هرات -- د ایران رژیم حتی د ژمي په رارسېدلو سره د افغان مهاجرینو د را اېستلو زیاتوالي ته دوام ورکوي.
په اسلام کلا بندر کې د کډوالو چارو مسؤل عبدالله قیومي وویل، د لړم له نیمایي راهیسې د هرات ولایت د اسلام کلا پولې له لارې له ایران څخه د را اېستل کېدونکیو افغانانو ورځنی شمېر له ۴۰۰۰ څخه اوښتی دی، چې دا د تېرو میاشتو په پرتله دوه برابره زیات دی.
هغه په روانه اونۍ کې له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل، «د یوې میاشتې مخکې په پرتله اوس ارقام دوه برابره زیات شوي دي،» او زیاته یې کړه چې د راستنېدونکیو شمېر د ورځې له ۱۵۰۰-۲۰۰۰ څخه ۳۰۰۰-۴۵۰۰ ته پورته شوی دی.
قیومي وویل، «ایران اعلان نه دی کړی چې افغانان راباسي، خو په پرله پسې توګه زموږ ارقام کم شوي نه دي؛ یواځې ورځ په ورځ زیاتیږي.»
![په دې عکس کې چې د لړم په ۱۳مه اخیستل شوی، د افغان مهاجرینو یوه ډله چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته راګرځول شوي، د هرات ولایت د اسلام کلا د تلاشۍ پوسته کې له پولې څخه را اوړي. [عمر/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2023/11/09/44954-m_3-585_329.jpg)
په دې عکس کې چې د لړم په ۱۳مه اخیستل شوی، د افغان مهاجرینو یوه ډله چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته راګرځول شوي، د هرات ولایت د اسلام کلا د تلاشۍ پوسته کې له پولې څخه را اوړي. [عمر/سلام ټایمز]
قیومي سلام ټایمز ته وویل، دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې پاکستان هم اعلان وکړ چې هغه به ټول هغه افغانان چې په غیر قانوني توګه اوسېږي له خپلې خاورې وباسي.
پاکستان دا شمېر شاوخوا ۱.۷ میلیونه ښودلی دی.
قیومي وویل، «د ایراني نظامیانو له خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او شکنجهپه پام وړ توګه زیات شوي دي.»
هغه وویل، «ډېری کډوال چې موږ ته راځي لاسونه او پښې یې مات وي، ځکه چې هغوی د ایراني پولیسو له خوا وهل شوي، او ځینو یې د سترګو لید هم له لاسه ورکړی وي. ایراني پولیس، د ټولو نړۍ والو قوانینو په سرغړونې سره، افغان کډوال په خورا وحشت سره شکنجه کوي.»
قیومي زیاته کړه، «ایراني چارواکو په وار وار اعلان کړی چې په ایران کې په ناقانونه توګه مېشت افغانان به راوباسي، خو ځینې را اېستل شوي افغانان پاسپورټونه او معتبرې ویزې هم لري.»
هغه وویل، «د ایراني پولیسو افسران په وحشیانه ډول د کډوالو پاسپورټونه او د استوګنې جوازونه څیري او هغوی افغانستان ته را شړي.»
قیومي وویل، د هغو افغانانو په ډله کې چې له ایران څخه راستانه شوي، داسې ښځې او ماشومان هم شته چې له خپلو کورنیو څخه جلا شوي او یواځې را شړل شوي دي.
د سرپل ولایت اوسیدونکی رفیع الله زهري چې ۲۶ کاله عمر لري او په دې وروستیو کې د ایراني رژیم له خوا را شړل شوی، په مازندران ولایت کې مزدور و.
هغه زياته کړه، چې په نيمه شپه کې د پوليسو له خوا له لسو نورو کسانو سره يو ځاى ونیول شو. پولیسو هغوی ووهل او شکنجې یې ورکړلې.
هغه د شنبې په ورځ /د لړم ۱۳مه/ په اسلام کلا کې وویل، «د ایراني پولیسو افسران ډېر وحشيان ول. هغوی زموږ لاسونه او پښې را وتړل او ډېر زیات یې ووهلو.»
هغه وویل، «هغوی له موږ سره د څارویو په څېر سخت او تریخ چلند کاوه. پولیسو زموږ پیسې او ګرځنده تلیفونونه واخیستل او موږ ته یې په زندان کې دوه ورځې او شپې ډوډۍ او اوبه راکړل.»
هغه زياته کړه، «په تېرو څو ورځو کې پر کډوالو فشارونه ډېر شوي دي. پوليس چې په هر ځای کې افغانان پيدا کوي، بندي کوي او وهي یې.»
هغه وویل، «افغانان نشي کولی چې په ایران کې بهر وځي. هغوی حتی له نانوايي څخه ډوډۍ هم نشي اخیستلی.»
وحشیانه شپني بریدونه
ظاهري یواځینی افغان نه دی چې د ایراني پولیسو له خوا د شپې په عملیاتو کې نیول شوی دی.
٢٦ کلن عبدالغفار چې په دې وروستيو کې له ايران څخه راشړل شوى، وويل چې پوليسو هغه او د هغه څلور ملګري د شپې په دوو بجو په خپل کار ځاى کې د خوب پر مهال ونيول او تر سختو شکنجو وروسته يې زندان ته ولېږل.
هغه وویل، «پوليسو موږ په خوب کې ونیولو، زموږ لاسونه او پښې یې په زنځیرونو وتړل او بیا یې په څټکونو او اوسپنیزو سیخانو ووهلو. هغوی دوه ورځې او شپې موږ په توقیف کې وساتلو او له موږ سره یې ظالمانه چلند وکړ. تر دې چې مونږ ته به یې ډودۍ او اوبه هم نه راکول، او ویل به یې چې موږ باید مړه شو.»
هغه زياته کړه، «په دې وروستيو ورځو کې په ايران کې د افغانانو توقيف زيات شوى دى. پخوا داسې نه وه، خو اوس پوليس د شپې له خوا د افغانانو کورونو ته ورننوځي او د ماشومانو او ښځو په ګډون هغوی په بې رحمانه ډول وهي او راشړي. په ټول هیواد کې، ایراني ټکسيان افغانان نه لېږدوي او نه هم نانوایان پرې ډوډۍ خرڅوي.»
غفار وویل، په دې وروستیو کې په ټول ایران کې د افغانانو ژوند ډېر سخت شوی،او د هغوی لپاره نور هلته پاتې کېدل ناشوني دي.
یوه بل رااېستل شوي افغان کډوال امېد چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل چې تر وهلو ټکولو وروسته یې روغتون ته مراجعه وکړله خو هغوی یې تداوي ونه کړه.
هغه وويل، «موږ د شپې ويده وو، چې پوليسو زموږ پر کوټه چاپه ووهله. هغوی لومړی زه او زما د کوټې درې ملګري په سوکانو او لغتو سخت ووهلو، بیا یې یوه توقیف ځای ته انتقال کړو. زما غاړه یو څه غوڅه شوې وه او وینه ترې روانه وه. ما له هغوی څخه هیله وکړه چې د وینې د بندولو لپاره مې روغتون ته بوځي، لاکن هغوی ... د روغتون پر ځای زه د توقیف مرکز ته بوتلم.»
هغه زیاته کړه، «زه لا هم ټپي یم او چې هرات ښار ته ورسېږم باید یوه روغتون ته لاړ شم.»
امید وویل، دغه راز ایراني پولیسو د هغوی د ډلې ټولې پیسې واخیستلې، او یوه افغانۍ یې هم ورته پرېنښودله چې کور ته یې وېسي.
د ایراني کاروالانو له خوا په زور پیسې اخیستل
د اخراج د زیاتوالي په ترڅ کې، د دې پرځای چې ایراني کاروالان افغانانو ته د هغوی پاتې اجورې ورکړي، حکومت ته یې سپاري.
د تخار ولايت اوسېدونکي ثناءالله کريمي چې ۲۵ کاله عمر لري او په دې وروستيو کې له ايران څخه را اېستل شوى، وويل چې له دوو مياشتو راهيسې يې په يوه تعمیراتي ودانۍ کې کار کاوه.
د هغه کاروال د دې پرځای چې هغه ته اجوره ورکړي، پولیسو ته زنګ وواهه.
هغه وويل، «ما شپه او ورځ ډېر سخت کار وکړ،» او يادونه یې وکړه چې د هغه کاروال د هغه د دوو مياشتو د کار شاوخوا ۹۵۰ ډالر پوروړی و.
هغه وويل، «کله چې ما له خپل کاروال څخه زما د معاش غوښتنه وکړه ... هغه پوليسو ته زنګ وواهه او زه يې را واېستلم.»
هغه زیاته کړه، «ډېری ایراني کاروالان تاسو ته دوکه درکوي. هغوی افغان کارګرانو ته معاش نه ورکوي. کاروالان په کډوالو باندې د پولیسو د فشار له زیاتوالي څخه ناوړه ګټه پورته کوي.»
کريمي وويل، کله چې پوليسو هغه پورته کړ، هغه دا فرصت نه درلود چې له خپل کارځای څخه خپل موبایل فون، کالي او نغدې پیسې راواخلي.
د هرات ولايت اوسېدونکى ٢٧ کلن جمعه ګل حسيني چې هغه هم له ايران څخه راشړل شوى، یوه میاشت د اصفهان ښار په يوه فابريکه کې کار کړی و.
هغه وويل، «کله چې پوليسو زه د خپل کار په ځای کې توقيف کړم، ما له خپل کاروال څخه د خپل معاش غوښتنه وکړه.»
هغه زیاته کړه، «هغه ځواب ورکړ، چې ما هلته په ناقانونه توګه کار کاوه، له دې امله زه د معاش مستحق نه یم. پولیسو په زوره زه له فابریکې څخه را واېستلم او یوه توقیف ځای ته یې ولېږدولم.»
حسیني وویل، «ما ایراني د استوګنې کارت درلود، خو کله چې مې پولیسو ته وښود، هغوی څیرې کړ او زه یې توقیف کړم او ویې ویل چې هېڅ افغان په ایران کې د اوسېدلو حق نه لري.»
د ایراني پولیسو له خوا له یوه افغان کډوال سره له تاوتریخوالي ډک چلند څخه وروسته طالبانو د جمعې په ورځ دغه عمل وغانده او د اندېښنې وړ یې وباله. د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي ”دوی په تېرو څلویښتو کلونو کې په ایران کې د افغانانو د کوربه توب ستاینه کوي او هیله لري چې دغه هېواد به د کډوالو پر وړاندې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي، د کډوالو ستونزې هوارې کړي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی پای ته ورسوي“. د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې له افغان مهاجرینو څخه غوښتل شوي چې د کوربه هېواد ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او که په ایران کې وي نو په داوطلبانه توګه او په عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي. په دغه مطبوعاتي اعلاميه کې له ايران څخه هم غوښتل شوي چې له افغان کډوالو سره په چلند کې ”اسلامي، نړېوال او د ګاونډيتوب اصول“ په پام کې ونيسي. دغه وزارت د تهران په داموند ګاونډ کې د ایراني پولیسو له خوا له یوه افغان ماشوم سره ناوړه چلند ته په اشارې سره وویل ”په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان وګړو سره د ناوړه چلند انځورونه په رسنیو کې خپاره شوي چې موږ یې ډېر اندېښمن کړي یو.“ ډیری ایرانیان د اور عبادت کونکي دي. دوی په ریښتیني اسلام باور نه لري. دوی په زړونو کې رحم نه لري او هر کله چې وغواړي پر افغانانو ظلم کوي. افغانانو ته د خپل کار په بدل کې معاش نه ورکوي او شکنجه کوي یې. دوی افغانانو ته وايي چې ولې خپل هېواد ته نه ستنېږي؟ په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستان او ایران د مداخلو له امله ویجاړ شوی او اوس هم د نورو مخالفو ډلو روزنه کوي څو په افغانستان کې یو ځل بیا جګړه پېل کړي. بزدل ایران او په پاکستان مرده باد
ځواب ورکړئ18 تبصره
ولې نور فعاله نه یې؟
ځواب ورکړئ18 تبصره
د تسنیم نړېوال خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې سهار د سراوان سره نږدې په سرحدي کلي کې د بریدونو په اړه اعلان وکړ: نن سهار، پاکستان د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترهګرو پر پټنځایونو یو لړ همغږيز او په ځانګړې توګه هدفي پوځي بریدونه ترسره کړل. په دې اعلامیه کې هم ویل شوي: پاکستان د ایران اسلامي جمهوریت خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په بشپړه توګه درناوی کوي. د نن ورځې بریدونو یوازینی هدف د پاکستان د امنیت او ملي ګټو ساتنه وه، چې خورا ارزښتمن دي او هېڅ ډول جوړ جاړی پرې نه شي کېدای. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل: ایران یو نږدې ملګری هېواد دی، او د پاکستان خلک د ایران د خلکو لپاره ډېر درناوی او ژوره مینه لري. موږ تل د ترهګرۍ د ګواښ په ګډون له ګډو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې پر خبرو اترو او همکارۍ ټینګار کړی او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به د ګډو حل لارو موندلو ته دوام ورکړو. دې هېواد په خپله رسمي اعلامیه کې ادعا کړې: د تېرو څو کلونو په موده کې، پاکستان په دوامداره توګه له ایران سره د هغو ترهګرو د اډې په اړه خپلې جدي اندېښنې شریکې کړې دي چې سرچینې یې له پاکستان څخه دي. پاکستان له ایران سره یو شمېر داسې قضیې هم شریکې کړې دي چې پکې د دې ترهګرو د شتون او فعالیتونو په اړه واضح شواهد شامل دي. پاکستان په خپله ادعا کې دا هم ولیکل: زموږ د جدي اندېښنو په اړه د اقدام د نشتوالي له امله، د "سرمچار" ترهګرې ډلې د پاکستاني وګړو وینو تويولو ته دوام ورکړ. نن سهار، د لویو ترهګریزو فعالیتونو په اړه د باوري معلوماتو له مخې، اړین ګامونه واخیستل شول. هیله ده چې دا وحشي سپي (پاکستان او ایران)، چې تل یې د افغانانو وینې توی کړې دي، د یو بل سره په ن
ځواب ورکړئ18 تبصره
د افغانانو له خوا ایران او پاکستان ته دوست ویل داسې دي لکه څوک چې له خپلې مور سره زنا کوي. دغه دوه ګاونډي هېوادونه د افغانانو سرسخته دوښمنان دي. ما اورېدلي، هغه افغان ځوانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي، هم پرې کار شوی او هم پیسې نه دي ورکول شوي. داسې وخت هم راغلی چې کار ولا تر کار وروسته افغان مزدورانو ته داسې هم ویلي چې یا پیسې نه درکوم یا دې پولیسو ته سپارم. په داسې وخت به نو د افغان مزدور ایراني جابر او ظالم انسان ته څه وي؟ حتمي ده چې ورته به وایي چې پیسې مه راکوه خو پولیسو ته مې مه سپاره. په سوشل مېډیا خو هغه ویډیوګانې ټولو خلکو لیدلي چې ایرانیان له افغانانو سره څه کوي!؟ همدغه حال په پاکستان کې هم دی. خو خیر د بدل وخت به حتمي راځي او کله هم چې د افغانانو د بدل اخیستو وخت راغلی، بیا یې داسې ګوزار کړی چې... مونږ ایران او پاکستان ته دا وایو چې دا تېر څلوېښت څه د پاسه کالونه تاسو له افغانانو سره هر څه وکړل، بیا هم درته تېر یو خو نور سم شئ. نور افغانان په امتحان کې مه اچوئ. بس دی د خدای روی ومنئ نور بس کړئ. افغانان نور دې حد ته رسېدلي چې که د ایران او پاکستان خلاف جنګ شروع شي، باوري یم چې په میلینونو ځوانان به دې جنګ ته په شوق او افتخار رامیدان ته شي. ښه، نو هغه وخت به بیا څه وي؟ حتمي ده چې د دې دوه ګاونډيو هېوادونو د اتباعو ښه ژوند به ور خرابوو. ښه خبر دا ده چې نور دا هېوادونه په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي او مونږ په خپل وطن کې په ارامه ژوند ته پرېږدي که نه، یوه ورځ به راځي چې د دوی ګریوان ته لاس ور وا چوو.
ځواب ورکړئ18 تبصره
زه بخښنه غواړم چې څو ورځې مخکې ما لیکلي وو چې د ایران په نسبت پاکستان له کډوالو افغانانو سره ډېر ظلم کوي. د تاند خبري وېب سایټ د لاندې راپور په اساس، چې زه یې د لوستونکو د معلوماتو لپاره له تاسو سره شریکوم، زه پوه شوم چې ایران او پاکستان دواړه له افغانانو سره عین ظالمانه چلند کوي: (((په داسې حال کې چې د رسنیو او خلکو ډېر پام په پاکستان کې افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته دی، په بل ګاونډي هېواد ایران کې هم له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند دوام لري. هرات ته له دغه هېواد څخه تازه اېستل شوي یو شمېر افغان کډوال وایي چې ایراني ځواکونو په اړوندو کمپونو کې وږي ساتلي، وهلي او ډبولي او له ټپي وجودونو سره افغانستان ته شړلي. یو شمېر دغو کډوالو ځایي رسنیو ته دا هم ویلي چې ایراني ځواکونو د را شړلو پر وخت لوټ کړي او ټولې پیسې او شتمنۍ یې ورڅخه اېسارې کړې دي. په هرات کې د طالبانو د کډوالو ادارې رئیس مفتي آدم خان سعید تایید کړې چې ایران افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی. هغه د دغه چلند دلیل، ایران ته په ناقانونه ډول د افغان کډوالو ورتګ ګڼلی. افغان کډوالو نیوکه لري چې طالب چارواکي یې ستونزو ته پام نه کوي او برعکس ایران سره د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د افغان کډوالو پر وړاندې د یاد شوي هېواد چلند ستایي. د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند تېره میاشت ایران ته د سفر پر مهال له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلند ستایلی و. د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني بیا لویدیزو ولایتونو ته د یوه سفر پر مهال ویلي وو چې له ایرانه اېستل شوي کډوال د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند او ان د دوی د لوټ کیدو شکایتونه ورته کړي.))) په احترام محمد
ځواب ورکړئ18 تبصره
د مرستو د وېش بهیر کېدای شي شفاف نه وي، خو د افغانستان اوسني حکومت ته يې ګټه رسولې ده او هېواد یې د پیسو له بحران څخه ژغورلی او په بازار کې یې مالي ثبات ساتلی دی. د یخ موسم په راتګ او د بهرنیو مرستو په کمېدو سره، افغانستان د یوې لویې فاجعې په لوري روان دی. بې وزلي د مهاجرتونو سېلاب زیاتوي. افغانستان ته د بهرنیو مرستو کمېدل د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل ګرځي، او بې وزلي د مختلفو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي. په راتلونکو کلونو کې د بهرنیو مرستو د کمېدو منفي پایلې به ښکاره او نه کنټرولېدونکي وي. د دې وضعیت په وړاندې، اقتصادي کارپوهان له طالبانو غواړي چې خپله تګلاره بدله کړي او د مرستو موسسې افغانستان ته جلب کړي، ترڅو د بهرنیو مرستو د پرې کولو مخه ونیسي، کوم چې په هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړه کوي.
ځواب ورکړئ18 تبصره
په داسې حال کې چې په هېواد کې بېوزلي ډېره زیاته شوې او د اقتصادي بحران کچه ورځ تر بلې پراخېږي، د ایران او پاکستان حکومتونو د افغان کډوالو ایستلو پروسه چټکه کړې ده. بنسټونه کافي پیسې نه لري چې اړمنو خلکو ته مرسته ورسوي. د دې لپاره چې سخته ژمی په وړاندې دی، د مرستندویه ادارو د بودیجې کموالی کولی شي د هېواد اقتصاد لا پسې خراب کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د کمېدو ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وایي چې د دې مرستو د کمېدو په صورت کې په هېواد کې اقتصادي ناورین رامنځته کېدی شي. دوی غواړي چې د افغانستان اسلامي امارت حکومت خپله تګلاره بدله کړي او د مرستندویه ادارو پام هېواد ته را واړوي، د خلکو سره همکاري زیاته کړي، د کار زمینه ورته برابره کړي، څو د خلکو اقتصادي ستونزې کمې شي او د علمي کدرونو او ځوانانو تېښته چې له هېواده روانه ده، بنده شي. دا هم د یادونې وړ ده چې د ماشومانو ملاتړ کول هم مهم دي، ځکه چې ماشومان د یوه هېواد راتلونکی دی، خو په افغانستان کې ماشومان په خراب حالت کې دي، او د دې پر ځای چې ښوونځي ته لاړ شي، ډېرې کورنۍ دوی سختو کارونو ته اړ باسي. د دې له امله د افغانستان راتلونکی تیاره ښکاري، خو که اسلامي امارت او د ماشومانو سره مرسته کوونکي سازمانونه همکاري زیاته کړي، دا ستونزې به حل شي. افغانستان په څو تېرو حکومتونو کې مالي ملاتړ ته اړتیا لرله، او دې بشري مرستو هېواد له لوی اقتصادي بحران څخه ژغورلی او ممکن د زرګونو خلکو ژوند یې خوندي کړی وي.
ځواب ورکړئ18 تبصره
د ایران او پاکستان حکومتونه له خدایه نه ویریږي او نه هم د کډوالۍ نړیوال قوانین مراعاتوي. د نړېوالو موسساتو په پرله پسې غوښتنو سره به نه پاکستان او نه ایران له خپل کار څخه شاته شي. د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) ویاند بابر بلوچ د اسلام اباد له حکومته غوښتي چې د یخنۍ او ژمي په موسم کې دې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي، ځکه چې د هغه په وینا، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر دې په پاکستان کې وشي. په افغانستان کې سخته یخنۍ مرګونې ده او ښايي چې خلک ورسره ژوند له لاسه ورکړي. په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان کډوالو کور په کور تلاشي دوام لري، څو هغه افغانان چې د اوسېدو اسناد نه لري، وپېژندل شي او له دغه هېواد څخه واېستل شي. د اکتوبر په لومړیو کې، پاکستان د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې د ۱.۷ ملیون افغان اتباعو په ګډون په هېواد کې د استوګنې اسناد نه لرونکیو ټولو بهرنیو مهاجرینو ته فرصت ورکړ چې په خپله خوښه له هېواد څخه ووځي، که نه نو له دې نیټې وروسته به ونیول شي او په زوره به وایستل شي. د طالبانو او پاکستاني چارواکو د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېرو څو اونیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کدوالو عالي کمېشنري ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر باید په خپله خوښه وي او د پاکستان حکومت باید هغه زیانمنونکي افغان کډوال چې نړېوال خوندیتوب ته اړتیا لري، وپېژني او ورسره مرسته وکړي. د پاکستان حکومت تر اوسه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د بندولو په اړه د نړېوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او دا پرېکړه یې د پاکستان له کورنیو قوانینو سره په ټکر کې بللې ده.
ځواب ورکړئ18 تبصره
پرون سهار وختي مي د تاند په ویبپاڼه کي یو خبر ولووست چي د پنجاب حکومت د ټولو افغانانو څخه چي بهر ته مهاجرکیږي، د ټولو بین المللي، انساني او اسلامي اصولو په خلاف، د سړي پر سر، ۸۳۰ ډالره اخلي. پاکستان چي اوس حاضر د سختو اقتصادي او سیاسي مشکلاتو سره مخامخ دی نو په ښکاره یې راهزنی ته لاس اچولی دی. البته د لاري نیولو او داړه مارۍ دا وروستی قانون یې ځکه، یوازي د افغانانو لپاره پاس کړی دی، چي مظلوم افغانان په نړۍ کي هیڅ مدافع نه لري او د طالبانو اسلامي اِمارت یې ځکه دفاع نه کوي چي یو خو پاکستان ته څه ویلای نه سي او بل د هغوی په نزد غربی هیوادونو ته تلل په نه بخښل کېدونکو ګناهونو کي شمېرل کیږي. د بې وزلو افغانانو دي خدای مل سي. خو دا په پوره جرأت ویلای سم چي دا اوسنۍ غمیزه او دا غم لړلي حالات تر قیامته دوام نه کوي. که ملګرو ملتونو او د افغانستان اسلامي اِمارت د دې مظلوم ملت دفاع ونه کړه. که په بهر کي اوسېدونکو افغانانو د هغوی ننګه ونه کړه؛ نو په داخل کي اوسېدونکي افغانان تر ابده داسي خاموش پاته کېدلای نه سي او یوه ورځ به یې د غیرت چیغه جهان ولړزوي؛ او ورڅخه غصب سوي حقوق به د خپل مټ په زور واخلي. یوه ورځ به داسي راسي چي اغزن سرحد به نه وي نه به پوله چاته یاده نه به وېش چاته په زړه وي له آمو تر اباسینه له هراته تر چتراله ټول یوه ترانه وایی یو سرود به یې په خوله وي له پښتونه تر تاجیکه هزاره او تر اوزبیکه یو ملت یو به اولس وي لکه وروڼه سره مله وي نه به لر وي نه به بر وي یو هیواد یو به لښکر وي یو آواز یو به ټبر وي یو به سترګه بل رانجه وي نه تربور نه به بدل وي پر دښمن به ګډ یرغل وي اولسونه به وي وروڼه غلیمان به یې ړانده وي لوړي څوکي به وي ښکلي له رنګینو بیرغونو
ځواب ورکړئ18 تبصره
رفيع الله ظاهري وويل، «ايراني پوليس افسران ډېر وحشي ول. هغوی زمونږ لاسونه او پښې وتړل او ډېر يې ووهلو، له موږ سره يې د څارويو په څېر چلند وکړ او ډېر ظلم يې وکړ. پوليسو زموږ پيسې او موبايلونه واخيستل او دوه شپې ورځې یې په زندان کې موږ ته ډوډۍ او اوبه راکړل. په تیرو څو ورځو کې په زندان کې د مهاجرینو فشارونه ډیر شوي او هر ځای کې یې افغانان نیولي او حتی له نانوایانو څخه یې ډوډۍ هم نه شي اخیستلی.» د خدای لپاره!!! ایا دوی مسلمانان دي؟ ایا دوی انسانان دي؟ نه. ایا دوی تر هغو وحشي یهودانو بدتر نه دي چې نن په غزه کې بې رحمانه بمبارۍ کوي، نارینه، ښځې، ماشومان، څاروي، سپي، خره وژني...؟ هو، دي. افسوس په داسې ظالم او وحشي ګاونډی چې زمونږ افغانانو تر څنګ ژوند کوي. له بده مرغه افغانستان دوه وحشی او بدبخت ګاونډیان پاکستان او ایران لري چې په تېره نیمه پېړۍ کې یې د افغانانو پر وړاندې په هېڅ راز ظلم صرفه نه ده کړې.
ځواب ورکړئ18 تبصره
ایران او پاکستان ته د دوست په سترګه کتل، یو خیال او لېونتوب دی. ایران او پاکستان هغه وخت د افغانستان دوستان ول، کله چې شوروي اتحاد د ښامار په څېر منډې را وهلې اوافغانانو ترې خلاص کړل. ډاکتر اشرف غني به ویل (سیاست نه همېشنی دوست لري، نه همېشنی دوښمن). په افغانستان کې تېرو څو لسیزو نا ارامۍ دا ثابته کړه چې، په افغان خاوره نا ارامي چا جوړه کړې وه او څوک لا پسې دوام ورکوي. کله هم چې په افغانستان کې ورځ بده شي،افغانان د ایران او پاکستان پر وړاندې د ګیلو او شکایتونو خبرې شروع کړي. دوی وایي؛ پاکستان خو مسلمان هېواد دی! ایرانیان خو ځان ته مسلمانان وایي! خبره په اصل کې داسې نه ده. خبره دا ده چې، افغانستان ته انګرېز راغی او لاړو، روس راغی او لاړو، امریکایان راغلل او لاړل. سوال دا دی چې افغانانو له دې زبر ځواکونو څه فایده حاصله کړه؟ خو دې کې شک نه شته چې افغانستان ته د ټولو زبر ځواکونو په راتګ سره ګاونډیانو هم مونږ لوټ کړو او هم اشغالګر. نو ورونو او دوستانو، پاکه خبره دا ده، افغانانو ته په کار ده چې نور د روس، چین، امریکا... خبرې پرېږدي. لسیزې کېږي چې افغانستان د پاکستان او ایران له خوا اشغال دی. تر ټولو مهمه دا ده چې افغانان په خپلو کې سره راټول شي، یو بل ومني، یو مرکزي قوي حکومت جوړ کړي پس له هغې کولی شي چې مشکلات حل کړي. که داسې و نه شي، بیا نه له چا شکایت په کار دی او نه بل ملامتول. که څوک افغان مهاجر په ګرمۍ راباسي او که په یخنۍ، دا د هغوی د هېواد پالېسۍ پورې اړه لري او بس. البته د یادولو ده چې افغانان سوله خوښي او له ګاونډیانو سره د نېک چلند طرفدار دي خو د نن سیاست دا دی چې، نه په سیاست کې همېشني دوست شته او نه دوښمن. بس چا چې ښه سیاست وکړ، هغه وګټله.
ځواب ورکړئ18 تبصره
لایق یوسفزۍ په ټول درناوي سره، زه غواړم دا ولیکم چې موږ ماشومان نه یو. موږ د سیاسي او استخباراتي حالاتو ټول اړخونه په بشپړه توګه درک کوو. دا سمه ده چې موږ له اقتصادي پلوه یو بې وزله او بې سواده ملت یو، خو د الله شکر دی چې لا هم زموږ په منځ کې داسې اشخاص شته چې د مسایلو په ګڼو اړخونو پوهیږي. تاسو، یعنې سلام ټایمز، د امریکا د پروپاګند او استخباراتي وسیلو څخه یاست چې هیڅکله مو د لویدیځ د ګټو او منافقانه سیاستونو په وړاندې کوم راپور نه دی خپور کړی. تاسو تل په خپلو راپورونو کې پر ایران د خپل مخالف په توګه برید کوئ. زه ایرانی نه یم، زه د نورو په څېر له ایران او پاکستان څخه کرکه لرم، خو له پاکستان څخه د مهاجرینو د ایستلو دسیسې چې د برتانیا او امریکا په همغږۍ ترسره کېږي، د سلام ټایمز له نظره هېڅکله بشري او انساني مسله نه ده. ډېری وخت، تاسو د پاکستان دښمنانه او انسان ضد چلند له پامه غورځولی او هیڅکله مو په خپل وېب سایټ کې د هغوی په هکله هېڅ راپور نه دی خپور کړی. زما لپاره د یوه افغان او خبریال په توګه ستاسو بې طرفي تر پوښتنې لاندې ده. تاسو تل د ژورنالیزم اخلاقي او نړېوال معیارونه تر پښو لاندې کوئ او یو اړخیز راپورونه خپروئ. تاسو تل د چین او روسیې په اړه چوپه خوله یاست. سره له دې چې ستاسو په سایټ کې د چین، روسیې او ایران مسلې ښکاري، لاکن تاسو د انسانیت ضد مسلو او د افغانستان په اړه د پاکستان د استخباراتي دسیسو په اړه محتاط او محافظه کار یاست. موږ په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له رانسکورېدلو څخه وروسته د پاکستان له ظلمونو سره مخامخ یو، خو تاسو هېڅکله هم پرې غوږ ونه ګراوه. همدا نن مې په کابل کې له یوه سوداګر سره د پاکستان له سفارت څخه د ۱۵۰۰ ډالرو په بدل کې د خپل یوه ناروغ لپاره د پاک
ځواب ورکړئدا سمه ده چې سلام ټایمز ډېری وخت د ایران پر سیاستونو نیوکې کوي او د پاکستان یادونه نه کوي، خو حقیقت دا دی چې نه یوازې پاکستان بلکې ایران هم د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په وژلو کې لاس درلود او اوس هم په دې کار کې ښکېل دی. موږ افغانان دا منو چې پاکستان له نږدې پنځوسو کلونو راهیسې د افغانانو په وژلو او جګړو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لاس لري، د ښوونځیو، سړکونو، پلونو، روغتونونو، د برېښنا د مزواو نورو زیربناوو په ویجاړولو کې یې لاس لري. پاکستان په څو پړاوونو کې د پاکستان په کمپونو کې مېشت افغان کډوال جوړ کړي او د افغانستان د ورانولو لپاره یې کار ترې اخیستی دی. دا یو حقیقت دی چې د امریکا-شوروي په جګړه کې، چې د افغانستان خلک د سړې جګړې قربانیان وو، پاکستان ډېرې ګټې ترلاسه کړې او د وسلو او حتی د اټومي وسلو خاوند شو. دوی دا هر څه د هغو افغانانو د قربانیو په نتیجه کې ترلاسه کړل چې د امریکا د ګټو لپاره یې قربانۍ ورکړې. پاکستان د افغانستان علمي کدرونه له دې امله تېښتې ته اړ کړل، چې هغوی یې تکفیرول او ځینې لکه ډاکټر بهاء الدین مجروح، ډاکټر سعادت شګیوال، انجینر عزیز عثمان، عزیز الرحمن الفت، استاد تاج محمد او نور یې حتی د افغانستان په اشغال شوې خاوره (پښتونخوا) کې ووژل، يعنې پاکستان له افغانستان سره د برتانیا د ميراث خور په توګه خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړ، خو دا هم بايد په ياد ولرو چې چټل ايران هم افغانان وژل او هم یې اوس وژني. دوی په زرګونو افغانان سوریې او عراق ته ولیږل چې هلته د بهرنیانو په جګړو کې ووژل شول. موږ ته ښه په یاد دي چې څو څو ځله یې په هرات، هلمند او نیمروز کې د برېښنا پر سټېشنونو بریدونه وکړل او افغان سرتېري یې ووژل. مرګ په پاکستان او بې غیرته ایران دواړو.
ځواب ورکړئ18 تبصره
ایران او پاکستان دواړه د افغانستان او افغانانو ګډ دښمنان دي او د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان او افغانانو د بربادۍ فکرونه له ځان سره لرلي دي. د همدغو شومو فکرونو په اساس یې افغانستان څلور ځلې دړې وړې او څه یې چې لرل ترې جارو کړي دي. خو له ایران نه بیا پاکستان ډېر سپی هېواد دی او د افغانستان په بربادۍ کې یې ۹۵ سلنه رول لوبولی دی. ایران هم چندان د سړي اولاده نه ده خو دا چې د امریکا ورسره ورانه ده او سلام ټایمز خپله د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویب پاڼه ده نو ځکه یې له ایراني رژیم سره یو څه ډېره ورانه ده او همېش د ایران ضد هغه خبرونه خپروي چې د افغانانو غوسه راوپاروي. خو پاکستان چې د ۱۷ سوه زره افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې، یوه ورځ هم سلام ټایمز پرې یوه لیکنه، خبر، راپور، مرکه خپره نه کړه. ځکه چې پاکستان د انګریز اولاده ده او امریکا چې د پاکستان سپي په وجې خپلې ګټې تامینوي. وروستی ځل چې په ۲۰۲۱ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ونړید هم د امریکا په اشاره پاکستان په کې خپل سپیتوب وکړ او اوس هم پاکستان د طالبانو خلاف د امریکا په اشاره خپل سپیتوب کوي او د افغانستان بربادۍ ته یې پښې اړم کړي دي. یعني د افغانستان د بربادۍ لپاره که پآکستان ته یو وړوکی فرصت هم په لاس ورځي هېڅکله یې نه دریغوي. خو موږ افغانانو بیا تل د مذهب په نامه پاکستانيان ډېر ښه یاد کړي، په داسې حال کې چې د پاکستان ملایان او عالمان هم د امریکا ډالرو ته ناست دي او امریکایان یې د ډالرو په زور لکه سپي داسې څرخوي.
ځواب ورکړئ18 تبصره
د پاکستان او ایران ظالمو حکومتونو د کډوالۍ د ټولو اصولو خلاف په دې ساړه ژمي کې کډوال بېرته رالېږلي چې دا ستر ظلم دی چې له دوی سره شوی او دوام لري. موږ له ملګرو ملتونو او د مهاجرت نړېوال سازمان څخه غواړو چې دغه ظلم ودروي. هېڅ مهاجره کورنۍ او حاکم نظام دې هېواد ته د مهاجرینو د راستنیدو دلیل نه لري او په یو وخت د دومره ډېرو مهاجرو راتګ د حاکم نظام او د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره یو ناورین دی. نړۍ واله ټولنه باید په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روانو جنایتونو، چې تر اوسه د هیچا په حق کې نه دي شوي، پوښتنه وکړي.
ځواب ورکړئهغه هېوادونه چې د مذهب په اساس جوړ شوي، د نورو مذهبونو د پیروانو په وړاندې یې په زړونو کې له نفرت پرته بل څه نشته. تاسو وګورئ پاکستان چې د برتانیا له خوا تاسیس شوی و او شعار یې «پاکستان کا مطلب کیا – لا اله الاالله»، هغه نه یوازې د هندو مذهب له پیروانو څخه کرکه لري، بلکې له افغانانو او افغانستان څخه هم کرکه لري. د همدې کرکې له لارې يې په تېرو پنځلسو کلونو کې په سلګونو زره افغانان په يوه او بل نوم ووژل.
ځواب ورکړئلکه څنګه چې له دې راپور څخه څرګندیږي، ایران لا هم د سني مذهب د پیروانو پر وړاندې له کرکې او نفرت څخه کار اخلي او افغان کډوال له خپل هېواد څخه په زور راوباسي. په ایران کې د یوه موټر د ټکر په ترڅ کې چټلو ایرانیانو هغو افغانانو ته اوبه هم نه ورکولې چې په موټر کې سپاره وو او ژوندي وسوزېدل.
بله بېلګه یې اسرائیل دی چې په یوه نیمه میاشت کې یې د خپلو ړندو بمباریو په ترڅ کې په زرګونو بې ګناه خلک په تېره بیا بې ګناه ماشومان ووژل. زه یو یهودی ملګری لرم. ما ورته وویل چې ستاسو عسکر ولې بې ګناه فلسطینی ماشومان وژني؟ هغه وویل چې دا یوازې د غربي رسنیو پروپاګند دی، خو په عین حال کې یې وویل چې هغه خاوره چې اسرائیل په کې دي، د هغوی وطن دی او عربان هلته د اوسېدلو حق نه لري. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۳۳ کال کې هماغه یهودیان چې فلسطینیان وژني، د کډوالو په توګه فلسطین ته ولاړل او هلته مېشت شول. يعنې که اسرائيلو ته اجازه ورکړل شي، د مسلمانانو تر وژلو وروسته به د عیسویانو په وژلو هم لاس پورې کړي.
18 تبصره
پاکستان او ایران دواړه باید په دې ساړه ژمي کې افغان کډوال له خپل هېواد څخه نه وای را ایستلي. په دې ساړه ژمي کې چې اکثره کډوال د افغانستان له سړې هوا سره بلد نه دي او د ژمي سړې هوا ته پوره چمتووالی نه لري، د هغو کډوالو لپاره چې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي شرایط ډېر ستونزمن دي. له پاکستان څخه افغانستان ته د راغلیو ډېرو کډوالو اقتصاد کمزوری دی او ډېری یې په افغانستان کې کور هم نه لري او په کابل کې د کرايي کورونو موندل ډېر ستونزمن دي. په دې ساړه ژمي کې په خیمو کې ژوند کول خورا ستونزمن دي. پاکستان له خپلې خاورې څخه افغان کډوال په ډېر بې عزتۍ راویستل، چې دا عمل یې د بخښلو وړ نه دی. دا د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان له لوري ستر ظلم دی. افغانان هم باید پوه شي چې د نورو هېوادونو په امر خپل وطن وران نه کړي. که سل کاله هم په یو ځای کې ژوند وکړو، د نورو وطن به زمونږ وطن نشي، هویت به مو افغان وي. تر څو چې زموږ وطن باثباته وي، اقتصاد مو پياوړی وي، د پوهې کچه مو لوړه وي او پر ځان بسیا یو، د نړۍ په نورو هېوادونو کې به مو عزت پرځای وي. که بې سواده یو، که قوي اقتصاد ونه لرو، وطن مو وران وي، د نړۍ په هېڅ کونج کې د شپې تېرولو ځای نه لرو. لا هم وختي دی. راځئ چی خپل ویجاړ شوی وطن بیا ودان کړو. موږ هر څه لرو، که خپل وطن ته وفادار واوسو، ښايي زموږ وطن د نړۍ له غوره هېوادونو څخه وګڼل شي. هرڅه ممکن دي، مګر که موږ په صادقانه توګه عمل وکړو.
ځواب ورکړئتاسو په منافق پاکستان او ایران نیوکه کوئ چې په دې ساړه ژمي کې یې له خپلو هېوادونو څخه افغان کډوال را شړلي دي. هغوی نه مسلمان دي او نه انسانیت ته ژمن دي، نو د اندیښنې لپاره هېڅ شی نشته. اوس باید دغو افغان کورنیو ته سرپناه او خواړه برابر کړای شي. پاتې هېواد باید د خپل ځان ساتنه وکړي او هېواد ته وده ورکړي.
ځواب ورکړئ18 تبصره