تروريزم

داعش په سوریه کې وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه او تش په نامه 'خلافت' یې دړې وړې شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

د داعش دا ویډیو د ۱۳۹۷ د کب په ۲۷مه د سوریې په باغوز کې د تش په نامه "خلافت" وروستۍ شېبې په داسې حال کې ښیي چې هغوی د متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کېدونکو کوردي ځواکونو سره د هغوی د قلمرو په یوازنۍ پاتې برخه کې جګړه کوي.

باغوز، سوریه -- د متحده ایالاتو په مشرۍ نړيوال ایتلاف د شنبې په ورځ /د وري ۳مه/ وروسته له هغه چې د سوریې په ختیځ کې یې د داعش تر مرګه جنګ کوونکي کسان د هغوی له وروستي مرکز څخه جارو کړل، د دغې ډلې د تش په نامه "خلافت" مرګ اعلان کړ.

د متحده ایالاتو د اردو ډګرجنرال پاول له کامره چې د ګډ مؤظف ځواک د عملیاتو د قاطع قوماندانۍ جنرال دی، وویل، "په فزیکي توګه د تش په نامه خلافت پای ته رسېدل داسې یوه تاریخي لاسته راوړنه ده چې په دې هېواد کې یې تر ټولو لوی ایتلاف سره یوځای کړ، خو د داعش او د تاوتریخجن افراطیت پر ضد جګړه لا پای ته رسېدلې نه ده."

د متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کېدونکو د سوریې دیموکراتیک ځواکونو جنګیالیو په باغوز کې خپل ژیړ بیرغ پورته کړ. دا د سیند پر غاړه یو لیرې پروت کلی دی چې د بېلابېلو هېوادونو تابعیت لرونکو جنګیالیو په کې وروستی بې ګټې مقاومت وکړ.

د اېس ډي اېف دغې بریا د یادې ترهګرې ډلې د قلمرو د وروستيو پاتې شویو برخو پر ضد، چې یو وخت یې د عراق او سوریې په پراخو ځمکو کې په نژدې ۷ میلیونو خلکو واکمني کوله، د شپږو میاشتو مرګونی مقاومت پای ته ورساوه.‌

د کوردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو یو جنګیالی د کب په ۲۹مه د داعش له خوا د وروستي پاتې ځای له لاسه ورکولو څخه څو ورځې مخکې د نوروز د لمانځلو په ترڅ کې د اور مخې ته ولاړ دی. [جوسیپ کسیکي/ای اېف پي]

د کوردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو یو جنګیالی د کب په ۲۹مه د داعش له خوا د وروستي پاتې ځای له لاسه ورکولو څخه څو ورځې مخکې د نوروز د لمانځلو په ترڅ کې د اور مخې ته ولاړ دی. [جوسیپ کسیکي/ای اېف پي]

د سوریې په باغوز کې د کب په ۲۷مه د سوریې دیموکراتیک ځواکونو سره د جګړو په ترڅ کې له وروستي پاتې مرکز څخه ډېر لوګي پورته کیږي. یوه هوایي برید په یوه ویجاړ شوي پله باندې بمونه وغورځول، چې له دې کبله وسله وال د داعش په وروستي سنګر کې د موټرونو او خېمو ترمنځ د ويرې له کبله منډي وهي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د سوریې په باغوز کې د کب په ۲۷مه د سوریې دیموکراتیک ځواکونو سره د جګړو په ترڅ کې له وروستي پاتې مرکز څخه ډېر لوګي پورته کیږي. یوه هوایي برید په یوه ویجاړ شوي پله باندې بمونه وغورځول، چې له دې کبله وسله وال د داعش په وروستي سنګر کې د موټرونو او خېمو ترمنځ د ويرې له کبله منډي وهي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کېدونکي د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د وري په ۳مه د سوریې په باغوز کې وروسته له هغه چې په دغه کلي کې یې داعش ته ماتې ورکړه، د یوې ودانۍ په سر خپل بیرغ ښیي. د کوردانو په مشرۍ ځواکونو وروسته له هغه د دغه نژدې پنځه کلن "خلافت" پای ته رسېدل اعلان کړل چې چې جهادیان یې د هغوی له وروستي مرکز څخه پسې جارو کړل. [جوسیپ کسیکي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کېدونکي د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د وري په ۳مه د سوریې په باغوز کې وروسته له هغه چې په دغه کلي کې یې داعش ته ماتې ورکړه، د یوې ودانۍ په سر خپل بیرغ ښیي. د کوردانو په مشرۍ ځواکونو وروسته له هغه د دغه نژدې پنځه کلن "خلافت" پای ته رسېدل اعلان کړل چې چې جهادیان یې د هغوی له وروستي مرکز څخه پسې جارو کړل. [جوسیپ کسیکي/ای اېف پي]

د شنبې د ورځې اعلان به په داسې یوه جګړه کې د یوې سمبولیکې نېټې په توګه ولیکل شي چې د سیمې مخ یې بدل کړ او د نړۍ والو ترهګریزو بریدونو لړۍ یې وشکوله.

له کامره وویل، "دا مهمه ده چې مونږ ټول هغه کسان رایاد کړو چې د داعش پر ضد جګړه کې مړه شوي. د دغه څلورکلن کمپاین په ترڅ کې، په زرګونو اېس ډي اېف او د عراق امنیتي ځواکونه ووژل شول او بېرته خپلو کورونو ته ستانه نشول. زه ستاسو د تلفاتو، او ستاسو د ټپیانو د ژر رغېدلو لپاره دعا کوم."

په ال عمر کې، چې یو د تېلو د تولید ځای دی او د دغه برید د وروستۍ مرحلې لپاره د پښې اېښودلو د ځای په توګه ترې کار اخیستل کېده، له جګړې ستړو جنګیالیو خپلې وسلې کېښودې او په سندرو او نڅا یې پیل وکړ.‌

په هغو مراسمو کې چې جیګپوړو کوردي چارواکو په کې برخه اخیستې وه، يوه پوځي بانډ د "د ستورو بیرغ" په شمول ترانې وویلې.

د ترهګرۍ مهالوېش

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د ۱۳۹۳ په نیمایي کې وروسته له هغه چې دا ډله په عراق او سوریه کې له له نا ارامۍ څخه را وټوکېدله، د خپل دولت ته ورته جوړښت اعلان وکړ.‌

هغه د سوریې الرقه خپله پلازمېنه اعلان کړه. په دغه ښار کې، داعش له خلکو نه سرونه پرې کول، ډله ییز اعدامونه، جنسي تېري، تښتونې او قومي تصفیې یې ترسره کول. هغوی داسې ښځې چې د زنا تور به پرې لګېدلی وو سنګسارولې او هغه کسان چې د همجنس بازۍ تور به پرې لګېدلی وو یې حلالول.

ډېر وحشتونه به په ویډیوګانو کې خپرېدل، چې هغه به جهادیانو په هغه وخت کې د خپل ښه تمویل شوي تبلیغاتي ماشین لپاره د یوې امسا په توګه کارول.‌

په عراق کې، داعش په سینجر سیمه کې د یزیدي اقلیت تاریخي مېنه ونیوله، چې له کوچنیو هلکانو نه یې عسکر جوړ کړل او په زرګونو ښځې یې ونیولې چې د وینځو په توګه ترې استفاده وکړي -- دا د دغه ګروپ له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونې او جنګي جرمونو د ترسره کولو ځینې بېلګې دي.

د ۱۳۹۳ د زمري په میاشت کې، امریکایي الوتکو د عراق په شمال کې د داعش په سنګرونو باندې بمبارۍ پیل کړې. واشنګټن هغه وخت له ۷۰ څخه د ډېرو هېوادونو یو ایتلاف جوړ کړ چې په عراق او سوریې دواړو کې د یادې ډلې پر ضد جنګ وکړي او د سیمې په بېلابېلو برخو کې یې ۵۰۰۰ عسکر ځای پرځای کړل.

په ۱۳۹۶ کې، د داعش پر ضد جنګ هغه وخت د ګټورو نتایجو د ترلاسه کولو نقطې ته ورسېد چې په عراق او سوریه کې هم مهالو یرغلونو د هغوی غټ مرکزونه، موصل او الرقه، ونیول.

د داعش د پاتې شونو له خوا اداره کېدونکی قلمرو له یوې میاشتې څخه بلې ته پسې ورټولېده، او په تېره تله میاشت کې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) د فرات درې په مرکزونو کې د "خلافت" په پاتې برخو باندې وروستی یرغل پیل کړ.‌

د اېس ډي اېف جنګیالیو تېره اونۍ د داعش هغه وروستي جنګیالي د باغوز په څنډه کې له یوه کمپ څخه واېستل چې له تسلیمېدا څخه یې انکار وکړ او تر اوسه پورې هغه څو ژوندي پاتې کسان تعقیبوي چې د فرات سیند په غاړو کې یې په لوخو کې ځانونه پټ کړي دي.

په عصري تاریخ کې د تر ټولو ظالم جهادي ګروپ پر ضد د نژدې پنځو کالونو جګړې په ترڅ کې د زرګونو کالونو پخواني ښارونه ویجاړ او ټول خلک بې کوره شول.‌

لا هم یو ګواښ دی

په داسې حال کې چې د اېس ډي اېف له خوا د باغوز نیول د داعش د دولت پای ته رسېدل ښیي، جهادیان لا هم یو ګواښ دی.‌

له کامره زیاته کړه، "غلطي مه کوئ، داعش خپل ځواک ساتي. هغوی داسې حسابي پرېکړې کړي دي چې له خپلو کمو شویو کسانو او امکاناتو څخه د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې او په لیرې پرتو سیمو کې د پټېدلو له فرصت څخه کار واخلي. هغوی د بیا راپورته کېدلو لپاره صحیح وخت ته منتظر دي."

د داعش هغه جنګیالي چې په خپل وخت له کمېدونکي قلمرو څخه ووتل او خپله ډله یې بیا منظمه کړه وار له مخه په عراق کې خپل پخواني پټنځایونه بیا جوړوي.

حتی پنتاګون په یوه وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په داعش باندې د دوامدار ترهګرۍ ضد فشار نشتوالی به جهادیانو ته فرصت ورکړي چې په څو میاشتو کې دننه د ځینې سیمو کنټرول بیا ترلاسه کړي.‌

له کامره خپلې خبرې په دې ورټولې کړې چې،‌ "مونږ پوهېږو چې یوازې پوځي فشار به بریا یقیني نه کړي او مونږ به د داعش د همېشنۍ ماتې په لور دوامدار ملاتړ ته دوام ورکړو.‌ له عراق او شمال ختیځې سوریې سره نړۍ وال ملاتړ د داعش د همېشنۍ ماتې لپاره مهم دی. ډېره مهمه دا ده چې، مونږ باید د هغوی نظریې ته د ماتې ورکولو لپاره خپلې هڅې بیا دوه برابره زیاتې کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500