ديپلوماسي

افغانستان د ازبکستان د ۲۰۱۹ د بهرنۍ پالیسۍ عمده برخه جوړوي

د ماکسیم ینیسییف راپور

د رېللارې ازبک کارکوونکي په ۲۰۱۶ کې له پرانستل کېدلو څخه مخکې په فرغانه دره کې په کمچیک تونل کې تېره شوې پټلۍ بشپړوي. [د ازبکستان رېللارې]‌

د رېللارې ازبک کارکوونکي په ۲۰۱۶ کې له پرانستل کېدلو څخه مخکې په فرغانه دره کې په کمچیک تونل کې تېره شوې پټلۍ بشپړوي. [د ازبکستان رېللارې]‌

ازبک او افغان زده کوونکي د ۲۰۱۸ په می کې د ازبکستان په ترمز کې په تعلیمي مرکز کې یو له بل سره ستړي مه شي کوي. [د ازبکستان ملي خبري اژانس]

ازبک او افغان زده کوونکي د ۲۰۱۸ په می کې د ازبکستان په ترمز کې په تعلیمي مرکز کې یو له بل سره ستړي مه شي کوي. [د ازبکستان ملي خبري اژانس]

ازبکستان د ۲۰۱۸ د نومبر په ۱۹مه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره د ۲۵ ازبک جوړ بسونو مرسته وکړه. بسونه په ترمز کې لیدل کیږي. [د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت]

ازبکستان د ۲۰۱۸ د نومبر په ۱۹مه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره د ۲۵ ازبک جوړ بسونو مرسته وکړه. بسونه په ترمز کې لیدل کیږي. [د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت]

تاشکند -- چارواکي او تحلیلګران وایي، افغانستان به په ۲۰۱۹ کال کې د ازبکستان د بهرنۍ پالیسۍ یو مهم لومړیتوب وساتل شي.

ازبک ولسمشر شوکت میرزي یویېف، د ډسمبر په ۲۸مه پارلمان ته په خپله وینا کې،‌ چې هغه په کې د هېواد لومړیتوبونه په ګوته کړل، د هغو لویو بېخبنایي پروژو یادونه وکړه چې ازبکستان په افغانستان کې پرې کار کوي او په دې هکله یې په خپله هیله تاکید وکړ چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې به مرسته وکړي.‌

میرزي یویېف وویل،‌ افغانستان په منځنۍ اسیا کې د امنیت او دوامدار پرمختګ په یقیني کولو کې یو مهم ځای لري، او زیاته یې کړه چې یوازنۍ لاره، چې افغانستان پرې ثبات مومي، هغه د دغه هېواد د اقتصاد بیا رغونه ده.‌

په تاشکند کې د سیاسي چارو پوه ولیري خان کاروانسرای ته وویل، «میرزي یویېف د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د خپلې وینا نژدې ۹۰٪ افغانستان ته وقف کړې وه،»

افغان ولسمشر اشرف غني (چپ) او ازبک ولسمشر شوکت میرزي یویېف (ښی) د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې له تاشکند څخه د غني د کتنې پر وخت لیدل کیږي. د هغوی د کتنې په ترڅ کې، هغوی داسې یوه موافقه لاسلیک کړه چې د مزارشریف او هرات تر منځ یوه رېللاره جوړه کړي. [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]

افغان ولسمشر اشرف غني (چپ) او ازبک ولسمشر شوکت میرزي یویېف (ښی) د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې له تاشکند څخه د غني د کتنې پر وخت لیدل کیږي. د هغوی د کتنې په ترڅ کې، هغوی داسې یوه موافقه لاسلیک کړه چې د مزارشریف او هرات تر منځ یوه رېللاره جوړه کړي. [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «دا ثابتوي چې ازبکستان د خپل جنوبي ګاونډي سره اړیکو لرلو ته څومره اهمیت ورکوي. دا مهمه ده چې ولسمشر د رېللارې خبره د کابل له لارې راپورته کړه. دا یوه داسې غټه پروژه ده چې کولی شي چې د سیمې ټول لوجیستیکي مارکېټ په بشپړ ډول بدل کړي.»

دا رېللاره، چې خان ذکر کړه، هغه ده چې ازبکستان په پام کې لري چې له مزارشریف څخه تر پېښور، پاکستان پورې یې جوړه کړي.‌

ازبکستان پخوا هیله ښودلې وه چې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي او دا هغه وخت وو چې تاشکند د تېر مارچ په میاشت کې د سولې په هکله د داسې یوه نړیوال کانفرانس کوربه توب کاوه چې هدف یې په افغانستان کې د شخړې پای ته رسول وو.

د افغان ولسمشر اشرف غني په شمول له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو او موسسو استازو د سولې په دغه دوه ورځني کانفرانس کې برخه اخیستې وه.

د رېللارې ګډې پروژې

غني او میرزي یویېف د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې په تاشکند کې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې په اساس به یې ازبکستان د مزارشریف او هرات تر منځ رېللاره جوړه کړي. دا وخت، په افغانستان کې یوازنۍ رېللاره، چې ازبکستان جوړه کړې، له حیرتان څخه مزارشریف ته غزېدلې ده.

تمه ده چې تر پلان لاندې رېللاره د ازبکستان له خوا جوړه شوې موجوده کرښه پسې وغزوي. دغه هېوادونه لا هم د مرستندویانو په لټه کې دي، خو ازبکستان حاضر دی چې ۵۰۰ میلیونه ډالر (۳۷.۶ ملیارده افغانیو) له خپلو پیسو څخه مرسته وکړي.

د تېر می په ۱۵ - ۱۷مه له متحده ایالاتو څخه د میرزي یویېف د رسمي کتنې په ترڅ کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ته د رېللارې د جوړونې د پروژې په ترسره کولو کې د سیاسي او مشورتي مرستې وړاندیز وکړ.

د Gazeta.uz د راپور په اساس،‌ میرزي یویېف «له هغو نړیوالو مالي موسسو څخه -- چې متحده ایالات په کې تصمیم نیوونکی رول لوبوي -- د فنډ د ترلاسه کولو مسئله راپورته کړه چې په وسیله یې په افغانستان کې رېللاره جوړه کړای شي،»

د مزارشریف - کابل - پېښور لین

هرات ته د تلونکې رېللارې لپاره د لګښت په ورکړه کې له ستونزو سره سره، ازبکستان وار له مخه د یوې لا ډېرې سختې او غوښتل کېدونکې پروژې، له مزارشریف څخه پېښور، پاکستان ته رېللارې، د ترسره کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.‌

د ډسمبر په ۳ - ۴ مه، د ازبکستان، قزاقستان،‌ افغانستان او پاکستان د رېللارې د چارو رییسانو په تاشکند کې سره ولیدل چې د دغې پروژې په هکله خبرې اترې وکړي.‌

د ازبکستان د رېللارې ادارې دغه پروژه «له مبالغې پرته، تاریخي» وبلله.

له کتنې څخه وروسته، ټولو اړخونو یوه هوکړه لاسلیک کړه چې د پروژې د بشپړولو لپاره یو ګډ کاري ګروپ او یو مالي کنسرسیوم جوړ کړي.‌

په کتنه کې د بحثونو له مخې، پلان شوې رېللاره به ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د هندوکش د غرونو سلسله به په اوو تونلونو سره غوڅه کړي. تمه ده، چې تر ټولو اوږد تونل به ۳۰ کیلومتره اوږدوالی ولري.‌

د پروژې د تخمین شوي قېمت په هکله بحث ونشو.

په تاشکند کې د کارپوهانو د تحقیقاتي معلوماتو د مرکز رییس، امیدالله ابراګیموف، د پروژې د ظرفیت په هکله برخه والو ته وویل، «د مزارشریف - پېښور نوې برېښنایي رېللاره به تجارت پراخ کړي او د اروپا، منځنۍ اسیا، پاکستان،‌ هندوستان او اخواته له جنوبي اسیا تر منځ‌ واردات او صادرات پراخ کړي،»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له غني سره په خپله کتنه کې،‌ چې د نومبر په ۲۸مه د افغانستان په هکله د جنیوا کانفرانس کې ترسره شره، د مزارشریف - پېښور د رېللارې له پروژې څخه د خپل ملاتړ ژمنه وکړه.‌

کاملوف وویل، دغه رېللاره کېدی شي چې یو له بل سره د اتصال په برخه کې د اروپایي - اسیایي لید یوه برخه وګرځي چې اروپایي اتحادیه یې ملاتړ کوي.

کاسا - ۱۰۰۰ پروژه، بشري مرسته

سربېره پر دې، کاملوف د منځنۍ اسیا جنوبي اسیا د برېښنا د لېږد او سوداګرۍ د پروژې (کاسا - ۱۰۰۰ / CASA - 1000) یادونه وکړه.‌

په دې پروژه کې، چې تمه ده په ۲۰۲۰ کې پای ته ورسېږي،‌ یو د برېښنا لین هم شامل دی چې نوره برېښنا به له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي.‌

ازبکستان د دغې پروژې ملاتړ کوي او اراده لري چې خپل د برېښنا لین، چې د ازبکستان له سورخون څخه د افغانستان پل خمري ته تر رغونې لاندې دی، جوړ کړي.‌

کاملوف په جنیوا کې وویل، «د سورخون - پل خمري د برېښنا لین به دا ممکنه کړي چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا رسول تر ۷۰٪ پورې ډېر شي، چې په کال کې به ۶ میلیارده کیلو واټ في ساعت ته ورسېږي. دغه د برېښنا لین به کابل د منځنۍ اسیا د برېښنا له واحد ګرېډ سره ونښلوي.»

کاملوف همدارنګه د داسې بشري پروژو یادونه وکړه چې د ازبکستان له خوا ترسره کیږي او افغانستان ته یې ګټه رسېږي. په دغو پروژو کې د ازبکستان په ترمز کې د افغان اتباعو لپاره د یوه تعلیمي مرکز جوړول او د بشري مرستو برابرول شامل دي.‌

د ښه نیت په وروستیو نوښتونو کې د نومبر په ۱۹مه افغانستان ته د ۲۵ ازبکستان جوړ بسونو ورکول شامل دي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت به له یادو بسونو څخه استفاده وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اشرف غني به په افغانستان کې ډېر اساسي اقتصادي کارونه ترسره کړي.

ځواب ورکړئ

که چیرته دغه زیر بنائی پروژی عملی شی انشاالله افغانستان به هم په امنتی ، اقتصادی او تجارتی لحاظ په څان بسیا کړی

ځواب ورکړئ