رسنۍ

د داعش د رسنیو ماشین د ویجاړتیا غټې نښې وښودلې

سلام ټایمز

د داعش له یوې ویډیو څخه چې د تېر کال په وروستیو کې خپره شوې اخستل شوی یو عکس یا سکرین شاټ د داعش د رسنیو د یوه ټیم غړي ښیي. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه چې د تېر کال په وروستیو کې خپره شوې اخستل شوی یو عکس یا سکرین شاټ د داعش د رسنیو د یوه ټیم غړي ښیي. [آرشیف]

په افغانستانن، عراق او نورو ځایونو کې د امنیتي عملیاتو له ترسره کېدلو څخه وروسته د داعش د پروپاګند یا تبلیغاتو ماشین چې یو وخت ډېر فعال وو په منظم ډول ورټول شوی او کوچنی شوی دی.‌

په ټیلیګرام او نورو پلاټفورمونو کې د داعش د رسنیو په چینلونو د لوړ کیفیت عکسونه او ویډیوګانې په وروستیو میاشتو کې د پخوا په څېر ډېر نه خپرېږي، او په ورروستیو اونیو کې بېخي کم شوي دي.

له یو لړ غټو بریدونو څخه وروسته حالت وښودله چې د دغې وحشي ترهګرې ډلې د خپرونو عملیات ډېر مبتذل شوي دي.‌

د مثال په توګه،‌ په کابل کې د ودونو په یوه تالار د زمري د ۲۶مې له ځانمرګي برید څخه وروسته چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست او ۸۰ کسان یې ووژل او نژدې ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل، یادې ترهګرې ډلې یوازې متني پیغامونه خپاره کړل. په تېرو وختونو کې به یادې ترهګرې ډلې عکسونه، ویډیوګانې او نور پراخ رسنیز مواد خپرول.

په عراق او سوریه کې په نورو وروستیو بریدونو کې، یادې ډلې یوازې د ټیټ کیفیت عکسونه خپاره کړي چې له پخوانیو هغو څخه چې په لوړه ټکنالوجۍ یې برابرول ډېر توپیر لري.‌

په ګڼو جبهو کې د داعش زوال

د داعش د رسنیو ماشین په ګڼو دلایلو مخ په ځوړي روان شوی دی.

لومړی، د تېر کال د کب په میاشت کې په منځني ختیځ کې د قلمرو په حساب د داعش ماتې د یادې ډلې د پروپاګند یا تبلیغاتو عصبي مرکز ته یو غټ ټکان ورکړ، ځکه چې اکثر اصلي چلوونکي یا پروپاګندچیان یې د تش په نامه «خلافت» له ویجاړېدلو څخه وروسته یا ووژل شول یا ونیول شول.‌

دویم، له هغه وخت راهیسې یو شمېر امنیتي او استخباراتي عملیاتو د یادې ډلې تخنیکي وړتیاوې محدودې کړي، لکه د چنګاښ د ۱۹مې په عملیاتو چې په کې امنیتي کارکوونکیو په عراق کې له ۱۰۰ څخه ډېر د داعش کمپیوټر سرورونه ونیول.

داعش دا سرورونه د دې لپاره کارول چې خپل د ترهګرۍ د کارونو تبلیغات پرې خپاره کړي او ملکي خلک ووېروي او په عراق او نورو ځایونو کې خپلو کارونو ته «رسنیز پوښښ» ورکړي.‌

د عراق د دفاع وزارت وویل، د عراق د اردو یوه واحد په وروستیو کې د خپرونکو وسایلو یوه ډیپو، چې د داعش د اعماق راډېو سټېشن ترې استفاده کوله، ضبط کړه.

د وري په میاشت کې، افغان ځواکونو په کابل کې د داعش ۶ غړي ونیول. هغوی اعتراف وکړ چې په فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام او ټیلیګرام یې جعلي رسنیز اکاونټونه استعمالول چې د افغان حکومت پر ضد تبلیغاتي کمپاین پر مخ بوځي او نوي غړي استخدام کړي.‌

عراقي تحلیلګر احمد الشریفي وویل، «په دې مرحله کې له دغو سیستمونو او تخنیکي امکاناتو څخه د داعش محرومول ښیي چې امنیتي ځواکونو یو غټ هدف ترلاسه کړی دی.»

هغه وویل، درېیم دلیل د عامو خلکو په نظرونو باندې د یادې ډلې د نفوذ له لاسه ورکول دي.‌

هغه زیاته کړه،‌ «ملکي خلک، په ځانګړې توګه هغه چې د داعش تر واک لاندې دوره کې یې وخت تېر کړی دی،‌ اوس پوهېږي چې د یادې ډلې نظریات له مذهبي او بشري ارزښتونو څخه څومره تشه ده.»

تحلیلګر احمد الشریفي وویل، د داعش د رسنیو عملیات له دې امله له پښو غورځېدلي چې پخپله داعش نسکور شوی دی.‌

هغه وویل، هغه نور د هېڅ قلمرو کنټرول په لاس کې نه لري او خپلو اکثرو پخوانیو عایداتی سرچینو ته لاسرسی یې له لاسه ورکړی دی.‌

'له منځه تلل'

د عراق په الفارابي پوهنتون کې د پراخو رسنیو یا جمعي ارتباطاتو د چارو ښوونکي کاظم المقدادي وویل، په لوړه سویه امنیتي فشار یاده ډله په نورو کارکوونکیو سربېره له ډېرو رسنیزو پلاټفورمونو، ټکنالوجۍ، ویډیوګرافرانو، ساونډ تخنیکارانو او پروپاګندچیانو څخه محرومه کړې ده.

هغه وویل، مقاماتو په دې برخه کې ځانګړې هڅه کړې څو داسې خنډونه رامنځته کړي چې د داعش د عناصرو او ملاتړو له خوا د یادې ډلې د ایډیالوجۍ په هکله د تبلیغاتو او د هغې د پیغامونو د آنلاین «په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو» د خپرېدلو مخه ډپ کړي.

المقدادي وویل، «د داعش د رسنیو ماشین له منځه تلونکی دی» اویاده یې کړه چې یادې ډلې «اعتبار له لاسه ورکړی او نور هیڅوک هم ترې نه وېرېږي.»

عبدالسلام الثامر چې د بغداد پوهنتون د رسنیو په پوهنځي کې د اعلاناتو او تبلیغاتو تدریس کوي د داعش د رسنیو د ماشین او هغې ټکنالوجۍ په نښه کولو باندې تاکید وکړ چې هغوی یې د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره استعمالوي او رواني جګړه پرې پر مخ بیایي.

هغه وویل، «مونږ باید د هغوی د ټکنالوجیکو وړتیاوو او هغو واحدونو ویجاړولو ته دوام ورکړو چې رسنیز محتویات رامنځته کوي. مونږ باید د هغوی ډیجیټل لاسرسی شل کړو او د ټولنیزو رسنیو پلاټفورمونه یې له کاره وغورځوو.»

هغه وویل،‌ نه یوازې د هغوی دغه وړتیاوې باید له منځه وېوړل شي بلکې همدارنګه په رسمي رسنیو کې باید د ترهګرۍ ضد فعالې خپرونې وشي.

هغه وویل، «د داعش د دروغو او فرېب له را څرګندېدلو څخه وروسته، اوس هغه وخت تللی دی چې خلکو به د داعش له خوا خپرېدونکو پیغامونو سره علاقه مندي ښودله، خو په کار دی چې مونږ لا نور کار وکړو چې د ترهګرو په وړاندې د خلکو کرکه لا ژوره شي او تل ورته د هغوی کرکجن عملونه او جنایتونه وریاد کړو.»

الثامر وویل، «مونږ باید د ټولنیزې خبرتیا د پروګرامونو او مستندونو او تلوېزیوني پروګرامونو له لارې چې کولی شي د هغوی نظریات تر تاثیر لاندې راولي، د هغوی منحرفه ایډیالوژي په نښه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه ډېر ښه دی.‌

ځواب ورکړئ