امنیت

د طالبانو له خوا سلام مخابراتي شرکت ته شویو ګواښونو افغانان په غوسه کړل

د هدایت الله راپور

د وږي په ۴مه په کندوز کې د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [هدایت الله]

د وږي په ۴مه په کندوز کې د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [هدایت الله]

کندوز -- د طالبانو له خوا د سلام مخابراتي شرکت پر ضد د جګړې اعلامیې د افغانانو تر منځ سخته غوسه راپارولې ده.

طالبانو د وږي په ۴مه په یوه اعلامیه کې وویل چې هغوی به د هر هغه چا په شمول چې د سلام مخابراتي شرکت سیم کارډ ورسره ونیول شي، د سلام مخابراتی شرکت ستنې، کارمندان او مشترکین په نښه کړي.

طالبانو وویل، «هغه نوري فایبر به چې سلام مخابراتي شرکت تر ځمکې لاندې تېر کړی دی، پرې کړای شي، او د شرکت کارمندانو او موټرونو سره به د استخباراتي ادارو د کارمندانو او موټرنو په څېر چلند وشي.»

یاغې ډلې وویل، «کله له هر چا سره د یادې کمپنۍ سیم کارډ ونیول شي، له هغه سره به د طالبانو د قانون په اساس چلند کیږي.»

اورپکي وایي چې حکومتي ځواکونه هغوی د دغې شبکې د ستنو له لارې تعقیبوي، خو یادې کمپنۍ دا ادعا رد کړې ده.‌

وار له مخه داسې نه تایید شوي راپورونه راغلي چې وایي طالب اورپکو د بغلان ولایت اوسېدونکي مجبور کړي چې د سلام مخابراتي شرکت سیم کارډونه له ستوني تېر کړي.

د کندوز پوهنتون یوه محصل محمد علي خورشید چې ۲۶ کاله عمر لري له خپلوانو او دوستانو څخه د ترلاسه کړو معلوماتو په اساس وویل، طالبانو د وږي په ۴مه د بغلان ولایت په ګرداب سیمه کې د یوه ټویوټا موټر مسافر تلاشي کړل او هغه کسان چې د سلام سیم کارډونه ورسره ول هغوی یې مجبور کړل چې دغه کارډونه له ستوني تېر کړي.‌

هغه وویل، «طالبانو لومړی د سلام سیم کارډونه مات کړل او بیا یې مسافر مجبور کړل چې له ستوني یې تېر کړي.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي عبدالمتین محمدي چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل، «طالبان د کندوز ښار په عسقلان سیمه کې هغه ملکي خلک چې د سلام سیم کارډونه ورسره وي، ځوروي.»

هغه وویل، طالبانو په سیمه کې اعلان وکړ چې له هر چا سره چې سلام سیم کارډ ونیول شي هغه به درې میاشتې بندي کېږي او ۶۰۰۰۰ افغانۍ (۷۶۶ ډالر) جریمه به ورکوي.

هغه زیاته کړه، طالبانو ملکي خلک په کانتینرونو کې بند کړي او غوښتنه یې کړې چې د هغوی کورنۍ باید جریمه تحویل کړي.

د خلکو د کرکې سبب کېدل

د تېرو دوه کالو په ترڅ کې، د طالبانو د ګواښونو له امله وار له مخه په کندوز کې د ماښام له ۶ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې د خصوصي مخابراتي شرکتونو خدمتونه بندېږي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري وویل، «د طالبانو له خوا په سلام مخابراتي شبکه د برید ګواښ د خلکو په وړاندې یو غټ جرم دی. زه نه پوهېږم چې ولې طالبان تل غواړي چې خلک په تیاره کې وساتي. هغوی د افغانانو دښمنان دي.»

هغه زیاته کړه، «افغانان یا مسلمانان به هېڅکله داسې کار ونه کړي. که طالبان په ریښتیا افغانان وای، هغوی به د خپلو ورونو پر ضد جنګ نه وای کړی.»

هغه وویل، سلام مخابراتي شبکه یوازنۍ شبکه ده چې په کندوز کې ۲۴ ساعته خدمت وړاندې کوي.

هغه وویل، «که د سلام مخابراتي شرکت خدمتونه پرې شي، زمونږ پښې او لاسونه به وتړل شي. له بده مرغه چې مونږ بېرته له تاریخ څخه مخکې وخت ته ور ستنېږو.»

د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د مخابراتي خدمتونو ټکني توب په اقتصاد او امنیت باندې منفي تاثیر کړی دی.

د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې یوه سوداګر محمد عمر خالقي چې ۵۹ کاله عمر لري، وویل، «سم چې د نورو مخابراتي شرکتونو خدمتونه بند شي، زه سلام ولګوم.»

«که څه هم چې په سلام د غږ او انټرنټي خدمتونو کیفیت ډېر کمزوری دی، مونږ مجبور یو چې له سیم کارډ څخه یې استفاده وکړو ځکه چې یوازې دغه شبکه فعاله وي.»

هغه وویل، «که طالبان داسې ډارنو کارونو ته دوام ورکړي، هغوی به د خلکو په زړونو کې د ځانونو لپاره لا نوره کرکه وکري.‌ که دا کار وشي [که سلام ودرېږي]، زمونږ سوداګري به صفر ته راښکته شي او سوداګرانو ته به مالي زیانونه ورسېږي.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي حمیدالله ساحل چې ۲۵ کاله عمر لري، وپوښتل، «آیا دا کافي نه ده چې هغوی هره ورځ مونږ قرباني کوي، زمونږ سرکونه او پلچکونه ورانوي، زمونږ عامه تاسیسات ورانوي او زمونږ ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو ته اور ور اچوي؟ اوس هغوی حتی غواړي چې مونږ یوازنۍ پاتې مخابراتي شبکه هم بنده کړو.»

هغه وویل، «مونږ د طالبانو دا ظالمانه عمل غندو. که هغوی غواړي چې زړونه وګټي، هغوی باید اسانتیاوې رامنځته کړي -- نه ستونزې.»

په کندوز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال بشیراحمد ذاکر چې ۳۴ کاله عمر لري د طالبانو اعلان وغانده او په حکومت یې غږ وکړ چې د مخابراتي شرکتونو د خوندی کولو لپاره لا نورې هڅې وکړي.

ذاکر وویل، «حکومت باید د مخابراتي ستنو، د هغو د اړوندو تجهیزاتو او د نوري فایبر د کېبل په خوندي کولو لا نور تمرکز وکړي.»

هغه وویل، «د مخابراتي ستنو خوندي کول کولی شي چې تر څه حده په دغو شرکتونو باندې د طالبانو فشار کم کړي، او هغوی به وکولی شي چې خپل خدمتونه له ټکني توب څخه پرته وړاندې کړي.»

مخنیوونکي ګامونه

د کندوز امنیتي مقاماتو ژمنه کړې چې سلام مخابراتي شبکه او د هغې کارمندان به خوندي کړي او امنیت به یې ټینګ کړي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وویل، «د کندوز امنیه قوماندانۍ ټول اړوند امنیتي واحدونه توظیف کړي چې د سلام مخابراتي شرکت د کارمندانو، د هغه د ستنو او د نوري فایبر د کېبل امنیت ټینګ کړي.»

حسیني وویل، «پولیس به نه یوازې دولتي شبکې [سلام] بلکې همدارنګه ټولو خصوصي مخابراتي شبکو ته امنیت برابر کړي.»

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت چې د اګست میاشتې په ۳۱ مه ووژل شو څو ورځې مخکې له وژنې څخه وویل، «طالبان فکر کوي چې که هغوی د سلام مخابراتي خدمتونه بند کړي، امنیتي ځواکونه به ونشي کولی چې د هغوی پل پسې واخلي-- دا یوازې یو خوب دی.»

هغه وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونه به هغوی ته اجازه ورنه کړي چې خپلو شیطاني هدفونو ته ورسېږي. هر چېرې چې هغوی پټېږي، مونږ به وکولی شو چې له منځه یې وېسو.»

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي د وږي په ۶مه سلام ټایمز ته وویل، «پرون د ولایت د خصوصي سکټور ریاست یوه ځانګړې ناسته لرله څو د سلام مخابراتي شرکت د امنیت ټینګولو په هکله خبرې وکړي.»

هغه وویل، «په دې ناسته کې، د سلام مخابراتي شرکت د کارکوونکو او د هغوی د تاسیساتو او تجهیزاتو د خوندیتابه په هکله پرېکړې وشوې .»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500