تروريزم

د داعش جنګیالي له 'خلیفه' نه خپل ملاتړ بېرته اخلي

د خالد التایي راپور

له یوې آنلاین خپرې شوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ د موصل په زړه برخه کې د داعش جنګیالي ښیي. ځایي چارواکي وایي، په داعش باندې د جګړې په سختېدلو سره د دغه ګروپ د جنګیالیو ترمنځ تاوتریخوالی په زیاتېدلو دی. [آرشیف]

له یوې آنلاین خپرې شوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ د موصل په زړه برخه کې د داعش جنګیالي ښیي. ځایي چارواکي وایي، په داعش باندې د جګړې په سختېدلو سره د دغه ګروپ د جنګیالیو ترمنځ تاوتریخوالی په زیاتېدلو دی. [آرشیف]

عراقي څارونکي او کارپوهان دیارونا ته وایي، په داعش باندې د جګړې په سختېدلو سره په دې ګروپ کې نوې ډلې رامنځته کېدل شروع شوي دي.

هغوی وویل، د داعش یو شمېرعناصرو د داعش له مشر ابوبکر البغدادي څخه خپل ملاتړ بېرته اخیستی دی، او له القاعدې او نورو وسله والو ډلو سره چې هغوی ته ورته افراطي ایډیالوجي حمایه کوي، یوځای شوي دي.

هغوی وویل، دا انکشاف د داسې اختلافاتو یوه بله بېلګه ښیي چې د دغه ګروپ د چارو د مدیریت یا «د جګړې د ویجاړتیاوو» په هکله جنجالونو سره سروکار نه لري.

د هغه پرعکس، دا له البغدادي سره په وفادارۍ او له دغه ګروپ سره د جنګیالیو د یوځای کېدلو پر وخت تر پایه پورې د هغوی د ملاتړ په برخه کې تزلزل ښیي.

په موصل کې د کردستان د دیموکراتیک ګوند د رسنیو مدیر سید ماموزیني وویل، په ګروپ کې دننه اوسني کشمکشونه تر ډېره په تلعفر، د موصل لوېدیځ او د کرکوک ولایت په الحویجه کې، چې دواړه لا تر اوسه هم د داعش تر کنټرول لاندې دي، متمرکز دي.

هغه دیارونا ته وویل، «په وروستیو ورځو کې، دغه دواړه ښارونه، او همدارنګه د ۱۷ تموز سیمه (لوېدیځ موصل) کې د داعش کافي شمېر غړي تښتېدلي دي. ښایي چې په هغه ځای کې د داعش سلګونو غړو دغه ګروپ پرېښی وي.»

هغه وویل، «اکثرمخالفان بهرني جنګیالي دي چې له البغدادي سره یې خپل ملاتړ پای ته رسولی او اوس له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای شوي دي.»

د رهبرۍ بې اعتمادي

ماموزيني د ځایي سرچینو له قوله وویل، دغه جلا کېدنې له دې امله رامنځته کېږي چې اوس د داعش عناصر ګوري چې البغدادي د یوه «ریښتني لیډر» پرځای «یو ډارشخص دی چې له مرګه وېرېږي».

هغه وویل، «د جګړې په ډګر کې له خپلو پلویانو څخه د البغدادي فاصله نیول او د جنګونو د قوماندې په غاړه اخیستلو کې د هغه شرمېدلي ناکامي، او تر څنګه یې د بیانیو له ودرېدلو راهیسې د هغه د برخلیک په هکله شکونه» ټول هغه فکټورونه دي چې په نتیجه کې یې د کسانو دغه تښتېدنې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه، «دا نوي اختلافات د شخړو په یوه سلسله کې وروستي اختلافات دي چې دغه ګروپ ته یې مزاحمت جوړ کړی دی. اختلافات له دې نه شروع شوي ول چې البغدادي په یوازې سر پرېکړې کولې او د ګروپ په پیسو یې کنټرول درلود.»

ماموزیني وویل، د بیعت بدلول یا «د تعهد بېرته اخیستل» شخړې ته یو لا ډېر مهم بعد ورکوي، او یاده یې کړه چې داعش خپل مورني تنظیم، القاعدې، او نورو افراطي ډلو ته ډېر کم درناوی لري.

له یوه څخه په ډېرو مواردو کې، البغدادي په ښکاره د القاعدې په مشر ایمن الظواهري باندې حمله وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د خپل سلف، اسامه بن لادن، له لارې څخه اوښتی دی.

الظواهري هم په خپل وار په څو بیانیو کې په خپل سیال باندې سخت انتقادونه وکړل او د هغه له خوا د ځان «خلیفه» ګڼلو موقف یې باطل اعلان کړ.

د افراطیانو تر منځ د درز زیاتېدل

د داعش او القاعدې تر منځ روانه لفظي جګړه د هغوی تر منځ د درز په هکله ډېرېدونکي شواهد په ګوته کوي، ځکه چې هره ډله له بهرنیو ننګونو، داخلي جنګونو او د جنګیالیو د استخدام او ساتلو په برخه کې له ننګونو سره مخامخ ده.

د عراق د پارلمان غړي سکندر ویتویت چې د پارلمان د امنیت او دفاع په کمېټه کې کار کوي، وویل، دغه اختلافات «د داعش او د هغه د ستراتیژۍ لپاره چې د اوږده مهال لپاره دوام وکړي او ځان له نورو ترهګرو ډلو څخه لیرې وساتي، یو لوی ګوزار دی.»

هغه دیارونا ته وویل، داعش په موصل کې د ور رسېدلو تاوانونو په نتیجه کې د خپلې «ټوټه ټوټه کېدنې» خوا ته روان شوی دی.

هغه د البغدادي د رهبرۍ په هکله د نارضایتۍ ډېرېدلو او د داعش د جنګیالیو تر منځ تېښتې ته چې مشرانو یې په میدان پرېښي ول، په اشارې سره وویل، «دغه ټوټه کېدنه حتمي ده.»

ویتویت وویل، څومره چې داعش زیانونه ویني، هومره زیات د هغه عناصر اندېښنې احساسوي، او زیاته یې کړه چې، «اوس هغوی بله لاره نه لري مګر دا چې له القاعدې او نورو مربوطو ډلو سره یوځای شي او له دغې معما څخه ځانونه وباسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500