تروريزم

د داعش یوه نوې ستونزه دا ده چې مشر یې یو جاسوس دی

سلام ټایمز

یو امریکایي عسکر په ۱۳۸۷ کال کې د عراق په بوکا زندان کې دننه د بندیانو لپاره د اسلامي مباحثې په یوه کورس کې خبرو ته غوږ نیولی دی.‌ د درې غیر محرمو راپورونو په اساس،‌ د داعش موجود مشر په بوکا زندان کې د حبس پر مهال لږ تر لږه د ۸۸ داعشیانو او د القاعدې د غړو په هکله معلومات ورکړي. [د ای اېف پي عکس/ډیویډ فورسټ ډیویډ فورسټ/ای اېف پي]

یو امریکایي عسکر په ۱۳۸۷ کال کې د عراق په بوکا زندان کې دننه د بندیانو لپاره د اسلامي مباحثې په یوه کورس کې خبرو ته غوږ نیولی دی.‌ د درې غیر محرمو راپورونو په اساس،‌ د داعش موجود مشر په بوکا زندان کې د حبس پر مهال لږ تر لږه د ۸۸ داعشیانو او د القاعدې د غړو په هکله معلومات ورکړي. [د ای اېف پي عکس/ډیویډ فورسټ ډیویډ فورسټ/ای اېف پي]

داعش چې وار له مخه د قلمروونو په له لاسه ورکولو او د تش په نامه «خلافت» په نسکورېدلو سره شیندل شوې ده، اوس په خپله هسته کې یوه نوې کمزوري لري او هغه دا ده چې مشر یې یو جاسوس دی.

امیر محمد سید عبدالرحمان المولی (چې د امیر محمد عبدالرحمان المولی السلبي په نامه هم یادېږي) وروسته له هغه د داعش مشري پر غاړه واخیستله چې ابو بکر البغدادي خپل ځان او خپل درې زامن د ۱۳۹۸ د تلې په میاشت کې په سوریه کې د امریکایي کمانډویانو د یوه برید په ترڅ کې ووژل.

په پيل کې، داعش ابو ابراهیم الهاشمي القریشي خپل نوی مشر اعلان کړ،خو وروسته معلومه شوه چې هغه د المولی مستعار نوم وو.

د متحده ایالاتو حکومت د چنګاښ په ۴مه د «انعامونه د عدالت لپاره» پروګرام لاندې د المولی د نیولو لپاره خپل انعام ۱۰ میلیونو ډالرو ته زیات او دوه برابره کړ.

د داعش غړي په ۱۳۹۷ کې په سوریه کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د پټېدلو لپاره منډې وهي. دغه ترهګره ډله په ۱۳۹۸ کې د خپل تش په نامه «خلافت» له نسکورېدلو او د بنسټ‌ اېښودونکي ابوبکر البغدادي له مړینې راهیسې، د سخت زوال په لوري روانه ده. [آرشیف]‌

د داعش غړي په ۱۳۹۷ کې په سوریه کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د پټېدلو لپاره منډې وهي. دغه ترهګره ډله په ۱۳۹۸ کې د خپل تش په نامه «خلافت» له نسکورېدلو او د بنسټ‌ اېښودونکي ابوبکر البغدادي له مړینې راهیسې، د سخت زوال په لوري روانه ده. [آرشیف]‌

د متحده ایالاتو حکومت د داسې معلوماتو په بدل کې چې د داعش مشر امیر محمد سید عبدالرحمان المولی د عدالت منګولو ته وسپاري تر ۱۰ میلیونو ډالرو انعام د ورکولو وړاندیز کوي. د معلوماتو د سپارلو لپاره، د وټس آپ، ټیلیګرام یا سیګنال له لارې په 7843-702 (202) 1+؛ یا هم د info@rewardsforjustice.net ایمیل له لارې له انعامونه د عدالت لپاره [Rewards for Justice] پروګرام سره اړیکه ونیسي، او یا هم د متحده ایالاتو سفارت یا کونسلګرۍ ته ورشئ. [د متحده ایالاتو د دپلوماتیکو امنیتي خدمتونو اداره/فیسبوک]

د متحده ایالاتو حکومت د داسې معلوماتو په بدل کې چې د داعش مشر امیر محمد سید عبدالرحمان المولی د عدالت منګولو ته وسپاري تر ۱۰ میلیونو ډالرو انعام د ورکولو وړاندیز کوي. د معلوماتو د سپارلو لپاره، د وټس آپ، ټیلیګرام یا سیګنال له لارې په 7843-702 (202) 1+؛ یا هم د [email protected] ایمیل له لارې له انعامونه د عدالت لپاره [Rewards for Justice] پروګرام سره اړیکه ونیسي، او یا هم د متحده ایالاتو سفارت یا کونسلګرۍ ته ورشئ. [د متحده ایالاتو د دپلوماتیکو امنیتي خدمتونو اداره/فیسبوک]

المولی یو ترکمن الاصله عراقی او د داعش د بنسټ اېښودونکیو له ډلې څخه دی چې په ۱۳۵۵ کې په موصل کې زېږېدلی دی. هغه له موصل پوهنتون څخه په شرعیاتو کې یوه ډګري ترلاسه کړې او د یوه اسلامي عالم په توګه د خپلې مخینې له برکته د داعش په لیکو کې مخته شوی دی.

له لندن څخه خپرېدونکې دي ګارډین ورځپاڼې هغه «د اوسني کمزوري شوي داعش په لیکو کې د یو ډېر بانفوذه تیوریسنانو له جملې څخه» وباله.‌

د البغدادي له مړینې څخه وروسته، د هغه د ارتقا په هکله د خبر ورکولو پر مهال، ورځپاڼې المولی «د البغدادي په څېر یو سخت دریځه جنګیالی وباله چې له یادې ترهګرې ډلې سره په خپل تعهد ټینګ ولاړ دی.»

خو د متحده ایالاتو له خوا په وروستیو کې خپرو شویو پوځي تحقیقاتي راپورونو د هغه د ژمنتیا په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي.‌

مرګونی خیانت

د هغو درې تکتیکي تحقیقاتي راپورونو په اساس چې د متحده ایالاتو د پوځي اکاډمۍ د ترهګرۍ ضد مبارزې مرکز (سي ټي سي) د وږي په میاشت کې خپاره کړل، راغلي چې، المولی په ۱۳۸۷ کې په عراق کې د متحده ایالاتو له خوا په چلېدونکي بوکا زندان کې د حبس په ترڅ کې د داعش او القاعدې د زرګونو غړو په هکله معلومات وړاندې کړل.

په ټولیز ډول، له دغو درې څرګندو شویو راپورونو څخه داسې معلومیږي چې المولی د تقریبا ۸۸ کسانو په هکله معلومات ورکړي دي. ۶۳ نور راپورونه اوس هم محرم پاتې دي، چې په دې توګه د داعش د مشر د خیانت پوره تحلیل لا بشپړ نه دی.

فارین پالیسي ورځپاڼې د لړم په ۲۹مه راپور ورکړ چې، «په دې کې شک نشته چې نوموړی هغه وخت چې د متحده ایالاتو پوځي ځواکونو په عراق کې ونیو، یو مخبر وو.»

دغې ورځپاڼې لیکلي، «د دې معنی دا ده چې د اسلامي دولت مشري اوس د داسې کس له خوا کیږي چې د ګڼ شمېر هغو جګپوړو مشرانو په ګډون چې په موصل کې د شرعي شورا غړي ول یا یې په اداري او پوځي موقفونو کې کار کاوه، د اسلامي دولت په لسګونو غړو سره یې خیانت کړی دی، او حتی د هغوی فزیکي اوصاف او د ټیلیفونونو شمیرې یې ورکولې.»

همدارنګه، المولی د داعش د تشکیلاتي ترتیب په هکله معلومات ورکول، او د موجودو او پخوانيو مشرانو پیژنګلوي یې کوله.

د سي ټي سي څارونکي، چې د دغو تحقیقاتي راپورونو په هکله یې لومړی تحلیل ترسره کړ، وویل، د المولی له خوا د معرفي شویو ۲۰ کسانو له جملې څخه ۱۱ کسان باوري دي او ډېر یې وروسته بندي شوي یا وژل شوي دي.

د تعجب خبره دا ده چې د المولی د ارتقاء په ترڅ کې، هغه د خیانت په تور بې شمېره کسان اعدام کړي، په داسې حال کې چې د هغه خپل خیانت د یادې ډلې لیکې ویجاړې کړې.

د فارین پالیسۍ په راپور کې راغلي،‌ «له ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۸۸ پورې، په موصل کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو، چې تر ډېره د امریکایي عسکرو په مشرۍ ترسره کېدل، د اسلامي دولت رهبري ویجاړه کړه، او داسې ښکاري چې د هغوی ډېر د ۱۳۸۷ د مرغومي په میاشت کې د المولی له خوا په ګوته شوي ول.»

په عین موده کې،‌ د القاعدې یو شمېر جګپوړي مشران له ورته برخلیکونو سره مخامخ شول.‌ المولی له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۹۳ پورې د داعش له پیدایښت څخه مخکې د القاعدې یو فعال غړی وو.

د داعش په هسته کې دوه مخي توب، نخبه توب

شنونکي وایي، المولی د «خلیفه» په توګه په لومړي کال کې لږه بریا ترلاسه کړې ده، او د دې ټکي افشا کېدل به چې هغه یو مخبر او دوه مخی دی د هغه لپاره ډېره سخته کړي چې دغه ډله پر ځان ورټوله کړي.

په اوماها کې د نبراسکا پوهنتون په چوکاټ کې د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد ملي نوښتونو، ټکنالوجۍ او ښوونې مرکز رییسې ګینا لیګون وویل، د هغې ژبې تحلیل چې المولی په تحقیقاتي راپورونو کې استعمال کړې ده ښیي چې هغه په اسانۍ سره کینه ساتي.

هغې مېډل ایسټ‌ آی په نامه ورځپاڼې ته وویل، ښایي چې هغه خلکو ته «د مصرفي توکو په سترګه ګوري چې دی د خپلې عرابې د مخ بولو په موخه ترینه کار اخیستی شي.»

لیګون وویل، «هغه خلک د ده د خلاصون لپاره د کیلي حیثیت درلود او ده هغوی په لاس ورکړل. هغه داسې یو بې رحمه مشر دی چې کله هم څوک یې نور په درد نه خوري نو په بې رحمۍ سره یې پرېږدي.»

د داعش او القاعدې د مشرتابه پر وړاندې د المولی غلطې کړنې به د دې سبب شوي وي چې ټیټ رتبه افراد شکنجه او ووژل شي، چې دا په داعش کې د مشرانو او کشرانو تر منځ دوه ګونی معیار او د نخبه توب دود په ګوته کوي.

فارین پالیسۍ راپور ورکړ چې، «کله چې اسلامي دولت په سوریه او عراق کې ځمکې له لاسه ورکولې، داسې راپورونه وو چې مشران یې له محاصره شویو ښارونو څخه تښتي، په داسې حال کې چې له نورو څخه داسې تمه کېدله چې پاتې شي او تر مرګه پورې وجنګېږي.»

د افراطیت په چارو کې د جورج واشنګټن پوهنتون د پروګرام یوه سرمحقق او د فارین پالیسي د راپور لیکونکي هارورو اېنګرام د سي ټي سي په کوربه توب د جوړ شوي یوه ویبینار په ترڅ کې وویل، «اسلامي دولت د جاسوسۍ ستونزه لري او هغه هم داسې چې مشر یې جاسوس دی.»

هغه وویل، «المولی یو جاسوس خلیفه دی چې هلته ناست دی.»

نامعلوم راتلونکی

داعش چې له هغو سیمو څخه چې یو وخت یې تر واک لاندې وې، وېستل شوی، او ډېرو خلکو ترې مخه کړې ده، اوس د خپلو عوایدو د اصلي سرچینو -- د تېلو قاچاق، د بانکونو لوټل، او د لوټل شویو هنري اثارو او نه جبرانیدونکو ملي خزانو -- په له لاسه ورکولو سره په مالي لحاظ کمزورې کېږي.‌

د البغدادي له مړینې څخه وروسته، د ترهګرو د تمویل په چارو کې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت مرستیال مارشال بیلینګسلي وویل، د یادې ډلې مالي تمویل به له یوه «متمرکز» سیستم څخه ډېر خواره واره سیستم ته واوړي.

د عراق د سیاسي چارو شنونکي ایاد الانبار وویل، «تاوتریخوالی، تښتول، باج اخیستل، جبري مالیات ټولول او مرستې راټولول، چې د پیسو د ټولولو ابتدایي میتودونه دي، کېدی شي د یادې ډلې لپاره چې خپلې ډېرې پراخې سرچینې یې له لاسه ورکړي دي، وروستی تکیه وګرځي.»

فارین پالیسي راپور ورکړ چې،‌داعش «پنځه کاله مخکې په اسانۍ سره کولی شوای چې ځان ته ملاتړي پیدا کړيځکه چې دغې ډلې دا کار د خپل د تبلیغاتي ماشین له لارې چې خپله بریا او موفقیت یې په کې ښودل،‌ ترسره کاوه.»

اوس دغه ډله په هر هغه ځای کې چې د فعالیت ادعا کوي په منډه دی، او د هغه د پروپاګند ماشین چې یو وخت ښه پرمختللی وو د خپل عظمت یواځې یو سیوری پاتې دی.‌

داعش په عراق، سوریه، افغانستان او نورو ځایونو کې د سیمو له لاسه ورکولو څخه وروسته هڅې کويچې بیا سره یوځای شي.

د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې، په افغانستان کې د یادې ډلې د خراسان څانګې په خپله ماته اعتراف وکړ او ویي ویل چې د هغوی کسانو له څو اونیو راهیسې د خوړلو لپاره هېڅ نه لرل او د هغوی په توپکو کې هېڅ ګولې پاتې نه وې.‌ داعش له څو کالونو راهیسې هڅې کولې چې په افغانستان کې خپل «خلافت»‌ جوړ کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش د یهودو او اسراییلو له خوا رامنځته شوی وو او هدف یې دا وو چې د اسلام نوم بد کړي. د داعش ایډیالوژي په اسلام کې ځای نه لري. د هغوی ایډیالوژي د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې ده. له دې امله داعش ونه کړای شو چې د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو تر منځ‌ ځانونو ته ځای ومومي. که د الله رضا وي، داعش به ډېر ژر له منځه وېوړل شي.

ځواب ورکړئ