تروريزم

د داعش د مشر البغدادي مړینه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یو برخلیک ټاکونکی وخت په ګوته کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو یو غړی په ۲۰۱۷ کې د سوریې په طبقه کې د داعش یو بیرغ لیرې کوي.‌ [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو یو غړی په ۲۰۱۷ کې د سوریې په طبقه کې د داعش یو بیرغ لیرې کوي.‌ [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د نړۍ مشران او تحلیلګران وایي چې د امریکا په مشرۍ د برید په ترڅ کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي مړینه د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یو اساسي ټکی په نښه کوي او ښایي چې د دغې ډلې، چې یو وخت ډېره پیاوړې وه، د زوال پیل وګرځي.‌

د داعش دغه فراري مشر د داعش له یو شمېر نورو اورپکو سره یوځای د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا ترسره شوي یوه شپني برید په ترڅ کې د سوریې په شمال ختیځ کې چې البغدادي په کې په یوه تونل کې پټ وو، ووژل شو. د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) تایید کړه چې بغدادي هلته د ځانمرګو یوه واسکټ ته چاودنه ورکړه چې ځان او ورسره خپل درې ماشومان یې ووژل.‌

هغه وویل، "دغه جنایتکار چې ډېره هڅه یې کوله چې نور خلک ووېروي خپل وروستی وخت په ډېره وېره، غم او درد کې تېر کړ. نوموړی له امریکایي ځواکونو څخه ډارېده چې برید به ورباندې وکړي."

د کالونو په اوږدو کې څو ځلې د البغدادي د مړینې په هکله راپورونه ورکول شوي، خو ټرمپ وویل چې دا ځل په کې هېڅ شک نشته، او په سیمه کې د ډي اېن ای یوې ازموینې د هغه هویت تایید کړی دی. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر وویل چې بریدګرې ډلې هغه هم په سترګو لیدلی او هم یې د هغه ډي اېن ای تایید کړی دی.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د روان کال په لومړیو کې د داعش له خوا خپره شوې یوه ویډیو کې په زړښت ځپلي حالت کې راڅرګند شو.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د روان کال په لومړیو کې د داعش له خوا خپره شوې یوه ویډیو کې په زړښت ځپلي حالت کې راڅرګند شو.

د ۱۳۹۳ د غبرګولي له یوې ویډیو څخه اخیستل شوي عکس کې د داعش مشر البغدادي د تش په نامه "خلافت" تاسیس اعلانوي.

د ۱۳۹۳ د غبرګولي له یوې ویډیو څخه اخیستل شوي عکس کې د داعش مشر البغدادي د تش په نامه "خلافت" تاسیس اعلانوي.

د ۱۳۹۸ د لړم په ۵مه د هوا له لارې اخیستل شوی دا عکس هغه سیمه ښیي چې یوې امریکایي الوتکې د سوریې له شمال لوېدیځ کلي باریشا سره نژدې د عملیاتو په ترڅ کې وویشتله او د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې ووژل شو. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

د ۱۳۹۸ د لړم په ۵مه د هوا له لارې اخیستل شوی دا عکس هغه سیمه ښیي چې یوې امریکایي الوتکې د سوریې له شمال لوېدیځ کلي باریشا سره نژدې د عملیاتو په ترڅ کې وویشتله او د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې ووژل شو. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

په عملیاتو کې ۸ څرخکو برخه اخیستې وه چې له یوه ناڅرګند بېس څخه الوتې وې او له یوه ساعت څخه ډېرې الوتنې یې کړې دي.‌

د سوریې د بشري حقونو د څار موسسې راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو څرخکو د سوریې د ادلیب ولایت په یوه سیمه کې ځواکونه ښکته کړي وو چې هلته هغوی له باریشا کلي څخه بهر یو کور او یو موټر په نښه کړي وو.

چارواکو وویل، دغه عملیات له روسیې، سوریې، ترکیې، عراق او د کوردستان دیموکراتیکو ځواکونو سره په همغږۍ کې ترسره شول.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو عمومي قوماندان مظلوم عبدي په ټوېټر وویل چې په عین حال کې د داعش ویاند ابوحسن المهاجر "د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د استخباراتو او د متحده ایالاتو د اردو تر منځ د هماهنګو عملیاتو په ترڅ کې له جرابلس سره نژدې په عین البیضا کلي کې په نښه کړای شو."

متحده ایالاتو د المهاجر مړینه تایید کړې ده.

غټه ضربه، خو جنګ به روان وي

د نړۍ مشرانو او تحلیلګرانو د البغدادي مړینه د داعش پر ضد جګړه کې د یوې غټې پېښې په توګه وستایله.‌

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټوېټر ولیکل چې دغه عملیات "د ترهګرۍ پر ضد زمونږ جګړه کې یو غټ پرمختګ" دی.‌

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د یکشنبې په ورځ‌ په یوه ټویټ کې ولیکل، "د بغدادي مړینه د ترهګرۍ پر ضد زمونږ په جګړه کې یوه مهمه شېبه ده، خو تر اوسه پورې د داعش د شیطان پر ضد زمونږ جنګ پای ته نه دی رسېدلی."

هغه وویل، "مونږ به د خپل ایتلاف له غړو سره کار وکړو چې یو ځل او د تل لپاره د داعش قاتلانه،‌ وحشیانه فعالیتونه پای ته ورسوو."

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ټوېټر ولیکل، "د البغدادی مړینه د داعش لپاره یو غټ ټکان دی، خو دا یوازې یوه مرحله ده. دا جنګ به په نړۍ وال ایتلاف کې زمونږ له شریکانو سره یوځای دوام ومومي څو دا یقیني شي چې یاده ترهګره ډله په قطعي توګه ماته شي. دا زمونږ لپاره لومړیتوب دی."

د داعش پر ضد نړۍ وال ایتلاف ۸۱ غړي لري (چې ۷۶ هېوادونه او پنځه نړۍ وال سازمانونه په کې شامل دي) او له ۱۳۹۶ کال راهیسې یې په عراق او سوریه کې ۷.۷ میلیونه خلک او ۱۱۰۰۰۰ مربع کیلومتره سیمه ازاده کړې ده.

د افغان ولسمشر اشرف غني له دفتر څخه خپره شوې یوه اعلامیه وایي، د البغدادي مړینه "نه یوازې د ترهګریزو بریدونو په کمولو او افغانستان کې د امنیت برابرولو لپاره، بلکې همدارنګه د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره مهمه ده."

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر کابل خان تدبیر وویل، "د داعش د مشر په له منځه تللو سره به په افغانستان کې د یادې ډلې په لیکو کې ګډوډي رامنځته شي او د دغې ډلې د مالي او پوځي سرچینو له ستونزو سره مخامخ کېدل به دوام ومومي."

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر صفت الله ساپي هم دا خبره تایید کړه.

ساپي وویل، "د ابوبکر البغدادي له مړینې څخه وروسته به په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي. په لنډ وخت کې به دا حالت د یادې ډلې په جنګیالیو باندې منفي تاثیر وکړي. په اوږده موده کې به که د هغه د خراسان څانګه له نوي خلیفه سره بیعت ونه کړي، داعش به په څو ډلو باندې ووېشل شي."

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر متقاعد جګړن عمر فاروق وویل، "زما د قضاوت له مخې، د داعش اورپکو ته د وسلو د تامین زنځیر او نور لوجیستیکي ملاتړ د داعش د له منځه وړلو لپاره د روانو ګډو هڅو په وړاندې په عمومي توګه د پوښتنې وړ دي."

د قزاقستان په مرکز نور سلطان کې د سیاسي علومو یوه پوه بولاتبېک عیسی یوف وویل، "د یو شمېر هېوادونو د استخباراتي معلوماتو او مرستو له برکته البغدادي له منځه وېوړل شو چې دا د نه انکار وړ حقیقت تاییدوي: د ترهګرۍ پر ضد بریالیتوب یوازې د بېلابېلو هېوادونو د ګډو هڅو له لارې ممکن دی."

د قرغزستان په مرکز بیشکیک کې پخواني قرغز لومړي وزیر او د دولت د ملي امنیتي کمېټې پخواني رییس فليکس کولوف وویل، "په داعش کې ډېر کسان د روسیې او منځنۍ اسیا موجود دي. دا طبیعي خبره ده چې هغوی به هڅه وکړي چې خپلو هېوادونو ته راستانه شي، چې یو خطرناک حالت به رامنځته کړي."

د وینو تویولو او ظلمونو نتیجه

وروسته له هغه چې البغدادي د ۱۳۹۳ د چنګاښ په میاشت کې ځان "خلیفه" اعلان کړ، هغه د سوریې او عراق په ځمکو کې له ۷ میلیونو څخه ډېرو وګړو باندې واکمني ترلاسه کړه چې هلته داعش د اسلامي قانون خپله ظالمانه بڼه تطبیق کړه.‌

البغدادي په عام منظر کې په خپل یوازني تایید شوي حضور کې په ۲۰۱۴ کې د عراق د موصل په النور جومات کې خبرې وکړې او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په مسلمانانو باندې غږ وکړ چې له دغه تش په نامه "خلافت" سره بیعت وکړي.‌

دغه اعلان د تاوتریخوالي یوه څپه رابرسېره کړه چې له هغه وخت نه تر اوسه پورې یې په زرګونو ملکي خلک وژلي، په میلیونونو نور یې بې ځایه کړي او نړۍ وال ځواکونه یې د سیمې په شخړو کې ښکېل کړي دي.‌

دغه عراقی تبعه -- چې باور کیده ۴۸ کاله عمر لري -- حتی هغه وخت چې داعش د خپل قدرت په اوج کې وو هم کم لیدل کیده -- او هغه وخت له سترګو پناه شو چې د داعش قلمرو په ورټولېدلو شو او یو وخت د ناچاره جهادي شبکې د ویده کېدلو په کوچنیو حجرو بدل شو.

داعش ډ۱۳۹۷ د کب په میاشت کې د کردي ملېشو په شمول د ځواکونو د یوه ایتلاف په لاس مات اعلان کړای شو.‌

البغدادي د وري په میاشت کې په یوه ویډیو کې بیا راڅرګند شو.هغه په داسې حال کې چې خړه او سره ږیره یې لرله او ټوپک یې تر څنګ ایښی وو، خپل لارویان وهڅول چې د یادې ډلې له خوا د قلمرو له لاسه ورکولو څخه وروسته "انتقام واخلي.

د ځینې اوازو له مخې، البغدادي په وروستیو وختونو کې ابوعبدالله قرداش چې د حاجی عبدالله په نامه هم مشهور دی خپل خلیفه ونوماوه.‌

پای رانژدې دی

په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې څخه وروسته، یادې ډلې هڅه وکړه چې د داعش د خراسان څانګې پر مټ په افغانستان او نورو نژدې هېوادونو کې ځان ته لارې وباسي.

د غوایي په میاشت کېو داعش د "پاکستان ولایت" جوړېدل اعلان کړل او ادعا یې وکړه چې د هغوی د «هند ولایت» څانګې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په هندي ځواکونو باندې برید کړی دی.

خو افغان او امریکایي ځواکونو په سیمه کې د داعش هیلې مړاوې کړې.

د غزني پخوانی مرستیال والي محمد علي احمدي وویل، "داعش د عراق او سوریې پر خلاف، په افغانستان کې ځمکه او قوت نه دي ترلاسه کړي ځکه چې د داعش عقاید د افغانانو د عقایدو پر خلاف دي."

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر تورن جنرال ظاهر عظیمي وویل،"افغان او نړۍ والو ځواکونو داعش سخت ځپلی، او زه فکر کوم چې هغوی داسې یو قوي پلان لري چې دغه ډله له منځه وېسي."

هغه د تلې په میاشت کې وویل، "د داعش د قوماندانانو په شمول د هغوی په زرګونو جنګیالي په افغانستان کې وژل شوي او مرګ هغو افراطي طالبانو ته هم انتظار کوي چې له سولې سره علاقه مندي نه لري او غواړي چې له داعش سره یوځای شي."

په تېر مرغومي کې، حتی القاعدې هم په یوه اعلامیه کې داعش او البغدادي سخت وغندل، او له مسلمانانو څځه یې وغوښتل چې راپورته شياو یاده ډله له منځه وېسي.

اعلامیه داسې پیل کیږي، "او نن ورځ، وروسته له هغه چې د هغوی نفوذ له منځه لاړ او هغه خطر چې هغوی په عراق او سوریه کې رامنځته کړی وو ورک شو، هغوی په ډېرو برخو کې داسې نوي څانګې وغوړولې چې په هغو کې هغوی په مجاهدینو باندې افتونه او بلاګانې مسلط کړي وو او د خاورې او خلکو پر ضد یې فساد او جنایتونه رامنځته کړي وو."

"اوس دغه ډله د نړۍ په نورو برخو کې سر راپورته کوي چې د خیانت، فریب او مبهمو خارجي اجنداوو لپاره یو بل فصل ولیکي او داسې نښي څرګندوي چې هغوی د نړۍ والو استخباراتي ادارو لپاره د اجنټانو په توګه کار کوی."

"دغه جنګ پای ته په نژدې کېدلو دی."

[له کابل څخه سلیمان، له کوېټې څخه عبدالغني کاکړ، له نورسلطان څخه ایدر اشیموف، له بیشکیک څخه مناره بورومبایوا او له تاشکند څخه ماکسیم ینیسیوف د دې راپور په تیارولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500