تروريزم

د کابل په یوه ښوونیز مرکز کې ځانمرګي برید په لسګونو نجونې ووژلې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خپلوان او طبي عمله د تلې په ۸مه، په دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته چې لږ تر لږه ۱۹ کسان په کې ووژل شول، په کابل کې له یوه روغتون څخه بهر له امبولانس حخه یوه ټپي شوې نجلۍ لېږدوي. [ای اېف پي]

خپلوان او طبي عمله د تلې په ۸مه، په دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته چې لږ تر لږه ۱۹ کسان په کې ووژل شول، په کابل کې له یوه روغتون څخه بهر له امبولانس حخه یوه ټپي شوې نجلۍ لېږدوي. [ای اېف پي]

کابل -- یوه ځانمرګي بمي برید د جمعې په ورځ /د تلې ۸مه/ د افغانستان په پلازمېنه کې د سلګونو زده کوونکیو یو ټولګی چې د ازموینو لپاره یې چمتووالی نیوه، په نښه کړ. پولیسو او یوه عیني شاهد وویل چې اکثر تلفات نجونو ته اوښتي دي.

لومړنۍ شمېرنې ښیي چې نږدې شل کسان وژل شوي دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د دغه برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې په دې سیمه، دشت برچي، کې د بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیست. د پخوانیو بریدونو په ډله کې یو په ۱۳۹۹ کې په یوه ښوونځي باندې شوی وو.

د جمعې ورځې د سهار چاودنه په کاج د لوړو زده کړو مرکز کې وشوه چې تر ډېره نارینه او ښځې د کانکور ازموینې لپاره چمتو کوي.

د اکبر په نامه یوه زده کوونکي چې په برید کې ټپي شوی وو، له یوه نږدې روغتون څخه وویل، «موږ شاوخوا ۶۰۰ کسان په یوه ټولګي کې راټول شوي وو، خو ډېر تلفات نجونو ته ور اوښتی.»

دشت برچي چې د کابل په لوېدیځ کې پروت دی، تر ډېره د شیعه ګانو سیمه ده چې هزاره وګړي په کې ژوند کوي. دا هغه سیمه ده چې د افغانستان ځینې سختې مرګونې حملې په کې کیږي.‌

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وویل، «زده کوونکیو ځانونه د ازموینې لپاره تیارول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په تعلیمي مرکز کې ځان ته چاودنه ورکړله. له بده مرغه چې په پېښه کې ۱۹ کسان شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شول.»

د ګډوډۍ صحنې

د سیمې یوه دوکاندار وویل، یوه د ډېره زوروره چاودنه وشوه او بیا د زده کوونکیو ګڼه ګوڼه له مرکز څخه په منډه راووتله.

هغه وویل، «ګډوډي جوړه وه ځکه چې ډېرو زده کوونکیو، هلکانو او نجونو هڅه کوله چې له ودانۍ څخه وتښتي. یوه ډېره وحشیانه صحنه وه. ټول سخت ډار شوي ول.»

په انټرنټ خپرو شویو ویډیوګانو او په محلي رسنیو خپرو شویو عکسونو په وینو لړلي قربانیان په داسې حال کې ښودل چې له صحنې څخه وړل کېدل.

د کورنیو چارو وزارت عبدالنافع ټکور په ټوېټر په یوه مخکیني پوسټ کې لیکلي، «په ملکي هدفونو باندې بریدونه کول د دښمن غیرانساني ظلمونه او د اخلاقي معیارونو په پام کې نه نیول ثابتوي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په ټوېټر باندې په یوه پوسټ کې وویل چې هغوی ته دغه «وحشیانه برید ټکان ورکړی دی».

یونیسف وویل، «په تعلیمي مرکزونو کې دننه او خواوشاته تاوتریخوالی هېڅکله هم د منلو وړ نه دی.»

یادې ادارې ویلي،‌ «دغه ډول ځایونه باید د سولې مرکزونه وي چې زده کوونکي وکولی شي زده کړه په کې وکړي، له ملګرو سره واوسي، او د خپل راتلونکي لپاره د مهارتونو جوړولو په ترڅ‌ کې د خوندیتوب احساب وکړي. ماشومان او لویان د تاوتریخوالي هدفونه نه دي او نه باید واوسي.»

کورنیو ځانونه، د سیمې روغتونونو ته چې امبولانسونو قربانیان ور وړي ول، ورسول.‌ د مړو او ټپیانو د نومونو لستونه په دېوالونو باندې راځړېدلي ول.

یوې پرېشانې ښځې چې په یوه روغتون کې یې خپله خور لټوله، وویل، «موږ هغه دلته پيدا نه کړله. هغه ۱۹ کلنه وه.»

هغې وویل، «موږ هغې ته زنګونه وهو خو هغه ځواب نه وایي.»

په یوه روغتون کې ځایي مقاماتو، په ګڼه ګوڼه باندې د تعقیبي برید له ډاره، د قربانیانو کورنۍ مجبورې کړلې چې صحنه ترک کړي.

د جمعې ورځې په ماسپښین د هغه تالار، چې زده کوونکي په کې د یوې ازموینې لپاره راټول شوي ول، چت په بشپړ ډول راولوېد، دروازې او کړکۍ یې والوتلې.

په سیمه کې مخکیني بریدونه

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د وږي په ۱۵مه په یوه راپور کې وویل، د داعش خراسان څانګې په هزاره ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو باندې د هغوی په جوماتونو، ښوونځیو او کارځایونو کې مکرر بریدونه کړي دي.

دغې ادارې وویل، د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې داعش په هزاره ګانو باندې د ۱۳ بریدونو ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او لږ تر لږه د درې نورو نسبت ورته شوی دی، چې لږ تر لږه ۷۰۰ کسان په کې وژل شوي یا ټپي شوي دي.

ډېرو بریدونو د دشت برچي سیمه ویجاړه کړې چې څو بریدونو په کې ښځې، ماشومان او ښوونځي په نښه کړي دي.‌

تېر کال لږ تر لږه ۸۵ کسان چې ډېرې یې نجونې وې، هغه وخت ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شول چې په سیمه کې د هغوی له ښوونځي سره نږدې درې بمونه وچاودېدل.‌

د ۱۳۹۹ د تلې په میاشت کې، داعش په عین سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز باندې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د زده کوونکیو په ګډون ۲۴ کسان یې ووژل.‌

د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې، په دشت برچي کې د یوه روغتون په زېږنتون باندېد یوه خونړي وسله وال برید پړه پر یاده ډله ور واچول شوه چې د نویو میندو په ګډون یې ۲۵ کسان ووژل.‌

د سږ کال د وري په میاشت کې، په سیمه کې په جلا جلا تعلیمي مرکزونو باندې په دوه مرګونو بریدونو کې شپږ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملګري ملتونه او نور سازمانونه ولې په افغانستان کې د دوامدارو جنایتونو په اړه چوپه خوله دي؟ ولې دا سازمانونه چې د نړۍ د خلکو په وړاندې مسؤل دي، فکر کوي چې دوی یوازې د اعلامیې او غندنې په خپرولو سره خپل مسؤلیت ترسره کړی دی؟ په ایران کې د مهسا په نوم د یوې نجلۍ له وژل کېدلو وروسته ټوله نړۍ وخوځېدله، خو هره ورځ لسګونه بې ګناه او بې وزله افغانان د داعش، طالبانو او نورو ترهګرو له خوا وژل کېږي، لاکن هېڅوک یې پر وړاندې اقدام نه کوي. ولې؟ زبرځواکونه ولې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره افغانان وژني؟ ایا دا رښتیا نه ده چې امریکا او متحدینو یې طالبان واک ته ورسول او داعش هم د دوی پروژه ده؟ دوی ولې د خپلو وړو او ناولو ګټو لپاره بې ګناه افغانان وژني؟ هغه ورځ به راشي چې د دوی له مخونو به یې ماسکونه لیرې شي او نړۍ به پوه شي چې د امریکا د ډیموکراسۍ او د بشري حقونو د ساتنې شعارونه یوازې لفظونه دي او نور څه نه دي.

ځواب ورکړئ

هغوی بایو مونږ ووژني، ځکه افغانان داسې څوک نه لري چې پام پرې وکړي او نه یې وینه او ژوند ارزښت لري. موږ حکومت نه لرو او نه مو څوک د یوه هیواد په توګه په رسمیت پیژني. موږ باید د لویو هیوادونو د ګټو لپاره ووژل شو. موږ باید ووژل شو ترڅو زبرځواکونه خپلې ناولې لوبې ترسره کړي. موږ باید ووژل شو تر څو دوی سوکاله ژوند وکړي. موږ باید د افغان، شیعه، سني، هزاره، تاجک، پښتون او په لنډه توګه د انسان په توګه ووژل شو. موږ په قیامت باور لرو. که نن غدار مشران زموږ په وینو معامله وکړي، موږ د بهرنیانو د لوبو قرباني کړي. په هرصورت، زه ډاډه یم چې یوه ورځ به خدای له دوی سره د دې ټولو خیانتونو حساب وکړي. د زبرځواکونو د استخباراتو مدیرانو، ډاډه اوسئ چې ستاسو ځای به په دوزخ کې وي. تاسو زموږ لپاره زموږ ژوند په دوزخ بدل کړی، خو تاسو به تل په دوزخ کې پاتې شئ. د خدای نیول سخت دي.

ځواب ورکړئ

په نظام کې دننه ستونزې جوړوې شولې. همدغو بهرنیو ائتلافي ځواکونو د دوستم، عطا، ګل اغا شیرزي... په څېر بدمعاشان حمایه کول او حکومت یې پرې کمزوری کاوه. نظام دومره کمزوری شو چې د ولسي جرګې وکیل به د ملي اردو عسکر وهل. قانون جوړونکو به پخپله قانون ماتاوه. اخوا ته پاکستان له چین او روسیې نه پیسې اخیستلې، له امریکا نه یې پیسې اخیستلې او بیرته به یې د طالبانو په روزلو باندې لګولې. امریکایانو د دې پرځای چې حکومت په مذاکراتو کې شریک کړي، له طالبانو سره یې مذاکرات پیل او ترسره کړل. طالبان او امریکایان داسې شول له غین. غین دننه شو او حکومت لکه خوټې بهر پاتې شولې. اوس نو طالب پاچا دی او د بدمعاشانو په څېر کارونه کوي. امریکا لاړه د خیر په غونډۍ کېناستله او وایي زما یې پرې څه. پاکستان د طالب پرځای اوس د داعش پروژه پرمخ بیایي او افغان ولس د پخوا په څېر په وینو کې شټېږي او وژل کیږي، وهل کیږي،‌ سپکیږي او له هر ډول انساني ارزښتونو څخه بې برخې کېږي. افغان ولس مړ شو او د پاکستان د پوځ او استخباراتو بدمعاشان (طالبان) پرې واکمني کوي. په حقیقت کې افغان ولس د برتانیا، شوروي اتحاد او امریکا د شکستونو د انتقام په اور کې سوزيږي.‌

ځواب ورکړئ

مونږ باید ووژل شو. دا پېښه یوازنۍ پېښه نه ده. دا ډول پېښې له ۴۴ کالونو راهیسې په افغانستان کې روانې دي. یو وخت روسانو له الوتکو څخه بمونه ورول او افغانان یې وژل. د پاکستان او امریکا له خوا حمایه کېدونکو مجاهدینو د هغو سیمو خلکو وژل چې د حکومت تر کنټرول لاندې وې. په پاکستان کې مېشتو مهاجرینو ته د امریکا په پیسو داسې تعلیمي نصاب جوړ شو چې د ټوپک، مرمۍ، توره، وژل، جهاد کول، مجاهدین، دښمن، ملحد، کمونست، کافر الفاظو باندې یې ډېر تمرکز کاوه. بدبختانه چې مونږ پخپله هم په مکتب کې همدغه چټیات لوستلي دي. د شورویانو له وتلو نه وروسته هغه کسان چې په پاکستان کې یې په مدرسو او مکتبونو کې دغه ډول غول زده کړي وو هغوی چې کابل ته راورسیدل په خپلو کې سره په جنګ شول. په نتیجه کې یې کابل وران شو. بیا سعودي عرب، برتانیا، امریکا او پاکستان په شریکه د طالبانو پروژه جوړه کړله. طالبان واک ته ورسېدل او په افغانانو باندې داسې واکمني حاکمه شوه لکه د قبل المسیح د زمانې د جاهلانو. بیا امریکایان راغلل. امریکایان له علم، ټکنالوجي، انسانیت سره رانه غلل. امریکایان له توپکو، توپونو، بمونو، ټانکونو، سره او په بدمعاشۍ او لنډه غرۍ راغلل. په ودونو یې بمونه وورول. دا هوایي خبره نه ده، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزاباد کې، د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې، د هلمند ولایت په ... ولسوالۍ کې، د لغمان ولایت په ... ولسوالۍ کې یې د ودونو په برخه والو باندې بمونه وورول او په لسګونو انسانان یې ووژل. دهقان، نجار، بزګر، شپون... یې د طالب په نوم ونیو او بندي یې کړ. ویې واهه، شکنجې یې ورکړلې، سپک یې کړ،‌ لوڅ یې کړ، او هره ناروا یې ورسره وکړله. نتیجه څه شوه؟ نتیجه د مقاومت زیاتېدل. نیم ولس د حکومت پر ضد ودرېد. (۱)

ځواب ورکړئ

وای "زه دې مړی ژاړم ته مې خولې پورې خاندې" په داسې حال کې چې موږ (پښتنو) په هر حالت کې له هزاره، تاجک، ازبک ... سره ځان په هر درد او غم کې شریک ګڼلی او شریک یو، خو پاړسیوانان او سپورټران یې لګیا دي د پرونۍ او ورته نورو پېښو د ترسره کېدو پړه په پښتنو اچوي. زه پرون راهیسې رسنۍ/اشخاص څارم چې هر یو یې د خپلو راپورونو/خبرونو/څرګندونو په پای کې یو یو نېش پښتنو ته ور اچوي او فکر کوي چې ګوندې پروني برید کې د پښتنو لاس دی. خو په دې یو هم نه پوهېږي/ ځان نه پوهوي چې د تېرې ۴۰ کلنې غمیزې تر ټولو زیاته قرباني پښتنو ورکړې او لا یې ورکوي. هغسې خدمات چې یوازې په تېرو شلو کلونو کې پاړسیوانانو ته وړاندې شوي، په طول د تاریخ کې چې واک هم له پښتنو سره وو (صلاحیت نه وو) هېڅ پښتون مېشته ولایت کې نه دي شوي، خو بیا هم پښتون د دوی په وینا "تروریست" دی. هغه پاړسیوانان چې د خپلې بربادۍ پړه پر پښتنو اچوي لومړی دې ورشي له دانش، محقق، عطانور، دوستم ... سره دې حساب وکړي، ځکه چې همدې مشرانو یې پر سر معامله کړې، امتیازات یې اخیستي ... پښتانه خو هسې هم د خپل حق په غوښتلو کې پاتې راغلي! وطنداره بیا هم تسلیت، درد او غم کې مو شریک یو

ځواب ورکړئ

متاسفانه طالیب نه د وطن د امن کولو وړتیا لري، نه د خلکو د لوږې د اشباع کولو ظرفیت لري، نه خلکو ته د کار روزګار د برابرولو وړتیا لري، نه د انساني خدماتو د عرضه کولو ظرفیت لري، نه د وطن د ترقۍ کومه مفکوره او پوهه ورسره شته. نه د مدیریت او رهبرۍ جوهر لري. د تالیب وجود او انساني اسکلیټ د جګړې، ویجاړۍ او ویرانۍ لپاره جوړ شوی دی، یوازې د یاغیتوب او بغاوت لپاره، نه د حکومتدارۍ او دولتدارۍ لپاره؛ بیا په دې ۲۱ مه پېړۍ کې. شخصاً زه له تالیب داسې تمه او توقع هم نه لرم چې دوی دې حتی په وطن کې امن راوستلی شي، نور خدمات خو پرېږده. پرون چې کله کابل کې د کاج ښوونیز مرکز باندې برید وشو. طالبانو په لومړیو کې سیمې امبولاسونه نه وو ور پریښي، چې خلکو په خپلو شاګانو، غېږو، لاسي کراچیو او شخصي موټرونو کې ټپیان او د پېښې جسدونه انتقالول. د حامد کرزي او اشرف غني وخت کې چې د طالب له خوا شدیده جګړه روانه وه، هره ورځ همدې طالب لسګونه بې ګناه انسانان شهیدانول... مګر بیا هم د ابادۍ کارونه ورسره ښه په جم و جوش کې روان وو، خلکو ته تحصیلي، تعلیمي، روغتیايي، ټولنیز او بېلا بېلو برخو کې خدمات وړاندې کېدل... د خلکو اقتصاد هم نسبتاً ښه وو، خو چې له کله طالب راغلی، فقط په دې هڅه کې دی چې څنګه له اداراتو پیسې راټولې او په خپل جېب یې ننباسي؟ د دې کیسه کې نه دی چې ایا خلکو ته خدمات ترسره کېږي کنه، پرمختګ شته کنه، تعلیم او تحصیل سقوط دی. بس صرف پیسې راټولوي نه یې امن راووست او نه سوله. هغه څه مو چې لرل هغه یې هم راڅخه واخیستل.

ځواب ورکړئ