تروريزم

داعش د البغدادي مړینه تایید کړه او نوی ځایناستی یې ونوماوه.

سلام ټایمز او ای اېف پي

د داعش د نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په هکله ډیرلږ مالومات موجود دي. په دې عکس کې چې په ۱۳۹۷ کال کې اخیستل شوی دی د داعش یو غړی په سوریه کې لیدل کیږي. [آرشیف]

د داعش د نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په هکله ډیرلږ مالومات موجود دي. په دې عکس کې چې په ۱۳۹۷ کال کې اخیستل شوی دی د داعش یو غړی په سوریه کې لیدل کیږي. [آرشیف]

داعش د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۹مه/ په یوه اعلامیه کې د خپل مشر ابوبکر البغدادي مړینه تایید کړه او ابو ابراهیم الهاشمي القریشي یې د هغه ځایناستی ونوماوه.

البغدادي چې له ۱۳۹۳ کال راهیسې یې د داعش مشري کوله او د نړۍ تر ټولو ډېرغوښتل شوی سړی وو، د لړم په ۴مه د سوریې په ادلیب ولایت کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو.

داعش یوه ورځ وروسته د یوه بل برید په ترڅ‌ کې د یادې ډلې د پخواني ویاند ابوحسن المهاجر وژنه تایید کړه.

د اعلامیې پر بنسټ، د دغې ډلې مقننه او مشورتي څانګې د خپل عراقی الاصله ۴۸ کلن مشر له مړینې څخه وروسته غونډه وکړه.

په دغه ۷ دقیقه یي پیغام کې راغلي، "د اسلامي دولت شورا د شیخ ابوبکر البغدادي د شهادت له تایید وروسته سمدلاسه غونډه وکړه او د مجاهدینو مشرانو د هغه د ځایناستی په هکله هوکړه وکړه".

همدارنګه د داعش ویاند متحده ایالاتو ته یو سخت ګواښ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د البغدادي ملاتړي به د هغه غڅ واخلي.‌

نامعلوم ځایناستی

د الهاشمي په هکله لږ مالومات موجود دي. په وروستيو کلونو کې د البغدادي د مړینې په هکله د ډیریوغلطوراپورونو څخه وروسته به په ندرت، د یوه احتمالي ځایناستی په توګه، له هغه څخه یادونه کیده.

د داعش په هکله یوه عراقي تحلیلګر هشام الهاشمي وویل، "موږ د هغه په هکله، پرته له دې چې د داعش یومخکښ قاضي او د شرعي کمېټې مشري کوي، نورڅه نپوهیږو".

د متحده ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ /د لړم ۸مه/ د البغدادي په کلا باندې د خپلو ځانګړوځواکونو د حملې عکسونه خپاره کړلچې دلته ښودل شوي دي.

همدارنګه د چارشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ښایي هغه مخبر چې د البغدادي د تګ راتګ په هکله یې مهم جزیات برابر کړي وه د هغه په سر اېښودل شوي ۲۵ میلیونه ډالرو ټوله یا یوه برخه انعام ترلاسه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500