طالبانو ګواښ وکړ چې په نورو مخابراتي مرکزونو به بریدونه وکړي او د نوري فایبر کېبلونه به پرې کړي

سلام ټایمز

کابل -- طالبانو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې طالب یاغیان به د سلام ټیلیکام مرکزونه، کارمندان او مشترکین په نښه کړي.

په اعلامیه کې راغلي، اورپکو ګواښ کړی چې د هر هغه چا پر ضد به ګام پورته کړي چې د سلام ټیلیکام سیم کارډ ولري او په هېواد کې به د نوري فایبر کېبلونه پرې کړي.

طالبان وایي، د دغې شبکې انټنونه حکومتي مقاماتو ته دا اسانتیا ورکوي چې د یاغیانو حرکتونه تعقیب کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500