کډوالان

افغانان د کمال خان بند د پرانستې په غچ کې په ایران کې د شکنجو کیسې کوي

د علي راپور

ایراني چارواکي د وري په میاشت کې د کمال خان بند د پرانستې په غچ کې قانوني افغان کډوال له یادښت پرته نیسي، وهي، شکنجې ورکوي، کنځلې ورته کوي او له خپل هېواد څخه یې راباسي. [علي/سلام ټایمز]

کابل -- په نیمروز ولایت کې ځایي چارواکي او له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال وایي، د کمال خان بند له پرانستې څخه وروسته، د ایران حکومت په خپل هېواد کې په کډوالو باندې فشار زیات کړی دی.

د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو ریاست ارقام د هغو افغان کډوالو په شمېر کې ۵۰٪ ډېرښت ښیي چې ایران د تېرې میاشتې په ترڅ کې را اېستلي دي.

د دغه ریاست رییس محمد سلیم قاضي خېل وویل، راستنېدونکي کډوال شکایت کوي چې ایراني امنیتي ځواکونو له هغوی سره غیر انساني چلند کړی دی.

هغه وویل، ایراني نظامي ځواکونو د افغان کډوالو شکنجې او قانوني تعقیب زیات کړي دي، او یادونه یې وکړه چې یواځې د تېرې میاشتې په ترڅ کې په بېلابېلو پېښو کې «۱۵ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی په داسې حال کې چې له ۸۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.»

په عکس کې له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د غوایي په ۷مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

په عکس کې له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د غوایي په ۷مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

هغه وویل، ایراني سرتېرو په ځینو هغو کسانو باندې چې هڅه یې کوله ایران ته ورننوځي برید وکړ، په داسې حال کې چې پولیسو بیا د ایران په ښارونو کې په نورو باندې بریدونه وکړل.

قاضي خېل وویل، هره اونۍ له ایران څخه د ۱۰ او ۲۰ تر منځ ټپي شوي کډوال افغانستان ته راستنېږي.

هغه زیاته کړه، «هره ورځ د ۱۶۰۰ او ۲۷۰۰ تر منځ کډوال د نیمروز د سرحدي نقطې له لارې هېواد ته راستنېږي چې دغه شمېر په مخکې میاشتو کې د ورځې له ۱۰۰۰ کسانو څخه کم وو.»

د وري په ۴مه د کمال خان بند پروژې، چې له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کېده په پرانستلو سره، افغانستان اعلان وکړ چې ګاونډیو هېوادونو ته په وړیا توګه د اوبو بهیر پای ته رسوي.

ولسمشر اشرف غني د پرانستې په مراسمو کې وویل، «موږ به نور هیچاته هم اوبه په وړیا ډول ور نه کړو.» هغه ایران ته، چې سرحد یې د هلمند سیند په پای کې پروت دی، په خطاب کې وویل، که تاسو اوبه غواړئ، تاسو باید تېل راکړئ. که تاسو اوبه غواړئ، تاسو باید په بدل کې بل څه راکړئ.»

شکنجه او غیر انساني چلند

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال ګل احمد احمدي وویل، د ایراني رژیم له خوا د کمال خان بند د بشپړیدو په بدل کې د افغان کډوالو شکنجه او تعقیب په افغانستان کې د ښېرازۍ او پرمختګ پر وړاندې د هغوی دښمني په ګوته کوي.

هغه وویل، «د ایران حکومت ځان اسلامي نظام بولي، خو له افغان کډوالو سره، چې ټول مسلمانان دي او له بدې ورځې یې هلته پناه اخیستې ده، د هغوی چلند غیر اسلامي دی.»

هغه زیاته کړه، ایران تل ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، خو کارونه یې په ښکاره د هغه دښمني ښیي.

د هغو افغان کډوالو په وینا چې ایران په وروستیو کې را اېستلي دي، دایران امنیتي ځواکونو ایران ته د وړیا اوبو د بهیر له پای ته رسېدلو راهیسې فشار زیات کړی دی.

د کندوز یوه اوسېدونکي یاسر چې ایراني مقاماتو را اېستلی دی، وویل، «د ایراني ځواکونو په لاس زموږ ځورول له هغې ورځې نه وروسته ډېر زیات شول چې د کمال خان بند پرانستل شو.» هغه د غوایي‌ په ۷مه نیمروز ته را ورسېد.

هغه وویل، «که څه هم چې ما پاسپورټ او ایرانۍ وېزه لرل، پولیسو زه د خپل کار له ځای څخه راپورته کړم او راته یې وویل چې زما اسناد ارزښت نه لري.»

هغه وویل، «ایراني پولیسو ماته وویل لاړ شه او حکومت ته دې ووایه چې له کمال خان بند نه اوبه راخوشې کړي چې ایران بیا اوبه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «زما کورنۍ په اصفهان کې پاتې شوه. تر دې چې پولیسو ماته اجازه رانه کړه چې هغوی ته د خپل راتګ خبر ورکړم یا د خپل کار له مالک څخه خپله تنخوا ترلاسه کړم. هغوی په زور زه زندان ته بوتلم او بیا یې افغانستان ته راوشړلم.»

د غزني ولایت یوه اوسېدونکي چې ایراني نظامیانو د غوایي په ۷مه را اېستلی دی، وویل، له هغې ورځې چې ایران ته د اوبو بهیر درېدلی، د افغان کډوالو شکنجه زیاته شوې ده. هغه د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته راستون شو.

هغه وویل، «ایراني پولیس هر افغان چې نیسي له یوې اونۍ څخه د ډېرې مودې په مخه بندي کوي او هغه خواړه چې هیچ د خوراک وړ نه دي ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «د کمال خان بند پرانستې د ایران نظامیان ډېر زیات په قهر کړي دي. پولیسو زه په تهران ښار کې ونیولم او سخت یې ووهلم او دا یې رانه پوښتل چې ولې زما حکومت د هغوی هېواد ته د اوبو بهیر درولی دی.»

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي مجیب الرحمان چې ایراني مقاماتو په وروستیو کې را اېستلی دی، وویل، هغوی نوموړی له دوه ورځني بند څخه وروسته را واېست او په بند کې پولیسو هغه وواهه، شکنجه کړ او کنځلې یې ورته وکړې.

هغه وویل، «پولیسو له ما څخه د کمال خان بند په هکله ډېرې پوښتنې کولې.»

یو بد ګاونډی

د نیمروز اوسېدونکي د ایران د حکومت له خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د افغانستان په هکله د هغوی ویجاړوونکي سیاستونه د دښمنۍ نښه بولي.

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي بهرام حقمل وویل، د کمال خان بند په جوړېدلو سره، د ایران حکومت خپله تخریبي لاسوهنه زیاته کړې ده.

هغه وویل، «دغه هیواد هېڅکله هم په افغانستان کې سوله او پرمختګ نه دي منلی،» او زیاته یې کړه چې ایران د طالبانو په څېر هغو افراطي ګروپونو څخه چې هغوی ی ملاتړ کوي، د اوبیزې برېښنا او لګولو د اوبو په بندونو او بېخبنایي پروژو باندې د حملو لپاره استفاده کوي.

د زرنج یوه بل اوسېدونکي عبدالحمید وطن دوست وویل، د هغو افغانانو چې ایرانۍ وېزه یا اقامه لري شکنجه کول او ورسره غیر انساني چلند کول له ټولو نړۍ والو نورمونو څخه سرغړونه ده.

هغه یادونه وکړه چې، دغه ډول چلند به د دواړو هېوادونو تر منځ سختو دښمنیو ته لاره هواره کړي، او افغانان تل ایران ته د دښمن په سترګه ګوري.‌

د زرنج اوسېدونکې بي بي حوا حکیمي وویل، «د ایران حکومت په زرګونو غریب افغانان د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره په سوریه کې جنګ ته لېږلي او په خطر کې یې اچولي دي.»

هغه د ایران سرحدي ساتونکيو ته په اشارې سره وویل، «هغوی هره ورځ یو شمېر افغانان ولي او وژني.» د تېر غبرګولي په میاشت کې، په یزد ولایت کې هغوی له افغانانو څخه ډک موټر باندې ډزې وکړې. موټر اور واخیست؛ درې افغانان په کې مړه شول.

هغې وپوښتل، «د نړۍ کوم هېواد له خپلو ګاونډیانو سره دغه ډول چلند کوي؟»

حکیمي وویل، «که د ایران ګټه په کې نه وای، هغوی به هېڅکله هم حتی د یوې ورځې لپاره یوه افغان ته په خپله خاوره کې د وخت تېرولو اجازه ورکړې نه وای.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ د ایران په حکومت او مرګ په دجالیه ډله.

ځواب ورکړئ

زه له خپلو ټولو محترمو هیوادوالو څخه غواړم چې ژر تر ژره له ایران څخه راوځي او خپل هېواد ته راستانه شي. نور نو ایران د افغانانو لپاره د استوګنې ښه ځای نه دی. ایرانیان په هغوی باندې ظلمونه کوي او تل شکنجې ورکوي.

ځواب ورکړئ

مرګ د ایران په ناولي رژیم او د ایران په ظالمو خلکو چې په کډوالو افغانانو باندې ظلمونه کوي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په لویدیځو برخو کې د اوبیزې برېښنا د بندونو په جوړېدلو ، ایران له بې ساري وچکالۍ سره مخامخ شوی دی، او پرله پسې هڅه کوي چې په افغانستان کې د نورو بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي. نه یوازې د ایران حکومت، بلکې عادي ایرانیان هم له هغو افغانانو سره چې په ایران کې ژوند کوي، ناوړه چلند کوي، او هغوی افغانان د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره استخداموي، خو پیسې نه ورکوي. نړۍ واله ټولنه باید په کابل کې یو نوی داسې حکومت جوړ کړي چې طالبان هم په کې برخه ولري او ټول کډوال افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي څو افغانستان او خلک یې د ګاونډیانو له ظلم او وحشت څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

زه له ټولو هغو افغانانو څخه چې په ایران کې ژوند کوي غواړم چې خپل هېواد ته راستانه شي او په ایران کې د ایرانیانو لپاره کار ونه کړي. تاسو پوهېږئ چې افغانان په ایران کې د ایرانیانو لپاره سخته مزدورکاري کوي او هغوی په ایران کې د ابادۍ او د ایران د جوړونې کار کوي، لاکن ایرانیان تل له افغانانو سره ناوړه چلند کوي، شکنجې ورکوي او وژني یې.‌ ایران هیڅکله هم د افغانستان دوست نشي جوړېدلی او تل د افغانستان د خلکو تر منځ نفاق غواړي. زه باوري یم چې ایران په هغو وروستیو چاودنو کې لاس لري چې په کابل کې یې د شیعه هزاره ګانو یو د نجونو ښوونځی په نښه کړ، ځکه ایران غواړي په دې توګه د خلکو تر منځ د نفاق زړي وکري او هزاره ګان د حکومت او طالبانو، چې د افغانستان د راتلونکي حکومت یوه مهمه برخه به جوړه کړي، پر ضد وپاروي.

ځواب ورکړئ

هر څه ښه دي ځکه چې ژر به هغه زوړ سړی چې په ایران کې ننداره پرمخ بیایي د عمر د ډېرښت له امله مړ شي او بیا به یو بل انقلاب راشي چې د احمقانو له خوا د قدرت ترلاسه کولو ناورین بېرته په څټ واړوي.

ځواب ورکړئ