امنیت

عراقي ځواکونه په موصل کې د داعش له خطرناکو تکتیکونو سره د مخامخ کېدلو لپاره تیاری نیسي

خالد التایي

یوه عراقۍ نجلۍ له امنیتي ځواکونو څخه له دې امله مننه کوي چې د هغې کورنۍ یې د موصل په جنوب کې له داعش څخه وژغورله. [د عراق د دفاع وزارت له خوا اخیستل شوی عکس]

یوه عراقۍ نجلۍ له امنیتي ځواکونو څخه له دې امله مننه کوي چې د هغې کورنۍ یې د موصل په جنوب کې له داعش څخه وژغورله. [د عراق د دفاع وزارت له خوا اخیستل شوی عکس]

په داسې حال کې چې د موصل د ازادولو لپاره عملیات روان دي، عراقي ځواکونه وایي چې هغوی دې ته چمتو دي چې د داعش د یو شمېر خطرناکو ګامونو او انحرافي تکتیکونو په وړاندې مقابله وکړي.

یو له هغو تکتیکونو څخه چې داعش کار ترې اخلي دا دی چې ملکي خلک د انساني سپر په توګه کاروي.

د اردو د ۱۵مې فرقې یوه عسکر سلام علي وویل، د داعش عناصر د جګړې په ډګر کې د عراقي ځواکونو په وړاندې له جګړې څخه وېرېږي، او یادوي چې هغوی اکثر وختونه د بې وسلې ملکي خلکو په منځ کې پټېږي.

هغه دیارونا ته وویل، «خو مونږ د هغوی لپاره تیار یو او هغوی به پرې نه ږدو چې خلک ژوبل کړي.»

په داسې حال کې چې د داعش د نښه ویشتونکو له خطر سره مخامخ ول، عراقي ځواکونه د پوځي پرمختګ په حال کې د السلاحیه کلي ته ورننوتل چې هغو دوه ښځو او پنځو ماشومانو ته نجات ورکړي چې د دواړو خواو تر منځ په ډزو کې ایسار پاتې ول.

هغه وویل، «خطرڅه خبره نه ده. هغه څه چې مهم دي دا دي چې مونږ داسې ترتیب ونیو چې د بې ګناه خلکو ژوند مو وژغوره.»

داعش نور داسې خطرناک کارونه ترسره کوي چې په عراق کې د دغې ډلې د اصلي مرکز موصل په لورې د عراقي ځواکونو د پرمختګ بهیر ورو کړي.

د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ ویاند برید جنرال یحی رسول دیارونا ته وویل، د داعش په لسګونو جنګیالیو او ځانمرګو بریدګرو په وروستیو وختونو کې په کرکوک اوالرتبه باندې په دې نیت حمله وکړه چې «پوځ تیت او په موصل کې په خپلو جنګیالیو باندې فشار کم کړي.»

هغه وویل، «خو دغه دوه حملې د امنیتي ځواکونو د بیدارۍ او زړورتیا له امله سختې ماتې شوې.»

هغه وویل، «کله چې مونږ د موصل د جګړې لپاره تیاری کاوه، مونږ دا په پام کې ونیول چې د داعش جنایتکاران به د خپلو ځانونو د خوندي کولو لپاره ټولې وسیلې په کار واچوي.»

هغه زیاته کړه، د داعش عناصرو هڅه وکړه چې په کرکوک او الرتبه کې نوې جبهې پرانیزي او په رسنیو کې یې د بري خبرونه راشي او په دې توګه خپل مورال لوړ کړي، خو په پای کې هغوی وبایلله او د هغوی هڅې بې ځایه لاړې.

په رمادي کې، هم عراقي ځواکونو له ځایی قبایلي پاڅون کوونکیو سره په ګډه د داعش یوه حمله په شا وتمبوله .

ډارن عملونه

رسول وویل، «هغوی له داسې طریقې څخه کار اخلي چې د جګړې په ډګر کې د ځایي خلکو په منځ کې ځانونه پټوي، خو زمونږ د عسکرو زړورتیا، چې په عالي سویه روزل شوي دي، د هغوی پلانونه شنډ کړي دي.»

رسول وویل، دغه ګروپ همدارنګه اور لګونې ته مخه کړې ده او یاده یې کړه چې په وروستیو وختونو کې یې د مشراق د سلفرو فابریکې ته اور ورته کړ او تر هغې مخکېیې په القیاره کې د تېلو څاګانو ته اور ورواچاوه. .

هغه وویل، «په یوه استثنایي هڅه کې، او د اړوندو مقاماتو په مرسته، زمونږ ځواکونو داسې ترتیب ونیو چې دغه اورونه کنټرول او ګل کړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ پرمختګونه د ثانیو په حساب څارو، داعش کنټرول له لاسه ورکوي، او د جګړې له پیل راهیسې د هغوی کسان مات شوي دي. اوس هغوی یوازې د سرک د غاړې بمونه ږدي او دلته او هلته حملې ترسره کوي.»

خو رسول وویل، «مونږ له دښمن څخه د هر څه تمه لرلی شو، او مونږ دې ته تیار یو چې د جګړې له هرې سناریو سره ځانونه برابر کړو.»

د ترهګرۍ ضد ادارې ویاند صباح النعمان دیارونا ته وویل، د موصل لپاره جګړه قاطعانه او تاریخي ده، او یاده یې کړه چې، «زمونږ چمتووالی له هغو ننګونو او سختۍ سره متناسب وو چې دې جګړې تحمیل کړي دي.»

هغه وویل، «د دښمن ټولې هڅې ناکامې شوې ځکه چې مونږ دې ته پوره تیار وو چې د هغه څه تمه وکړو چې تمه یې نه کېده.»

هغه وویل، «مونږ جګړه ګټو او هر څه له پلان سره سم پرمخ ځي. زمونږ ځواکونه، پرته له دې چې ترهګرو ته کافي اندازه وخت ورکړي چې خپل ډارن عملونه ترسره کړي، په مهارت او پام سره د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره پرمخ ځي.»

د داعش په هکله معلومات ترلاسه کول

النعمان وویل، د هغه ځواکونه په موصل کې دننه د داعش د پټنځایونو په هکله معلومات لري او پوهېږي چې د داعش جنګیالي چېرته ځای پرځای شوي دي، څومره شمېر او څه ډول تامینات لري.

هغه وویل، «زمونږ استخباراتي سرچینو مونږ ته د اوضاع او هغو کارډونو په هکله چې داعش یې لري د جګړې له پیل څخه شپږ میاشتې مخکې پوره تصویر راکړی دی.»

هغه زیاته کړه چې دا وخت، د داعش د جنګیالیو وړتیاوې او مورال «له بل هر وخت نه ډېر ټیټ دی او مونږ د لوبې د پای خوا ته پرمخ ځو.»

د داعش د ترهګرې ډلې د چارو کارپوه هاشم الهاشمي دیارونا ته وویل، داعش دا وخت داسې کافي شمېر ځواک نه لري چې موصل پرې د اوږدې مودې په مخه کنټرول کړي.

هغه زیاته کړه، دا غیراحتمالي ده چې دغه ډله دې د جګړې په ډګر کې د خپلو زیانونو په ځواب کې په موصل کې په پراخه کچه د ځمکې د مخ د شیانو د سوزونې پالیسي پرمخ بوځي.

هغه وویل، «ښایي چې د جګړې په پای کې دغه ګروپ یوازې دا وس ولري چې د فتحې د تخریب د هڅې په توګه ځانمرګي بریدونه ترسره کړي. دا هغه څه دي چې مونږ ورسره بلد یو. ځانمرګي بمي بریدګر یوه چټله وسله ده او مونږ باید ورته پوره متوجه اوسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500