تروريزم

د البغدادي بيان د داعش سقوط ښیي

په بغداد کې علا حسین او په قاهره کې ولید ابوالخیر لخوا

د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) مشر ابوبکرالبغدادي د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتې د یوې ویډیو په سکرین شاټ کې په داسې حال کې ښکاري چې د خپل تش په نامه خلافت د جوړېدا اعلان کوي. د داعش مشر پټ دی او ډېر کم ځان ښیي.

د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) مشر ابوبکرالبغدادي د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتې د یوې ویډیو په سکرین شاټ کې په داسې حال کې ښکاري چې د خپل تش په نامه خلافت د جوړېدا اعلان کوي. د داعش مشر پټ دی او ډېر کم ځان ښیي.

تحلیلګران وایي چې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وروستی صوتي پیغام د ماتې او سقوط د یوې بیانیې په حیث مخې ته راځي، په داسې حال کې چې داسې له غوسې ډک اخطارونه ورکوي چې د یادې ډلې په جنګیالیو کې خفګان ترې له ورایه ښکاري.

د نومبر د ۳مې په ریکارډ کې، چې په ټولنیزو رسنیو په پراخه کچه خپور شو، البغدادي د موصل په ښار کې د داعش په عناصرو تاکید کوي چې نه وتښتي او نه شاته تګ وکړي.

د داعش اړونده سرچینه چې دغه پیغام یې خپور کړی دی ادعا کوي چې هغه کس چې خبرې کوي البغدادي دی. د داعش مشر پټ دی او ډېر کم خپل مخ ښیي.

البغدادي په ریکارډ شوي پیغام کې وایي، "په شا تګ مه کوئ. په افتخار سره د خپلې ځمکې ساتنه په زرونو ځلې له دې نه اسانه ده چې له شرمه ډک په شاتګ وکړئ."

د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې، عراقي ځواکونو داسې عملیات پیل کړي دي چې غواړي داعش له موصل څخه وباسي. موصل په عراق کې د هغوی لوی مرکز او هغه ځای دی چې البغدادي هلته دوه کاله مخکې خپل ځاني "خلافت" اعلان کړی وو.

څارونکيو او امنیتي چارواکو دغه ۳۲ دقیقه یي بیانیه یوه داسې نهیلې کوونکې هڅه ګڼي چې غواړي په دې طریقه د جنګیالیو مورال لوړ کړي، او یادوي چې دا مخالف تاثیر لري، داسې چې د دغې ډلې کمزوري ټکي څرګندوي او په تدریج سره د ځمکو په له لاسه ورکولو سره د اشتباه په لور ګامونه اخلي.

د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ ویاند تورن جنرال یحی رسول دیارونا ته وویل، د البغدادي بیانیه یوه داسې ناکامي وه چې د داعش سقوط یې منعکس کړ.

رسول وویل، هغه د "صبر وکړئ"، "ځمکې مو وساتئ" او "مه تښتئ" په څېر اصطلاحات بیا بیا تکرار کړل چې دا ښیي چې "البغدادي هڅه کوي چې د خپلو جنګیالیو ترمنځ د ماتې یو څرګند حالت ترمیم کړي."

هغه زیاته کړه، له خپلو پلویانو څخه د داعش د مشر خفګان د هغه له اواز او هغو کلیمو او اصطلاحاتو څخه اوچته معلومېده چې هغه ویلې.

البغدادي له خپلو پلویانو څخه نهیلی شوی دی

د پوځي چارو تحلیلګر ابو رغیف له دیارونا سره په خبرو کې وویل، "دغې بیانیې په یاده ډله کې رامنځته شوې نهیلي، سربدالي او تیت وپرکوالی ښوده، او همدارنګه دا یې ښودله چې د البغدادي او د هغه د ملاتړو ترمنځ ارتباطات ګډوډ شوي دي."

هغه وویل، البغدادي ۱۸ ځلې د "تحمل کولو" کلیمه وکاروله، چې دا د هغه د جنګیالیو تر منځ یو اضطراري حالت منعکسوي.

ابو رغیف وویل چې هغه ۶ ځلې د "خپلې ځمکي کنټرول کړئ" اصطلاح وکاروله او همدارنګه یې د "له کمزورۍ څخه خبر اوسئ" او "له شا اړولو څخه ځانونه وساتئ" اصطلاح ګانې وکارولې یعنې داسې تمه یې لرله چې پلویان یې مواضع پرېږدي او تېښته کوي.

هغه وویل چې دغه بیانیه همدارنګه د دغې ډلې د غړو او عناصرو تر منځ چاودونه او یو د بل خبره نه منل په ګوته کوي او په اتو بېلابېلو زماني فاصلو کې له مشرانو او قوماندانانو څخه د اطاعت په هکله د البغدادي غوښتنې او "د نفاق د دانې د را زرغونېدلو" اخطارونه د دې ادعا ثبوت وړاندې کوي.

ابو رغیف وویل چې البغدادي د نیناوا خلکو سره نېغ په نېغه خبرې وکړې او له هغوی څخه یې د ملاتړ غوښتنه وکړه، او دا له دې امله چې نوموړی د خپلو اکثرو پلویانو له خوا له مطلقې نهیلۍ سره مخامخ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د داعش مشر خپله وینا په "تضرع او التماس" سره پای ته ورسوله، او دا داسې یوه دعا وي چې یوازې په سختو او کړکېچنو شرایطو کې کېږي "په داسې وضعیت کې چې البغدادي او پلویان یې اوس په دغسې یو حالت کې دي."

وینا هېڅ تاثیر نه درلود

د عراق د پارلمان غړی اسکندر ویت ویت چې د پارلمان د امنیت او دفاع په کمېټه کې کار کوي دغه وینا چې په کې البغدادي له خپلو پلویانو څخه غواړي چې "د ایتلاف د الوتکو پر ضد په دعاګانو سره مقاومت وکړي" ریشخند وهي.

هغه دیارونا ته وویل، "دغې ډلې خپلې ټولې وسیلې له لاسه ورکړي دي او نن هغوی نشي کولی چې د هغو پرمخ روانو عراقي ځواکونو په وړاندې ودرېږي چې هغوی د موصل د مرکز خوا ته په شا ورتمبوي."

برید جنرال رسول وویل،د البغدادي وینا د جګړې په بهیر هېڅ اغېزه نه ده کړېاو نه یې هم د هغه د جنګیالیو ټیټ شوی مورال پورته کړی دی.

هغه زیاته کړه، د دې پرعکس، له دې وینا څخه یوازې څو ورځې وروسته،د داعش جنګیالي د موصل جنوب ته په حمام العلیل کې چې د دغې ډلې یو مهم مرکز وو، مات کړای شول.

هغه وویل، فدرالي ځواکونو، د عراق د اردو د ۱۵مې فرقې او ۳۴م زغره وال غونډ ځواکونو هم د موصل په لمنو کې یو شمېر کلي بېرته ونیول او اوس د ښار له مرکز څخه یوازې یو څو کیلومتره فاصله کې پراته دي.

هغه وویل، "البغدادي، چې له یو کال څخه ډېر وخت راهیسې چوپ وو، نن یو ځل بیا خپلو ملاتړو ته تبلیغ کوي ځکه چې هغه پوهېږي چې موصل ... اوس تر دې ګواښ لاندې دی چې د هغه له لاسونو څخه وځي."

هغه زیاته کړه، هغه په دې ښه پوهېږي چې "په موصل کې د هغه په نسکورېدلو پسې به په پاتې نورو غصب شویو سیمو کې هم هغه له غټو ماتو سره مخامخ شي، او دا چې د هغه لوبه به ژر پای ته ورسېږي."

د البغدادي پرضد پاڅون

په مصر کې د الولید د مطالعاتو او ساحوي تحقیقاتو په مرکز کې د نیو میډیا ډیپارټمنټ رییس مازن ذکي وویل، البغدادي په خپله وینا کې خپلو جنګیالیو ته خبر ورکړ او ورته ویې ویل چې د خپلو امیرانو د حکمونو پوره اطاعت وکړي او د هغوی د فیصلو په هکله پوښتنې ونه کړي.

هغه دیارونا ته وویل، دا په ګوته کوي چې "د دغه ګروپ په لیکو کې، او په ځانګړې توګه د موصل د ازادۍ د کمپاین له پیل راهیسې یو پاڅون رامنځته شوی دی."

ذکي وویل، "البغدادي همدارنګه په خپله وینا کې یوه بل مهم ټکي ته هم اشاره وکړه، چې دغه ډله د ډېرو امیرانو او قوماندانانو په له لاسه ورکولو سره نه ده متاثره شوې او نه به متاثره شي."

هغه وویل، د دې وینا د کولو پرېکړه د دغې ډلې په بېلابېلو برخو کې له خپرې شوې "وېرې او سربدالۍ" څخه سرچینه اخلي چې په وروستیو وختونو کې په هوایي حملو کې د داعش د یو شمېر قوماندانانو له وژلو څخه رامنځته شوه.

د مصر د اردو متقاعد افسر برید جنرال یحیی محمد علي چې د افراطي ګروپونو د چارو کارپوه دی وایي، البغدادي د خپلې وینا په بېلابېلو برخو کې ځانمرګي بمي بریدګر دې ته تحریک کړل چې د دښمن لیکې په نښه کړي.

علي دیارونا ته وویل، "هغه (البغدادي) په هغوی (ځانمرګو) باندې غږ وکړ چې په خپل ټول ځواک سره هغه ځواکونه په نښه کړي چې په موصل باندې حملې کوي." علي یادوي چې، "دغه ډله اکثر وختونه ځانمرګي په دوه حالتونو کې کاروي، په داسې حملو کې چې غواړي لاره د نورو عناصرو لپاره پاکه کړي، یا هم د هغوی پر مواضعو باندې د لویو حملو پر ضد د دفاع په صورت کې."

هغه وویل، "د موصل په قضیه کې، داسې ښکاري چې دغه ډله په پوره توګه په دې پوهېږي چې نهایي نتیجه به څه وي، او هڅه کوي چې د ځانمرګو بمي بریدګرو په کارولو سره وار ړومبی کړي او لږ تر لږه د ښار له لاسه ورکول وځنډوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښکلي او مفصل معلومات دي. خدای دې دوی هلاک کړي. دوی د مسلمانانو او اسلام نوم په شرمونو وشرماوه. د خدای په قهر دې اخته شي.

ځواب ورکړئ