امنیت

وسله والو سړیو د کابل په لونګان هوټل باندې چې ډېر مراجعین یې چینایان دي برید وکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په کابل لونګان هوټل کې چې تر ډېره چینایی سوداګر ورځي، د چاودنو او ډزو له اورېدلو څخه وروسته د کابل له دغه هوټل څخه لوګی پورته کیږي. [لوانا سارمیني بوناکورسي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- لږ تر لږه درې وسله وال سړي چې د کابل په یوه مرکزي هوټل کې یې ډزې وکړې د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۱مه/ په وسله والو نښتو کې ووژل شول.

نامعلومو وسله والو سړیو د دوشنبې په ورځ په کابل لونګان هوټل باندې برید وکړ. عیني شاهدانو وویل چې څو چاودنې او د توپکونو د ډزو څو ضربې وشولې.

د بي بي سي د راپور په اساس، ۱۸ کسانو ته چې ټول افغانان وو مرګ ژوبله ور اوښتې او یوه ن.دې روغتون ته وړل شوي دي.

دا هوټل د چینایي تجارتي مېلمنو د ورتګ له امله مشهور و چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې د ګټورو احتمالي سوداګریزو معاملو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته ورځي.‌

د کابل په یوه لویه تجارتي سیمه شهرنو کې د لیندۍ په ۲۱مه د یوه برید له ساحې څخه لوګی پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل په یوه لویه تجارتي سیمه شهرنو کې د لیندۍ په ۲۱مه د یوه برید له ساحې څخه لوګی پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې چارواکو په منډه ځانونه ساحې ته ور ورسول او سیمه یې کلابنده کړله، لوګي له څو منزله لوړ هوټل څخه لیدل کیږي چې پورته کیږي.

د کابل له یوې تجارتي او استوګنیزې سیمې شهرنو سره نږدې د ای اېف پي خبریالانو د څو چاودنو او د توپکونو د ډزو غږونه اورېدلي، او په ورته وخت کې افغاني رسنیو هم د ورته جزیاتو راپورونه ورکړي دي.‌

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو خلک په داسې حال کې ښيي چې د هوټل د لاندې منزلونو له کړکیو څخه راښکته کیږي، او د هوټل نښه په انګلیسي او چینایي دواړو ژبو روښانه لیدل کیږي.‌

بله ویډیو غټې لمبې ښیي چې له یوې بلې برخې څخه راوځي او ګېډۍ ګېډۍ دود ورسره ملګری دی.

یوې څرخکې هم په سیمه باندې څو دورې ووهلې.

په کابل کې په لسګونو تازه بریدونه

په کابل کې په وروستیو میاشتو کې په لسګونو بمي بریدونه ترسره شول چې د ډېرو مسؤلیت یې د داعش د ترهګرې ډلې محلي څانګې پر غاړه واخیست.

د روانې میاشتې په نیمایی کې، داعش په کابل کې د پاکستان سفارت باندې د یوه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او اسلام اباد د هغوی د سفیر «د وژلو هڅه» وبلله.

د تلې په ۸مه، یوه ځانمرګي بمي برید د سلګونو هغو زده کوونکیو یو ټولګی والوزاوه چې د کابل په دشت برچي سیمه کې یې د کاج د لوړو زده کړو مرکز کې د کانکور لپاره تیاری کاوه، چې په نتیجه کې یې په لسګونو زده کوونکيو او هغه هم اکثر نجونو ته مرګ ژوبله ور واړوله.‌

دغه راز، داعش د هغه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د وږي په ۱۴مه په کابل کې د روسیې سفارت سره نژدې ترسره شو او د سفارت دوه دیپلوماتان او څلور افغانان یې ووژل.

بمي بریدګر د سفارت د کونسلي څانګې له دروازې سره نژدې چاودنه وکړه.

داعش په بېلابېلو تیلیګرام چینلونو باندې خپره شوې یوه اعلامیه کې وویل چې د دغې ډلې یوه جنګیالي له سفارت سره نژدې «په یوه غونډه کې چې روسي کارمندانو په کې برخه لرله خپل د ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه.»

د زمري په ۲۶مه، لږ تر لږه ۲۱ کسانو ته هغه وخت مرګ ژوبله ور واوښتله چې په کابل کې د ابوبکر الصادق جومات کې یوه چاودنه وشوله.

تر دې مخکې د زمري په میاشت کې، یادې ډلې د یو لړ بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې ووژل.

چاودنې د کابل په لوېدیځ کې په داسې یوه سیمه کې وشوې چې تر ډ‍ېره په کې د هزاره ټولنې غړي ژوند کوي او ډېر یې شیعه ګان دي.

چاودنې له عاشورا څخه یواځې یو څو ورځې مخکې وشوې. په دې مناسبت، عبادت کوونکي په جوماتونو کې راټولېږي او په هغو مراسمو کې برخه اخلي چې د شیعه ګانو د امام او د محمد رسول الله (ص) د لمسي د رحلت ورځ یادوي.‌

د غبرګولي په میاشت کې، داعش په کابل کې په یوه ګوردواره باندې د یوه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. په هغه برید کې دوه کسان مړه او لږ تر لږه اوه نور ټپیان شول.

داعش د شیعه ګانو، صوفیانو او سکانو په څېر اقلیت ډلو وګړي په نښه کړي دي.‌

داعش په خپل تبلیغاتي سایټ اعماق خپاره کړي یوه پیغام کې وویل چې برید هندوان او سکان او هغه «مرتدان» په نښه کړل چې د هغوی ساتنه یې کوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د «ثوث چاینا مورنینگ پوسټ» په نوم چينايي رسنۍ په يوه مطلب کې انديښنه ښودلې، چې په افغانستان کې به پر چینایي وګړو په ۲۰۲۳ کې هم د داعش ډلې بریدونه دوام وکړي. دغې رسنۍ دې ته په اشارې، چې چین په کابل کې د خپلو اتباعو پر مېلمستون داعش ډلې ته له منسوب برید څخه وروسته خپل سفارت تړلی، په افغانستان کې د چینايي پانګوالو خلاف د ورته بریدونو اندیښنه ښودلې. د‌ دغې رسنۍ په باور، د چین له خوا د ایغور مسلمانانو د ځپلو دوام او طالبانو سره د چین د حکومت اړیکې به داعش ډله د چینایي اتباعو خلاف نورو بریدونو ته وهڅوي. ياده رسنۍ زیاتوي، چې داعش ډله ښايي په افغانستان کې د بشپړ امنيت د تامينولو په اړه د طالبانو د ادعا ننګولو لپاره هم په دې عمل لاس پورې کړي. د‌ چينايي رسنۍ دا راپور په داسې حال کې دی، چې د طالبانو حاکمې ادارې څو ورځې مخکې له يوي چينايي کمپنۍ سره د آمو نفتي حوزې د استخراج تړون د لاسليک خبر ورکړ. زه د هیڅ انسان په مرګ راضي نه یم لاکن چینایان ظلم کوي چې زمونږ د وطن کانونه او منابع لوټي. طالبان په غیر دیموکراتیک ډول قدرت ته رسېدلي دي. د چینایي چارواکو له خوا له طالبانو سره قراردادونه غیرقانوني دي ځکه دا اوس په افغانستان کې هېڅ قانون هم تر تطبیق لاندې نه دی.

ځواب ورکړئ

د بشري اصولو په رڼا کې، د هماغو بشري اصولو په رڼا کې چې نړیوال یې ځان مخترعین او مالکان بولي، افغانان دا غوښتنه کوي چې د ارام ساه اخیستلو ته دې پرېښودل شي. سمه ده چې مونږ به په خپلو منځو کې اختلافلات لرو خو بیا مو هم د بشري اصولو په بنیاد په نړیوالو دا حق دی چې مونږ ته د مشکل په وخت کې لاس راکول شي او له دې خراب حالت څخه دې و ایستل شو. دا ځکه چې دا نړۍ ده او نړۍ د یو کلي حیثیت لري. نړیوال دې خپلې جنګي پروژې په افغانستان کې نه پلي کوي. لسیزې کېږي چې ځینې هېوادونه افغان خاوره د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره استعمالوي. زه که د خپل ځان په اړه درته ووایم، په افغانستان کې جنګ تر ما مشر دی. زه له هغو نړیوالو بشرپالونوکو نه دا پوښتنه کوم چې ایا زه یو بشر نه یم؟ ایا زه د یو بشر په حیث د ژوند حق نه لرم؟ افغانان انسانان نه دي؟ پرېږدئ چې افغانان ژوند وکړي. خپل وطن جوړ کړي. خپل اقتصاد پیاوړي کړي. کلونه کېږي چې زمونږ په مظلوم ولس ظلم کېږي. یوه پروژه ختمه نه وي ورپسې بله راشي، پسې بله راشي...

ځواب ورکړئ

امریکایان دې خدای خوشحال لري لاکن یوه خبره درته وکړم چې دا ټول ګند د امریکا په کونه کې دی. لږ مخکې مې یو ځای ولوستل چې لیکلي یې ول: (امریکا د پاکستان ۶ لویې کمپنۍ د دغه هېواد ناخوندي اټومي پروګرام ته د تمویل او تجهیز رسولو له امله بلیک لیسټ کړې. په کمپنیو کې د ډاینامک انجینرینګ کارپوریشن، اینرکوپ پرایویټ لمټډ، آین اې آر ټکنالوژي ټریډنګ ایل ایل سي، ټروجن، رینبو سلوشنز او یونیورسل ډریلینګ انجینیرز کمپنۍ شامله ده.).‌ یعنې امریکا د هرې هغې کمپنۍ په هکله معلومات لري چې د باکستان د اتومي پروګرام ملاتړ کوي لاکن په دې نه پوهیږي چې دا ترهګر چې په افغانستان کې حملې کوي له کوم ځای څخه راځي؟ قسم درته نه کوم چې امریکا پرې داسې خبره ده لکه پلار چې د خپل زوی په هکله خبر وي. هسې حرامیتوب روان دی. انګریزانو افغانان ووژل. روسانو افغانان ووژل. امریکایانو ووژل. پاکستانیانو ووژل. ایرانیانو ووژل. زه دې ته حیران یم چې دا ولې دا ټول ملکونه له افغانستان او افغانانو سره دښمني کوي؟!

ځواب ورکړئ