امنیت

د نیمروز اوسېدونکیو ژمنه وکړه چې کمال خان بند به د ایران له دسیسو څخه خوندي کړي

د علي راپور

د ۱۳۹۹ د لړم په ۲مه په کمال خان بند باندې له یوه برید څخه وروسته،‌ د افغانستان د نیمروز ولایت اوسېدونکي د لړم په ۷مه راټول شول چې د ایراني رژیم پر ضد اعتراض وکړي، او وایي هغوی چمتو دي چې وسلې واخلي او د افغانستان د اوبیزې برېښنا او اوبه لګولو پروژې وساتي. [عبدالله عزیزي‌]

کابل -- تېره اونۍ په کمال خان بند باندې له یوه برید څخه وروسته، د نیمروز اوسېدونکي راټول شول چې د ایران د رژیم پر ضد اعتراض وکړي، او وایي هغوی چمتو دي چې وسلې واخلي او د افغانستان د اوبیزې برېښنا او اوبه لګولو پروژې وساتي.

چارواکي د لړم د ۲مې د برید مسؤلیت د طالبانو پر غاړه اچوي، او محلي پولیس وایي چې په دغه برید کې ۶ تنه امنیتي ساتونکي ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.‌

د نارینه وو او ښځو په ګډون د نیمروز ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۷مه د ولایت په مرکز زرنج کې راټول شول ترڅو دغه برید،‌ چې هغوی د افغانستان په چارو کې د تهران د ویجاړونکې لاسوهنې بېلګه وبلله، وغندي.

هغوی وایي، تهران چې د بند د پرانستلو په هکله اندېښنه لري، طالبانو ته وسلې او مرسته برابروي ترڅو د افغانستان په بېخبنایي پروژو باندې بریدونه وکړي.

دا د نیمروز د هغو اوسېدونکیو له ډلې څخه څو کسان دي چې د لړم په ۷مه راټول شوي وو چې د ایران له خوا د کمال خان بند د ویجاړولو د هڅو پر ضد وسلې راپورته کړي. [سلام ټایمز]

دا د نیمروز د هغو اوسېدونکیو له ډلې څخه څو کسان دي چې د لړم په ۷مه راټول شوي وو چې د ایران له خوا د کمال خان بند د ویجاړولو د هڅو پر ضد وسلې راپورته کړي. [سلام ټایمز]

دا عکس چې د تلې په ۱۷مه اخیستل شوی په نیمروز ولایت کې پر هلمند سیند د جوړېدونکي کمال خان بند یوه برخه ښیي. [عبدالله عزیزي]

دا عکس چې د تلې په ۱۷مه اخیستل شوی په نیمروز ولایت کې پر هلمند سیند د جوړېدونکي کمال خان بند یوه برخه ښیي. [عبدالله عزیزي]

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۵مه په نیمروز ولایت کې کمال خان بند ته رسېږي چې د رغونې پرمختګ یې وګوري. غني ژمنه وکړه چې کله چې دغه بند ورغول، بیا به اضافي اوبه په وړیا ډول ایران ته لاړې نه شي.‌ [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۵مه په نیمروز ولایت کې کمال خان بند ته رسېږي چې د رغونې پرمختګ یې وګوري. غني ژمنه وکړه چې کله چې دغه بند ورغول، بیا به اضافي اوبه په وړیا ډول ایران ته لاړې نه شي.‌ [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

له بند څخه دفاع ته چمتو

معترضینو ژمنه وکړه چې د داسې لاسوهنې د مخنیوي لپاره به د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.‌

د زرنج یوه اوسېدونکي عبدالغفار ستاري وویل، «کمال خان بند زموږ ملي پروژه ده، د هلمند سیند اوبه زموږ دي، او په هر قېمت چې وي موږ به دا بند د افغانستان له دښمنانو څخه خوندي وساتو.»

هغه وویل، «کمال خان بند د نیمروز د خلکو یوه هیله ده چې سلګونه کالونه وروسته په پوره کېدلو ده،‌ او اوس چې د دې بند رغونه په وروستۍ مرحله کې ده، موږ ټول ورته خوښ یو.»

ستاري وویل، «موږ، د نیمروز ټول خلک،‌ چمتو یو چې وسلې راواخلو او، د امنیتي ځواکونو تر څنګ، د دې بند د دښمنانو او ګاونډیو هېوادونو پر ضد چې د افغانانو ښکاره دښمنان دي، ودرېږوږ»

د زرنج یوې اوسېدونکې زرغونې حبیبي وویل، «افغانان او افغان حکومت به د ایران د حکومت له خوا د کمال خان بند د یو شمېر ساتونکیو عسکرو په وژنه چوپ پاتې نه شي.»

هغې وویل، «د ایران حکومت باید پوه شي چې د دې خاورې هر شخص چمتو دی چې هره قرباني ورکړي او خپلې اوبه او بېخبناوې خوندي کړي او ایران ته د وړیا اوبو د بهیر مخه ونیسي.»

حبيبي وویل، «زه غواړم اعلام کړم چې زه چمتو یم ترڅو له کمال خان بند څخه دفاع وکړم او خوندي یې کړم.»

د نیمروز د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر وویل، په سلګونو ځوان افغانان چمتو دي چې وسلې راواخلي او د کمال خان بند امنیت وساتي، او هغوی به دا کار د ځایي امنیتي ځواکونو له لیکو سره د یوځای کېدلو له لارې وکړي.

هغه وویل، «د ولسي پاڅون ځواکونو اعلان کړی دی چې هغوی چمتو دي ترڅو له کمال خان بند څخه دفاع وکړي، او هغوی به په سیمه کې د امنیت په تأمینولو کې یو مهم رول ولوبوي.»

په برید کې د ایران لاس

یوه ورځ وروسته له هغه چې یاغیانو په کمال خان بند باندې برید وکړ، د نیمروز والي سید ولي سلطان په زرنج کې په یوه خبري کانفرانس کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت نور نه پرېږدي چې اوبه یې په وړیا ډول ایران ته لاړې شي، او له دې امله، دښمن هره هڅه کوي چې هغه بېلابېل بندونه چې د اوبو د تګ مخه ډپ کوي، ویجاړ کړي.

هغه وویل، «افغان حکومت ژمن دی چې ایران ته د دواړو هېوادونو تر منځ د شوي ګډ تړون په اساس اوبه ور پرېږدي، خو موږ نه پرېږدو چې ایران ته له منل شوي مقدار څخه زیاتې اوبه لاړې شي. که ایران اضافه اوبه غواړی، هغوی باید په بدل کې افغانانو ته یا پیسې ورکړي یا تېل. هغه وخت نور تیر شوی دی چې ایران به په وړیا ډول اوبه ترلاسه کولې.»

هغه وویل، «په کمال خان بند باندې شوي برید او د امنیتي ځواکونو په وژلو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو استخباراتي ادارو لاس درلود. د دغو استخباراتي ادارو له مهمو هدفونو څخه یو دا دی چې د طالبانو په مرسته کمال خان بند ته زیان ورسوي

د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت یو استازی محمد سرګزي په یوه ویډیو کلېپ کې چې نېټه یې معلومه نه ده او په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی، د ایران د پارلمان د پرمختیایي کمېسیون په یوه غونډه کې د کمال خان بند د رغونې په هکله خپلې اندېښنې څرګندوي.

هغه وویل، «د کمال خان بند د جوړونې کار بشپړتیا ته نږدې شوی دی. د جوړونې بشپړتیا په دې معنی چې د اوبو بهیر به کم شي. موږ به هغه ۸۵۰ میلیون مکعب متره اوبه چې باید په کال کې سیستان - بلوچستان ته راوبهېږي له لاسه ورکړو، او همدارنګه به موږ هغه ۸۵۰ میلیونه ډالر پانګونه چې اوبه له ذخیرو څخه زراعتي ځمکو ته راولي له لاسه ورکړو ځکه چې دومره اوبه به نه وي چې را انتقال شي.»

د تهران اندېښنې په ډېرېدلو دي

د نیمروز د ولایتي شورا یوه غړي نعمت الله صدیقي وویل، د کمال خان بند د افتتاح په رانږدې کېدلو سره، د تهران اندېښنې زیاتې شوي دي.‌

هغه وویل، «ایران د کمال خان بند د جوړولو پر وړاندې ډېر حساس دی،‌ او اندېښنه لري چې کېدی شي چې هغه پانګونې چې له افغانستان څخه له ورتلونکیو وړیا اوبو څخه د استفادې لپاره یې د بېخبناوو د جوړولو په برخه کې کړي دي،له لاسه ورکړي.»

صدیقي روښانه کړه چې، تهران اندېښنه لري چې فعال کمال خان بند به ایران ته د ورتلونکیو اوبو د وړیا بهیر مخه ونیسي. د ایران رژیم اندېښنه لري چې، «د هغو ځمکو حال به څه شي چې په دې اوبو باندې متکي دي.»

په زرنج کې د مدني ټولنې یوه فعال فیصل صحت وویل، تهران په نیمروز کې لاسوهنه زیاته کړې ترڅو د کمال خان بند د افتتاح مخه ونیسي، او هغوی د حکومت ضد عناصرو سره مرسته کوي او هڅه کوي چې خپل هدفونه پرې ترسره کړي.

هغه وویل، «د ایران حکومت نه غواړي چې کمال خان بند پرانستل شي؛ له دې امله، د اسلامي انقلاب ساتونکیو طالبانو ته وسلې او چاودېدونکي توکي ورکړي ترڅو هغوی د بند د افتتاح مخه ونیسي.»

د زرنج یوه اوسېدونکي محمد کریم رسولي وویل، «کمال خان بند د افغانانو د هویت او ملي ارزښت استازیتوب کوي. موږ په دې پروژه کې د ایران هره لاسوهنه غندو، او موږ دغه هېواد ته اجازه نه ورکوو چې زموږ ملي بېخبناوو ته زیان ورسوي.»

هغه وویل، «په نړۍ کې هېڅ هېواد د خپلو ګاونډیانو له خوا دومره نه دی وران شوی لکه افغانستان چې وران شو. ایران تل هڅه کړي چې زموږ هېواد ویجاړ کړي. موږ په افغانستان کې د ایران هر ډول لاسوهنه غندو، او په افغان حکومت باندې غږ کوو چې په افغانستان کې د ایران تخریبي فعالیتونو مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. د ښو خبرونو له امله مو ډېره زیاته مننه. دا دردونه له ډېرو کالو راهیسې په زړونو کې پاتې وو، او تاسو حقیقت وایئ. یوازنۍ لاره دا ده چې زمونږ خلک باید د ناپوهۍ له خوب نه رابیدار شي او خپل دښمن وپېژني. ایران او پاکستان زمونږ دښمنان وو او دي. هېڅ شی نشي کولی چې هغوی زمونږ پر وړاندې ښه کړي. زمونږ خلکو تل د هغوی پر وړاندې صادقانه چلند کړی دی، خو هغوی زمونږ پر وړاندې ناوړه چلند کړی دی. مونږ باید د هغوی پر ضد هغسې چلند وکړو څنګه چلند چې زمونږ پر وړاندې هغوی کوي.‌ تر څو به ایران مونږ ژوبلوي؟ پاڅئ، او هر افغان باید په هر موقف کې چې هغه پرې کار کوي د هېواد عسکر وګرځي.‌

ځواب ورکړئ

مونږ باید ونه وایو چې په کمال خان بند باندې طالبانو حمله وکړه. مونږ باید ووایو چې ایران په کمال خان بند باندې حمله وکړه، ځکه چې کمال خان بند طالبانو ته زیان نه ور رسوي.‌ طالبان هغه څوک وژني چې د هغوی پر ضد ودرېږي، لاکن د هېواد پرمختیایي پروژې هغوی ته زیان نه ور رسوي. دا د ایران کار دی. په افغانستان کې داسې خلک شته چې د زر ډالرو په مقابل کې یو انسان وژني. ښایي دغه کسان اربکیان وي او له ایران څخه یې د کمال خان بند د ساتونکیو د وژلو په مقابل کې پیسې ترلاسه کړې وي. اوس د هرې هغې سرغړونې چې نور خلک یې کوي مسؤل طالبان بلل کیږي. که د رشوت ورکولو پېښه کېږي، وایي چې طالبانو وکړه، او که په یوه ښځه جنسي تېری کېږي، هغوی وایي چې طالبانو په کې لاس درلود.‌

ځواب ورکړئ

سترګې پرانیزه، هیله بخښونکی! مننه مېرمن/ښاغلی علي او سلام ټایمز – ۱ درجه مسلکي اخلاقو ته متعهده رسنۍ. ملاحظه: تاسو وایئ: «طالبانو د تهران په همکارۍ په کمال خان بند باندې حمله وکړه.» دا بل ډول ده. تهران د طالبانو په همکارۍ په کمال خان بند باندې حمله وکړه. ایران غواړي چې بند تخریب شي. دا کار ایران د داسې کسانو په لاس کوي چې تهران هغوی ته د سترګو د درملو په سترګه ګوري او سلام ټایمز پرې د طالبانو په نامه راپور جوړوي. د خدای په لحاظ سلام ټایمزه، بیدار شه! طالبانو ته د فارس د جاسوسانو په توګه په کمه سترګه مه ګورئ. تاسو یو لومړی شخص د فارس جاسوس وروسته د یوه طالب، فاطمي، زینبي، هشدي او نورو تر نامه لاندې پټ کړ. ډېر دقت وکړئ. نومونه دقیق ولیکئ: سید صحت، محمد، نعمت الله، صدیقي، رسولي. علي او سلام ټایمز له ۱۰ څخه د ۸ نومرو مستحق دي او تاسو ته دې سلام وي. د افغانستان مقامات او خپلواکې رسنۍ دې وشرمیږي. ۹۵٪ یې د فارس ګټو ته تبلیغ کوي. افغان طالبان د فرېب خوړلو هغه اشتباه تکراروي چې مکار ایران په ۱۷۲۴ کې وکړه. هغوی زمونږ میرویس خان کمزوری کړ. زه د امریکا د متحده ایالاتو یا ناټو لپاره لابي نه کوم، لاکن په داسې حال کې چې زه په افغانستان کې د متحده ایالاتو جنګي جرمونه محکوموم، زه په دې باور یم چې کېدی شي متحده ایالات د ایران، پاکستان، روسیې، چین، سعودي، انګلستان او د مودي د هندوستان پر عکس د افغانستان یو دوست وي. مونږ د متحده ایالاتو فعال حضور ته اړتیا لرو. دغه هیواد باید خپل جنایتونه – د افغانانو وژل جبران کړي.‌ مونږ په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د متحده ایالاتو یوه انساني، فعال، له پستۍ څخه پاک FDR-era ته اړتیا لرو. تاسو محترم سلام ټایمز کولی شئ چې په پښتو او دري کې خپله عالي وظیفه پياوړې

ځواب ورکړئ

مرگ په ایران و د ایران ۤپه مزدورانو چه د ځپل هیواد د پرمختګ مخه نیسي.

ځواب ورکړئ

افغانان باید پوه شي چې پاکستان د افغانستان یو ښکاره دښمن دی او ایران یې یو پټ دښمن دی، او دغه پټ دښمن ورځ تر بلې خپل ځان ښکاره کوي، ځکه چې هغه د افغانستان د سولې او پرمختګ مخالفت کوي. طالبان باید د شرم احساس وکړي چې د ایران په حکم د خپل هیواد په ورانولو او د افغانستان د بندونو د جوړېدنې په مخنیوي سره د ایران د غلامانو په څېر کار کوي. افغان حکومت باید ژر تر ژره له ایران سره دپلوماتیکې او تجارتي اړیکې پرې کړي. ایراني مقاماتو ګڼ ځلې د افغانستان د بندونو د جوړښت په هکله زهرجن بیانونه ورکړي، خو له بده مرغه چې افغان حکومت تر اوسه پورې د هغوی د خبرو پر وړاندې څه غبرګون نه دی ښودلی. چې ریښتیا خبره وي، د افغانستان د حکومت نیمایي چارواکي ایرانیان دي، او د ایران د سفارت له خوا مقرر شوي دي.‌ افغان حکومت باید ژر تر ژره په حکومت کې موجود جاسوسان په ګوته کړي او له وظایفو څخه یې لیرې کړي.‌

ځواب ورکړئ

ښه راپور دی. د نیمروز خلک باید د دغه مهم بند ساتل د خپلو کارونو د اولویت په کتار کې ونیسي. د افغانستان حکومت او نړۍ وال متحدین په ځانګړې توګه امریکا باید د افغانستان د هغو اوبو په مهارولو کار وکړي چې ترهګر ایران ته ځي. یعنې دا سلسله باید نوره هم پیاوړې شي. همدارنګه هندوستان باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په مشرقي زون کې هم د برېښنا بندونه جوړ او ترهګر پاکستان ته د اوبو د بهیر مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ