېدی شي ومې وژني.»

هغه وویل، «موږ په خپله سوداګړۍ کې هېڅ ګټه نه کوو. طالبان د لاره شکوونکیو په څېر په زور له موږ څخه پیسې اخلي. دا تاوتریخوالی او جنایت باید پای ته ورسیږي او حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي چې له دغو غلو څخه خلاص شو ځکه چې طالبان همدغه پیسې زموږ د ورونو او خویندو په وژلو مصرفوي او زموږ هېواد ویجاړوي.»

د نیازمحمد عاشق یار په نامه یوه ۳۸ کلن لارۍ چلوونکي چې د کندهار - نیمروز په لویه لاره تګ راتګ کوي، وویل، طالبان د نیمروز ولایت په دلارام سیمه کې هم له موټروانانو څخه په زور پیسې اخلي.

عاشق یار وویل، «زه له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې د کندهار او نیمروز تر منځ په خپله لارۍ کې خوراکي او غیرخوراکي توکي انتقالوم. دا د نورو خلکو توکي دي چې زه ترې د وړلو پیسې اخلم. طالبان په دلارام سیمه او د فراه ولایت له بکوا ولسوالۍ سره نژدې یوه سیمه کې له ټولو لارۍ چلوونکیو څخه په زور پیسې اخلي، او موږ ته په کاغذ لیکلي رسیدونه راکوي.»

هغه زیاته کړه، «هر ځل، هغوی له ما څخه شاوخوا ۲۰۰۰۰ افغانۍ (۲۵۷ ډالر) اخلي. که زه هغوی ته پیسې ورکړم، اجازه راکوي چې لاړ شم. که پیسې ورنه کړم، هغوی به زما لارۍ ودروي او ما به په زندان کې واچوي.»

هغه وویل، «حکومت له موږ څخه مالیه اخلي، او بیا یې طالبان اخلي. هغوی د لویو لارو د غلو په څېر موږ مجبوروي چې هغوی ته بیا مالیه ورکړو.»

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه پخواني استازي سمیع الله سلطاني په حکومت باندې غږ وکړ چې په دې لاره کې چټک ګام واخلي.

هغه وویل، «طالبان په فراه او نیمروز ولایتونو کې په لویه لاره باندې دوه د ګمرکاتو پوستې چلوي. هغوی له سوداګرو او لارۍ چلوونکیو څخه په زور پیسې اخلي او په دې توګه هره ورځ طالبان په میلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه، «حکومت څو ځلې د طالبانو د ګمرک پوستې ویجاړې کړې، خو طالبان، د غلو او شکوونکیو په څېر په یوه بل ځای کې بله د ګمرک پوسته جوړه کړي.»

«هغوی هغه کسان چې پیسې نه ورکوي شکنجه کوي، وهي یا تر دې چې وژني یې. موږ تمه لرو چې حکومت هغه کسان چې خلکو ته زیان رسوي او په زور ترې پیسې اخلي له منځه وېسي چې دا د ترهګرې ډلې او شکوونکیو لپاره د عبرت درس وګرځي.»

د زابل د ولایتي شورا یوه غړي عطأ جان حق بیان وویل، «په زابل ولایت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرته د شملزود ولسوالۍ په لاره په لسګونو سوداګریزې لارۍ تېرېږي.»

هغه وویل، «طالبانو هلته یوه د ګمرک پوسته پرانستې ده او له هرې لارۍ څخه له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ افغانیو (۱۲۸ څخه تر ۳۸۵ ډالرو) پورې اخلي، او لارۍ چلوونکي مجبور دي چې هغوی دا پیسې تادیه کړي.»

حق بیان وویل، «موږ، د خلکو د استازو په توګه، په حکومت باندې غږ کوو چې له سوداګرو او لارۍ چلوونکیو سره مرسته وکړي چې له دغو ناقانونه مالیاتو، شکنجو او ناوړه چلند څخه خلاص شي. د هغوی یوازنۍ هیله دا ده چې حکومت هغوی ته د دغو وحشي او جابرو خلکو له ظلمونو څخه نجات ورکړي.»

د تلاشۍ د پوستو پر ضد عملیات

د طالبانو د ناقانونه فعالیتونو پر ضد د مبارزې په لړ کې، امنیتي منسوبینو تېر کال د اورپکو د غلا یو شمېر پوستې بندې کړې وې.

د زابل امنیه قوماندان نجیب الله سرتېر وویل، «موږ د خپل هېواد دغه دښمنان، چې ملکي خلک یې مجبورول چې د مالیاتو په نامه هغوی ته پیسې ورکړي، څو ځلې له منځه وړي دي.»

هغه زیاته کړه، «موږ هیله لرو چې موټروانان موږ ته د هر هغه ځای په هکله معلومات راکړي چې طالبان په کې په زور پیسې اخلي او موږ به وکولی شو چې هغوی [طالبان] ونیسو.»

سرتېر وویل، «دا چې موږ طالبانو ته په مخامخ نښتو او همدارنګه د جګړې په ډګر کې سخته ماتې ورکړې ده، اوس هغوی د عوامو او د سوداګرو وېرولو ته مخه کړې. موږ به هېڅکله هم دغو ترهګرو ته اجازه ورنه کړو چې له ملکي خلکو څخه د مالیاتو په نوم په زور پیسې واخلي.»

د غزني د والي ویاند محمد عارف رحماني وویل، «طالبانو په غزني ولایت کې په لویه لاره د ګمرک پوسته پرانستې وه، خو زموږ امنیتي او کشفي ادارو هغه موقعیت معلوم کړ او درې میاشتې مخکې یې په بشپړ ډول له منځه وېوړه.»

«الحمدلله، اوس هیڅوک هم نشي کولی چې له هیچا څخه هېڅ چېرې په زور پیسې واخلي، او که یو څوک شکایت لري، موږ د هغوی په خدمت کې یو [چې د هغوی ستونزه حل کړو].»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان ته د غربي نړۍ په راتګ سره فساد دومره لوړ حد ته ورسید چې له حکومت او حکومتي سیستم نه د خلکوزړونه تور شول. له وزیر نه رانیولې د ولسوالۍ تر مدیر پورې ۹۰٪ چارواکي په پیسو او واسطو مقرریږي او هغوی بیا همدا پیسې بیرته له خلکو نه د فساد او رشوتونو په سلسله کې ټولوي. ولس د پاڼ او پړانګ تر منځ ایسار دی؛ یوې خواته یې طالبان شکوي او بلې خوا ته یې حکومتي چارواکي شکوي. اصلا دیموکراسی د دکتاتورۍ په کوتک ساتل کیږي، په کار دی چې هر څوک چې په اداري فساد کې ښکېل وي، په قتل کې لاس لري، په غلا کې لاس لري په هغوی باندې یا د شریعت مطابق حدود ولګول شي یا سخته سزا ورکول شي چې نور یې بیا ونه کړي او د طالب لاره شکوونکیو په مقابل کې هم باید سخت عملیات وشي بلکې د طالبانو د مور یعنې پاکستان پر ضد باید فوق العاده د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړای شي ځکه په سیمه او نړۍ کې د فساد او ترهګرۍ اصلي مور پاکستان دی.

ځواب ورکړئ