اقتصاد

په نیمروز کې کمال خان بند ایران ته د وړیا اوبو د بهیر درولو ته چمتو دی

د علي راپور

ولسمشر اشرف غني چې د ۱۳۹۹ د زمري په ۵مه یې له نیمروز ولایت څخه د کمال خان بند د کار د بهیر د کتنې لپاره، لیدنه وکړه، ژمنه وکړه چې نور به پرې نه ږدي چې ایران ته اوبه په وړیا ډول وبهیږي. [عبدالغفار عزیزي]

کابل -- ولسمشر اشرف غني وویل، د ایران لپاره له افغانستان څخه په وړیا توګه د اوبو د ترلاسه کولو ورځې د ګوتو په شمېر پاتې دي.

غني چې د زمري په ۵مه یې له نیمروز ولایت څخه لیدنه وکړه څو په هلمند سیند باندې د رغېدونکي کمال خان بند د رغونې چارې وګوري، ژمنه وکړه چې، یو ځل چې دغه وداني جوړه شي او کار پیل کړي بیا به اضافي اوبه ګاونډي هېواد ته په وړیا ډول ور ونه بهېږي.

ایران هره ورځ په زرګونو مکعب متره اوبه د ۱۳۵۲ کال د هلمند د سیند د اوبو د تړون په نسبت ډېرې ترلاسه کوي.

افغان چارواکو په تهران باندې په مکرر ډول تور لګولی چې د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي څو د هېواد په لویدیځه حوزه کې د بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي او ایران ته د اوبو د بهیر دوام یقیني کړي.

image

دا عکس چې د زمري په ۵مه اخیستل شوی په نیمروز ولایت کې په هلمند سیند باندې د تر رغونې لاندې کمال خان بند یوه برخه ښیي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

image

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۵مه په نیمروز ولایت کې کمال خان بند ته رسېږي چې د رغونې بهیر یې وګوري. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

غني د ولایت په مرکز زرنج کې په سلګونو اورېدونکیو ته په خبرو کې وویل، «زموږ روانې اوبه زموږ ویاړ دی، او په څو کالونو کې به افغانان خپلې په میلیاردونو مکعب متره اوبه چې موږ یې ملکیت له لاسه ورکړی وه، بیا ترلاسه کړي.»

د کمال خان بند د جوړولو بودجه ۵.۹ میلیارده افغانۍ (۷۸ میلیونه ډالر) ده چې د حکومت له پرمختیایي بودجې څخه تمویلېږي.‌

په پام کې ده چې دغه بند چې د ۸۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۹ میګاواټه برېښنا د تولیدولو ظرفیت لري له اوس نه نیولې تر څلورو میاشتو پورې موده کې افتتاح شي.‌

غني وویل، سربېره پردې، دغه بند به په نیمروز کې د سېلابونو د خطرونو مخه ونیسي.‌

اوبه د افغانانو ملکیت دی

که څه هم چې ایراني چارواکي د اوبو د حقونو په هکله ضد او نقیضې څرګندونې کوي، لاکن په بند باندې کار روان دی.‌

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د چنګاښ په ۲۹مه له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، ایران د چاپېریال د ستونزو له امله له افغانستان څخه د ډېرو اوبو ورتګ ته اړتیا لري.‌

هغه وویل، «ایران حق آبه لري، افغانستان حق آبه لري، او بیا طبعیت حق آبه لري. د طبعیت برخه باید ورکړل شي. که موږ غواړو چې د چاپېریال د تخریب مخه ونیسو، موږ باید طبعیت ته د هغه حق ورکړو.»

عراقچي زیاته کړه، «د هامون جهیلونه څه په افغانستان کې واقع دي څه په ایران کې واقع دي. دغه جهیلونه باید ډک وي څو د سیمې په چاپېریال کې خپل رول ولوبوي. که دغه جهیلونه وچ پرېښودل شي، دا به د دواړو هېوادونو د چاپیریال لپاره عواقب ولري.»

هغه ادعا وکړه چې، که افغانستان د بندونو په جوړولو سره د هامون جهیلونو ته د اوبو د ورتګ مخه ونیسي،‌ دا به پخپله د هغه لپاره هم منفي پایلې ولري.

خو د ایراني چارواکو نظرونه د هلمند سیند د ۱۳۵۲ کال له تړون سره په ټکر کې دي.

په دغه تړون کې تصریح شوې ده چې، ایران «په دې تړون کې له تعین شوې کچې څخه زیات د هلمند سیند په اوبو کې حق نه لري، حتی که د هلمند په ښکتنۍ آبنا کې اضافي اوبه موجودې هم وي، او کېدی شي استفاده ترې وشي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام فاروق راسب وویل، ایراني رژیم تل له افغانستان سره د اوبو د مسایلو په هکله د ګواښ ژبه کارولې ده چې دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ښیي.

هغه زیاته کړه، د ایراني چارواکو له خوا له تړون څخه د زیاتو اوبو د اخیستلو په هکله ښکاره خبرې په افغانستان کې د بندونو او د اوبو د مدیریت په تړاو د هغوی دښمني په ګوته کوي.

هغه د هغه سړک د رغونې کار ته په اشارې چې د ایران د کونسلګرۍ له خوا د هغې د مخکیني دېوال د نړولو په برخه کې د مخالفت له امله، درېدلی دی، وویل، «کالونه کیږي چې په هرات کې د ایران کونسلګرۍ عمومي سړک بند کړی دی،‌ په داسې حال کې چې حکومت یې هېڅ انعطاف نه ښیي او په ډېره بې شرمۍ سره د هلمند سیند په اوبو کې ډېره برخه غواړي

هغه وویل، «روانې اوبه د افغانانو ملکیت دی، او ایران باید د اوبو په برخه کې له خپلو حقونو څخه د ډېرو اوبو د ترلاسه کولو په بدل کې تادیات وکړي

د اقتصاد پیاوړتیا

په ورته وخت کې،‌ د کمال خان بند افتتاح به د نیمروز ولایت د اوسېدونکیو د ۵۴ کالونو خوب په حقیقت بدل کړي. د دغه بند جوړونه چې په ۱۳۴۵ کې پیل شوې وه او د جګړو له امله درېدلې وه، په ۱۳۹۰ کال کې بیا پیل شوه.

د زرنج یوه اوسېدونکي جان محمد الکوزي وویل،‌ کمال خان بند به د افغانستان، په ځانګړې توګه د نیمروز ولایت د اقتصاد لپاره ډېر ګټور وي.

هغه زیاته کړه، «کمال خان بند به ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي. همدارنګه، هغه د برېښنا د تولید لپاره ګټور دی او په نیمروز ولایت کې به څه ناڅه اړتیا پوره کړي. د کمال خان بند په اوبو به زراعتي پیداوار زیات شي.»

د زرنج یوه بل اوسېدونکي جاوېد بهرامي وویل، «یو ځل چې د کمال خان بند افتتاح وشي، په زرګونو هکتاره پراخه پرته ځمکه به وکرل شي چې په زرګونو بزګرانو ته به کاري فرصتونه برابر کړي. کله چې اوبه وي، نیمروز به د غنمو او نورو زراعتي تولیداتو غټ تولیدوونکی وګرځي چې د انسانانو ژوند به بدل کړي.»

د نیمروز د ولایتي شورا غړي نعمت الله صدیقي هم دې ته ورته احساس څرګند کړ.‌

هغه وویل، «د کمال خان بند د افتتاح ورځ به د نیمروز د خلکو لپاره یوه مهمه ورځ او د بزګرانو لپاره د خوشحالۍ ورځ وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د تېرو څو کالو په ترڅ کې د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د پلیتابه لپاره یو قوي مشر نه وو، چې د مشرتابه دغه نشتوالي افغانستان او افغانان د ژوند په ټولو چارو کې په شا تمبولي دي، او ان چې ځینې دښمنان په ویاړ سره وایي چې هغوی افغانستان سل کاله په شا وتمباوه. د مشرتابه د دغه نشتوالي له امله، دښمن وکولی شوای چې:‌ قومونه یو د بل پر ضد وجنګوي، د افغانستان اقتصاد کمزوری کړي، د افغانستان د کانونو استخراج او له هغو څخه د صحیح استفادې مخه ونیسي او ویې ځنډوي، د ناامنۍ سبب شي، او د قومي، سیمه ییزې او نژادي په څېر بېلابېل ډول دښمنۍ یې رامنځته کړې. بالاخره، دوه مغرض او فاسد هېوادونه (چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهي) هېڅکله نه غواړي چې افغانستان او د هغه بېلابېل قومونه بیا په خپلو پښو ودریږي. که دغه مغرض هیوادونه یا لږ تر لږه د دغو دوو له جملې څخه یوه د ښه ګاونډیتوب د پاللو احساس درلودلی، د هغوی احساس به د نن او سبا لپاره د دواړو هېوادونو په تاریخ کې د ویاړ سرچینه ګرځېدلې وای.‌ هغوی باید پوه شي چې د تاریخ نه ژبه ګونګۍ ده او نه یې سترګې ړندې دي.‌ حق به تل خپل ځای مومي، حتی که کمزوری هم وي.‌ ۵۹۹۵۹

ځواب ورکړئ

د افغانستان د اوبو مالک نه ایران دی نه طبعیت. که اوبه د هېواد له پولو څخه بهر چاپېریال ته نه رسیږي، دا به چاپېریال خراب کړي. نو که مونږ د خپلو اوبو مالکان یو اوهغه له هېواد څخه بهر بهېږي، بیا به د چاپېریال پروسه د سرحد دې غاړې ته هم ژوبله شي. کله چې ایران مونږ ته تېل په وړیا ډول نه راکوي، بیا ولې مونږ باید خپلې اوبه چې یوه ډېره قېمتي منبع ده په وړیا ډول ورکړو؟ اشرف غني وویل چې هغه به تر هغه وخته چې د اوبو په بدل کې تېل وانه خلي، پرې نه ږدي.

ځواب ورکړئ

دغه بند به هېواد زرغون او ښېرازه کړي. په ورته ډول، کاري فرصت به رامنځته کړي او په عین وخت کې به زمونږ زراعتي تولید زیات شي. مونږ به نورو هېوادونو ته محتاج نه اوسو. له ولسمشر نه مننه. اوس د دې وخت دی چې مونږ له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل حق واخلو.‌ که مونږ وکولی شو چې د امو سیند اوبه هم مهار کړو، مونږ به یو زرغون او ښېرازه افغانستان ولرو.‌ ایران به دا بند هم د طالبانو په لاس ویجاړ کړي. زه هیله لرم چې حکومت د بند امنیت هم ښه ټینګ وساتي.‌

ځواب ورکړئ

ایران غیرمنطقي خبرې کوي او غیرمنصفانه غوښتنې لري. مونږ باید د ایران په وړاندې تسلیم نشو. مونږ باید په هرو ممکنو طریقو له خپلو حقونو څخه دفاع وکړو او ایران ته اوبه په وړیا ډول ورنه کړو.‌ ایران باید د اوبو په بدل کې مونږ ته تېل راکړي، او که د خدای رضا وي، مونږ به د کمال خان بند په جوړولو بریالي شو.‌ زمونږ هیواد به د زراعت او برېښنا په برخوکې پرمختګ وکړي.‌ مونږ باید په خپل خدای باور لرو.‌

ځواب ورکړئ

هېڅ هېواد هم باید د بل هېواد په چارو کې لاس ونه وهي.

ځواب ورکړئ

د ایران له سرحد سره نژدې د بندونو جوړولو ایراني چارواکي وارخطا کړي دي، ځکه د ایران حکومت ډارېږي چې که په افغانستان کې بندونه جوړ شي، د ایران ځمکې به وچې شي، ځکه ایران اوبه نه لري او د ایران اوبه ټولې له افغانستان څخه وربهېږي.‌

ځواب ورکړئ

سلام او احترامات! ښایي ځینې دوستان خبر وي چې له کمال خان بند سره نژدې د ایران په زابل سیمه کې چې د ایران په سرحدي برخه کې پروت دی، هغوی ډېره ژوره او اوږده کنده اېستلې او بهرني انجنیران او متخصصان یې ګومارلي چې کمال خان بند ته په یو ډول زیان ور ورسوي.‌ مونږ باید هوښیار اوسو او په صحیح توګه د ایران د دغه ګام مخه ونیسو. مننه حبیبي

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې له جنګ او ناامنۍ سره سره، مونږ خوښ یو، ځکه چې مونږ په هېواد کې د بېخبناوو د جوړونې د پروژو د تطبیق خبرونه اورو.‌ افغان حکومت باید هڅه وکړي چې په ګرد افغانستان کې د دغه بند په څېر ډېرې پروژې تطبیق کړي څو له یوې خوا زمونږ هېواد د برېښنا په برخه کې په ځان بسیا شي، ځکه چې د افغانستان ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه اخیستل کیږي او ځینې وختونه چې د هغوی زړه نه وي برېښنا پرې کوي، او بلې خوا ته به د افغانستان په زرونو هکتاره ځمکه په اوبو خړوبه شي. دا به د غنمو او وریژو په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي، او په راتلونکي کې به افغانستان دې ته اړتیا ونه لري چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه غنم راوارد کړي.‌

ځواب ورکړئ

ښه خبر دی، د خوشحالۍ خبر ده. له سلام ټایمز مجلې نه مننه چې داسې د خوښۍ راپورونه خپروي. که امریکایان په ریښتیا سره غواړي چې په یوه غشي دوه مرغۍ وولي، له ایران سره نژدې د افغانستان په خاوره کې دې د برېښنا د بندونو او د زراعتي ځمکو د ابادولو پروژې تمویل کړي؛ هم به افغانان ترې خوشحال شي او هم به د ترهګرو اولې مور (ایران) ته اقتصادي ضربه ورسوي. که زه د امریکا ولسمشر وای، تر ټولو مخکې مې د دې کار لپاره د زر میلیونو ډالرو یوه ابتدایي بودجه اعلانوله.‌ که دا کار په شرقي ولایتونو کې وکړي د ترهګرو دویمې مور (پاکستان) ته به هم اقتصادي ضربه ور وسیږي. تل دې وي د افغانستان او امریکا دوستي، مرګ په ایران او پاکستان چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

ځواب ورکړئ

الله ۤپاک دې خیر درکړي وروه ښه مسایلو ته مو اشاره کړې. د ایران کمزوره کولو یواځینۍ لاره دا ده چې افغانستان کې د ابو او بریښنا بندونه جوړ شي ځکه د افغانستان اوبه په زرګونو ځکه یې ایران کې خړوبه کړې ده. که د افغانستان اوبه مدیریت شي ایران ځکي ټولې وچیږي.

ځواب ورکړئ