ټاکني

غني بیا انتخاب شو، له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکراتو ته چمتووالی کوي

ای اېف پي

په عکس کې، افغان ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲۸مه ولسمشرۍ ماڼۍ کې له جګپوړو چارواکو او سلاکارانو سره ګوري.‌ غني د سلواغې په ۲۹مه د ۱۳۹۸ د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، چې له دې سره به له طالبانو سره د هېواد د راتلونکې په هکله د خبرو لوری وي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

په عکس کې، افغان ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲۸مه ولسمشرۍ ماڼۍ کې له جګپوړو چارواکو او سلاکارانو سره ګوري.‌ غني د سلواغې په ۲۹مه د ۱۳۹۸ د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، چې له دې سره به له طالبانو سره د هېواد د راتلونکې په هکله د خبرو لوری وي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۹مه/ د اعلان شویو وروستیو پایلو پر بنسټ د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشري وګټله، او له دې سره به له طالبانو سره د هېواد د راتلونکې په هکله د خبرو لوری وي.

دغه پایلې د تلې په ۶مه له رایه اچونې او دویم ځل شمیرنې څخه نژدې پنځه میاشتې وروسته اعلان شوې.

د انتخاباتو د کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ وویل، غني ۵۰.۶۴٪ رایې ترلاسه کړي. او عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲٪ رایې خپلې کړي دي.

هغې په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې زیاته کړه، «خدای دې ورسره مرسته وکړي چې د افغانستان د خلکو خدمت وکړي... همدارنګه زه دعا کوم چې وطن ته سوله راشي.»

خو د عبدالله ټیم سمدلاسه وروستې پایلې رد کړې او ویې ویل چې هغوی د راتلونکیو ګامونو په هکله «ډېر انتخابونه» لري.

عبدالله په ۱۳۹۳ کې په اختلاف زېږوونکیو ټاکنو کې غني څخه ماتې وخوړه چې ملاتړو یي سمدلاسه له تاوتریخوالي څخه ډک لاریونونه وکړل او په پایله کې متحده ایالاتو مداخله وکړه او د دواړو سیالانو تر منځ د واک شریکولو معامله یي رامنځته کړه.

یوه ممکنه معامله

وروستې پایلې په داسې حال کې اعلان شوې چې واشنګټن په دې هڅه کې دی څو له طالبانو سره داسې یوه هوکړه وکړي چې هغه ته اجازه ورکړي چې د بېلابېلو امنیتي تضمینونو او د داسې ژمنې په مقابل کې چې اورپکي به له افغان حکومت سره د سولې خبرې ترسره کوي، له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مکرر ډول دا هیله څرګنده کړې چې د امریکا له تر ټولو اوږدې جګړې څخه عسکر بېرته هېواد ته راولي.

د سولې په چارو کې د واشنګټن استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۸مه/ وویل چې هغه د یوې وروستۍ هوکړې په لور د پرمختګ په هکله «محتاطانه خوشبین» دی، او زیاته یې کړه چې متحده ایالات «له طالبانو څخه د امنیتي مسایلو په هکله ژمنتیاوې» لري.‌

یو ځل چې هوکړه وشي، د غني په مشرۍ افغان حکومت باید له طالبانو سره کتنې او د افغانانو په استازیتوب د سولې د رسمي هوکړې په هکله د خبرو لپاره چمتووالی ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکي عطأ نوري دغه پایلې «له طالبانو سره د سولې د ممکنه خبرو په لور یو ګام» وبللې.‌

هغه ای اېف پی ته وویل، «یو کمزوری حکومت په داسې موقف کې نه وو چې له طالبانو سره خبرې وکړي. اوس د غني لپاره د دې وخت دی چې د یوه پیاوړي حکومتي مشر په توګه لاس په کار شي او له طالبانو سره د خبرو ترسره کولو لپاره یو ټول شموله ټیم جوړ کړي،» او زیاته یې کړه چې د مذاکراتو په ډله کې باید د عبدالله د ډلې غړي شامل وي.

د ۲.۷ میلیونو ابتدایي رایو له جملې څخه نژدې ۱ میلیون رایې د بې نظمیو له امله باطلې وګرځول شوې، یعنې په دې ټاکنو کې د افغانستان د هرو ټاکنو په نسبت لږو کسانو رایې ورکړي دي.‌

بالاخره، یواځې ۱.۸ میلیونه رایې وشمارل شوې. افغانستان د اټکل له مخې ۳۵ میلیونه وګړي لري او ۹.۶ میلیونه راجستر شوي رایه ورکوونکي لري.

د غني عروج

د هغه ژوند او کار ته یوه کتنه:

غني چې ۷۰ کاله عمر لري یو انتروپولوجیست، اکاډمیک او د نړۍ وال بانک پخوانی کارمند دی چې په ۱۳۵۶ کال کې له افغانستان څه وتلی وو او نژدې دوه لسیزې وروسته بېرته راستون شو.‌

هغه په نیویارک کې په کولمبیا پوهنتون کې زده کړې کړي او په ۱۳۶۰مو کالونو کې د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال پر وخت یې په بېلابېلو امریکایي پوهنتونونو کې تدریس کړی دی.

په ۱۳۸۰ کال کې وروسته له هغه چې د طالبانو نظام د متحده ایالاتو د یرغل په نتیجه کې نسکور شو، غني د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي سلاکار په توګه بېرته کابل ته راستون او د موقت حکومت یو مهم جوړوونکی شو.

هغه له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۳ پورې د ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې یو پیاوړی د مالیې وزیر شو چې د تازه غوړېدونکي اداري فساد پر ضد یې مبارزه کوله.‌

غني چې په توندۍ او انرژۍ مشهور دی، نوې پیسې معرفي کړې، د مالیاتو سیستم یې جوړ کړ، شتمن خارج مېشتي افغانان یې وهڅول چې هېواد ته راستانه شي او په داسې حال کې چې هېواد د طالبانو له وچې دورې څخه راوتلی وو، ده مرستندویان وهڅول چې کار وکړي.‌

غني چې په قوم پښتون دی د ۱۳۹۳ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کاندید وو چې ازبک جنګسالار دوستم یې لومړی مرستیال او یو هزاره سرور دانش یې دویم مرستیال وو.

غني په خپلو احساساتي بیانیو سره خپل کمپاین ګرم کړ او په لومړي پړاو کې یې د ډېرو له تمې څخه ډېرې یعنې ۳۱.۶٪ رایې واخیستلې په داسې حال کې چې سیال یې عبدالله عبدالله ۴۵٪ رایې اخیستې وې او په دې توګه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

په دویم پړاو کې غني په اسانۍ سره ۵۵٪ او عبدالله ۴۵٪ رایې ترلاسه کړې.

د ۱۳۹۸ لمړنې پایلې چې په لیندۍ کې اعلان شوې بیا هغه ګټونکی وښود، خو عبدالله په چټکۍ سره په رایو کې د تقلب تور ولګاوه او د بیا شمېرنه یي تحمیل کړه.‌

غني له رولا سره، چې د لبنان په امریکایي پوهنتون کې د لسانس سند د ترلاسه کولو لپاره د زده کړو پرمهال یې ورسره لیدلي وو، واده کړی او دوه بچیان لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستونزه دا ده چې چا په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړی، هغه د خپلو خلکو لپاره هومره خدمت نه دی کړی چې کولی یې شوای. که هغوی په ښه ډول خدمت کړی وای، د افغانستان حالت به دومره بد نه وای لکه چې دی.‌

ځواب ورکړئ

اشرف غني د افغانستان د خلکو لپاره یو ډېر ښه ولسمشر دی.

ځواب ورکړئ

هو

ځواب ورکړئ

اشرف غني په ځانګړې توګه د افغانستان د بېخبنا په برخه کې یو مؤثر شخص دی. که د سولې پروسه پرمخ لاړه شي، اکثر افغانان راتلونکو پنځو کالو ته ډېرې هیلې لري. د افغانستان ولسمشر کولی شي چې خپل امنیتي او اقتصادي پروګرامونه له محدودیتونو څخه پرته په ازادانه توګه بشپړ تطبیق کړي. عبدالرحمان رحماني

ځواب ورکړئ

Congratulations to Mohammad Ashraf Ghani and his team, but we express condolence with Abdullah Abdullah and his team.

ځواب ورکړئ

Congratulations to all the people of Afghanistan. In fact, this is the victory of the people who despite the threats went and casted their votes. This is the victory of democratic system. May God help him in doing his works.

ځواب ورکړئ

مرګ په تقلب کار اشرف غني. هغه دا انتخابات په جعلکارۍ سره وګټل. هغه د خپل کمپاین لپاره له حکومتي مقاماتو څخه ناوړه استفاده وکړه.

ځواب ورکړئ

دا د ټولو افغانانو لپاره یو ښه خبر دی چې محمد اشرف غني له ډېر انتظار څخه وروسته د افغانستان ولسمشر اعلان شو او دا څو دلایل لري. لومړی، دا د خلکو لپاره یو ښه خبر دی ځکه چې یوازې یو باصلاحیته ولسمشر او حکومت کولی شي چې د خلکو په استازیتوب له طالبانو سره مذاکرات وکړي. دویم، دا د خلکو لپاره ښه خبر دی ځکه چې اوس ملت یو منتخب حکومت لري او دا حکومت کولی شي چې په نړۍ کې د ملت استازیتوب وکړي. دریم، دا د خلکو لپاره ښه خبر دی ځکه چې محمد اشرف غني ولسمشر شو او هغه به حکومتي چارې د نورو کاندیدانو په نسبت، که چېرې هغوی ټاکل شوي وای، په مناسب ډول پرمخ بوځي ځکه چې محمد اشرف غني یو ښه ریکارډ لري. هغه د افغانستان او افغانانو لپاره ډېر حیاتي کارونه کړي دي. د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته، هغه د افغانستان د حکومت په ډېرو لوړو موقفونو باندې کار کړی او ډېر بریالی وو. په تېرو پنځو کالو کې، هغه وکولی شوای چې افغانستان د پاکستان له احتیاج څخه خلاص کړي او افغانستان یې د اسیا په څلورلاري باندې بدل کړ. که څه هم چې د هغه په دوره کې نړۍ والې مرستې کمې وې، خو هغه د افغانستان اقتصاد بهتر کړ، نو مونږ هیله لرو چې هغه به د دغه جګړه ځپلي هېواد او بېچاره خلکو لپاره ډېر کار وکړي. هغه ته د لا نورې بریا هیله کوو. په احترام، ښکلا بارکزۍ له بغلان ولایت څخه

ځواب ورکړئ