چاپیریال

د ایران ژورې څاګانې د افغانستان له درې سیندونو څخه په غیرقانوني توګه اوبه کش کوي

د علي راپور

image

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۵مه اخیستل شوی دی د فراه سیند د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې لیدل کیږي. دغه سیند د غور ولایت له ختیځې برخې څخه سرچینه اخلي، ۵۶۰ کیلومتره بهېږي او بیا د افغانستان - ایران په سرحد کې د هلمند هامونونو ته ورتویېږي. [عکس ۲۰۷ ظفر قول اردو اخیستی دی]

کابل -- د افغانستان په لویدیځه حوزه کې چارواکو په ایراني رژیم باندې تور لګولی دی چې د هلمند، فراه رود او هریرود د سیندونو په اوږدو کې په ناقانونه توګه ژورې څاګانې باسي او په دې توګه د افغانستان - ایران تر منځ د هلمند د اوبو په سر د ۱۳۵۲ کال له تړون څخه سرغړونه کوي.

چارواکي وایي، ایران هره ورځ په زرګونو مکعب متره اوبه کش کوي چې دا د تړون له شرایطو څخه سرغړونه ده. یاد تړون ایران ته اجازه ورکوي چې په ثانیه کې تر ۲۶ مکعب مترو پورې اوبه ترلاسه کړي.‌

د نیمروز د ولایتي شورا یوه غړي نعمت الله صدیقي وویل، د ایران رژیم هر کال له هغو ژورو څاګانو څخه چې د هلمند د سیند په لګن کې یې اېستلي دي په میلیونونو مکعب متره اوبه باسي او په خپلو ذخیرو کې یې ذخیره کوي.

هغه وویل، «د ایران حکومت د اوبو ذخیرې د پایپ لاینونو په وسیله له زراعتي ځمکو سره وصل کړي چې داسې لویو پټیو ته پرې اوبه رسوي چې غټ کلني عواید ترې ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «هغوی له قوي واټرپمونو څخه په استفادې سره د هلمند سیند څخه اوبه ټېله کوي او ۲۰۰ کیلومتره لیرې د ایران زاهدان ته یې رسوي چې هلته دغه اوبه د ښار اړتیاوې پوره کوي.»

په هرات کې د افغان حکومت یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د ایران رژیم له کالونو راهیسې د دواړو هېوادونو له سرحد سره نږدې ژورې څاګانې باسي او په بې رحمۍ سره د هریرود سیند څخه اوبه کش کوي.

هغه وویل، «د ایران په مشهد ولایت کې په سلګونو هکتاره زراعتي ځمکه، په ځانګړې توګه د خټکیو او هندواڼو پټي دي، چې د هغو ژورو څاګانو په اوبو باندې خړوبېږي چې د هریرود سیند په لګن کې اېستل شوي دي.»

د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع وویل، د ایران رژیم له پولې پورې غاړه د فراه رود سیند په اوږدو کې هم یوه ژوره څا اېستلې ده او د یوه پایپ لاین سیستم له لارې یو شمېر ایراني ښارونو ته د کرنې او څښاک لپاره اوبه پمپ کوي.

هغه وویل، «د ایران حکومت تل له خپلو ګاونډیانو سره ناوړه چلند کړی او له ګډو تړونونو څخه په سرغړونې سره یې د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي دي.»

قانع وویل، افغانستان به د خپلو اوبیزو سرچینو په مدیریت کولو سره په ایران باندې برلاسی شي، ځکه چې د اوبو د حقونو مسایلو له کالونو راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو باندې مستقیم اغېز لرلی دی.

د افغانستان د اوبو په چارو کې لاسوهنه

ایراني چارواکو پخپله هم د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحد په اوږدو کې د ژورو څاګانو او د اوبو د غټو ذخیرو په شتون باندې اعتراف کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د چنګاښ په ۲۹مه له طلوع نیوز سره په يوه مرکه کې وویل، د هلمند د سیند په لګن کې ګډ هامونونه -- د اوبو دودیزې موسمي ذخیرې -- په وچېدلو دي. باید ارزونه وشي چې آیا دا حالت په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړېدلو له امله رامنځته شوی دی که په ایران کې د اوبو د ذخیرو له امله پېښ شوی دی.

په نیمروز ولایت کې د حقوقي چارو یوه کارپوه نقیب الله عظیمي وویل، «هر کال په میلیونونو مکعب متره اوبه ایران ته بهیږي، او هغه هېواد په وړیا توګه ترې استفاده کوي، خو هغوی حق نه لري چې ژورې څاګانې وباسي او د سیند لګن تش کړي.»

هغه وویل، افغانستان حق لري چې خپلې اوبیزې سرچینې مهار کړي او دا ډاډمنه کړي چې پراخې ځمکې یې وکرل شي. هر هېواد د خپلو خلکو د ښېرازۍ لپاره بندونه جوړوي او خپلې اوبیزې سرچینې مدیریت کوي.‌

هغه وویل، په افغانستان کې د بندونو د جوړښت په ټکني کولو کې د ایران د رژیم هره ښکېلتیا د هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه بلل کیږي.

هغه د تهران له خوا له طالبانو سره د بندونو او نورو اړوندو بېخبناوو د خرابولو چارو ته په اشارې سره وویل، افغانستان حق لري چې د اوبیزې برېښنا بندونه جوړ کړي او هېڅ هېواد هم حق نه لري چې لاسوهنه په کې وکړي

هغه وویل، دغه مسئله اړتیا لري چې د نړۍ والو موسساتو له خوا وڅېړل شي.‌

هغه وویل، «د نړۍ والو قوانینو په اساس، ایران حق نه لري چې د افغانستان د بندونو په هکله حتی یو نظر هم ورکړي، دا خو پر ځای پرېږده چې د دغو بندونو په چارو کې دې لاسوهنه وکړي او د هغو د خرابولو لپاره دې د وسله والې ډلې ملاتړ وکړي.»

عظیمي وویل، «افغان حکومت باید هره هڅه وکړي چې د افغانستان د اوبو په چارو کې د ایران د لاسوهنې مخه ونیسي.»

ایران باید د اضافي اوبو قېمت ورکړي

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال ګل احمد احمدي وویل، که ایران غواړي چې د هلمند د سیند د اوبو تړون کې له ټاکل شویو اوبو څخه ډېرې اوبه ترلاسه کړي، په کار دی چې تهران یې له افغانستان څخه وپېري.

هغه وویل، «د ایران حکومت د افغانستان پولې سره نږدې د هلمند د سیند په لګن کې پنځه ژورې څاګانې اېستلي دي. د دغو څاګانو هره یوه د جهیلونو په څېر ده چې په میلیونو مکعب متره اوبه یې د زراعت او څښلو لپاره کش کړي دي.»

هغه وویل، «ایران له لسګونو کالونو راهیسې د افغانستان اوبه په وړیا توګه کارولي دي، او هغوی باید نور دا تمه ونه لري چې وړیا یې ترلاسه کړي.»

احمدي وویل، تهران افغانستان ته د اوبو په بدل کې څه نه دي ورکړي، خو له اوس نه ایسته باید هغوی افغانستان ته د هر مکعب متر اوبو په بدل کې چې هغوی یې لګوي تادیات وکړي.

هغه وویل، «ایران د کمال خان بند د جوړونې سخت مخالفت کوي ځکه چې دغه هېواد ډارېږي چې که هغوی د تړون په اساس اوبه ترلاسه کړي،‌هغوی به خپل زراعتي تولیدات له لاسه ورکړي او یواځې د څښلو اوبه به ولري.»

په نیمروز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال بهرام حقمل وویل، «افغان حکومت باید د خپلو اوبیزو سرچینو مدیریت جدي وګڼي او هڅه وکړي چې ژر تر ژره په لویدیځه حوزه کې یو څو بندونه جوړ کړي چې هغه اوبه په وړیا ډول له هېواد څخه بهر ونه بهېږي.»

هغه وویل، «د بندونو جوړول د افغانستان د زراعت په وده کې مرسته کوي، له ګاونډیو هېوادونو څخه په وارداتو باندې د افغانانو تکیه کموي او د یوه لا قوي اقتصاد د رامنځته کولو لپاره فرصت برابروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که ایران ته د افغانستان د اوبو د بهېدلو مخه ونیول شي، د ایران ټولې زراعتي ځمکې به وچې شي، د افغانستان په زرونو هکتاره ځمکې به خړوبې شي، افغانستان به د سیمې د هېوادونو له اړتیا څخه خلاص شي او د خلکو اقتصاد به وده وکړي.‌ متحده ایالات او نړۍ واله ټولنه باید کار وکړي چې له طالبانو سره سوله وشي او دلته داسې یو قوي مرکزي حکومت جوړ شي چې د هېواد په اوبو او وچه باندې واک ولري او اوبه مهار کړي. دا د ایران د کمزوري کولو غوره لاره ده. که د افغانستان اقتصاد وده وکړي او فقر له منځه وېوړل شي، افغان حکومت به وکولی شي چې خپلې اوبه کنټرول کړي. اوس حکومت غریب هېڅ هم نشي کولی.‌ پاکستان هره ورځ د افغانستان په خاوره باندې توغندي راوروي، او دا کمزوری حکومت یوازې چوپ ناست دی او ننداره یې کوي.‌ له افغانستان سره د پاکستان د جنګ دلیل د افغانستان اوبه دي. هغوی ډارېږي چې که په افغانستان کې یو قوي حکومت جوړ شي،‌ هغه به سمدلاسه د کونړ سیند اوبه کنټرول کړي چې دا به د پاکستان لپاره په زیان تمام شي.‌ افغانستان باید یو قوي حکومت ولري څو وکولی شي چې له خپلو سرچینو او خاورې څخه دفاع وکړي.‌

ځواب ورکړئ

ایران په افغانستان کی لاسوهنه کوي چې دا به د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ وي

ځواب ورکړئ

محترمو ورونو، دا اوس په غزني کې لاریونونه روان دي. خلک غواړي چې حکومت داخلي جاسوسان او د ایران مزدوران، چې له تېرو ۱۹ کالو راهیسې یې حکومتي ادارې انحصار کړي او په میلیاردونو افغانۍ یې له عادي او پرمختیایي بودیجې څخه غلا کړي دي، له کاره ګوښه کړي، او پرځای یې باید د ټولو قومي ګروپونو خلک په حکومتي ادارو کې مقرر کړي.‌

ځواب ورکړئ

وایي دوه ښځې ناستې وې. یوې ښځې یو ماشوم درلود بلې درې ماشومان لرل. درې ماشومانو غالمغال کاوه، د یوه ماشوم مور په غوسه شوه، ویې ویل چې د هغې بلې ماشومان ولې شور کوي، لکه سپي داسې دي او دا او هغه یعنې بدې خبرې یې وکړې. د درې ماشومانو مور (اوله ښځه) د یوه ماشومم له مور (دویمه ښځه) سره په جنجال شوه: اوله ښځه: ک و س لرې؟ دویمه ښځه: هو. اوله ښځه: مېړه دې غ ی ن لري؟ دویمه ښځه: هو. اوله ښځه: چې دواړه یې لرئ، پخپله ماشومان راوړئ چې د کمترۍ احساس مو له منځه لاړ شي. زه خو نشم کولی چې د خپلو ماشومانو خولې وربندې کړم.‌ خبره دا ده چې دا امریکایان چیغې وهي چې مونږ په افغانستان کې سل میلیارده ډالر ولګول او دوه سوه ملیارده ډالر مو ولګول خو دا به یې په داسې شیانو لګولي وای چې افغانانو ته یې فایده کړې وای. دا اوس هم ناوخته نه دی، یوازې یو میلیارد ډالر دې ولګوي، د افغانستان اوبه دې مهار کړي، په ایراني ترورستانو باندې اوبه بندیږي، بل میلیارد ډالر دې ولګوي، په پاکستاني ترورستانو باندې اوبه بندیږي. هم به افغانانو ته کارونه پیدا شي هم به امریکایان د وجدان له عذاب نه خلاص شي ځکه چې افغانانو د امریکایانو پخوانی دښمن شوروي اتحاد مات کړ خو امریکایانو یې هېڅ اجوره ورنه کړه. بله دا چې د امریکایانو د تېرو شلو کالونو په یرغل کې افغانستان ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه ور واوښتل چې اوس هم هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږي او د پوښتنې یې هیڅوک نشته.‌ نو که امریکایان د افغانستان د اوبو په عاجل او کامل مهارولو کې لګښت وکړي افغانستان به په خپلو پښو ودریږي.

ځواب ورکړئ