اقتصاد

ازبکستان افغان سرحد ته تللې رېللاره برقي کوي

د ماکسیم ینیسییېف راپور

یو برقي لوکوموټیف اورګاډی د ډسمبر په ۲۹مه دیخان اباد ته د رسېدلو په حال کې. ازبکستان و افغانستان ته تللې رېللاره برقي کوي چې سوداګري پراخه شي او د انتقالاتو په قېمتونو کې کمی راشي. [ماکسیم ینیسییېف]

یو برقي لوکوموټیف اورګاډی د ډسمبر په ۲۹مه دیخان اباد ته د رسېدلو په حال کې. ازبکستان و افغانستان ته تللې رېللاره برقي کوي چې سوداګري پراخه شي او د انتقالاتو په قېمتونو کې کمی راشي. [ماکسیم ینیسییېف]

تاشکند -- د ازبکستان د دې هڅو په لړ کې چې له خپل جنوبي ګاونډي سره سوداګري پراخه کړي، دغه هېواد په دې کار کوي چې افغان سرحد ته تللې د کرشي - ترمز رېللاره برقي کړي.

د سوداګرۍ شریکان وایي چې برقي رېللاره به افغانستان ته د کارګو د لېږلو قېمتونه راکم کړي او په دواړو هېوادونو کې به د هغو کوچنیو سوداګریو لپاره چې له دې رېللارې نه کار اخلي د ګټو شرحې زیاتې کړي.

په افغانستان کې د ازبکستان له خوا جوړه شوې یوه رېللاره لا له مخکې نه له کرشي - ترمز رېللارې سره نښتې ده. د حیرتان - مزارشریف رېللاره چې ازبکستان جوړه کړې وه د افغانستان لومړۍ د اوږدې فاصلې د بار وړنې عامه رېللاره ده.

د ازبکستان د رېللارو ویاند اویبېک محمدعلي یېف کاروانسرای ورځپاڼې ته وویل، «یو ځل چې ټوله [کرشي - ترمز] رېللاره برقي شي، برقي لوکوموټیف اورګاډي به د ډیزلي اورګاډو ځای ونیسي. برق د هایدروکاربنونو په نسبت ارزان دی. په برقي کېدلو سره به د مالونو او مسافرو د وړلو په قېمت کې کمی راشي.»

هغه وویل، په نورو ګټو کې یې دا شامل دي چې «اورګاډي یې چټک» او «چاپېریال یې پرمختللی دی».

ازبکستان له جاپان څخه د ۲۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو قرض په شمول ۴۲۸ میلیونه امریکایي ډالر بودجه برابره کړې ده چې د مني تر موسم پورې دا ۳۲۵ کیلومتره اوږده لاره برقي کړي.

د ډسمبر په ۲۹مه، د رېللارې کارکوونکو له کرشي نه دیخان اباد ته د تللې لارې لومړۍ ۹۰ کیلومتره اوږدې برخې برقي کېدا ولمانځله.

د بهرنیو اقتصادي اړیکو، پانګونو او سوداګرۍ د وزارت یوه ویاند نورعلي کوزییېف کاروانسرای ته وویل، «د کرشي - ترمز د رېللارې برقي کېدا د ازبکستان لپاره فرصتونه داسې پراخوي چې نه یوازې افغان مارکېټ بلکه همدارنګه په جنوبي اسیا کې موجودو بندرونو ته لاسرسی به پراخ کړي... او د [بین البراعظمي] کارګو لپاره د یوې ټرانزیټي نقطې په توګه به زمونږ د هېواد رول زیات کړي.»

نور زېربنایي کار د ازبکستان لپاره د اقتصادي ګټو یوه دایره جوړوي.

د تالیمرجان د برېښنا دستګاه، چې له افغانستان څخه ۳۰۰ کیلومتره لیرې پرته ده، د ۲۰۱۶ د اګست په ۲۶مه د ۴۵۰ میګاواټه په ظرفیت د یوه نوي تولیدي یونټ فعالیت پیل کړ.

مخکې کاروانسرای راپور ورکړی وو چې، د ۲۰۱۵ په ډسمبر کې ازبکستان ژمنه کړې وه چې افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰٪ زیات کړي. د دې راپور تر خپرېدلو پورې، په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان ته د ازبکستانۍ برېښنا د حقیقي صادراتو د اندازې په هکله معلومات نه دي ورکول شوي.

پراخ شوی ظرفیت په دې معنی چې په ازبکستان کې او د افغانستان لپاره به برېښنا ارزانه شي.

د سوداګرۍ، انکشاف زیاتېدا

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ګډې تجارتي راکړې ورکړې مرسته کوي چې د افغانستان په شمال کې اقتصادي وده زیاته شي، خو د هېوادونو تر منځ سوداګري د ټرانسپورټي لارو انکشاف پورې تړلي ده.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ګډ کمېسیون د راپور په اساس، د ۲۰۱۶ له جنورۍ نه تر اکتوبر پورې، دوه اړخیزه سوداګري ۴۲۹ میلیونه ډالرو ته ورسېده.

د هغې رېللارې تر څنګ چې ازبکستان او افغانستان سره نښلوي، ازبکستان د یوې لویې لارې په پیاوړتیا باندې کار کوي او پلان لري چې د سالنګ د تونل، چې د افغانستان شمالي ښارونه له کابل سره نښلوي، په بیارغونه کې پانګونه وکړي.

کوزيیېف وویل، «تر ۲۰۲۰ کال پورې، ازبکستان پلان لري چې له سمرقند نه ترمز ته تللې لویه لاره ... چې افغانستان ته تلونکې کارګو انتقالوي، بهتره کړي.»

هغه وویل، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ترمز د کارګو مرکز «د هغو کوچنیو سوداګریو د خاوندانو چې په ازبکستان - افغان سوداګرۍ کې یې کار کاوه او همدارنګه هغه د مالونو انتقالوونکيو چې په ټرانزیټ کې یې کار کاوه، خدمت کاوه.» نوموړي زیاته کړه چې دغه مرکز «د ۳۰۰ لاریو لپاره د پارک کولو ځای، یو د ګومرک ترمینل» او نورې اسانتیاوې لري.

د کرشي - ترمز رېللاره له ۲۰۰۷ کال راهیسې، او د حیرتان - مزارشریف لین له ۲۰۱۱ کال راهیسې فعالیت کوي. اسیایي پرمختیایي بانک افغان رېللاره تمویلوي.

اسیایي پرمختیایي بانک په یوه راپور کې چې د ۲۰۱۳ کال په جون کې خپور شو وویل، د ۲۰۰۸ کال په نسبت، «د نوې افغان رېللارې په اوږدو کې د اوسېدونکیو لپاره کاري فرصتونه دوه برابره شوي دي او په کال کې یې ۱۰ - ۱۱٪ مجموعي وده کړې ده. په افغانستان کې په مجموعي توګه له دې پروژې نه د ګټه اخیستونکیو کسانو شمېر خواوشا ۷ میلیونه خلکو ته رسېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500