ټاکني

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د لوی امنیتي بریالیتوب په توګه وستایل شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

سړي د تلې په ۶مه په مزارشریف کې د رایه اچونې په یوه مرکز کې د رایه اچونې لپاره په کتار ولاړ دي. [فرهاد عصیان/ای اېف پي]

سړي د تلې په ۶مه په مزارشریف کې د رایه اچونې په یوه مرکز کې د رایه اچونې لپاره په کتار ولاړ دي. [فرهاد عصیان/ای اېف پي]

کابل -- د رایه ورکوونکیو د شمېر له کمي او د رایه اچونې په وړاندې د مزاحمت رامنځته کولو لپاره د طالبانو له خوا د لږ شمېر بریدونو سره سره، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات له امنیتي او لوجیستیکي پلوه یوه بریا وبلل شوه.

افغانانو د شنبې په ورځ /د تلې ۶مه/ د ولسمشرۍ لپاره په شوې سیالۍ کې رایې ورکړې څو فیصله وکړي چې آیا ولسمشر اشرف غني به د دویم ځل لپاره ولسمشر پاتې شي که د ولسمشرۍ د ۱۲ نورو هیله منو له ډلې څخه کوم یو به ډېرې رایې وګټي.

خواوشا ۹.۶ میلیونو افغانانو په انتخاباتو کې د رایه اچونې لپاره نوم لیکنه کړې وه چې د رایه اچونې په ۴۹۰۵ مرکزونو کې ترسره شوې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د یکشنبې په ورځ /د تلې ۷مه/ خپرې شوې یوې محاسبې وښودله چې له ۳۷۳۶ د رایه اچونې مرکزونو څخه راټول شوي ارقام چې له ۲.۱۹ میلیونو څخه ډېرې رایې کېدلې شمېرل شوې دي.

یو افغان امنیتي افسر په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې ښځینه رایه ورکوونکې د تلې په ۶مه د خپلو رایو د اچونې لپاره انتظار کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو افغان امنیتي افسر په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې ښځینه رایه ورکوونکې د تلې په ۶مه د خپلو رایو د اچونې لپاره انتظار کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند د تلې په ۷مه په کابل کې په یوه ساتنځي کې له یوې لارۍ څخه د رایو د صندوقونو د راښکته کولو پر وخت یادښتونه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند د تلې په ۷مه په کابل کې په یوه ساتنځي کې له یوې لارۍ څخه د رایو د صندوقونو د راښکته کولو پر وخت یادښتونه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ولسمشر اشرف غني پخواني ویاند صمیم عارف په یوه ټویټ کې ولیکل، «طالبانو په ۱۳۹۳ کال کې د رایه اچونې له امله د صفی الله صافي ګوته پرې کړه، خو هغه د خپلو نورو ګوتو د پرې کېدلو پروا ونه کړه او رایه یې ورکړه. دا ټول د دې لپاره چې د ولس په خوښه جمهوریت نافذ شي.» [صمیم عارف/ټوېټر]

د ولسمشر اشرف غني پخواني ویاند صمیم عارف په یوه ټویټ کې ولیکل، «طالبانو په ۱۳۹۳ کال کې د رایه اچونې له امله د صفی الله صافي ګوته پرې کړه، خو هغه د خپلو نورو ګوتو د پرې کېدلو پروا ونه کړه او رایه یې ورکړه. دا ټول د دې لپاره چې د ولس په خوښه جمهوریت نافذ شي.» [صمیم عارف/ټوېټر]

د ولسواکۍ بریالیتوب

د سیاسي چارو خپلواک تحلیلګر هارون میر وویل،حتی د خلکو په لږ ګډون سره، کیدای شي چې انتخابات د دیموکراتیکې پروسې لپاره یوه بریا وبلل شي ځکه چې دا له پخوانیو انتخاباتو څخه «ډېر پاک» ول.‌

د ملګرو ملتونو په یوه خبري اعلامیه کې راغلي چې عمومي منشي انتونیو ګوتریش «ټول هغه افغانان وستایل چې خپل دیموکراتیک غږ یې پورته کړ، د رایه اچونې لپاره له خپل حق څخه یې استفاده وکړه او امنیتي اندېښنې یې له پامه وغورځولې.»

هغه همدارنګه افغانانو ته «د هغوی له خوا د رایه اچونې د صندوقونو له لارې د خپلو مشرانو د انتخابولو لپاره د ژمنتیا له امله» مبارکي ورکړه.

متحده ایالاتو چې په مکرر ډول یې د تقلب د مخنیوي غوښتنه کړې، وویل، «حکومتي موسسې او مشران باید د افغانانو په وړاندې شفاف او حساب ورکوونکي وي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل، «مونږ تمه لرو چې د افغانستان ادارې د شکایتونو د څېړنې او د نتایجو د جدول بندۍ په شمول د انتخاباتو په هکله د ډاډ ترلاسه کولو لپاره ټول ضروري اقدامات وکړي، چې افغان رایه ورکوونکیو او نړۍ والې ټولنې ته شفاف او د اعتبار وړ وي.»

که څه هم چې د ځینې تخنیکي ستونزو په هکله راپورونه ورکول شوي لاکن د انتخاباتو افغان چارواکو وویل، نتیجه به ډېره پاکه وي، چې د بایومتریک ګوتو نښو لوستونکیو ماشینونو په څېر تجهیزات او د رایه اچونې د مرکزونو د کارکوونکیو ښه روزنه په دې برخه کې ښه ډاډ ورکوي.

تمه نه کیږي چې ابتدایي نتایج د تلې تر ۲۷مې پورې معلوم شي. کاندیدان له ۵۰٪ څخه ډېرو رایو ته اړتیا لري چې مطلق ګټونکی اعلان شي، که نه سر ته راوتلي دوه کاندیدان به د دویم ځل انتخاباتو لپاره سره سیالي کوي.‌

غني د کابل په یوه لېسه کې له رایه اچونې څخه وروسته وویل، تر ټولو ډېره مهمه مسئله دا وه چې داسې یو مشر وموندل شي چې افغانستان ته سوله راولي.

هغه وویل، «د سولې لپاره زمونږ لارنقشه چمتو ده، زه غواړم چې خلک مونږ ته اجازه او مشروعیت راکړي چې مونږ سوله راولو.»

غني د شنبې په ورځ ناوخته په یوه تلوېزیوني وینا کې په طالبانو باندې غږ وکړ چې «د خلکو انتخاب ته درناوی وکړي او جګړه پای ته ورسوي.»

هغه وویل، «د سولې دروازې ستاسو پر مخ پرانستې دي.»

د ارام ساه اخیستل

مقاماتو د شنبې د ورځې انتخابات د یوې بریا په توګه وستایل ځکه چې طالبان ونه توانېدل چې په لوړه سطحه برید ترسره کړي.

حکومت له انتخاباتو څخه مخکې امنیت ښه کړ چې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر منسوبین یې دې ته توظیف کړل چې د رایه اچونې مرکزونو، رایه ورکوونکیو او په مجموع کې انتخاباتو ته امنیت برابر کړي.

په انتخاباتو کې طالبانو د هېواد په ځینې برخو کې د رایه اچونې په مرکزونو او د مخابراتو په پایو باندې یوه سلسله کوچني بریدونه ترسره کړل.

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وویل، «دښمن د هېواد په بېلابېلو برخو کې د انتخاباتو پر ضد ۶۸ بریدونه ترسره کړل... خو امنیتي ځواکونو اکثر بریدونه په شا وتمبول.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر وویل چې هغې د تېرو کالو په نسبت په ارامۍ سره د انتخاباتو په ترسره کېدلو سره «د ارام ساه» واخیستله.

هغې ای اېف پي ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د امنیت په ټینګولو او د رایه اچونې مرکزونو ته د خلکو له خوا د لاسرسي په یقیني کولو کې یوه واقعي وړتیا وښودله.»

په ورته وخت کې، هغه رایه ورکوونکي چې د امنیتي ګواښونو پروا یې ونه ساتله هغوی د خپل راتلونکي مشر په ټاکلو کې ثابت قدمه ول.‌

د محی الدین په نامه یوه ۵۵ کلن سړي ای اېف پي ته وویل، «زه پوهېږم چې امنیتي ګواښونه شته، خو بمونه او بریدونه زمونږ د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي دي.»

هغه وویل، «زه نه ډارېږم. که مونږ غواړو چې بدلونونه راشي مونږ باید رایه ورکړو.»

په ۱۳۹۳ کال کې، طالبانو د کابل د یوه سوداګر صفی الله صافي چې ۳۸ کاله عمر لري د ښي لاس د شهادت ګوته له دې امله پرې کړه چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې رایه اچولې وه. دې کار هغه له رایه اچونې څخه منع نه کړ او د شنبې په ورځ یې بیا رایه ورکړه.‌

هغه وویل، «کله چې خبره زما د ماشومانو او وطن راتلونکي ته رسېږي، که هغوی زما ټول لاس هم پرې کړي زه به هسې کېننم.»

د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د صافي هغه عکس ستایلی چې په ټوېټر خپور شوی او نوموړي په کې د خپل ښي لاس پرې شوې د شهادت ګوته او د چپ لاس د شهادت ګوته چې په نه بدلېدونکي رنګ باندې رنګ شوې ده ښیي او دا څرګندوي چې هغه رایه ورکړې ده.

د ټوېټر یوه کاروونکی ګوپال مجومدار لیکلي، «ښاغلیه تاسو ته سور سلام چې په دې توګه تاسو نه یوازې د خپلې کورنۍ د روښانه راتلونکي لپاره خپله زړورتیا وښودله.»

د ټولنیزو رسنیو افغان فعال لوارمینه په دری په یوه ټویټ کې لیکلي، «د وطندوستۍ یو ژوندی مثال! خدای دې وساته چې تا د خپل هېواد لپاره قرباني ورکړه. وطندوستي باید له تا نه زده کړای شي!»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په حقیقت کې، رایه ورکول هېڅ ارزښت نه لري ځکه چې امریکا د انتخاباتو لګښت ورکوي او ولسمشر انتخابوي. هغه څه چې مهم دي هغه د افغانانو وژل کېدل دي.‌..

ځواب ورکړئ

امنیتي ځواکونو خپله وظیفه په ښه توګه ترسره کړه. طالبان منافقان دي. هغوی خلکو ته د رایه اچونې په مقابل کې د مرګ ګواښونه وکړل. او بیا هغوی دا ماغزه لري چې ادعا کوي چې په انتخاباتو کې ډېرو لږو خلکو برخه اخیستې وه.‌

ځواب ورکړئ