امنیت

د کابل په جومات کې چاودنې امنیتي اندېښنې زیاتې کړلې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خپلوانو او دوستانو د زمري په ۲۷مه فردین چې ۲۷ کاله عمر لري، یوه ورځ وروسته له هغه خاورو ته وسپاره چې نوموړی په کابل کې له عبادت کوونکیو څخه ډک جومات کې دننه په یوه چاودنه کې ووژل شو. پولیسو وویل چې په برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول. [لوانا سارمیني بوناکورسي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، یوې چاودنې چې د چارشنبې په ورځ /د اګست ۱۷مه/ د کابل په خیرخانه مېنه سیمه کې وشوه لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په یوه اعلامیه کې وویل، «بمي چاودنه په ابوبکر صدیق جومات کې هغه وخت وشوه چې ګڼ شمېر خلکو د ماښام لمونځ کاوه.»

د ایمرجنسي په نامه ایټالوي غیر حکومتي موسسې، چې په کابل کې یو روغتون چلوي، د چارشنبې په ماښام وویل چې هغوی ته د درې مړو په ګډون ۲۷ قربانیان ور رسېدلي دي.‌

هغوی د ایمیل له لارې وویل چې اکثر ناروغان «په پرخچو او له سوځېدلو څخه د لګېدلو ټپونو» له امله زیانمن شوي دي.

افغانان د زمري په ۲۷مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پلازمېنې په ابوبکر صدیق جومات کې یوه چاودنه وشوله، د کابل په لمنه کې د تدفین له مراسمو څخه وروسته، د یوه قرباني د قبر په سر دعا کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د زمري په ۲۷مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پلازمېنې په ابوبکر صدیق جومات کې یوه چاودنه وشوله، د کابل په لمنه کې د تدفین له مراسمو څخه وروسته، د یوه قرباني د قبر په سر دعا کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

روغتون وروسته په یوه ټویټ کې وویل چې د درمل شویو کسانو په ډله کې پنځه ماشومان هم شامل دي چې د یوه ماشوم عمر ۷ کاله ده.

د دې خبر د لیکلو تر وخته پورې هېڅ ډلې هم په ابوبکر صدیق جومات باندې چې تر څنګ یې مدرسه موجوده ده، د شوي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

افغان اسلامي اژانس راپور ورکړ چې، د جومات امام مولوي امیرمحمد کابلي چې یو عالم او د صوفي اسلام مبلغ وو، په نښه کړای شو او اکثر قربانیان د مدرسې زده کوونکي ول.

د اسوسیټد پرېس د خبر په اساس، یوه عیني شاهد وویل چې کابلي ووژل شو.

د سیمې یوه اوسېدونکي مسیح الله چې په چاودنه کې یې د خپل خپلوان د مړینې په هکله یې خبرې کولې، وویل، «هغه زما د تره زوی وو، خدای دې یې وبښي.»

هغه وویل، «د هغه له واده یو کال تېر شوی وو، هغه ۲۷ کاله عمر درلود، او نوم یې فردین وو... هغه ښه سړی وو.»

اقلیتونه په نښه کول

له تېر زمري راهیسې، په افغانستان کې د بمي بریدونو شمېر کم شوی دی، خو په وروستیو میاشتو کې یو شمېر بریدونو چې ډېرو یې اقلیت ټولنې په نښه کړي، هېواد ولړزاوه چې د یو لړ بریدونو مسؤلیت په کې داعش پر غاړه اخیستی.‌

داعش په دوامداره توګه د شیعه ګانو، صوفیانو او سکانو په ګډون، د افغانستان د اقلیت ټولنو غړي په نښه کړي دي.‌

داعش د روانې میاشتې په نیمایي کې د یو لړ هغو بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې په کابل کې یې شیعه اوسېدونکي په نښه کړل او لږ تر لږه ۱۰ کسان په کې ووژل شول.‌

چاودنې د کابل په لوېدیځ کې په هغې ساحه کې پېښې شوې چې تر ډېره په کې د هزاره قوم غړي ژوند کوي او اکثر یې شیعه ګان دي.

دا چاودنې له عاشورا څخه یواځې څو ورځې مخکې وشوې. په دې مناسبت عبادت کوونکي په جوماتونو کې راټولېږي او د شیعه ګانو د امام او د نبي (ع) د لمسي حسین بن علی د مرګ په یاد مراسمو کې برخه اخلي.

د غبرګولي په میاشت کې، داعش په کابل کې په یوه ګوردواره باندې د شوي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې دوه کسان په کې مړه او لږ تر لږه ۷ نور ټپیان شول.

داعش په خپل تبلیغاتي سایټ اعماق باندې خپاره کړي یوه پیغام کې وویل چې برید هندوان او سکان او هغه «مرتدان» په نښه کړل چې د هغوی ساتنه یې کوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خلیلزاد او په قطر کې د میشتو طالبانو په ژمنو د افغانستان خلک دوکه شول. خلیلزاد ویل چې طالبان بدل شوي دي. طالبانو هم ویل چې له خپلې لومړۍ دورې څخه یې زده کړه کړې ده، خو د خلیلزاد له خوا د پلان له مخې طالبان واک ته ورسېدل، او طالبان د پخوا په پرتله ډیر وحشي شول. طالبانو کبر کاوه، شعارونه یې ورکول او د افغانستان خلک یې غولول. هغوی ویل چې طالبان کولی شي په افغانستان کې امنیت تامین کړي او په افغانستان کې به هغه وخت سوله راشي چې طالبان واک ته ورسیږي. خو اوس؟ داعش هره ورځ چاودنې کوي، بېګناه خلک وژني، مذهبي جګړې روانې دي. غلا او لوټمار په ټول هیواد کې خپاره شوي دي. د مقاومت تش په نامه ډلې هم وخت په وخت بریدونه کوي. دا چې اقتصادي وضعیت خرابیږي، خلک د اړتیا له مخې د داعش له لیکو سره یوځای کیږي، او دې حالت د افغانستان راتلونکی له خورا جدي ننګونو سره مخامخ کړی دی. اوس نه خلیلزاد ځان مسؤل ګڼي او نه قطري ډیپلوماټان. د ټولو وجدانونه ويده دي او نړۍ د افغانانو د وژنو ننداره کوي. :(

ځواب ورکړئ