تروريزم

په البغدادي د برید عکسونه خپاره شول، مخبر به ۲۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو پوځ د لړم په ۸مه د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د لړم د ۴مې د هغه برید عکسونه او ویډیو خپاره کړي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې ووژل شو. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت/ای اېف پي]‌

د متحده ایالاتو پوځ د چارشنبې په ورځ (د لړم ۸مه) د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د لړم د ۴مې د هغه برید ویډو او عکسونه خپاره کړي چې په نتیجه کې یې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو.

خپاره شوي مواد د امریکایي عسکرو تور او سپین عکسونه ښیي چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د جیګو دیوالونو لرونکې کلا ته چې البغدادي په کې پټ وو، په پښو ور روان دي.

پوځ پر ځمکه د هغو نامعلومو وسله والو په یوه ګروپ د هوایي بریدونو ویډیو خپره کړې چې په هغو څرخکو یې ډزې کولې چې په ادلیب ولایت کې د البغدادي په کلا برید کوونکي امریکایي عسکر یې وړل.‌

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د سمندري ځواکونو جنرال کینیت مکینزي وویل، برید کوونکو "ډېره اندازه" بریښنایي وسیلې او اسناد ترلاسه کړل.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له خوا خپور شوی یو عکس هغه کلا ښیي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د لړم په ۴مه د دغه ترهګر مشر له وژل کېدلو څخه څو شېبې مخکې پټ وو.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له خوا خپور شوی یو عکس هغه کلا ښیي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د لړم په ۴مه د دغه ترهګر مشر له وژل کېدلو څخه څو شېبې مخکې پټ وو.

مکینزي وویل، ازمویونکو البغدادي د هغه له ډي اېن ای سره چې په ۱۳۸۳ کې د هغه له توقیف راهیسې په آرشیف کې ساتل شوي وو، د مقایسې له لارې وپېژاند.

هغه وویل، د البغدادي پاتې شوني د پېژندنې لپاره هغه بېس ته وېوړل شول چې برید ترې برابر شوی وو او بیا د هغه له مړینې څخه په ۲۴ ساعتونو کې دننه "د وسله والې شخړې د قوانینو په اساس" په سمندر کې ښخ کړای شول.

د ۲۵ میلیونو ډالرو انعام

واشنګټن پوسټ د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ، ښایي یو مخبر چې د البغدادي د خوځښتونو په هکله یې مهم جزیات ورکړل د ۲۵ میلیونو ډالرو ټول یا یې څه برخه ترلاسه کړي.

پوسټ وويل، مخبر د داعش یو ښه ځای پرځای شوی فعال وو چې د سوریې په بېلابېلو برخو کې یې د البغدادي خوځښتونه اسانول او په سوریه کې د هغه د پټنځای د جوړېدلو څارنه یې کړې وه.

پوسټ زیاته کړې چې مخبر د برید د ترسره کېدلو پر وخت په صحنه کې وو او دوه ورځې وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای له سیمې څخه واېستل شو.

ورځپاڼې ویلي، ښایي دغه سړی چې واشنګټن یې هویت نه دی افشا کړی د هغو ۲۵ میلیونو ډالرو انعام ټول یا څه برخه ترلاسه کړي چې متحده ایالاتو د البغدادي په سر ایښی وو.

د پوسټ په وینا، د البغدادي د خوځښتونو ترڅنګ مخبر په سوریه کې د البغدادي د وروستي پټنځای د نقشې هره کوټه په جلا جلا توګه پېژندله.

ورځپاڼې وویل، دغه سرچینه چې یوه چارواکي یو سني عرب یاد کړی دی وروسته له هغه د داعش مخالف وګرځېد چې یادې ډلې د هغه یو خپلوان وواژه. نوموړی د کوردي استخباراتوله خوا توظیف شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکا فکر کوي چې د نړۍ ټول خلک یو څو ماشومان دي.

ځواب ورکړئ

دا تول هسی تبلیغات دی ابو بکر البغدادی او اسامه بن لادن دواره د آمریکا د پوج روزل شوی اشخاص وو او په همدوی پوری ترل شوی اشخاص دی نو د دوی مدینه هسی یو تبلیغات دی چی دوی یی د خپلو کارونو د پتولو او نری ته د خپل زان د سپیناوی لپاره انجام کوی دوی ما اصل کی فقط اسلام او مسلمانان وژنی او بدناموی یی او د خپلو جوری شوو اسلحو لپاره بازار موندنه کوی او خپلی وسلی پلوری دا جنگ د آمریکا هغو کمپنیو په واسطه منز ته رازی کوم چی د اسلحو تولید کوی

ځواب ورکړئ

بالاخره، امریکا به ټول هغه اسلامي افراطیان له منځه وېسي چې په نړۍ واله سطحه د جرمونو ترسره کولو سبب کیږي.

ځواب ورکړئ

۲۵ میلیونه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ زه فکر کوم چې د هغوی لپاره دا سخته نه ده چې انعام ګټونکی له منځه وېسي.

ځواب ورکړئ

دا عکسونه هېڅ شی هم نشي ثابتولی.

ځواب ورکړئ