کابل -- یوه چارواکي د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳۰مه/ وویل، په کابل کې د واده په یوه مېلمستیا شوي برید کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۸۰ تنو ته ورسېد. د افغانستان پلازمېنه اوس هم له تېر یوه کال څخه له ډېرې مودې راهیسې د تر ټولو مرګوني برید له امله ویرجنه ده.
یوه ځانمرګي بمي بریدګر د کابل په لوېدیځ کې د افغانانو د ودونو په یوه ډک تالار د زمري په ۲۶مه هغه وخت برید وکړ چې خوشحالۍ په جوش کې روانې وې.
د راپورونو له مخې، د مړو ابتدایي شمېر لږ تر لږه ۶۳ کسان وو، او له ۱۸۰ څخه ډېر نور ټپیان وو.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ای اېف پي ته وویل، «اوس د مړو شمېر ۸۰ ته پورته شوی دی.»
هغه وویل، «ځینې ټپي خلکو چې ټپونه یې سخت وو... ژوند له لاسه ورکړی دی.»
دا په کابل کې د ۱۳۹۶ له سلواغې راهیسې چې طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک یو امبولانس موټر په یوه ګڼه کوڅه کې وچاوه تر ټولو ډېر خونړی برید دی. د رسمي سرچینو په اساس، د طالبانو په هغه برید کې ۱۰۳ کسان وژل شوي وو.