تروريزم

داعش په عراق کې د ماشومانو شاته پټېږي

د خالد التایي راپور

بې ځایه شوي عراقي ماشومان، چې د موصل په شمالي ښار کې له تاوتریخوالي څخه تښتېدلي دي، د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۶مه د حسن شام په کلي کې پراته حسن شام کمپ کې چې د موصل ختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د یوې کټارې شاته ولاړ دي. [احمد غرابیل/ای ایف پي]

بې ځایه شوي عراقي ماشومان، چې د موصل په شمالي ښار کې له تاوتریخوالي څخه تښتېدلي دي، د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۶مه د حسن شام په کلي کې پراته حسن شام کمپ کې چې د موصل ختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د یوې کټارې شاته ولاړ دي. [احمد غرابیل/ای ایف پي]

عراقی تبعه یاسین خلیل او د هغه پنځه کسیزه کورنۍ هغه وخت نژدې وژل شوي ول چې د موصل په لویدیځ کې د هغوی د ګاونډ د ازادولو په جګړه کې د داعش جنګیالیو د اپریل په لومړیو کې د هغوی په کور حمله وکړه.

خلیل چې ۳۵ کاله عمر لري وایي، سم چې جګړې زور واخیست، د داعش درې جنګیالي د هغوی کور ته ورننوتل او له کورنۍ څخه یې وغوښتل چې له کور نه وځي.

هغه وویل، «کله چې مونږ راووتو، مونږ وېرېدلي وو او یقین مو درلود چې مونږ به ووژل شو،»

هغه وویل، «خو په هغه وخت کې، ګولۍ ودرېدې او مونږ ځانونه دې ته برابر کړل چې وتښتو او امنیتي ځواکونو ته ځانونه ور ورسوو. زه باور نشم کولی چې مونږ اوس هم ژوندي یو.»

دغه ډول عملونه ښیي چې داعش دا پلان لري چې ملکي خلک د انساني سپر یا چنګک په توګه وکاروي چې د عراقي وسله والو ځواکونو د پرمختګ مخه پرې ونیسي، په ځانګړې توګه اوس چې په موصل کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمه د ښار د ټولې سیمې ۱۰٪ ته ورغونډه شوې ده.

د ملکي خلکو استثمار

د عراقي ځواکونو ویاند صباح النعمان دیارونا ته وویل، «د ښځو او ماشومانو تر شا پټېدل د داعش ډار او دا ښیي چې هغوی د انسان ژوند ته په څومره ټیټه سترګه ګوري،»

هغه وویل، دې ډلې ملکي خلک په ګڼو طریقو استثمار کړي دي. هغوی ټولې کورنۍ دې ته مجبورې کړي چې له یوه کورڅخه بل کور ته یا له یوې کوڅې نه بلې کوڅې ته له هغوی سره لاړ شي چې د عراقي ځواکونو د ډزو مخه پرې ونیسي.

هغه وویل، دغه تکتیک د یادې ډلې جنګیالیو ته اجازه ورکوي چې په ښار کې ازادانه حرکت وکړي.

نوموړي وویل، دا هم معلومه شوې چې یاده ډله په یوه ځای کې ګڼ شمېر کورنۍ توقیف کوي، او بیا هغه ځای د خپلو جنګیالیو لپاره د یوه بېس په توګه استعمالوي، یا هم د شخصي کورونو بامونه د نښه ویشتونکو مورچلو په توګه کاروي.

هغه وویل، داعش همدارنګه ملکي خلک د یوه چنګک په توګه استعمالوي، داسې چې هغوی یوه جنګ ته ورټېله کوي او کله چې عراقي ځواکونه راورسېږي بیا پرې ډزې کوي.

النعمان وویل، «له دې طریقې څخه ژغورل شویو کسانو ویلي چې ترهګرو هغوی ته وویل چې که هغوی ووژل شي یا مړه شي هغوی به شهیدان شي او دا چې جنت هغوی ته انتظار کوي، چې د هغوی د نظریې حماقت په ګوته کوي،»

هغه زیاته کړه، «مونږ باید فوق العاده ډېر احتیاط او تمرکز وکړو،» او زیاته یې کړه چې عراقي ځواکونو تر دې دمه د موصل د سیمو ډېره برخه ازاده کړې «او مرسته یې کړه چې د ماشومانو په شمول ډېر داسې بې ګناه خلک وژغوري چې داعش د انساني سپرونو په توګه کارول.»

هغه وویل، «اوس زمونږ سړي کافي اندازه تجربه لري چې یرغمل نیول شوي او ایسار ملکیان ازاد کړي، د ملکي خلکو د تېښتې لپاره خوندي لارې پرانیزي او هغوی له ترهګرو څخه په څنګ وساتي،»

هغه زیاته کړه، د ملکي خلکو له خوا وړاندې شویو استخباراتي معلوماتو مرسته وکړه چې د داعش د فعالیتونو مخه ډپ کړای شي.

داعش د ماشومانو تر شا پټېږي

اوس د داعش جنګیالي د موصل په یوه کوچنۍ سیمه کې را ایسار دي، خو هلته جګړه کول ډېر سخت دي، ځکه هلته په ګڼ مېشتو کورونو کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي.

د نیناوا د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې رییس محمد ابراهیم دیارونا ته وویل، د پوځ د پرمختګ د مخنیوي لپاره د ملکي خلکو په کارولو سره، داعش هیله لري چې دا به هغوی ته وخت په لاس ورکړي چې له سره ګروپ بندي وکړي.

هغه زیاته کړه، د دغې ډلې جنګیالي اوس د موصل د زاړه ښار د اوسېدونکیو تر شا ځانونه پټوي، او د هغې سیمې د اوسېدونکیو له ګڼوالي څخه استفاده کوي.

هغه وویل، داعش د ښځو او ماشومانو په شمول په کورنیو باندې فشار راوړي چې خپل کورونه ترک کړي، او اوس هغوی د النوري جومات په حوېلۍ کې یرغمل ساتي چې په هغه ځای باندې د پوځ د برید مخه پرې ونیسي.

داعش د دې لپاره سخته جګړه کوي چې د دغه جومات چې د ښار په منځ کې پروت دی، کنټرول په خپل لاس کې وساتي. د دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي، د ۲۰۱۴ په اوړي کې وروسته له هغه چې دغه ګروپ موصل ونیو، لومړی ځل په دغه جومات کې راڅرګند شو.

ابراهیم وویل، دا هغه ځای دی چې البغدادي په کې خپل ځان تش په نامه خلیفه اعلام کړ، چې دا د داعش لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د نیناوا د ولایتي شورا د بشري حقونو د کمېټې رییس غزوان حامد دیارونا ته وویل چې داعش هڅه کوي چې د زاړه ښار د استوګنې سیمو ته د جګړې په ورننوتلو سره بشري وضعه لا نوره پېچلې کړي.

هغه وویل، «ګڼ مېشتې سیمې د ترهګرو لپاره وروستۍ پره ده چې لوبوي یې. مونږ تمه لرو چې هغوی به ډله ییزې وژنې وکړي او پړه به یې په امنیتي ځواکونو ور واچوي او په دې توګه به د عامو خلکو نظریات کاږه کړي چې د جګړې په مسیر باندې تاثیر ولري.»

هغه وویل، خو عراقي ځواکونو په ښاري جګړه کې تجربه ترلاسه کړې، او حتی که فتحه په ځنډ سره هم رامنځته کیږي دوی به هڅه وکړي چې د هر ډول ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500