اقتصاد

داعش له یو لړ ماتو څخه وروسته هڅه کوي چې د تمویل مهمې لارې بیا ترلاسه کړي

د خالد التایي راپور

په عکس کې،‌ د داعش غړي په ۱۳۹۷ کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې په سوریه کې د داعش ضد عملیاتو په ترڅ کې د پټېدلو لپاره منډې وهي.‌ [آرشیف]

په عکس کې،‌ د داعش غړي په ۱۳۹۷ کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې په سوریه کې د داعش ضد عملیاتو په ترڅ کې د پټېدلو لپاره منډې وهي.‌ [آرشیف]

داعش د خپل قدرت په عروج کې د تېلو له قاچاق، د بانکونو له چور، د لاسي صنایعو له چور او خرڅولو او بې جوړې ملي خزانو له پلورلو څخه پیسې ترلاسه کړې.‌

د راپورونو له مخې، په عراق او سوریه کې د خپلې ترهګرۍ په دوره کې، داعش یوازې د تېلو له قاچاق څخه د میاشتې ۵۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کول.

داعش د عراق د موصل په نیولو سره له بانکونو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړل،‌ په داسې حال کې چې لوټل شویو هنري اثارو د هغوی خزانو ته د ۱۵۰ او ۲۰۰ میلیونو ډالرو تر منځ عواید ورزیات کړل.‌

دغه ګروپ له هغو سیمو څخه چې یو وخت یې پرې واک چلاوه له اېستل کېدلو او د غړو له خپرېدلو څخه وروسته له خپلو مالي عوایدو څخه محروم شو او سخت ټکان یې وخوړ.

د داعش تسلیم شوي اورپکي د لړم په ۲۶مه په جلال اباد کې د ننګرهار ولایت د محلي مقاماتو په مخکې په کتار کې ولاړ دي. [خالد زېری]

د داعش تسلیم شوي اورپکي د لړم په ۲۶مه په جلال اباد کې د ننګرهار ولایت د محلي مقاماتو په مخکې په کتار کې ولاړ دي. [خالد زېری]

کتونکي وایي، دغه کار هغه مجبور کړ چې له نورو «دودیزو لارو» څخه د تمویل بدیلې سرچینې ولټوي.

د داعش د مشر ابوبکر البغدادي له مړینې څخه وروسته، د ترهګرو د تمویل په چارو کې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت مرستیال مارشال بیلینګزلي تېره میاشت وویل، ښایي چې د یادې ډلې تمویل له یوه «متمرکز» سیستم څخه یوه شیندل شوي سیستم ته واوړي.

د عراق د سیاسي چارو تحلیلګر ایاد الانبار وایي،‌ د داعش عناصر په زیاتېدونکي ډول له عراق او سوریې څخه پرته په نورو ځایونو کې، چې هلته هغوی د سخت کشف او څار له کم فشار سره مخامخ دي، په پټو شبکو باندې متکي دي.‌

هغه وویل، «تاوتریخوالي، تښتونې، باج اخیستنې او په زور سره مالیې او مرستې اخیستنې ته ستنېدل د پیسو ګټلو ابتدایي میتودونه دي چې هغوی پرې پیسې ترلاسه کوي او دا کیدای شي چې د یادې ډلې لپاره چې خپلې ډېرې او پراخې سرچینې یې له لاسه ورکړي دي، وروستۍ چاره وي.»

هغه وویل، داعش د افریقا یا اسیا په هغو سیمو کې چې هلته امنیتي خلاوې موجودې یا شخړې روانې دي خوندي پټنځایونه لټوي څو وکولی شي چې خپل عملیات بیا پیل کړي.‌

په افغانستان کې داعش خوندي پټنځای ونه موند. د افغان امنیتي ځواکونو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو له څو کلنو ګډو عملیاتو څخه وروسته، داعش د لړم په میاشت کې په سیمه کې د خپلې ماتې اعلان وکړ او نژدې ۱۵۰۰ جنګیالي او کورنۍ یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

هغه زیاته کړه، هر چېرې چې جنګیالي ټولېږي دغه ګروپ به د خپلو مالي چارو په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ شي. الانبار وویل،‌ د دې علت دا دی چې د پیسو نړۍ وال سیستم «د دودویزو لارو» په شمول د ترهګرۍ د تمویل د ټولو سرچینو د پل اخیستنې لپاره خپل ګامونه زیات کړي دي.‌

هغه وویل، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت ډېر داسې نهادونه او افراد چې ویل کیږي د افراطي ډلو ملاتړ کوي په ګوته کړي او د هغوی شتمنۍ یې کنګل کړي او د راکړې ورکړې مخه یې ور ډپ کړې ده.

هغه زیاته کړه، دغه کار د هغو پیسو د بهیر مخه نیولې چې داعش یې د خیریه کارونو تر نامه لاندې له یو شمېر هېوادونو څخه د مالي انتقالاتو له لارې ترلاسه کوي.

داعش د هغه له سرچینو څخه محرومول

د امنیتي چارو کارپوه جلیل خلف وایي، د متحده ایالاتو بندیزونو داعش د هغه له اصلي مالیه ورکوونکیو څخه محروم کړی دی.

هغه وویل، د ترهګرو د تمویل د چینلونو په بندولو کې د متحده ایالاتو او نړۍ والو له خوا د شتمنیو د څارنې او بانکي انتقالاتو هڅې بریالۍ وې.

سربېره پر دې، هغه وویل، «عراقي ځواکونو او د نړۍ وال ایتلاف الوتکو په عراق او سوریه کې د جګړې په ترڅ کې د ترهګرو ډېر هغه مرکزونه په بریالیتوب سره ویجاړ کړل چې د هغوی لپاره یې د نغدو پیسو د ساتنځایونو په توګه کار کاوه او د تېلو او قېمتي فلزاتو د قاچاق چارې یې پرمخ بوولې.»

خلف یاده کړه چې د عوایدو د رامنځته کولو او مالي امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره د داعش وروستۍ هڅې «ښیي چې دغه ډله د مرګ په کټ پرته ده او خزانې یې تشې دي.»

هغه وویل، تر موجودو شرایطو لاندې، داعش «نشي کولی» چې کوم د پام وړ مقدار پیسې ټولې کړي ځکه چې دغه ډله له مالي پلوه شړېدلې ده، رسنۍ یې د فعالیتونو ناکامه هڅه کوي او د جنګیالیو مورال یې ټیټ شوی دی.

هغه وویل، یاده ډله په داسې یوه حالت کې نه ده چې جنګي عملیات پر مخ بوځي.‌

ټولنپوه طالب محمد کریم وایي، داعش په یوه سخت حالت کې دی ځکه چې اوس له عملیاتي پلوه هغه له زوره لوېدلی دی.‌

هغه وویل، هغو نغدي خزانو چې دغې ډلې ټولې کړې وې هغه یوه له تر ټولو شتمنو افراطي ډلو څخه ګرځولې وه، «خو د عراق او د هغه د نړۍ والو شریکانو د پراخو هڅو له برکته په چټکۍ سره خوره وره شوه.»

هغه وویل، ګډې هڅې روانې دي چې دغه پیسې چې په ناقانونه توګه ترلاسه شوي دي هدف وګرځول شي.‌

کریم زیاته کړه، په داسې حال کې چې ښایي داعش د عوایدو د بدیلو لارو د لټولو هڅې وکړي، هغه به ونشي کولی چې خپلې لارې تر اوږدې مودې پورې پټې کړي ځکه چې د یادې ډلې د څارنې لپاره نړۍ والې هڅې تل مخ پر وده روانې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500