تروريزم

د داعش د نوي مشر د هویت په هکله جزیات څرګند شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

د داعش نوی مشر یو عراقی ترکمن دی چې امیر محمد عبدالرحمان المولي الصلبي نومیږي. دا عکس چې ترهګرې ډلې خپور کړی دی د یادې ډلې یو غړی تېر کال په سوریه کې ښیي. [آرشیف]

د داعش نوی مشر یو عراقی ترکمن دی چې امیر محمد عبدالرحمان المولي الصلبي نومیږي. دا عکس چې ترهګرې ډلې خپور کړی دی د یادې ډلې یو غړی تېر کال په سوریه کې ښیي. [آرشیف]

برتانوي اخبار، دي ګارډین، د دو استخباراتي ادارو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي، راپور ورکړی چې، د داعش نوی مشر یو عراقی ترکمن دی چې امیر محمد عبدالرحمان المولي الصلبي نومیږي.

د اخبار په راپور کې راغلي چې الصلبي د داعش د مؤسسو غړو له ډلې څخه دی. نوموړي د داعش لخوا د عراق د یزیدي لږکیو د غلامولو مشري کوله او په نړۍ کې یي د یادې ډلې د عملیاتو نظارت کاوه.‌

داعش څو ورځې وروسته له هغه چې ددغې ډلې پخوانی مشرابوبکر البغدادي د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د تلې په میاشت کې په یوه برید کې ووژل شو، ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د خپل نوي مشر په توګه ونوماوه.

دي ګارډین راپور ورکړی چې، القریشي یو مستعار نوم وو چې نورو جیګپوړو مشرانو یا استخباراتي ادارو نه پېژانده.‌

په دې عکس کې، د داعش غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې په ۱۳۹۷ کې په سوریه کې د داعش پر ضد عملیاتو په ترڅ کې د سرپناه لټون کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې، د داعش غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې په ۱۳۹۷ کې په سوریه کې د داعش پر ضد عملیاتو په ترڅ کې د سرپناه لټون کوي. [آرشیف]

ځینې شنونکي انګیري چې یاده ډله د البغدادی په وژل کېدلو سره غافلګیره شوه او د نوي مشر هویت یې ناڅرګند پاتې وو.

نور بیا د القریشي د حقیقي هویت په هکله ګومانونه کوي او د امیر محمد سید عبدالرحمان المولا چې د حاجي عبدالله په نامه هم مشهور دی، نوم وړاندې کوي.‌

د زمري په میاشت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت نوموړی د ډېرومطلوبو ترهګرو لست کې ور زیات کړ، هغه یې د البغدادي لپاره د یوه «احتمالي ځایناستي» په توګه یاد کړ او د داسې مالوماتو په بدل کې چې هغه پرې ونیول شي، تر۵ میلیونو ډالرو جایزې د ورکړې وړاندیز وکړ.‌

د داعش نوی مشر څوک دی؟

اوس، د البغدادي له مړینې څخه درې میاشتې وروسته، د داعش د نوي مشر یوه روښانه څیره راڅرګندیږي.

دي ګارډین راپور ورکړ چې، د البغدادي له مړینې څخه وروسته څو ساعتونو کې دننه الصلبي وټاکل شو، او هغه یې د «بغدادي په څېر یو پوخ جنګیالی یاد کړ، چې یادې ترهګرې ډلې ته په کلکه وفادار ده.»

اخبار راپور ورکړ چې هغه له موصل پوهنتون څخه په شرعي علومو کې زده کړې کړې، او د یوه اسلامي عالم په توګه د کار کولو له برکته د داعش په لیکو کې یي پرمختګ وکړ.‌

دي ګارډین نوموړی «د داعش په هغو لیکو کې چې اوس تشې شوي دي، د یو تر ټولو ډېر بانفوذه شعوري کس» په توګه یاد کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هغه «د عراق په شمال ختیځ کې د یزیدي مذهبي لږکیو په تښتولو، حلالولو، انتقالولو او ددې کار د توجیه کولو برخه کې مرسته کړې ده او داسې باور شته چې نوموړي د یادې ډلې د نړۍ وال ترهګريزو عملیاتو څارنه کوله.»

باور کیږي چې د البغدادي له مړینې راهیسې، الصلبي هڅه کوي چې د داعش نوی مشرتابه، چې نږدې ټول یي له «یوه داسې نوي نسل څخه دي چې د ۱۳۸۳ راپدې خوا د متحده ایالاتو د ځواکونو پر ضد د داعش په بنسټیزو جګړو یا له هغو څخه وروسته د عراق د کورنۍ جګړې پر مهال کوچنیان وه چې کوم رول ولری» ترخپل واک لاندې راولی.

د راپور پر بنسټ، په ۱۳۸۳ کال کې، الصلبي د امریکایي ځواکونو له خوا د عراق په جنوب کې په کمپ بوکه زندان کې بندي کړای شو چې هلته یې له البغدادي سره ولیدل.‌

هغه د عراق په تلعفر کې زیږیدلي او باور کیږي چې نوموړی لږ تر لږه یو زوی لري. هغه د داعش په مشرتابه کې یو له څو غیر عربو څخه دی.

مالي بې نظمي

داعش په عراق، سوریه، افغانستان او نورو ځایونو کې د ډېرو سیمو له لاسه ورکولو څخه وروسته، هڅه کوي چې بیا سره یو منسجم شي.‌

یاده ډله، چې له هغو سیمو څخه چې یو وخت یې تر واک لاندې وې، وېستل شوې، او ډېرو خلکو ترې مخه کړې ده، اوس د خپلو عوایدو د اصلي سرچینو -- د تېلو قاچاق، د بانکونو لوټل، او د لوټل شویو هنري اثارو او نه جبرانیدونکو ملي خزانو -- په له لاسه ورکولو سره په مالي لحاظ کمزورې کېږي.‌

د البغدادي له مړینې څخه وروسته، د ترهګرو د تمویل په چارو کې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت مرستیال مارشال بیلینګسلي وویل، د یادې ډلې مالي تمویل به له یوه «متمرکز» سیستم څخه ډېر خواره واره سیستم ته واوړي.

د عراق د سیاسي چارو شنونکي ایاد الانبار وویل، «تاوتریخوالی، تښتول، باج اخیستل، جبري مالیات ټولول او مرستې راټولول، چې د پیسو د ټولولو ابتدایي میتودونه دي، کېدی شي د یادې ډلې لپاره چې خپلې ډېرې پراخې سرچینې یې له لاسه ورکړي دي، وروستی تکیه وګرځي.»

د لړم په میاشت کې، په افغانستان کې د یادې ډلې د خراسان څانګې په خپله ماته اعتراف وکړ او ویي ویل چې د هغوی کسانو له څو اونیو راهیسې د خوړلو لپاره هېڅ نه لرل او د هغوی په توپکو کې هېڅ ګولې پاتې نه وې.‌ داعش له څو کالونو راهیسې هڅې کولې چې په افغانستان کې خپل «خلافت»‌ جوړ کړي.‌

د رسنیو سیستم يي هم په ورانیدو ده

د داعش کمېدونکو سرچینو د هغه په پیاوړي تبلیغاتي ماشین باندې هم منفي تاثیر کړی دی، چې الصلبي تراوسه نده رغولي.

په تیلیګرام او نورو پلاټفورمونو کې د داعش د رسنیو چینلونه په پام وړ توګه غیرحاضر شوي او له تېر اوړي راهیسې په کې د لوړ کیفیت عکسونه او ویډیوګانې نه خپریږي.‌

د ملي امنیت د هغو غیرمحرمو اسنادو په اساس چې د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱/ خپاره شول، د داعش د تبلیغاتي ماشین د ماتېدلو یو علت هغه د هک کولو عملیات دي چې د متحده ایالاتو پوځ له ۱۳۹۵ کال راهیسې پيل کړي دي.‌

په دغو اسنادو کې چې پخوا په لوړه کچه محرم وو او بیا محرم مواد ترې واېستل شول، راغلي چې، د متحده ایالاتو سایبري قوماندانۍ «د معلوماتو په برخه کې د داعش پر ضد په کامیابۍ سره مبارزه ترسره کړه» او «د وخت او سرچینو د تاوان د راوستو له لارې» یې د دغه ګروپ له خوا د افراطي کولو او استخدام بریښنایي هڅې محدودې کړې.

دغې ارزونې د داعش له خوا په ترسره کېدونکي بریښنایي کمپاین کې یوه «د پام وړ کموالي» ته اشاره کړې ده.‌

په عراق کې د الفارابي پوهنتون د ډله ییزو مواصلاتو (mass communication) ښوونکي کاظم المقدادي وویل،د زیات شوي امنیتي فشارونو یاده ډله د نور پرسونل سربیره، د اکثرو رسنیزو پلاټفورمونو، ټکنالوجۍ، ویډیوګرافرانو، د غږ تخنیکرانو او مبلغینو څخه هم محرومه کړې ده.

هغه د زمري په میاشت کې وویل، مقاماتو مشخصې هڅې کړې څو داسې خنډونه رامنځته کړي ترڅو د داعش عناصر او ملاتړ کوونکي د یادې ډلې له ایدیالوژۍ او په آنلاین ډول «په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو» د هغې د پیغام له خپرولو څخه محرومه کړي.‌

هغه وویل، «د داعش د رسنیو ماشین له منځه تلونکی دی،» او زیاته یې کړه چې یادې ډلې اعتبار له لاسه ورکړی او نور هیڅوک ترې نه وېرېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه هم باید ووژل شي.

ځواب ورکړئ

مرګ د داعش په نوي مشر. هغه یو احمق کس دی، که نه، هغه به داسې وظیفه نه وای قبوله کړې.

ځواب ورکړئ

داعش په سیمه کې مات شو.‌ فرق نه کوي چې نوی مشر یې څوک دی، لاکن هغوی نشي کولی چې بیا سر راپورته کړي.

ځواب ورکړئ