تروريزم

داعش د ټولنې د ترټولو ډېرو زیانمنېدونکیو خلکو ترشا پټېږي

د خالد التایي راپور

یو عراقی افسر په موصل کې له یوه سړي سره چې امساګانې یې په لاسونو کې دي مرسته کوي. عراقي چارواکي وایي چې داعش له دماغي پلوه ناروغ، او له فزیکي پلوه معیوب کسان، او ماشومان د دې لپاره ښکار کوي چې هغوی د انساني سپر یا ځانمرګو بمي بریدګرو په توګه استعمال کړي. [د نیناوا معلوماتي مرکز له خوا اخیستل شوی عکس]

یو عراقی افسر په موصل کې له یوه سړي سره چې امساګانې یې په لاسونو کې دي مرسته کوي. عراقي چارواکي وایي چې داعش له دماغي پلوه ناروغ، او له فزیکي پلوه معیوب کسان، او ماشومان د دې لپاره ښکار کوي چې هغوی د انساني سپر یا ځانمرګو بمي بریدګرو په توګه استعمال کړي. [د نیناوا معلوماتي مرکز له خوا اخیستل شوی عکس]

عراقي چارواکو دیارونا ته وویل، د داعش جنګیالي په لوېدیځ موصل کې د عراقي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره په یوه وروستۍ هڅه کې د ټولنې له ډېرو زیانمنېدونکیو کسانو څخه استفاده کوي.

د عراقي پولیسو او د بشري حقونو د یوه ګروپ په وینا، داعش له دماغي پلوه ناروغ، له فزیکي پلوه معیوب کسان او ماشومان ښکار کوي، د هغوی له زیانمنتیا او کمزورتیا څخه استفاده کوي چې د انساني سپرونو یا ځانمرګو بمي بریدګرو په توګه یې استعمال کړي.

د اپریل په لومړۍ ورځ، عراقي پولیسو راپور ورکړ چې د داعش کسانو یو له دماغي پلوه ناروغ سړی په چاودېدونکو توکو سمبال کړی وو او د داسې یوې سیمې خوا ته تګ ته یې مجبوراوه چې هلته عراقي ځواکونه ځای پرځای شوي ول، خو د فدرالي پولیسو یوه نښه ویشتونکي مجبور کړ چې بېرته په شاتګ وکړي.

پولیسو وویل، نښه ویشتونکي چې د سړي حرکتونه یې د خپل توپک د دوربین له لارې څارل، د هغه خواوشا ته ډزې وکړې چې ویې ډار کړي، او بالاخره په دې بریالی شو چې له ژوبلولو څخه پرته یې له مخکې تګ څخه ایسار کړي.

د عراق د بشري حقونو د څارنې د ادارې په وینا، د فبرورۍ په ۱۹مه د لوېدیځ موصل د ازادولو لپاره د هڅو له پیل راهیسې دې ته ورته نورې پېښې هم شوي دي.

د څارنې د ادارې رییس مصطفی سادون دیارونا ته وویل، د مارچ د میاشتې د وروستۍ اونۍ په ترڅ کې، د داعش عناصرو ۱۰ داسې کسان چې په دماغي یا فزیکي معیوبیتونو باندې اخته ول په ال تانک سیمه کې جګړې ته ور وړاندې کړل.

هغه وویل، د داعش جنګیالیو هغوی د انساني سپرونو په توګه وکارول چې تر شا یې پټ شي یا دا چې په چاودونکو توکو یې سمبال کړل چې د عراقي ځواکونو حرکت او پرمختګ پرې مختل کړي.

هغه زیاته کړه، د وژلو د ګواښ له لارې، داعش دغه زیانمنېدونکي خلک «دوکه یا مجبور کړل» چې د پوځي یونټونو لیکو ته ځانونه ور ورسوي.

سادون وویل، په دې طریقه هغوی (داعش) هڅه کوله چې عراقي ځواکونه د هرې هغې ژوبلتیا مسؤل ونیسي چې ښایي هغوی ته پېښه شي، او بیا هغه د پروپاګند په توګه استعمال کړي.

په زور سره د ماشومانو استخدام

سادون وویل، دغه ګروپ همدارنګه سلګونه ماشومان په زور سره استخدام کړي، او داسې ګرځنده ټیمونه یې جوړ کړي چې هغوی د هغوی له کورونو څخه راپورته کوي او د هغوی مرکزي قوماندانیو ته یې وړي.

هغه وویل، د موصل د ازادولو لپاره د عملیاتو راهیسې، داعش د ۱۱ او ۱۷ کلونو تر منځ عمر لرونکي خواوشا ۳۰۰ ماشومان چې اکثر یې د التانک، الزنجیلي، الرفایي او الصحه ولسوالیو اوسېدونکي دي، استخدام کړي دي.

هغه وویل، «د داعش ټیمونو د ماشومانو پلرونه ګواښل، او هغوی ته یې ویل چې دغه ګروپ هغوی ته سخته اړتیا لري، او دا چې هغوی د خلافت عسکر دي،» او له هغوی څخه یې غوښتنه کوله چې یا وسلې راواخلي یا لوجیستیکي مرسته وکړي.

هغه وویل، په دې طریقه جګړې ته د ملکي خلکو ورکش کول «د ترهګرو بدوالی ښیي، او دا چې هغوی څومره له انساني ارزښتونو څخه لیرې دي، او دې ته تیار دي چې د ژوندي پاتې کېدلو هر بد او خراب کار ته لاس واچوي،»

د فدرالي پولیسو قوماندان تورن جنرال راعد شاکرجودات وویل، له ذهني پلوه د معیوب سړي د اپریل د ۱ نېټې پېښه د داعش د جنایت او غیرانساني چلند درجه ښیي.

هغه دیارونا ته وویل، «په مقابل کې، دا په دې باندې فشار راولي چې زمونږ عسکر د اخلاقي، بشردوستانه موقف او په لوړه کچه مسلکیتوب په پام کې نیولو سره د داسې حالتونو په وړاندې څنګه په ډېر پام او حکمت سره چلند وکړي،»

جودات وویل، «د موصل په لوېدیځ اړخ، په ځانګړې توګه د هوټلونو کمپلېکس، د اورګاډي سټېشن، باب التوب او قدیب البان کې زمونږ د جګړو په ترڅ کې، مونږ لسګونه داسې ماشومان ونیول چې داعش دې ته مجبور کړي ول چې د هغوی له لیکو سره یوځای شي،»

هغه وویل، هغوی د موصل په ازادو شویو سیمو کې د پولیسو ماموریتونو ته بوتلل شول او بالاخره د هغوی کورنیو ته تسلیم کړای شول.

بشري ژوند ته هېڅ درناوی نه کول

جودات وویل، «داعش په هر ډول جنایتونو کې لاس لري»

هغه وویل، داعش ماشومان دې ته مجبوروي چې خپل ماشومتوب پرېږدي څو دغه ډله وکولی شي چې هغوی د جنګیالیو او ځانمرګو بمي بریدګرو په توګه استعمال کړي، او له دماغي پلوه ناروغ او معیوب کسان «د هغوی بشري حیثیت ته له درناوي څخه پرته» د غولوونکیو تلکونو او انساني سپرونو په توګه وکاروي.

هغه زیاته کړه، دا ټول دا ثابتوي چې داعش نه یوازې جنګ بایللی بلکه د یوه تنظیم په حیث یې د دوامداره ژوند لپاره خپله وړتیا هم بایللې ده.

هغه وویل، فدرالي پولیس په خپل ټول قوت هڅې کوي چې ملکي خلکو ته د ګواښ کولو یا له هغوی څخه د بدې استفادې په برخه کې د داعش مخه ونیسي.

هغه وویل، څومره چې فدرالي پولیسو پورې اړه لري، هغوی له استخباراتي معلوماتو څخه په استفادې سره دا یقیني کوي چې هغوی له داعش سره په جګړه کې صحیح هدفونه وولي او د زور له داسې اضافي استفادې څخه ځانونه وساتي چې هغه د ژوند او بېخبنا د تلفاتو سبب ګرځي.

د نیناوا د ولایتي شورا غړي خلف الحدید دیارونا ته وویل، هغه په دې وحشت واخیست چې خبر شو چې داعش له معیوبو کسانو او د ماشومانو له جبري استخدام څخه کار اخلي.

هغه وویل، «د بدې استفادې او سیستماتیک جنایت دا پېښې باید مونږ ته دا انګېزه راکړي چې له ټولو هغو لارو څخه کار واخلو چې خپل غولول شوي خلک خوندي کړو او ویې ژغورو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500