تروريزم

په سوریه کې د امریکا د برید په هکله تازه جزیات ښیي چې البغدادي په سمندر کې ښخ شوی دی

ای اېف پي

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه د ۱۳۹۸ د وږي په ۱۱مه له شریکو ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد د اساسي هوډ عملیاتو د برخې په توګه د وسلو روزنه ترسره کوي. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]‌

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه د ۱۳۹۸ د وږي په ۱۱مه له شریکو ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد د اساسي هوډ عملیاتو د برخې په توګه د وسلو روزنه ترسره کوي. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]‌

د اونیزې رخصتۍ پر وخت د داعش د مشر ابوبکر البغدادي پر ضد د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په هکله چې د هغه د مړینې سبب شول، د نورو جزیاتو په رابرسېره کېدلو سره امریکایي چارواکو د دوشنبې په ورځ /(د لړم ۶مه) وویل چې د هغه جسد په سمندر کې ښخ کړای شو

د سوریې کوردانو ادعا وکړه چې هغوی په دې پېښه کې چې امریکایان یې دې ته جوړ کړل چې البغدادي ووژني مهم استخباراتي معلومات شریک کړي دي. البغدادي د هغه له پنځه کلنې ظالمانه واکمنۍ څخه چې د عراق او سوریې په ډېرو برخو یې کوله، وروسته ووژل شو.

او یو بې نومه سپی د برید د نه باور وړ اتل وګرځېد. هغه ته په داسې حال کې چې د سوریې په شمال ختیځ کې په داسې یوه تونل کې چې بل سر یې بند وو البغدادي وموند ټپونه ور ورسېدل. له موندل کېدلو څخه وروسته بغدادي خپل ځان او درې ماشومان د یوه ځانمرګي واسکټ په چولو سره ووژل.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر وویل،"د هغه مړینه د داعش پاتې شونو ته یو سخت ټکان دی."

یو عکس چې د لړم په ۶مه اخیستل شوی سوریایان په داسې حال کې ښیي چې د سوریې د باریشا په څنډه کې یوه ورځ مخکې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي پر ضد د امریکا په مشرۍ د ترسره شوي برید په ساحه کې خاورې خځلې سره جلا کوي. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

یو عکس چې د لړم په ۶مه اخیستل شوی سوریایان په داسې حال کې ښیي چې د سوریې د باریشا په څنډه کې یوه ورځ مخکې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي پر ضد د امریکا په مشرۍ د ترسره شوي برید په ساحه کې خاورې خځلې سره جلا کوي. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

هغه د هغه نژدې سل کسیز قوي ځواک ستاینه وکړه چې د یوه پېچلي ماموریت په ترڅ کې د سوریې په ادلیب ولایت کې یوې کلیوالې کلا ته په څرخکه کې ور ورسېدل.‌ دغو عملیاتو له روسانو، کوردانو، ترکانو او د ولسمشر بشارالاسد رژیم سره همغږۍ ته اړتیا لرله څو په امریکایي الوتکه باندې د ډزو مخه ونیول شي.‌

اېسپر وویل، "هغوی دغه برید د برید د ټولو اړخونو د عظمت په پام کې نیولو سره ترسره کړ."

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک میلي وویل، که څه هم چې امریکایي ټیم په رسېدلو سره ډزې پیل کړې لاکن په عملیاتو کې هیڅوک هم ژوبل نشو.‌

امریکایي ځواکونو دوه سړي بندي ونیول او عسکرو وروسته له هغه چې البغدادي خپل ځان وواژه د هغه پاتې شوني له هغه ځای څخه پورته کړل.‌

میلي وویل، "وروسته د البغدادي پاتې شوني یوه خوندي مرکز ته وېوړل شول چې د هغه هویت د ډي اېن ای د عدلي ازموینې په ترسره کولو سره تایید شي."

د پنتاګون یوه بل چارواکي تایید کړه چې د البغدادي جسد، په ۱۳۹۰ کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د جسد په څېر چې په پاکستان کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وو، په یوه نامعلوم ځای کې په سمندر کې ښخ کړای شو.‌

د البغدادي نېکر

یوه کوردي چارواکي وویل،‌ د کوردي ځواکونو له خوا نظارت کېدونکې یوې داخلي منبع دا مسؤلیت پر غاړه درلود چې امریکایي عسکر یې د البغدادي پټنځای ته رهبري کړل، د کلا د داخلي برخې په نقشه کشۍ کې یې مرسته وکړه او د هغه ځای د کارکوونکیو هویت یې معلوم کړ، او همدارنګه یې د هغوی لپاره دا شونې کړه چې البغدادي وپېژني.

د کوردانو تر رهبرۍ لاندې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو یوه جیګپوړي سلاکار پولات کان په یوه ټویټ کې ولیکل، "د غوایي له ۲۵مې راهیسې، مونږ له سي آی ای (د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې) سره په ګډه کار کاوه چې البغدادي ومومو او له نژدې یې وڅارو."

دغې ډلې داسې یو مخبر درلود چې په دې وتوانېد چې د البغدادي کور ته لاره وکړي.‌

هغه په ټوېټر وویل، "البغدادي خپل استوګنځي ډېر ډېر بدلاوه."

پولات کان وویل، "زمونږ استخباراتي منبع د کوارډینیټونو په لېږلو، د ایرډراپ په رهبري کولو، او تر وروستۍ دقیقې پورې په عملیاتو کې په برخه اخیستلو او د هغو په بریالي کولو کې ښکېله وه."

هغه وویل، یادې سرچینې همدارنګه "د البغدادي نېکر راوړ چې د ډي اېن ای ازموینه یې ترسره کړي او ۱۰۰٪ یقیني کړي چې وژل شوی شخص پخپله البغدادي دی."

تحریف شوی اسلام

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ‌ وویل چې البغدادي د اسلام تصویر تحریف کړی دی. دغه هېواد د امریکایي ځانګړیو ځواکونو له خوا د هغه وژنه وستایله.‌

د سعودي د رسمي مطبوعاتي ادارې په وینا، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت یوې سرچینې وویل، "سلطنت د متحده ایالاتو د ادارې له خوا دا هڅې ستایي چې د دغه ترهګر سازمان غړي چې د اسلام تصویر یې تحریف کړی ... او ظلمونه اوجنایتونه ترسره کوي، تعقیبوي."

سرچینې زیاته کړه چې "سعودي عربستان له خپلو متحدینو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو سره یوځای د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500