امنیت

په کابل کې په واده له مرګوني برید څخه وروسته غني ژمنه وکړه چې داعش به له منځه وېسي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان چارواکو وویل، په افغانستان کې د یوه واده خوشحالۍ او لمانځنې وروسته له هغه په وحشت او عام قتل بدل شول چې د داعش اړوند یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ودونو یو تالار په نښه کړ او لږ تر لږه ۶۳ کسان یې ووژل او له ۱۸۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل. [طلوع نیوز/ای اېف پي]

کابل -- ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۸مه/ وروسته له هغه چې د داعش ترهګرې ډلې ورځې مخکې د ودونو په یوه تالار د یوه وحشیانه برید د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه واخیست، ژمنه وکړه چې دغه ډله به په افغانستان کې له منځه وېسي.

په کابل کې د شنبې په ماښام /د زمري ۲۶مه/ د یوه واده خوشحالۍ او لمانځنې وروسته له هغه په وحشت او عام قتل بدل شول چې د داعش اړوند یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ودونو یو تالار په نښه کړ او لږ تر لږه ۶۳ کسان یې ووژل او له ۱۸۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د ماتم د یوې نښې په توګه، غني هغه پراخې لمانځنې وځنډولې چې په پام کې وې د دوشنبې په ورځ له برتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت ترسره شي.

غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې کوچنۍ غونډې ته په خبرو کې وویل، «مونږ به د داعش ځالې چې په هر ځای کې وي ویجاړې کړو.»

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۸مه په کابل کې وروسته له هغه خبرې کوي چې افغان حکومت له برتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو د ۱۰۰مې کلیزې لمانځنې وځنډولې. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۸مه په کابل کې وروسته له هغه خبرې کوي چې افغان حکومت له برتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو د ۱۰۰مې کلیزې لمانځنې وځنډولې. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۲۸مه په وزیراکبرخان روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. نوموړی یوه ورځ مخکې په کابل کې د ودونو په یوه تالار کې په یوه مرګوني برید کې ټپي شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۲۸مه په وزیراکبرخان روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. نوموړی یوه ورځ مخکې په کابل کې د ودونو په یوه تالار کې په یوه مرګوني برید کې ټپي شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۲۷مه اخیستل شوی، افغان سړي په کابل کې د ودونو په یوه تالار کې له یوه مرګوني بمي برید څخه وروسته لټون کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۲۷مه اخیستل شوی، افغان سړي په کابل کې د ودونو په یوه تالار کې له یوه مرګوني بمي برید څخه وروسته لټون کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

هغه وویل، «نن زه ژمنه کوم چې مونږ به داعش، نور ترهګر او د هغوی ملاتړي ویجاړ کړو.»

غني له ملت څخه وغوښتل چې د داعش د خواخوږو په پېژندلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

که څه هم چې طالبانو په یوه اعلامیه کې په پېښه کې لاس لرل رد کړل، غني د داسې تاوتریخوالي د بنسټ اېښودلو له امله یاده ډله ملامته کړه.

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې ځانونه له ملامتیا څخه خلاص کړي. طالبانو په مکرر ډول په جوماتونو، ښوونځیو او عامه ځایونو باندې داسې وحشتونه او ظالمانه بریدونه کړي، او مسؤلیت یې اخیستی دی.»

که څه هم چې طالبان له متحده ایالاتو سره د یوه احتمالي تړون په هکله خبرې اترې کوي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي، غني یاده ډله ملامته کړه چې په هېواد کې یې تاوتریخوالی رامنځته کړ.‌

د متحده ایالاتو د سولې استازی، چې د واده په مراسمو «فجیع برید» یې غندلی دی،‌ کیدای شي په راتلونکیو ورځو کې سیمې ته راستون شي او مذاکراتو ته دوام ورکړي یا یې ان نهایي کړي.‌

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «مونږ باید د بین الافغاني خبرو اترو په شمول د افغانستان د سولې پروسه ګړندۍ کړو. دلته بریا به افغانان داعش ته په ماتې ورکولو کې یوه ډېر قوي موقف ته پورته کړي.»

وحشیانه برید

د واده هلک هغه مېلمانه وریادوي چې ماسپښین مهال یې په خولو موسکا خپره وه خو څو ساعته وروسته یې جسدونه انتقال شول.

دغه ځوان هلک چې خپل نوم یې میرویس یاد کړ، طلوع نیوز تلوېزیون ته وویل، حملې «زما خوښي په غم بدله کړه».

هغه وویل، «زما کورنۍ، زما ناوې ټکان خوړلی دی، هغوی حتی خبرې هم نشي کولی. زما ناوې ضعف کیږي.»

هغه زیاته کړه، «ما خپل ورور له لاسه ورکړ، ما خپل دوستان له لاسه ورکړل، ما خپل خپلوان له لاسه ورکړل. زه به بیا هېڅکله په خپل ژوند کې خوښي ونه وینم.»

منیراحمد چې ۲۳ کاله عمر لري او سخت ټپي شوی او د تره زوی یې مړ شوی وو، وریادوي، «د واده مېلمنو نڅاوې کولې او پروګرام یې لمانځه چې چاودنه رامنځته شوه.»

هغه په یوه محلي روغتون کې چې د چرو له ټپونو څخه یې درملنه کیږي، له خپل چپرکټ نه ای اېف پي ته وویل، «له دې چاودنې څخه وروسته، مکمله ګډوډي رامنځته شوه. هر چا خپلو عزیزانو ته چیغې وهلې او ژړل یې.»

د تالار له داخل څخه اخیستل شویو عکسونو په ځمکه پراته په وینو لړلي جسدونه ښودل چې د غوښو ټوټې او شکېدلي لباسونه، خولۍ، بوټان او د منرالي اوبو بوتلونه ورسره ګډوډ پراته ول. دغې لویې چاودنې د چت څه برخې را شکولې وې.»

د واده په دې مراسمو کې په لویه کچه شیعه مسلمانانو برخه اخیستې وه. هغوی په افغانستان کې چې اکثریت اوسېدونکي یې سنیان دي په ځانګړې توګه د داعش له خوا په نښه کیږي.‌

د واده مېلمه حمید قریش ای اېف پي ته وویل،‌ ځوانې ناوې او زوم ژمنه ترسره کوله چې بم وچاودېد.

قریش چې یو ورور یې له لاسه ورکړی او پخپله ټپي شوی دی په ژړا کې وویل، «له چاودنې څخه وروسته مونږ ضعف شو، او مونږ نه پوهېږو چې چا مونږ روغتون ته راوړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500