اقتصاد

ازبک - افغان ګډې پروژې به کاري فرصتونه رامنځته کړي، د اورپکۍ مخه به ډپ کړي

د مکسیم ینیسیېف راپور

افغان سرحدي پولیس د مارچ په ۲۰مه په حیرتانو کې د افغان - ازبکستاني پله ساتنه کوي. حیرتان د افغانستان په شمال کې د اقتصادي فعالیت روښانه راتلونکی دی. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

افغان سرحدي پولیس د مارچ په ۲۰مه په حیرتانو کې د افغان - ازبکستاني پله ساتنه کوي. حیرتان د افغانستان په شمال کې د اقتصادي فعالیت روښانه راتلونکی دی. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

تاشکند -- کارپوهان او چارواکي وایي، افغانستان او ازبکستان اقتصادي همکاري د دې لپاره پیاوړې کوي چې خپل سوداګریز چاپېریال ته انکشاف ورکړي، د بې روزګارۍ پر ضد مبارزه وکړي، د بنسټ پالنې مخه ونیسي او سرحدي امنیت یقیني کړي.

په تاشکند کې د ازبکستان د اورېنټل سټډیز انسټیټیوټ یوه پوه اوتابېک خایت کولوف کاروانسرای [ورځپاڼه] ته وویل، «د اقتصادي همکارۍ انکشاف په افغانستان کې زمونږ د هېواد د پالیسۍ د منځ ټکی جوړوي.»

د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او انرژۍ په هکله د دغو هېوادونو د ګډ کمېسیون په دویمه غونډه کې، چې د ډسمبر په ۲۶مه په تاشکند کې ترسره شوه، د افغان ولسمشر اشرف غني جیګپوړي سلاکار همایون قیومي د افغان زېربنا د جوړولو له امله د ازبکستان ستاینه وکړه. هغه وویل، دغه هېوادونه د اقتصادي همکارۍ د متنوع ډولونو لپاره لوی پوتنشیل لري.

نن ورځ، افغانان په ازبکستان کې په ۷۰ سوداګریو کې سهم لري، چې د هغو له جملې نه په ۲۰ کې دغه سهم ۱۰۰٪ دی. دا سوداګریانې اکثر د خدمتونو او سوداګرۍ په سکټورونو، او همدارنګه د تعمیراتي موادو د جوړولو په برخو کې فعالیت کوي.

یوه افغانه ښځه د ډسمبر په ۳ مه په مزارشریف کې په یوه پله تېرېږي. مزارشریف د اورګاډي د هغې پټلۍ چې افغانستان او ازبکستان سره نښلوي د یوه ترمینل په توګه کار کوي.[فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

یوه افغانه ښځه د ډسمبر په ۳ مه په مزارشریف کې په یوه پله تېرېږي. مزارشریف د اورګاډي د هغې پټلۍ چې افغانستان او ازبکستان سره نښلوي د یوه ترمینل په توګه کار کوي.[فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

د خپلواکو همګټو هېوادونو (CIS) په چارو کې د غني ځانګړي استازي شاکر کرګر د ډسمبر په ۱۲مه اریانا تلوېزیون ته وویل، ازبکستان تیار دی چې په افغاني پروژو، په ځانګړې توګه د انرژۍ، زراعت او کانونو په سکټورونو او همدارنګه د سالنګ تونل په بیا نوي کولو کې پانګونه وکړي.

د Afghanistan.ru د راپور په اساس، کارګر پر تلوېزیون د خبرو کولو پر وخت وویل، «دا پروژې کولی شي چې د افغانستان لپاره زرګونه وظیفې رامنځته کړي،»

خایت کولوف وویل، «ازبکستاني چارواکي، په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او ولسمشر شوکت میرزيویېف په ۲۰۱۶ کال کې همېشه په دې تاکید کاوه... چې ازبکستان د افغان مسئلې لپاره د یوه سوله ییز حل ملاتړ کوي،»

د بنسټ پالنې پر ضد جګړه

د ازبکستان دا پلانونه چې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په شمالي برخه کې، د زېربنا پروژې حمایه کړي به وظیفې رامنځته کړي، او دا کېدای شي چې یو ګټه رسوونکی اضافي تاثیر ولري.

د افغانستان د ۲۰۱۶ د سروې له مخې چې د ډسمبر په میاشت کې د ایشیا فاونډېشن له خوا خپره شوه، ۷۱.۲٪ رایه ورکوونکیو افغانانو بې کاري د ځوانو افغانانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه بللې وه.

په بشکېک کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان (OSCE) اکاډمۍ کې د ټیټ پوړو عامه افسرانو د پروګرام یوه افغان فارغ محمد ادریس، په یوه مونوګراف کې چې، بنسټ پالنه او له تاوتریخوالي ډک افراطیت په منځنۍ اسیا او افغانستان کې، نومېږي او تېر سپتمبر خپور شو لیکلي، «د بنسټ پالنې او افراطیت نظریه [په افغانستان کې] له تېرو څلورو لسیزو راهیسې غوړېږي. بېلابېل فکټورونه... له فقر، کمزورو ادارو، بې روزګارۍ، اداري فساد او بې سوادۍ سره یوځای د هغه په انکشاف کې لاس لري.»

ادریس لیکلي، البته د بې روزګارۍ له منځه وړل به «د ځوانانو تر منځ اعتماد ته وده ورکړي او هغوی به د خپل هېواد په پرمختګ کې خپل رول ترسره کوي.»

سرحدي امنیت

د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري همدارنګه سرحدي امنیت ته غزېږي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ازبکستان نړیوالې ټولنې ته د افغانستان په شمال کې د افراطیت د حضور په هکله خبرداری ورکړ.

افغان ځواکونه په منظمه توګه داسې عملیات ترسره کوي چې اورپکي وژني یا یې له هغو سنګرونو څخه چې ښایي هغوی په شمال کې جوړ کړي دي راوباسي، خو ګواښ لا هم په خپل ځای پاتې دی.

په تاشکند کې د سیاسي چارو تحلیلګر ولیري خان کاروانسرای ته وویل، «دا د ازبکستان د امنیت لپاره مهمه ده چې د افغانستان په شمالي ولایتونو، لومړی او تر ټولو مخکې په بلخ ولایت کې، چې له ازبکستان سره پوله لري، ثبات او سوله موجود وي.»

خان، د حیرتان - مزارشریف تر منځ ۷۵ کیلومتره اوږدې د اورګاډي پټلۍ ته په اشارې سره چې ازبکستان جوړه کړې او په ۲۰۱۱ کال کې یې فعالیت پیل کړی دی، وویل، «مزارشریف د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د انکشاف لپاره یو مهم ښار دی، او هغه د اورګاډي د هغې پټلۍ لپاره چې د افغانستان او ازبکستان د نښلولو لپاره جوړه شوې ده د اتصال د نقطې په توګه عمل کوي،»

خان وویل، «هغه تر ټولو لویه پروژه ده چې ازبکستان په [افغانستان] کې بشپړه کړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېر ښه دی.

ځواب ورکړئ