د امریکا د خزانې وزارت روانه میاشت "د داعش (د عراق او سوریې اسلامي دولت) د خراسان څانګې اړوند د کریپټوکرنسۍ ۱۳۴ والېټ ادرسونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړل.
دغه اقدام چې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) له خوا تر سره شوې، په ټرون بلاکچېن کې ۱۳۱ ادرسونه او پر محرمیت باندې متمرکزه مونېرو شبکه کې درې ادرسونه رانغاړي.
OFAC لومړی ځل په د ۲۰۱۵ کال په سپټېمبر کې داعش خراسان د ترهګرې ډلې په توګه وټاکه. دا ډله لا هم په افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا کې فعاله ده.
د بلاکچېن د شننې شرکت چېن انلسس وموندله چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر بندیز لاندې د ټرون دغو والېټونو تر ۱.۴ میلیونه ډالرو ډېرې مرستې ترلاسه کړې دي.
د یاد شرکت د راپور له مخې، د همدې والېټونو له لارې تر ۸۸۰ زره ډالرو ډېرې پیسې د داعش خراسان د عملیاتو د تمویل لپاره لېږل شوې دي.
چېن انلسس وايي، دا پیسې د افغانستان، پاکستان او د مرکزي اسیا ځینو برخو ته د شبکو له لارې لېږدول شوې دي.
د په نښه شوو ټرون والېټونو کنګلول
د سټېبل کوین خپروونکي شرکت تېتر د OFAC له اعلان لږ وروسته د ټولو ۱۳۱ په نښه شوو ټرون ادرسونو بيلانسونه کنګل کړل.
دا کنګلول ښيي چې اوس مرکزي خپروونکي د حکومتي بندیزونو په پلي کولو کې فعاله ونډه لري.
اوس مهال په امریکا کې داسې کوم قانون نشته چې د سټېبل کوین شرکتونه دې اړ کړي چې د OFAC پرېکړې په سمدستي ډول عملي کړي، خو ډېری شرکتونه دا کار په خپله خوښه ترسره کوي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنت د جون په ۲۲مه په یوې اعلامیې کې چې د داعش د مالي بندیزونو په اړه وه، د دې پراخې مبارزې یادونه وکړه.
بېسنت وویل، «داعش لا هم هڅه کوي چې د ترهګریزو بریدونو د تمویل لپاره نوې لارې او وسایل ومومي.»
«متحده ایالات به له ټولو شته وسایلو څخه کار واخلي تر څو د داعش پاتې وړتیاوې له منځه یوسي او د امریکايي وګړو ژوند خوندي کړي.»
پراخ کمپاین
د والېټونو بندیزونه د جون د ۲۲مې نېټې له هغې اقدام وروسته ترسره شول، چې په اروپا، منځني ختیځ او لوېدیځه افریقا کې د درېیو کسانو او شپږو بنسټونو پر ضد ترسره شوي وو.
په دې اقدام کې اسانتیا برابروونکي په نښه شول، چې پکې په سوریه کې مېشت بېټکوېن اېکسچېنج او د ترکیې د پیسو د خدمت یوه اداره چې سپایډر نومېږي هم شامل وو.
د داعش خراسان رسنیزه څانګه، العزایم مېډیا فاونډېشن، د خپلې خپرونې د خراسان غږ له لارې په ټرون، مونېرو او بټکوین کې د مرستو غوښتنه کړې ده.
شنونکي وایي چې دې ډلې د قانون پلي کوونکو د فشار د زغملو لپاره د خپلو مرستو راټولولو جوړښت په بېلابېلو غیر متمرکزو واحدونو باندې وېشلی دی.
د امریکا د خزانې وزارت چارواکي وایي چې دوی به د داعش خراسان مالي شبکې له منځه وړلو ته دوام ورکړي، که څه هم وسله وال ښايي د ملاتړ د پټولو لپاره هر ډول وسایل وکاروي.
![یو مفهومي انځور چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱ نېټه د کریپټوکرنسۍ د سوداګرۍ د چارټ پر وړاندې د بټکوین او اېتېریوم سکې ښيي. [جوناتن بوربا/پېکسلز]](/cnmi_st/images/2026/07/22/57056-pexels-jonathanborba-14354109-585_329.jpg)