اقتصاد

کمال خان بند چې په لومړي ځل ډک شوی، د نیمروز د کروندګرو هیلې وغوړولې

د عمر راپور

کمال خان بند چې د افغانستان د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی، د ۱۴۰۰ کال د وري په میاشت کې له پرانستلو څخه وروسته اوس په لومړي ځل ډک شوی، چې د اوبو لګولو لپاره یې نوي فرصتونه یې رامنځته کړي دي. دا بند کولی شي ۵۲ میلیونه مکعب متره اوبه ذخیره کړي چې له ۱۸۰۰۰۰ هکتارو (۹۰۰۰۰۰ جریبو) څخه ډېره ځمکه خړوبوي او ۹ میګاواټه برېښنا تولیدوي. [عمران/سلام ټایمز]

نیمروز -- کمال خان بند چې د افغانستان د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی، د ۱۴۰۰ کال د وري په میاشت کې له پرانستلو څخه وروسته اوس په لومړي ځل ډک شوی، چې د اوبو لګولو لپاره یې نوي فرصتونه یې رامنځته کړي دي.

دا بند کولی شي ۵۲ میلیونه مکعب متره اوبه ذخیره کړي چې له ۱۸۰۰۰۰ هکتارو (۹۰۰۰۰۰ جریبو) څخه ډېره ځمکه خړوبوي او ۹ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

په کمال خان بند باندې کار په ۱۳۵۰ لمریز کال کې پیل شو، خو دغه پروژه د جګړو او د ایران د لاسوهنې له امله په مکرر ډول ټکنۍ شوه.

د دغه بند د رغونې پر وخت د هغه د خونديتابه لپاره په لسګونو امنیتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کمال خان بند په دې عکس کې چې د سلواغې په ۳مه اخیستل شوی، د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

کمال خان بند په دې عکس کې چې د سلواغې په ۳مه اخیستل شوی، د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

یو بزګر د سلواغې په ۳مه د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښار سره نږدې د یوه بېل په وسیله خپل پټی اړوي. [عمران/سلام ټایمز]

یو بزګر د سلواغې په ۳مه د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښار سره نږدې د یوه بېل په وسیله خپل پټی اړوي. [عمران/سلام ټایمز]

د کمال خان بند پروژې رییس اسدالله مل وویل، دا وخت په بند کې له ۵۰ میلیونو مکعب مترو څخه ډېرې اوبه ذخیره شوي دي، چې دا به د را روان دوبي په ترڅ کې په دغه ولایت کې د کروندګرو د پټیو د خړوبولو لپاره کفایت وکړي.

هغه وویل، «باراني موسم اوس تازه پيل شوی دی، او په تېرو دوو اونیو کې تر اوسه پورې د بند دوه ډنډونه له اوبو څخه ډک شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «که باران نه وي، په هلمند ولایت کې له کجکي بند څخه راتلونکې اوبه به کمال خان بند لږ تر لږه د یوه بل کال لپاره ډک وساتي.»

مل وویل، «د بند د اوبو د تخلیې له درې کانالونو څخه، یو کانال په چهاربرجک ولسوالۍ او د ولایت په مرکز کې د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره نیم پرانستل شوی دی.»

د مل په وینا، د کمال خان بند لپاره توربینونه را رسېدلي او تمه ده چې په راروانو میاشتو کې ولګېږي او برېښنا تولید کړي.

د اوبو لګولو اصلاح

نیمروز ولایت یو ګرم او وچ اقلیم لري،‌ او په زرګونو هکتاره داسې ځمکه لري چې د کافي اوبو په موجودیت کې وکرل شي.

د کمال خان بند په پرانستل کېدلو سره به د دغو حاصل خېزو ځمکو کرنه ممکنه شي.

۷۵ کلن بسم الله د زرنج ښار اوسېدونکی دی، چې له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې د کروندې کار کوي او نږدې ۱۰۰ جریبه ځمکه لري.

هغه وویل، د کمال خان بند افتتاح او له اوبو څخه یې استفاده د ده د ژوند یو ډیر پخوانی امید وه.

هغه وویل،‌ «زه ډېر خوښ یم چې کمال خان بند جوړ شو. زه هیله لرم چې ټول کال یې له اوبو حخه استفاده وکړم.»

بسم الله وویل، «که د بند اوبه همداسې روانې وي، موږ به وکولی شو چې خپل فصلونه اوبه کړو او ډېر حاصلات واخلو.»

هغه وویل،‌ له اوبو څخه پرته هېڅ هم نه کیږي.‌

په چهار برجک ولسوالۍ کې د سید احمد بلوچ په نامه یوه بزګر وویل هغه په دې خفه دی چې په تېرو کالونو کې یې دا وړتیا نه لرله چې د هلمند سیند له اوبو څخه استفاده وکړي.

هغه وویل، «له کمال خان بند څخه د اوبو بهیر موږ ته هیلې راکوي. اوس موږ کولی شو چې په ټولو موسمونو کې خپل پټي اوبه کړو او خپل پټي په کال کې دوه ځلې وکرو.»

هغه زیاته کړه، «ما د تېرو څو کالونو په ترڅ کې خپل پټي د واټرپمپونو په وسیله د ځمکې لاندې اوبو په را اېستلو سره اوبه کول، خو د کمال خان له فعالېدلو راهیسې، زموږ په سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبه پخوانیو سطحو ته ختلي دي.»

بلوچ وویل چې پخوا د اوبو د کموالي او وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخامخ وو، او زیاته یې کړه چې هغه هیله لري چې د بند له اوبو څخه په استفادې سره یو باغ جړ کړي او ترکارۍ وکري.‌

د اوبو مدیریت

کمال خان بند دغه راز افغانستان ته دا وړتیا ورکوي چې له هلمند سیند څخه د اوبو بهیر په بهتر ډول مهار کړي.

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو په هکله د ۱۳۵۲ کال د تړون په اساس،‌ ایران حق لري چې له هلمند سیند څخه په یوه ثانیه کې ۲۶ مکعب متره اوبه ترلاسه کړي.

خو له لسیزو راهیسې، ایران هر کال په میلیاردونو مکعب متره اوبه په وړیا ډول ترلاسه کوي چې دا له هغه مقدار څخه چې په تړون کې قید شوي ډېرې زیاتې دي.‌

اوس،په وړیا ډول د اوبو بهیر دردېدلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل، ایران په تېر کال کې له هلمند سیند څخه د خپلې حق آبې یواځې ۵٪ ترلاسه کړې ده.

هغه د دوشبې په ورځ /د سلواغې ۴مه/ په تهران کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «او سږ کال تر اوسه پورې، زموږ هېواد ته د ایران د اوبو برخه هېڅ نه ده ورکړل شوې.»

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي محمد ادریس نیازي وویل، ایران له څو لسیزو راهیسې د هلمند سیند له اوبو څخه وړیا استفاده کوي، خو د دې پرځای چې قدر یې وکړي، دغه هېواد د افغانستان پر ضد بې ځایه تورونه لګوي.

هغه وویل، «د موجود تړون پر خلاف، د ایران رژیم د نیمروز ولایت له سرحد سره نږدې غټې څاګانې باسي او په بې پروایۍ سره هر کال د هلمند سیند له اوبو او د سیمې له تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کوي.»

هغه زیاته کړه، «ایران له لسیزو راهیسې په وړیا ډول اوبه ترلاسه کوي، او اوس چې د هلمند سیند اوبه مدیریت کیږي، دغه هېواد د اوبو له کموالي سره مخامخ دی. د ایران رژیم نشي کولی چې د خپلو خلکو د اوبو د کموالي مسئله حل کړي.»

نیازي وویل، افغانستان باید له ایران سره د هر څاڅکي اوبو چې هغه هېواد ته وربهېږي حساب وکړي.

د نیمروز یوه اوسېدونکي محمد ظاهر الکوزي وویل، دا د ویاړ خبره ده چې اوس د کمال خان بند رغونه بشپړه شوې او افغانان کولی شي چې اوس خپلې اوبیزې سرچینې مدیریت کړي او نورو هېوادونو ته د اوبو د غیر ضروري بهیر مخه ونیسي.

هغه وویل، «کله چې د کمال خان بند اوبه کروندګرو ته ور ورسیږي، هغوی به وکولی شي چې خپل پټي وکري، او دا به د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېره ګټوره تمامه شي.»

الکوزي وویل، «که بزګران مېوې او ترکارۍ وکري،‌ موږ به نور دې ته اړتیا ونه لرو چې دغه ډول توکي له ګاونډیو هېوادونو څخه راوارد کړو او موږ کولی شو چې له خپلو تولیداتو څخه استفاده وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاند خبري ویب سایټ همدا نن لیکلي دي: ایراني ځواکونو نژدې سل تنه افغان پناه غوښتونکي، چې هڅه یې کوله په غیرقانوني ډول ایران ته واوړي، وژلي او مړي یې په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته سپارلي دي. د نیمروز ځايي چارواکي وايي چې ایراني پوله ساتو نه یوازې سل افغان پناه غوښتونکي وژلي بلکې سلګونه نور یې په مرمیو یا په وهلو – ټکولو ټپیان کړي دي. د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست مسوولان هم وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۶۰ ډېر وهل شوي او ژوبل شوي افغانان له ایران څخه افغانستان ته رااستول شوي دي. د دغو کسانو خپلوان وايي چې هغوی د ایراني ځواکونو له لوري بد وهل شوي دي.

ځواب ورکړئ

خدای دې د دغې پېښې په عاملانو باندې لعنت ووروي او جهنم دې یې ځای شي.

ځواب ورکړئ

اصلا د وطن د جوړولو لپاره باید داسې ماسټر پلان او مارشال پلان جوړ شي چې هر واکمن راځي خپله برخه کار وکړي. افغانان باید دا درک کړي چې پاکستان او ایران د افغانستان کلک دښمنان دي او د مقابلې لپاره یې بهترینه لاره دا ده چې دغو دوو منافقو ګاونډیو هیوادونو ته ورتلونکې اوبه مهار کړای شي. په مراحلو کې د کار کولو زنځیر داسې وغزول شي مثلا غني کمال خان بند جوړ کړ، طالبان باید د کمال خان بند د اوبو د لا ښه مدیریت لپاره په خواوشا دشتو کې نهرونه تېر کړي او پراخې پرتې دښتې په باغونو او زراعتي پټیو باندې بدل کړي. دغه راز باید پاکستان ته تلونکې اوبه مثلا د کونړ سیند اوبه مهار شي او د ګمبیري دښته باندې ورسمې شي او د زراعت او برق د تولید لپاره استفاده ترې وشي.‌

ځواب ورکړئ

⁦✔️⁩⁦✔️⁩⁦✔️⁩

ځواب ورکړئ