تروريزم

ترهګرو د کابل په بریدونو کې میندې، تي خواره ماشومان او ویرکوونکي له یوې مخې ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغان امنیتي ځواک یو غړی د غوایي په ۲۳مه په کابل کې د برچي له ملي روغتون څخه یو نوی زیږیدلی ماشوم انتقالوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواک یو غړی د غوایي په ۲۳مه په کابل کې د برچي له ملي روغتون څخه یو نوی زیږیدلی ماشوم انتقالوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- وسله والو سړیو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۳مه/ په کابل کې په یوه زېږنتون باندې برید وکړ، چې د نویو زیږدلو ماشومانو، میندو او نرسانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان یې ووژل، په داسې حال کې چې په ننګرهار ولایت کې د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي له خوا شوې یوې چاودنې له شلو څخه ډېر ویرجن خلک ووژل.

د کورنیو چارو وزارت وویل، درې وسله والو کسانو سهار وختي په کابل کې د برچي په ملي روغتون باندې برید وکړ، څو ساعته مقاومت یې وکړ خو وروسته امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ووژل.‌

په درنو وسلو سمبال امنیتي منسوبین په داسې حال کې لیدل کېدل چې تي خواره ماشومان یې له صحنې څخه اېستل، او لږ تر لږه یو یې په داسې یوه کمپله کې تاو وو چې په وینو لړلې وه.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، «په مړو کې میندې او نرسانې هم شاملې وې.»

رضاکاران د غوایي په ۲۳مه په ننګرهار ولایت کې د پولیسو د یوه ځایي قوماندان په جنازه کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته یو ټپي هلک انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

رضاکاران د غوایي په ۲۳مه په ننګرهار ولایت کې د پولیسو د یوه ځایي قوماندان په جنازه کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته یو ټپي هلک انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل، ۱۵ کسان ټپیان شول او د درې بهرنیو وګړو په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېر نور وژغورل شول.

دغه روغتون د بې سرحده ډاکتران (اېم اېس اېف) په نامه د بشري مرستو د یوې موسسې له خوا حمایه کیږي، او یو شمېر بهرنیانو هلته کار کاوه.

مکمل وحشت

دغه روغتون د ښار په لوېدیځه برخه کې چې اقلیت شیعه هزاره ګان په کې اوسېږي، پروت دی. هغوی ډېر وختونه د داعش له خوا په نښه کیږي.

د کوچنیانو د ناروغیو یوه متخصص چې له روغتون څخه په تېښته بریالی شوی وو ای اېف پي ته وویل هغه د ودانۍ په دروازه کې د یوې لوړ غږ لرونکې چاودنې غږ واورېد.

هغه، په داسې حال کې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «روغتون له ناروغانو او ډاکترانو څخه ډک وو، او دننه مکمل وحشت جوړ وو.»

د سې شنبې د ورځې برید د هېواد په روغتیایي سکتور چې وار له مخه ژوبل دی تر ټولو وروستی برید وو. د دغه سکتور مرکزونه او روغتیايي منسوبین ډېر وختونه د اورپکو ډلو له خوا د تاوتریخوالي قرباني کیږي.‌

د عامې روغتیا وزارت معین ډاکتر وحید مجروح وویل: «موږ په ټولو طرفونو باندې غږ کوو چې په روغتونونو او روغتیایي کارکوونکیو باندې بریدونه ودروي.»

د کابل له برید څخه شاوخوا یو ساعت وروسته، یوه ځانمرګي بمي بریدګر په ننګرهار ولایت کې د پولیسو د یوه ځایي قوماندان د جنازې په مراسمو باندې برید وکړ او د ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې لږ تر لږه ۲۴ کسان یې ووژل.

بریدګر د مراسمو په نیمایي کې چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

له چاودنې څخه یوه ژوندي پاتې خو ټپي شوي کس امیرمحمد وویل، په جنازه کې په زرګونو خلک راټول شوي وو.

طالبانو په دواړو بریدونو کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ.

په ملکي خلکو باندې رحم نه کول

پولیسو وویل، دغه تاوتریخوالی یواځې یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې په کابل کې له ۹۰ دقیقو څخه په لږ وخت کې څلور د سړک د غاړې بمي چاودنې وشوې او د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان یې ټپیان کړل.‌

د هغو ټولو بمي چاودنو مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.‌

چاودنې د پلازمېنې په ۱۷مه ناحیه کې وشوې.چیرې چې د افغانستان څارګرې ادارې د غوایي په ۱۶ د داعش - حقاني ګډه شبکه له منځه ایوړه. په هغوی باندې تور وو چې ګڼې وروستۍ ترهګریزې چارې یې ترسره کړي دي.

دغه مرکز د هغه برید تر شا لاس درلود چې د وري په ۶مه په کابل کې د سکانو په یوه ګوردواره باندې وشو او لږ تر لږه ۲۵ تنه عبادت کوونکي یې ووژل او همدارنګه د کب په ۱۶مه په کابل کې په ازاده فضا کې په هغې غونډې د برید مسؤل وو چې د طالبانو له خوا د شیعه ګانو د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په یاد جوړه شوې وه.‌

د کورنیو چارو د وزارت په وینا، په هغه عام قتل کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل شول، او ۲۹ نور ټپیان شول.

د ملي امنیت ریاست وویل، د داعش - حقاني شبکې د هغه راکټي برید تر شا هم لاس درلود چې د کب په ۱۹مه یې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني د سوګند پورته کولو مراسم په نښه کړل.

داعش د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا له بریدونو څخه وروسته له ډېرېدونکو ماتو سره مخامخ شو.

د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په وروستیو کې په کابل کې د داعش درې جګپوړي مشران ونیول.

په اعلامیه کې راغلي چې، د ملي امنیت ریاست ځواکونو د پولیسو د ځانګړیو ځواکونو له ۲۲۲ واحد سره په همکارۍ کې د جنوبي او ختیځې اسیا لپاره د داعش مشر ضیاءالحق (چې د ابوعمر الخراساني په نامه هم یادېده) د عامه اړیکو رییس صهیب، او د یادې ډلې د استخباراتو رییس ابو علي سره یوځای ونیو.‌

اعلامیه زیاتوي چې دغه عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې د داعش څلورو نیول شویو غړو د ملي امنیت ریاست ته معلومات ورکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی باید د داعشي اورپکو هر کس ونیسي او د لاسونو او پښو ګوتې یې یوه په بلې پسې پرې کړي.

ځواب ورکړئ

په زیږنتون باندې برید تر ټولو فجیع جنایت دی چې یوه انسان د ځمکې په مخ ترسره کړی دی. د یوه نوي پیدا شوي ماشوم چې نوی دنیا ته راغلی دی له وژلو څخه بل غټ ظلم نشته. د قیامت په ورځ به خدای پاک د دغو ماشومانو په هکله پوښتنه وکړي چې هغوی په کوم جرم باندې وژل شوي وو؟ مرګ په داعش او د هغوی په ملاتړو.

ځواب ورکړئ

بالاخره، دا زمونږ حال دی. ځینې مو محقق پسې روان دي، نورغني پسې روان دي، په داسې حال کې چې نور بیا عبدالله پسې روان دي. مونږ د سپیو په څېر هغوی پسې روان یو او د شعارونو په ورکولو سره خپل ستوني څیروو لکه دا چې، «زه دې له تا قربان شم. مونږ به ستا په لاره کې خپله وینه تویه کړو. زما ښځه او بچیان دې له تا قربان شي.» مونږ هغوی ته چاپلوسي کوو.‌ زمونږ برخلیک به له دې نه بهتر نشي. نه یوازې په دې هېواد کې هر څوک خپلې ګټې لټوي، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم عین قاعده روانه ده.‌ تاسو د ۱۰ کیلوګرامه وریژو یا اوړو او داسې نورو په بدل کې خپله رایه، صداقت او حیثیت خرڅ کړل. د دغو ماشومانو او ښځو وژل ستاسو د رایې نتیجه ده. دا د پټي سر دی، زمونږ احمقانو راتلونکی به له اوس نه هم بدتر وي. هغه وخت به بیا ډاکتر نجیب الله ته زرځلې دعاوې کوو، د هغه د انساني تګلارو او حکومت ملاتړ به کوو.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه چې دا داسې یو حقیقت دی چې افغانان هره ورځ ورسره مخامخ دي. ښه نو ملامتیا په چا واچول شي؟ په خلکو؟‌ په ترهګرو که په حکومت او متحدینو (په ځانګړې توګه متحده ایالاتو) چې له طالبانو سره یې موافقه وکړه او لاسلیک کړه چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ښه نیت ښودلو په توګه په زرونو بندیان له بنده ازاد کړي، بین الافغاني خبرې پيل او د سولې لپاره لاره هواره شي؟‌ خلک اوربند/سولې ته د رسېدلو لپاره خپله هیله/خوب او همدارنګه په حکومت او د سولې په نړۍ والو ملاتړو او ټولنو باندې باور له لاسه ورکوي.‌ بس دی، نور باید وینه تویه نشي.‌

ځواب ورکړئ

په زېږنتون باندې برید او د نوپیدا ماشومانو او ښځو ویشتل غټ ظلم، بې حیایي، حماقت او ګناه ده.‌ دا کار له انسانیت څخه ډېر لیرې دی. قسم په خدای چې د دغه وحشیانه کار حماقت او بې حیایي په الفاظو نه بیانېږي. خدای پاک بې ګناه ماشوم پاک او له ګناه څخه خلاص ګڼي، خو تاسو، چټل شیطانان او ملعونان وایئ چې نه، «ماشوم باید ووژل شي».‌ اوس تاسو پخپله قضاوت وکړئ. آیا په دغه وخت کې تاسو فرعون او نمرود نه یئ؟؟؟ عزراییل چې د ټولو موجوداتو روح اخلي، د یوې مور د روح اخیستنې پر وخت وژړل.‌ کله چې خدای پاک ترې پوښتنه وکړه چې ولې یې وژړل، هغه ځواب ورکړ چې دا د هغه لپاره ډېره سخته وه چې یوه مور د هغې له ماشوم څخه بېله کړي. تاسو د چنګېز او شیطان نسل به خدای ته څه ځواب وایئ؟ نه یوازې تاسو چې په لاسونو کې مو وسلې نیولې وې او دا وحشیانه عمل مو ترسره کړ، بلکې ټول هغه چې له تاسو سره یې په دې جنایت کې مرسته کړې ده د خدای په وړاندې مسؤل یئ.‌ په داسې حکومت باندې دې لعنت وي چې جرمونه یوازې په الفاظو کې غندي، خو له مرتکبینو سره جدي چلند نه کوي.‌

ځواب ورکړئ

په کابل کې په ښځو او زېږنتون باندې برید د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو عاقبت ښیي. له دې نه بل غټ ظلم نشته. کله چې تر ټولو ډېر معصوم انسانان (نوپیدا ماشومان) وژل کیږي، او ترهګر په هغوی باندې رحم نه کوي، دا روښانه ده چې هغوی ته دا وظیفه ورکړل شوې وه چې خلک ووژني، او هغوی له وژلو څخه پرته نور هېڅ پلانونه نه لري. حکومت باید د داعش هغه غړي چې نیول شوي دي ژر تر ژره اعدام کړي، او د داعش غړي باید په زندان کې ونه ساتل شي او نه خواړه ورکړل شي. د داعش ځای دوزخ دی، هغوی باید نېغ په نېغه دوزخ ته ولېږل شي. په نړۍ کې د کابل حکومت څخه ډېر کمزوری حکومت نشته. اشرف غني باید واک پرېږدي، اوله خلکو نه بخښنه وغواړي چې هغه ونشوای کولی چې په صحیح توګه حکومت وکړي او خلکو ته امنیت برابر کړي.‌ په افغانستان کې باید د داودخان په څېر دکتاتور جمهور رییس واک ولري. په دې هېواد کې د ولسواکۍ نظام کار نه ورکوي، ځکه چې په ولسواکو نظامونو کې د جنایتکارانو لپاره غټه سزا (یعنې اعدام) نشته. هر څوک جرم کوي او بیا تاسو ګورئ چې هغه خوشې کیږي. څو میاشتې مخکې، حکومت د عبدالحمید خراساني په نامه یو سړی ونیو.‌ په هغه باندې تور وو چې پوځي منسوبین او ملکي خلک یې وژلي دي، او تر دې چې هغه حکومت ته هم خبرداری ورکړی او ګواښ یې کړی وو.‌ حکومت هغه ونیو او په ۲۰ کاله حبس یې محکوم کړ، خو څو ورځې مخکې حکومت هغه خوشې کړ، او خلک وایي چې هغه د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خوشې کړ.‌ آیا دا د ولسمشر د مرستیال یا حتی د ولسمشر صلاحیت دی چې یو جنایتکار خوشې کړي؟ د نړۍ په نورو هېوادونو کې، محکمې د جنایتکارانو په هکله فیصلې کوي، نه ولسمشر یا د هغه مرستیالان، له دې امله، ستونزه پخپله په حکومت کې ده. که مونږ یو ښه حکومت لرلای، ترهګرو به زړه نه وای کړی

ځواب ورکړئ

زما حتی په مرغۍ زړه نه کیږي چې ومري، خو حقیقت دا دی چې دغو هزاره ګانو هم هر چېرې مداخله روانه کړې ده. په افغانستان د امریکا د یرغل پر وخت د ټایټان امریکایي کمپنۍ چې د امریکا د پوځ قراردادي کمپني وه ترجمانان له نیمو نه ډېر همدا هزاره ګان وو چې حتی یو پښتون دهقان او باغبان به یې هم امریکایانو ته د طالب او القاعدې په نامه ورمعرفي کاوه او هغوی به یا واژه یا به یې کالونه کالونه د بګرام، کندهار او نورو زندانونو کې واچاوه. که څه هم چې دغه هزاره ترجمانان به په پښتو نه پوهېدل خو چون په امریکا کې د ټایټان کمپنۍ ارتباطي کس هزاره وو نو هلته یې ټول هزاره ګان او بیا په دویمه درجه کې تاجکان د پښتو ترجمانانو په نامه مقرر کړي وو. په هر حال د دې معنی دا نه ده چې خدای مه کړه اوس دې ترهګر راشي او هزاره ګان دې له یوې مخې ووژني. بلې خواته چې سړی ګوري همدا هزاره ورونه د ایران داسې غلامي کوي لکه د انقلابي ګارډ جاسوسان. حتی محقق ورځي د خامنه ای لاسونه ښکلوي په داسې حال کې چې دغه خامنه ای په افغانستان کې د ایراني استخباراتو له ظلمونو نه ښه خبر دی لاکن د منافق زوی یې مخه نه نیسي او سربیره په هغه لا نور یې تقدیروي چې په افغانستان کې مداخله وکړي چې د قاسم سلیماني په څېر جنایتکار او د افغانانو د قاتل تقدیرول یې یو مثال دی. دغه هزاره ورونه د دې پرځای چې په ایران کې مزدوري وکړي یا راشي په خپل وطن کې عادي ژوند وکړي، دوی د محقق او کریم خلیلي په اشاره او غوښتنه د انقلابي ګارډ تر پروګرام لاندې لاړل او په عراق او سوریه کې یې ځانونه په داسې ملېشو کې منسجم کړل چې د جنګ ګټه یې یوازې ایران او د سوریې دکتاتور رژیم ته رسیږی، خو افغانستان ته یې ثمر دا دی چې د دوی په مړینه یې فامیلونه بې سرپرسته کیږي (۱ برخه)

ځواب ورکړئ

او که دوی اولادونه او کورنۍ ولري هغوی یتیمان او کونډې کېږي چې په راتلونکي کې بیا هم د افغانستان لپاره د اوږو بار جوړیږي. بل یې دا وګورئ چې د ۱۹۹۰مو کالونو په جنګسالارانو کې د پښتنو ګلبدین حکمتیار د تاجکانو احمدشاه مسعود د هزاره ګانو عبدالعلي مزاری او د ازبکانو عبدالرشید دوستم داسې مشران وو چې هم یې خپل خلک ووژل او هم یې د نورو قومونو او سیمو خلک ووژل، هغوی په خپل جنایتکاران او د بشري حقونو ناقضین وو خو دوی یې اوس هم هر کال تلین لمانځي.‌ په هر حال، خدای پاک دې افغانستان ته سوله راولي او خدای دې بیا د هیچا کور ته غم نه ور وړي. افغانان که پښتانه دي که هزاره که ازبک او تاجک... ټول سره ورونه قومونه دي او د افغانستان د باغ رنګین ګلان دي خو په کار دی چې ټول چې هر څه کوي د افغانستان ګټه او تاوان وسنجوي.‌ ریښتیا داعش رانه پاتې شو، له داعش سره که پښتون کار کوي که تاجک او بل او بل هغه هم ملعون دي ځکه ډېر بې ګناه خلک د داعش له خوا چې ویل کیږي د پاکستان او د سعودي د استخباراتو له خوا جوړه شوې ډله ده وژل کیږي. دا (۲ برخه) ده ځکه په اول ځل هلته ټولې خبرې ځای نشوې.

ځواب ورکړئ