ټاکني

غني د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ۱۳۹۸ د کب په ۱۹مه د دویم ځل لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د لوړې پر مهال، په کابل کې چاودنې واورېدل شوې. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۹مه/ په داسې حال کې په کابل کې د ولسمشرۍ مانۍ کې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه چې د هغه سیال عبدالله عبدالله یواځې څو متره لیرې موازي پرانسته درلوده.‌

غني، چې دودیزې افغاني جامې یې اغوستې او سپینه پګړۍ یې په سر کړې وه، په داسې حال کې سوګند ورکول شو چې د هغه ملاتړي، جګپوړي سیاسي شخصیتونه، دپلوماتان او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون بهرني جګپوړي چارواکي ورته راټول شوي وو.

غني د لوړې په مراسمو کې وویل،‌ «زه د خدای په نوم قسم یادوم چې زه به د اسلام د مقدس دین اطاعت او ساتنه کوم، د اساسي قانون درناوی او د تطبیق نظارت کوم،»

غني د تېرې تلې میاشتې د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی وو.‌

ولسمشر اشرف غني (ښی) د کب په ۱۹مه په کابل کې د دویم ځل لپاره د ولسمشرپه توګه لوړه کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني (ښی) د کب په ۱۹مه په کابل کې د دویم ځل لپاره د ولسمشرپه توګه لوړه کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د کب په ۱۹مه په کابل کې د هغه د لوړې د مراسمو په ترڅ کې د لوړ اواز لرونکیو چاودنو له اورېدلو څخه وروسته عکس العمل ښیي. غني د خطر د زنګ په کړنګېدلو سره خپلو ملاتړ کوونکیو ته وویل، «ما زغره نه ده اغوستې، یواځې کمیس مې پر تن دی. که زما سر هم قربان شي، زه به دلته پاتې شم.»

ولسمشر اشرف غني د کب په ۱۹مه په کابل کې د هغه د لوړې د مراسمو په ترڅ کې د لوړ اواز لرونکیو چاودنو له اورېدلو څخه وروسته عکس العمل ښیي. غني د خطر د زنګ په کړنګېدلو سره خپلو ملاتړ کوونکیو ته وویل، «ما زغره نه ده اغوستې، یواځې کمیس مې پر تن دی. که زما سر هم قربان شي، زه به دلته پاتې شم.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستاني د سلواغې د ۲۹مې د وروستۍ شمېرنې په یادولو سره وویل، غني ۵۰.۶۴٪ رایې ترلاسه کړې وې په داسې حال کې چې عبدالله ۳۹.۵۲٪ رایې ترلاسه کړې وې.

داسې ښکارېده چې غني د کب په ۱۹مه د خپلې وینا په ترڅ کې خپلو مخالفینو ته د روغې بلنه ورکړه او ویې ویل، «نن ورځ د یووالي ورځ ده، موږ باید د راتلونکي په هکله فکر وکړو.»

هغه وویل، «زه په پخوانیو سیاسي رقیبانو باندې غږ کوم چې ماته لاس او اوږه راکړي چې د دې هېواد خدمت وکړم. زموږ هدف سوله او د ۴۰ کاله اوږده جنګ پای ته رسول دي.»

چاودنې واورېدل شوې؛ غني د مبارزې بلنه ورکړه

په داسې حال کې چې په سلګونو افغانانو د غني د لوړې مراسم لیدل، دوه غټې چاودنې واورېدل شوې، چې ځینې برخه وال یې تښتي ته اړ کړل.

غني د خطر د زنګونو په کړنګېدلو سره پاتې کسانو ته وویل، «ما زغره نه ده اغوستې، یواځې کمیس مې اغوستی دی.»

«که زما سر هم قرباني کیږي زه به پاتې شم.»

د ای اېف پي یوه خبریال ولیدل چې وروسته له دې چې غني سټېج پرې نښود او خلکو د خوښۍ چیغې او چکچکې وکړې، ډېر هغه کسان چې ځانونه یې په څنګ کړي وو بېرته خپلو چوکیو ته راستانه شول.‌

داعش په ټولنیزو رسنیو د خپلو معمول چینلونو له لارې د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې هغوی د ولسمشرۍ ماڼۍ سره نژدې ۱۰ راکټونه توغولي دي.‌

د کب په ۱۶مه، د داعش جنګیالیو په کابل کې د یوه هزاره مشر د تلین په مراسمو کې چې په ۱۳۷۴ کې طالبانو وژلی وو، ۳۲ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

طالبانو، په ټاکنو باندې چې هغوی «یوه جعلي او د خارجیانو له خوا ترسره شوې» پروسه بللې وه، سخت انتقادونه وکړل او په افغان ځواکونو او ملکي خلکو باندې یې بریدونه زیات کړل.

د ځواک لپاره جګړه

غني ته د قسم له ورکولو څخه څو دقیقې مخکې، د ولسمشرۍ د پراخې پرتې ماڼۍ په یوه بل کونج کې، عبدالله چې درېشي یې اغوستې وه خپل ځان د ولسمشر په توګه یاد کړ.

عبدالله په ۱۳۹۳ کې هم د غني په وړاندې ماتې خوړلې وه. چې په هغه کال متحده ایالاتو د قدرت د تقسیم یوه هوکړه د دواړو تر منځ وکړه.

داسې ښکارېدله چې له دغو رقابتي مراسمو څخه مخکې امنیت ټینګ شوی دی. څو ساعته مخکې په کابل کې سرکونه بند او د تلاشۍ ګڼې پوستې جوړې کړای شوې وې.

د کابل یوه ۲۲ کلن اوسېدونکي احمد جاوېد وویل، «دا ناشونې ده چې په یوه هېواد کې دې دوه ولسمشران موجود وي،» او په دواړو کسانو باندې یې تاکید وکړ، «چې خپلې شخصي ګټې یوې خواته پریدي او یواځې د خپل هېواد په هکله فکر وکړي.»

یووالی یواځینۍ لاره ده

یواځې د یوې اونۍ اوږده اورکم څخه پرته چې تېره میاشت په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه مخکې را منځته شوتاوتریخوالی په ټول هېواد کې له کموالي څخه پرته دوام لري.

خلیلزاد او د طالبانو بنسټ اېښودونکي ملا عبدالغني برادر د کب په ۱۰مه د سولې دغه تاریخي هوکړه لاسلیک کړه. تمه ده چې دا هوکړه د طالبانو او د کابل د حکومت تر منځ خبرو ته لاره هواره کړي.

د مهالوېش له مخې، بین الافغاني خبرې د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۰مه/ پیل کیږي.

د یادې هوکړې په اساس، بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستان څخه وځي،‌ او په بدل کې به یې طالبان بېلابېل امنیتي ضمانتونه ورکوي او دا ژمنه به کوي چې له کابل سره خبرې ترسره کړي.‌

د سیاسي چارو شنونکی عطاء نوري افغان حکومت ته په اشاره ای اېف پي ته وویل، «که غواړي چې د مذاکراتو په مېز ګټه ترلاسه کړي، یووالی یواخینۍ لاره ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نن ورځ په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو لپاره د غټې ماتې ورځ ده. هغوی د دې سبب شول چې دوه ولسمشران وزیږیږي. دا ناشونې ده چې په یوه هېواد کې دوه ولسمشران وي. شرایط ښیي چې موجود حالت د طالبانو په ګټه دی. که د دواړو رقیبانو تر منځ سیاسي وضعه خرابه شي، طالبان به یو بل پسې د ښارونو د نیولو لپاره بریدونه وکړي، او ډېر خلک به په دې ډول د طالبانو په ملاتړ لاس پورې کړي.‌

ځواب ورکړئ

د هېواد موجود حالت ډېر وېرونکی او خطرناک دی. دوه موازي مراسم او دوه حکومتونه نشي کولی چې داسې په اسانۍ سره دوام وکړي. د تخریبي رقابتونو پرځای یووالي ته عاجل ضرورت دی. له دې مخکې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم هڅه کړې وه چې دا ولاړ حالت پای ته ورسوي، خو له بده مرغه چې هغه ونشوای کولی چې دا کار وکړي.

ځواب ورکړئ

د سوګند پورته کولو دا دوه مراسم به د هېواد د سولې په پروسه باندې منفي اغېز وکړي. په دې وخت کې د قدرت لپاره شخړه کول ښه کار نه دی، او هغه به د سولې د راتلونکې پروسې او د ملي یووالي لپاره جدي عواقب ولري. زه له ټولو فېسبوک کاروونکو څخه غواړم چې د اختلاف مخه ونیسي او ملي وحدت وساتي. بالاخره، دا مشران به یوه ورځ جوړجاړی وکړي.

ځواب ورکړئ

د غني د سوګند پورته کولو مراسم د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د غیر مشروط ازادۍ لپاره له امریکا سره د شوي تړون پر خلاف ترسره شول. پخوا غني ویلي وو چې هغه به هېڅکله هم طالب بندیان ازاد نه کړي، او دا د هغه لپاره یوه سره کرښه وه، خو تاسو ولیدل چې د هغه سره کرښه څنګه په ژېړه بدله شوه.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، نن ورځ په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو د ناکامۍ ورځ ده. زه باوري یم چې هغوی د شرم احساس کوي. تاسو باید د دې بحران ملامتیا یوازې په افغانستان نه بلکې په خپله دیموکراسۍ او تقلبي ټکنوکراټانو (د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلملي خلیلزاد) باندې واچوئ.

ځواب ورکړئ

د ملي وحدت حکومت دا کارونه به د جنګ د پیلېدلو سبب وګرځي او د سولې خبرې به خرابې کړي. د ملي وحدت حکومت او نړۍ والې ټولنې په ځانګړې توګه امریکایي مشران باید د پېښېدونکي بحران مسؤل ونیول شي.‌

ځواب ورکړئ

مونږ له نژدې پنځو لسیزو راهیسې په دې بدمرغیو کې ژوند کوو او یوه نوې بدمرغي به پېښه شي او مسؤلیت به یې د هغو کسانو په اوږو وي چې د افغانستان په مسایلو کې مستقیماً ښکېل ول.

ځواب ورکړئ

امریکا غواړي چې غني په قدرت کې پاتې شي ځکه چې غني د هغوی په زړه پورې غلام دی. د بریا یوازنۍ لاره دا ده چې امریکا او د هغه شریکانو ته نه وویل شي. د عبدالله پلویان یا حامیان باید د هغه تقلب په وړاندې مقاومت وکړي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ کړی دی او غني له ماڼۍ څخه وباسي.

ځواب ورکړئ

غني ته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د بریالیتوب سند ورکړ، او د هغه په اساس یې لوړه وکړه. داسې هم نه ده چې د کمیسیون کمیشنران غني ټاکلي وو. سره له دې چې د هغوی ټاکنه د غني په صلاحیتونو کې وو ځکه هغه وخت هم جمهور رییس وو لاکن غني اجازه ورکړه چې کمیشنران د ولسمشرۍ ټول کاندیدان په شریکه وټاکي. عبدالله هم ځان وشرماوه هم یې نور افغانان وشرمول.

ځواب ورکړئ