امنیت

متحده ایالاتو په افغانستان کې مېشتې خیریه ادارې باندې له داعش سره د مرستې کولو له امله بندیز ولګاوه

سلام ټایمز

د داعش مشکوک غړي د افغان استخباراتي ځواکونو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته د وږي په ۲۱مه په کابل کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وړاندې کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د داعش مشکوک غړي د افغان استخباراتي ځواکونو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته د وږي په ۲۱مه په کابل کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وړاندې کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

واشنګټن -- د داعش پر ضد د وروستیو پرمختګونو په لړ کې، د متحده ایالاتو حکومت په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د یادې ډلې په مالي، تدارکاتي او استخدامي شبکو باندې عملیات ترسره کړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲۷مه/ داعش ته د مهم مالي او لوجیستیکي ملاتړ د برابرولو له امله د یو لړ سازمانونو او شرکتونو پر ضد بندیزونه ولګول.‌

یو له دغو نومول شویو سازمانونو څخه په افغانستان کې مېشته نجات ټولنیزه خیریه اداره ده چې د خزانې وزارت وویل «په دروغو د خیریه کارونو په په بهانه مرستې ټولوي او په وسیله یې په افغانستان کې د یادې ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونو ملاتړ کوي.»

همدارنګه، د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې دوه د داعش د تدارکاتو اجنټان په ترکیه کې او داعش پورې تړلي څلور شرکتونه چې په سوریه، ترکیه او د خلیج او اروپا په بېلابېلو برخو کې یې فعالیت کاوه «داعش سره د مهم مالي او لوجیستیکي ملاتړ برابرولو» له امله د بندیزونو په لست کې نیولي دي.

په عکس کې د نجات خیریه ادارې لوګو ښودل شوې ده. [نجات خیریه بنسټ/فیسبوک]

په عکس کې د نجات خیریه ادارې لوګو ښودل شوې ده. [نجات خیریه بنسټ/فیسبوک]

په عکس کې د داعش یو شمېر غړي ښکاري چې د لړم په میاشت کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. د داعش خراسان څانګې د لړم په ۲۶مه یوه اعلامیه خپره کړه او په سیمه کې په خپله ماتې یې اعتراف وکړ. [د افغانستان د دفاع وزارت]

په عکس کې د داعش یو شمېر غړي ښکاري چې د لړم په میاشت کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. د داعش خراسان څانګې د لړم په ۲۶مه یوه اعلامیه خپره کړه او په سیمه کې په خپله ماتې یې اعتراف وکړ. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د خزانې وزیر سټیفن ټ. منوچین وویل، له هغو عملیاتو څخه وروسته چې په نتیجه کې یې د داعش مشر ابوبکر البغدادي تېره میاشت مړ شو،‌ د متحده ایالاتو حکومت «هوډ لري چې د داعش پاتې شبکه او ترهګرې هستې په بشپړ ډول له منځه وېسي.»

هغه وویل، وروستي ګامونه مرسته کوي چې «د مالي سرچینو په له منځه وړلو سره، په نړیواله کچه د داعش له خوا د استخدام او په وسلو د وسله والو د سمبالولو وړتیا کمه شي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «متحده ایالات په نویو بندیزونو سره په نهو افرادو او موسساتو باندې د بندیزونو لګولو له لارې د داعش په سرچینو او شبکو باندې فشار زیاتوي. داعش لا هم د نړیوال امنیت او ثبات لپاره یو ګواښ دی. مونږ به له نړیوال ایتلاف سره په شریکه کار کولو ته دوام ورکړو چې د هغوی مالي شبکې مختلې کړو.»

یوه پوښونکې کمپني

د خزانې وزارت راپور ورکړ چې له نجات څخه «د یوې پوښونکې موسسې په توګه استفاده کېدله چې د پیسو انتقال ته لاره هواره کړي او د داعش د خراسان څانګې فعالیتونه حمایه کړي.»

په راپور کې راغلي چې، د نجات له خوا د داعش خراسان څانګې سره کېدونکو مرستو کې د توکو یا خدمتونو په شمول مالي، مادي یا ټکنالوجیک ملاتړ شامل وو.

راپور وایي چې نجات «په قطر، متحده عرب اماراتو، عراق او د منځني ختیځ نورو هېوادونو کې له افرادو څخه د داعش په استازیتوب مرستې ټولولې. بیا دا پیسې له خلیج څخه د بانکي سیستم له لارې اسیا ته لېږل کېدلې او هلته د داعش د خراسان برخې همغږي کوونکي ورلېږل شوې پیسې ترلاسه کولې.»

په راپور کې راغلي چې «په کابل او جلال اباد کې ناوړه خیریه ادارې ترلاسه شوې پیسې د داعش د خراسان څانګې قوماندانانو ته ور رسولې.»

د خزانې وزارت د راپور په اساس،‌ د ۱۳۹۵ په نیمایي کې د داعش د خراسان څانګې افغان مشرانو د نجات په مرسته د سلفي پیوستون تر پوښښ لاندې خپل ملاقاتونه پلانول او ترسره کول.

د خزانې وزارت وویل، «دغه کتنې د نجات د اجرائیه مشرانو او په افغانستان کې د سلفي رهبرانو په مشرۍ چې ځینې یې د نجات مالي ملاتړي وو ترسره کېدلې.»

د خزانې وزارت د نجات یو اجرائیه غړی روح الله وکیل چې له نورو سره په ګډه یې د ملاقاتونو مشري کوله او سید حبیب احمد خان چې تر ۱۳۹۸ پورې د نجات رییس پېژندل کېده، د داعش د خراسان څانګې خواخوږي ښودلي دي.‌ خان په کوېټ کې اوسېږي.‌

د خزانې وزارت خان د داعش د خراسان څانګې یو اسانچاری بللی دی.

د خزانې وزارت په اعلامیه کې راغلي،‌ «د خزانې وزارت دې ته ژمن دی چې خیریه کارونه د ترهګرو له خوا له ناوړه استفادې څخه خوندي کړي، دروغژن سازمانونه چې د خیریه سکټور نوم بدوي، په ګوته او عملیات یې مختل کړي.»

داعش په ننګرهار کې مات کړای شو

د خزانې وزارت په وینا، نجات د ۱۳۹۵ په نیمایي کې د داعش د خراسان څانګې د یوه چارآساني له خوا اداره کېده. د داعش د خراسان څانګې یوه مستخدم له یاد سازمان سره کار کاوه چې په کابل کې یې اورپکي استخدامول او په افغانستان کې د یادې ډلې له خوا ځان ته د ټاکل شوي مرکز ننګرهار ولایت ته د هغوی د سفر لپاره یې ترتیبات نیول.

خو د افغان ځواکونو او د نړیوال ایتلاف د متحدینو له خوا د پوځي فشار د زیاتېدلو، له طالبانو سره د قدرت په سر د جګړو او د افغاني ارزښتونو په وړاندې د واقع کېدلو له امله داعش په دې کې پاتې راغی چې په افغانستان کې ځان ته د پښې اېښودلو یو کلک ځای جوړ کړي.

داعش د لړم په ۲۶مه خپره کړې یوه اعلامیه کېاعتراف وکړ چې دغې ډلې په ننګرهار کې ماتې خوړلې ده.

یادې اورپکې ډلې په ټیلیګرام خپره شوې یوه اعلامیه کې په باغوز کې د داعش له مصیبت ډک حالت ته، چې د کب په میاشت کې د ایتلاف له خوا په ماتې ورکولو سره پای ته ورسېد، په اشارې سره ویلي، «موږ د امریکایي بمبارۍ په مقابل کې تر هغه وخته پورې مقاومت وکړ چې موږ باغوز [سوریې] له لاسه ورکړ، او په ننګرهار کې تر هغه وخته پورې چې زموږ مهمات خلاص شول.»

په اعلامیه کې راغلي، «د خلافت د مجاهدینو [د داعش جنګیالي] ټوپکوته وګورئ «چې آیا یوه ګولۍ هم په کې پاتې ده.»

د داعش د خراسان څانګې له خوا له دغه اعلان څخه مخکې اونۍ کې، د یادې ډلې په سلګونو جنګیالي افغان مقاماتو ته تسلیم شول.‌

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د داعش هغه ۱۸۳ جنګیالي چې تېره اونۍ د اچین ولسوالۍ په باندر او مامند درو کې حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو د لړم په ۲۶مه د ننګرهار د ملي امنیت ریاست په انګړ کې په یو لړ مراسمو کې وړاندې کړل.

په ننګرهار کې د لړم په ۲۶مه جوړو شویو مراسمو کې له تسلیم شویو جنګیالیو سره ۱۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان هم مله ول.

د داعش د تسلیم شویو جنګیالیو له ډلې څخه یوه تایید کړه چې یادې ډلې په وروستیو ورځو کې هېڅ نه لرل چې ویې خوري او دا چې اورپکو له تسلیمېدلو څخه پرته بله هېڅ لاره نه لرله .

۳۷ کلن رحمت الله د ننګرهار د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وویل، «کله چې جنګ پیل شو -- او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم شروع شول -- موږ کنټرول له لاسه ورکړ. په وروستیو ورځو کې، موږ هېڅ شی نشوای موندلی چې ویې خورو. دا چې مرګ مو په خپلو سترګو لیده، نو راوتښتېدلو او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا به غوره وي چې حکومت او خلک د دغو تش په نامه خیریه ادارو پر ضد چې په پټه ناوړه کارونه ترسره کوي چټک ګام واخلي او خپلو سیمو ته یې د خپرېدلو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

ډېر له معلوماتو ډک او ګټور دی.‌

ځواب ورکړئ